01/10/2017
Get education,become good nation
Education is the key of a successful lif.
01/10/2017
23/06/2017
Get education,although you have no facilities
30/11/2015
11/10/2015
07/10/2015
" تعليم او تربيت ده پښتنو بنيادى ضروت " =============================
زه يو ساده باده شډل پډل ، ميلمه دوست ، مينه ناک ، نر او بهادر پښتون ، ده هلاکو خان ، چنګيز خان او عجب خان په شان تاريخي پښتون ، ده پت ، ښيګړي ، توري او وفا نه جوړه پښتو او بيا ده دغې پښتو پت لرونكي او خيال لرونكي پښتون ، ده ګير چاپير هيوادونو مرسته کونکي او خير غوښتونكي پښتون ، ده کتاب ، ژبې او قلم يعنى ده علم شوق لرونكي پښتون ، په داسي ښکلې نومونو ياد پښتون نن دومره خوار ، بدنصيبه او په خپلو وينو کښې لت پت ولي دي ، دا يو داسي سوال دي چه په دي هر پښتون وګړي پوئ دي خو ده جواب ورکولو توان نه لرى ، ده هر کور او کلى نه ده يتيمانانو او کونډو خويندو ژړا خو اورى ، خو په خندا ده بدلولو طاقت ئ نه لرى ، يره چي دا ولي ? ------ ده داسې پښتون سره دا ظلم په څه او ولي کيږى ، داسي پښتون چه مقتول هم دي او قاتل هم ياديږي ، داسې پښتون چه مظلوم هم دي او ظالم هم ياديږي ، يره ده پښتون په خاوره څه عجيبه لوبه نه ده شورو ? او بدنصيبى مي دا ده چه مظلوم هم يم او مقتول هم خو ولي ګړده نړۍ بيا هم ماته ده نفرت په سترګه ګوري چه دا ولي ? او بيا ده داسي پښتون بچى چه ده رحم قابل دى ده نفرت په وجه ډير وروستو پاتې دى ، آيا دا يو سازش دي چه ده پښتون خلاف کيږى او کنه پښتون په خپله ده دي قصوروار دي ? زما په خيال وى به سازش به هم وي خو داسي هم نه ده چي ګنى نور قومونه يا هيوادونه دومره چالاک او طاقتور دى چي ده هغوى مقابله ګرانه ده ، نه داسي نه ده بلکه پښتون په خپله ، په خپله خپه ده تبر ګذار کوى او هله پوئ شي چې خپه ئ پري وي ، پښتون په خپله لکه ده شيخ چيلي هغه څانګه پري کوى په کومه څانګه چي په خپله ناست دي او هله پوئ شي چي سر ده لاندې پريوځى ، ده خپل ورور ده ويشتلو ده پاره په هغه پسي کاڼړى خو اولى خو دا نه ګوري چي دا کاڼړي به زما په سر راپريوځى او هله پوۍ شي چي سر ئ مات وي ، زما په مطلب به تاسو پوۍ شوي ئ يعني پښتون په خپله ده دي هر څه قصوروار دي ، بل ته ګوته نيول يا په بل الزام لګول ډير اسان کار دي که ګران دي نو خپل ځان ته ګوته نيول ، ده نن نه څو کاله اګاهو ما په خپله علاقه ده تعليم کمي محسوس کړو او په دي عرض مونږ ده " درګئ ايکسيلنس پبلک هائ سکول " بنياد کيښود ، ده هغه سکول کاميابى يا ده علاقې ده پاره فائدي ، زمونږ اخلاص او مينه ده هغه وخت او ده هغې ځاي ده وروڼړو او خويندو نه پټ نه دى ، خو بيا وروستو څومره مشکلاتو او الزامونو کښې ګير شوم دا الله ته علم دي خو ما سره ده الله مدد وو او وى به چي ما ښه په استقامت او صبر سره ده هغې مقابله اوکړه او لګيا يم کوم ئ ماله زما ده ناکامئ ، ده تکليف او ده بدنامئ ډه پاره ده امريكې نه انګريز يا ده هندوستان نه هندو نه وو راغلي ، زما خپل پښتون ورور يا خپل رشته دار يا دوست زما ده بربادئ ده پاره کافى دي خو افسوس په دي خبره چي زما بربادى يا ناکامى صرف زما نه بلکه ده هر هغه تن هم ده څوک چه داسي کوى ، بس دا يوه خبره ده چي په دي پښتون وروستو پاتې دي يعني " بعض او حسد " او دا په هغي خلقو يا قومونو کښې وى کوم چي ده تعليم يعني ده علم ده رڼړا نه محروم وى ، زما په خيال زما پښتون قام په تعليم کښې ډير وروستو دي ، زما ده پښتون ورور په لاس کښې ده قلم په ځاي ټوپك ورکړي شوي دي او پيغلي پښتني خور ده غيرت په نوم په جهالت کښې خپل عمر تير کړو ، آيا دا هر څه انګريز اوکړل او کنه مونږ په خپله ? زما پښتون بچى ته ده مور ده غيږ نه ده محبت په ځاي ده نفرت او ده علم په ځاي ده جهالت درس ورکړي شوي دي او هغه ځکه چي زما پښتنه خور ده تعليم نه محرومه پاتې شوي ده نو ده هغې ده غيږ نه به خپل بچى ته هغه څه ملاويږى څه چي په هغې کښې وي ځکه نن خو يا زما پښتون بچي پاليشى دي او يا په مصرى خانو کښې ده مصريتوب کار کوى هغه هم په هغه عمر کښې کوم چي ده هغوى ده لوبو عمر وى ، پښتانه بچى ده تعليم يعني ده قلم کتاب نه لري ساتل ده پښتون قام ده جهالت يوه غټه نښه ده ، بايد چي مونږ ټول په خپله هم او خپل بچى هم ده تعليم سره اشنا کړو يعني ښه تعليم ورله ورکړو ، دلته ده تعليم سره سره ده تربيت خبره هم کول غواړم ځکه چي ده نن دور تعليم يافته طبقه هم لکه ده جاهلو په بعض او حسد کښې مبتلا ده که اوکتي شى نو دا بعض او حسد زه په پښتنو کښې ډير وينم او زما په خيال دا هم زمونږه ده ټولو ده بربادئ او ناکامئ سبب جوړيدي شى په وړه وړه خبره ده يو بل سره شر فساد په وطن کښې هم او ده وطن نه بهر هم ده پښتنو ده پيژندګلو علامت ښودلي شى څه ډيرې غلطي دي چي مونږ هغه اومنو او ده هغې ده لري کولو کوشش اوکړو نو هغه ورځ لري نه ده چي ده پښتونخوا خاوره به په ګړده نړئ کښې ده امن خاوره او ده پښتنو هر بچي به ده مستقبل يو ښه تعليم يافته ځوان او پيغله وى ، الله دي اوکړى چي ده پښتنو هر زلمي او پيغله ده پښتون زوړ تاريخ تازه کړى او په ټوله دنيا لکه ده صبا ده ستورى په شان ځلنده شى ـ
په تاسو ميئن ، ستاسو ورور
رشيد خان
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
ALAIN
