PTM Mardan Official

PTM Mardan Official

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from PTM Mardan Official, Political organisation, Dubai.

29/04/2025

باجوڑ - تحصیل ماموند برہ لغڑئ میں گھر پر مارٹر گولہ گرنے بچے شدید زخمی ہوگئے ۔
عوام اس وقت اس ظلم اور بربریت کے خلاف احتجاج کر رہے ہیں، اور فوج کو بددعائیں دے رہے ہیں ۔
یہ ہے اس ریاست میں پشتونوں کی حالت، اور یہ بے بسی۔
پختونوں کو جینے دو ۔

16/04/2025

حاجي ميرزا علي خان (فقیر ایپي) څوک وو؟

د فقير ايپي په مبارزه د مشر منظور پشتون پينځه کاله مخکي ويډيو پيغام

راځئ چي واورو چي فقیر ايپي څوک وو، هغه د پښتنو دپاره څه کړی وو؟ او هغه څه غوښتل ؟ د چا خلاف يي جنګ کړی وو؟

16/04/2025

ملک نصیر کوکیخیل نن په 16.04.2025 نیټې د اټک FIR په قضیه کښې د اټک مجسټریټ ته حاضر کړې شو. د ملک د دولس ورځني جسماني ریمانډ له بشپړېدو وروسته، هغه د دوو نورو ورځو لپاره پولیسو ته په فزیکي ریمانډ وسپارل شو.

15/04/2025

ده پښتون قام د ازادۍ ستر مبارز فقیر ایپي (حاجي ميرزا علي خان) د ۶۵م تلین غونډه

سبا د پښتنو د تاریخ هغه باب ته د درناوي ورځ ده، چې خپل ژوند یې د استعمار او غلامۍ پر ضد وقف کړی و.
فقیر ایپي، د ازادۍ هغه سمبول و، چې د انګریز، پاکستانی ریاست او ظلم پر وړاندې کلکه مقابله وکړه.

د هغه د ۶۵م تلین په مناسبت یوه درنه غونډه سبا د لنډي کوتل په پریس کلب کې جوړیږي.
وخت: ۱۰:۳۰ (سحر)
ځای: ډسټرکټ پریس کلب خیبر لنډیکوتل بازار باچا خان چوک
تابیا: خیبر اولس

په غونډه کې به د فقیر ایپي د ژوند، مبارزې او نظریاتو په اړه ویناوی او مقالې وړاندې کیږي، او د سیمې د باشعوره اولس ګډون ته هرکلی ویل کیږي.

راشئ، د دې ستر اتل یاد تازه کړو — ځکه چې تاریخ هغه څوک نه هیر وي، څوک چې د خاورې، خدای او قام لپاره ودریږي.

Photos from PTM Mardan Official's post 15/04/2025

د PTM هالنډ څانګی د اپریل پر ۱۴مه نېټه یو احتجاجی لاریون/ long march د هالنډ په دنهاخ(The Hague) ښار کی تر سره کړئ. دا لاریون د هغه لاریونونو لړۍ ده کوم چی ښاغلی منظور پښتین د PTM ټولو څانګو ته تجویز کړی وو. په نوموړی لاریون کی د PTM هالنډ د ملګرو برسېره د یوې مدنی ټولنی، د یوه اسلامی انجمن او د بلوڅو د غورځنګ غړو ګډون کړی وو. په دی لاریون کی په پاکستان کی د افغان کډوالو ځورول، لوټول، بېځایه کول، د دوی شتمنۍ تالا کول د پاکستانۍ جنایتکاره ادارې له خوا په صریح توګه او لوړ ږغ تقبیح سول. د دې لاریون پرېکړه لیک د هالنډ د مهاجرینو وزارت، امنسټی انټرنشنل، د بشری حقوقو سازمانونو، د اروپایی اتحادیی د جنوب شرقی آسیا و دفتر ته واستول سول په نزدې راتلونکی کی به د هالنډ پارلمان او د UNHCR دفتر ته لاس په لاس ورتسلیم سی.

15/04/2025

نن په دادو سيشن کورټ کې د ګران صمد لالا پيش شو،صمد لالا ښه روغ او جوړ وي. حاجي صيب په کيس باندې اورېدنه هم وشوه.هیله ده چې په راروانو دوو تاریخونو، یعنې د۱۹ او ۳۰نېټو کې به یې ضمانت تایید شي.
صمد لالا پښتنو ځوانانو ته ډاډ ورکوي او وايي چې پښتانه ځوانان به خپلواکي، کلک جرئت او لوړ همت سره ترلاسه کوي.

Photos from PTM Mardan Official's post 15/04/2025

په چمن کې د افغانانو د جبري ایستلو پر ضد احتجاجي پرلت دوام لري.

چمن – د اپرېل ۱۵مه: د افغانانو د جبري او ظالمانه ایستلو پر ضد او په پي ټي ايم بنديز، د غورځنګ ځوانان په شيډول فور کي اچولو پرضد نن د چمن ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM)، بیلابیلو سیاسي ګوندونو او د سوداګرو ټولنې له خوا په ګډه احتجاجي پرلت پیل شوی چې دا مهال هم دوام لري.

په دې احتجاجي ناسته کې د غورځنګ غړي، د قامي ګوندونو مشران او ګڼ شمېر فعاله کارکوونکي پراخ ګډون کړی دی. ګډونوال وايي چې افغان کډوال له کلونو راهیسې د سولې سره ژوند کوي، خو اوس له هېڅ قانوني اسنادو پرته په زور ایستل کېږي، چې دا نه یوازې د بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې سیمه ییز اقتصاد او بشري اړیکې هم له خطر سره مخ کوي.

د پرلت ګډونوال غوښتنه کوي چې د افغان کډوالو ایستل باید د انساني اصولو، قانوني طریقه‌کار او مشورو له مخې وشي، نه د زور او توهین له لارې. هغوی خبرداری ورکړی، که غوښتنې یې و نه منل شي، نو به خپلو احتجاجي لارو چارو ته دوام ورکړي.

14/04/2025

مشر منظور احمد پشتون

14/04/2025

مشر د دريم ځل دي چي وائي چي ټويټر فعال شئ خو مونږ تش ټيک ټاکی ته ناست يو
هلته مشر ته اویو چي سر مو قربان خو دلته یو ټویټر اکاونټ ده مشر په بار بار ویلو باندي نه جوړه هوو ده به څنګه ده سر تر قربانی تیر سي

13/04/2025

مشر منظور احمد پشتون واورې

Want your business to be the top-listed Government Service in Dubai?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address


Dubai