د ماليه ورکوونکي د تشخیصې نمبر (TIN) خبرتيا
گرانو هېوادوالو! اوس د ماليه ورکوونکي د تشخیصې نمبر (TIN) په آنلاين ډول په څلرويشتو کاري ساعتونو کې تر لاسه کولی شئ.
په آنلاين ډول د پېژندنې گڼې یا تشخیصیه نمبر د تر لاسه کولو لپاره لومړی د عوايدو لوی رياست وېبپاڼې ته په ورتللو سره د "برېښنايي خدمتونه" کټگورۍ کې "د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼه" برخې په کېکاږلو سره غوښتنليک تر ښکته کولو او ډکولو وروسته د هؤيتپاڼې/ تذکرې له کاپۍ سره يو ځای [email protected] ایمیل ادرس ته واستوئ.
بهرني وگړي دې د پاسپورټ کاپي او سوداگريز سازمانونه دې د مالياتي تصفيې کاپي له غوښتنليک سره يو ځای ورکړل شوي ایمیل ته واستوي او که مخکې مو د پېژندنې گڼه تر لاسه کړې وي او معلومات مو بدلول غواړئ، د پېژندنې گڼه مو په غوښتنليک کې وليکئ.
د پېژندنې گڼې بيا چاپ او صدور وړيا دي او د پيسو د غوښتنې پر مهال د عوايدو لوی رياست د معلوماتي مرکز له (۱۰۰۰) شمېرې سره اړيکه ونیسئ.
د پېژندنې گڼې غوښتنليک (په پښتو ژبه) له لاندېني لېنک څخه تر لاسه کولی شئ:
https://ard.gov.af/.../%D8%AF-%D9%85%D8%A7%D9%84%D9%8A%D9
د کنړونو ولایت مستوفیت Kunar Finance Directorate Mustofiat
Kunar Mustofiat is a Governmental organization which work under the Ministry of Finance
د معافيت خبرتيا
ټولو گرانو ماليه ورکوونکيو او د هغوی استازيو ته په خورا درنښت خبر ورکول کېږي چې د روان ۱۳۹۹ لمريز کال د کب د مياشتې تر پايه دې خپل مالياتي مکلفيتونه ادا کړي او په همدې ترڅ کې دې د مالياتي جريمو له سل سلنه معافيت څخه گټه واخلي، ځکه چې دغه معافيت تر ذکر شوې نېټې پورې دی او تر دغې نېټې وروسته په هيڅ ډول نه غځېږي.
24/02/2021
کونړونو مستوفیت د غونډو په تالار کې نن چهارشنبه د ۱۳۹۹/۱۲/۰۶ نیټه د کونړونو مستوفیت د انسانې سرچینو لوی مدیر محترم شیرشاه ملکزي په هڅه او نوښت او د کونړونو مستوفي محمدطاهر صافي د هدایت په اساس د کونړونو مستوفیت د مرکز او ولسوالیو په شمول ټولو کارکوونکو ته د ارزیابی د نوي طرزالعمل، لایحي وظایف، نوی کاري پلان، نوي راپور او د نوي اجراتو ارزیابۍ فورم په باره کې یو ورځني ورکشاپ تر سره شو.
په پيل کې محترم ملکزي صیب ارزیابی نوي طرزالعمل مطابق د لایحي وظایف، کاري پلان، راپور او اجراتو ارزیابۍ په اړه خپل ترتیب کړی پریزنټشن تشریح کړو ددې تر څنک نوموړي د لایحي ، پلان، راپور او ارزبابۍ نوي فورمونه په عملي ډول تشریح کړل.
د کونړونو مستوفيت ټولو کارکوونکو د مستوفیت د انسانې سرچینو لوي مدیر څخه د مننې تر څنګ نوموړی ورکشاپ ډیر مهم یاد کړ او زیاته یې کړه چې خپل رسمي کارونه به په اداره کې د نوي طرزالعمل او نوې لایحي وظایف مطابق او د کاري پلان په اساس د اداری د اهدافو لاسته راوړلو لپاره د ورکشاپ د مفرداتو او قانون مطابق ترتیب او تر سره کوو.
په پاې کې د کونړونو مستوفي په نماینده ګې مالي امر محترم حبیب الرحمن رحماني د ورکشاپ په اهمیت او ګټورتوب او د کارکوونکو په هماهنګي او په موثر ډول د اداري د اهدافو لاسته راوړلو په اړه خبري وکړي او ورکشاپ د دعایه کلیمات په ویلو سره پاې ته ورسید.
د یادوني وړ ده چې د نوموړي ورکشاپ تخنیکي چارې د کونړونو مستوفیت د تکنالوژی مدیر محترم رفیع الله عارف زی پر مخ وړلي.
وزارت مالیه افغانستان - Ministry of Finance
د عوايدو لوی رياست - رياست عمومی عوايد
کونړ ولایت مقام د رسنیو دفتر
کمیسیون مستقل اصلاحات اداری و خدمات ملکی
د کونړ ولايت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست
Maqsood Lutfi
Rafiullah Arifzai
د کونړونو مستوفیت خبرتیا
ټولو هغو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي چې د کونړونو مستوفیت کې یې د بررسي مدیریت او پلان او راپور ورکونې مدیریت ته ثبت نام کړی وو شارټ لیست شوي وو او تلیفون له لاري ورته خبر ورکړل شوی وو چې د سې شنبي او چهارشنبي په ورځ یې امتحان د ننګرهار ولایت اصلاحات اداري ریاست کې تر سره کیده د کونړونو ولایت د اصلاحات اداري ریاست د رسمي هدایت په اساس چې په 02:30 بجي او 20/11/1399 نیټه د کونړونو مستوفیت ته رارسیدلی دی په اساس یې د کونړونو مستوفیت ذکر شوو دوه بستونو بررسي مدیریت او پلان او راپور ورکوني مدیریت د سیستم د خرابی په اساس معطل شوي دی تاسو ته خبر در کړل شو چې په ذکر شوي نیټه د ننګرهار ولایت اصلاحات اداري ریاست ته د امتحان لپاره مراجعه ونه کړی تر څو چې په اینده کې وخت تعین کیږي تاسو ته به یو ځل بیا خبر درکړل شې ستاسې د کامیابی په هیله.
په احترام
د کونړونو ولایت مستوفیت مقام
کونړ ولایت مقام د رسنیو دفتر
@کونړونو ولایت اصلاحات اداری کمیسیون
Tahir Safi
Maqsood Lutfi
د مالياتي جريمو د ۱۰۰٪ معافيت خبرتيا
د ماليې وزارت د وړانديز او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابينې د منظورۍ پر بنسټ او د ماليه ورکوونکيو د ملاتړ په موخه هغه کسان چې تر ۱۳۹۹ مالي کال وړاندې خپله اصلي ماليه او د ۱۳۹۹ مالي کال د لومړۍ او دويمې ربعو انتفاعي ماليات ورکړي، د مالياتي جريمو له ورکړې څخه بښل کېږي.
دا چې د مالياتي جريمو د معافيت پای ته لږ وخت پاتې دی، نو له ټولو باقيدارو ماليه ورکوونکيو څخه هيله کېږي چې د ذکر شويو دورو اړونده اصلي ماليه دې د ۱۳۹۹ لمريز کال د کب مياشتې تر پايه ورکړي او د مالياتي جريمو د معافيت له امتياز څخه دې گټه واخلي.
زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی
وزارت مالیه افغانستان - Ministry of Finance
د عوايدو لوی رياست - رياست عمومی عوايد
کونړ ولایت مقام د رسنیو دفتر
Maqsood Lutfi
Rafiullah Arifzai
18/12/2020
مونږ خپل تعهد ته ژمن یوو!
د کونړ مستوفیت ادارې د عوایدو امریت ټول مامورین د تېر په څېر په عادی ډول خپلې دندي ته ادامه ورکوي، نن جمعه هم د ټولو مراجعینو په خدمت کې دي،
11/12/2020
نیټه۱۳۹۹–۹–۲۱
د کونړ مستوفي محترم محمد طاهر"صافی" او د دغه ادارې ټول ادارې پرسونل د مقاماتو د لارښونې سره سم نن یوځل بیا د جمعې پر ورځ هم پخپلو دندو کې حاضر او په دې توګه دخپلو درنو هېوادوالو د خدمت ویاړ درلود.
وزارت مالیه افغانستان - Ministry of Finance
د عوايدو لوی رياست - رياست عمومی عوايد
کونړ ولایت مقام د رسنیو دفتر
Maqsood Lutfi
Rafiullah Arifzai
08/12/2020
د مالیاتي جریمو د معافیت خبرتیا!
د مالیې وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې په منظورۍ، د مالیه ورکوونکو د ملاتړ په موخه هغه کسان چې له ۱۳۹۹ مالي کال څخه د وړاندې کلونو مالیه او د ۱۳۹۹ مالي کال لومړۍ او دویمې ربعې انتفاعي مالیه ورکړي، د مالیاتي جریمو له ورکړې معافیږي.
دا چې د مالي کال په وروستۍ میاشت کې یو، له ټولو مالیه ورکوونکو څخه چې خپلې مالیې یې نه دي ورکړي، غوښتنه کېږي، څو د روانې میاشتې تر پایه پورې اصلي مالیه ورکړي او د مالیاتي جریمو له امتیاز څخه برخمن شی.
وزارت مالیه افغانستان - Ministry of Finance
د عوايدو لوی رياست - رياست عمومی عوايد
کونړ ولایت مقام د رسنیو دفتر
Maqsood Lutfi
07/12/2020
دکونړونو مستوفیت مقام خبرتیا
د مالیې جلیله وزارت د عالي مقام د ۱۳۹۹ مالي کال د انکشافي او عادي بودجي د اجرا طرزالعمل مطابق د ۱۳۹۹ مالې کال عادي بودجي حوالې د روان مالې کال د قوس میاشتي د ۲۰ نیټي پورې او انکشافي بودجي حوالي د قوس میاشتي تر ۲۸ نیټي پورې د اجرا وړ دي د کونړونو ولایت ټولو اداراتو ته خبر ورکول کیږي چې تر ذکر شوي نیټي پورې د حوالو د اجرا په مورد د کونړونو مستوفیت ته مراجع وکړي د نوموړي نیټي وروسته په سیستم کې حوالې نه اجرا کیږي د نه اجرا په صورت کې به مسولیت د مربوطه اداراتو په غاړه وي.
د کنړونو مستوفیت مقام لخوا
وزارت مالیه افغانستان - Ministry of Finance
د عوايدو لوی رياست - رياست عمومی عوايد
کونړ ولایت مقام د رسنیو دفتر
Maqsood Lutfi
Rafiullah Arifzai
04/12/2020
د ماليې جلیله وزارت د محترمي رهبرۍ د لارښوونې سره سم نن د جمعې په ورځ ۱۳۹۹–۹–۱۴ نیټه د کونړ مستوفي محترم محمد طاهر"صافی" او ددغه اداری ټول اداري پرسونل پخپلو دندو کې حاضر او په دې توګه یې دخپلو درنو هیوادوالو لپاره ددغه خدمت ویاړ درلود.
د يادوني وړ ده چې د روان ۱۳۹۹ مالي کال تر پای (د قوس میاشتې تر اخرنۍ نېټې) د جمعو او رسمي ورځو کې زمونږ رسمیات د نورو عادي ورځو پر څېر دوام لري.
درنښت
محمد طاهر "صافی"
د کونړ ولایت مستوفی
وزارت مالیه افغانستان - Ministry of Finance
د عوايدو لوی رياست - رياست عمومی عوايد
کونړ ولایت مقام د رسنیو دفتر
Maqsood Lutfi
Rafiullah Arifzai
30/11/2020
د کونړ مستوفي محترم محمد طاهر "صافی" په غوښتنه د کنړونو ولایت په مقام کی عوایدو د لوړوالی په موخه غونډه ترسره شوه
نیټه:1399–9–10
د کونړ ولايت مقام د غونډو په تالار کې د ولايتي عوايدو ادارو سره د مرستیال والي ډاکټر گل محمد "بیدار" تر رياست لاندې د ولايتي عوایدي کمېټې غړيو غونډه وکړه.
د غونډې په پیل کې د کونړ مستوفي محمد طاهر "صافی" د عوایدو پر وضعیت او تحليل باندې هراړخیزه وینا وکړه نوموړی زياته کړه چې تول مالیه ورکوونکي اداري مکلفې دي چی د مالی په راټولولو کی د مستوفيت سره هر اړخیزه جدی همکاری وکړی ترڅو د مالی وزارت له خوا ورکړل شوې هدف د روان مالي کال په څو ورځو کې ترلاسه شی
ورپسې د کونړ مرستیال والي بيدار له قوماندانۍ څخه وغوښتل چې هغه کسان د قانون منگولو ته وسپاري چې د مالیې له ورکولو څخه تېښته کوي.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې ټولې عوايدي ادارې مکلفې دي چې د عوايدو د راټولولو په برخه کی د مستوفيت سره لازمه همکاری وکړي همدارنګه که کومه اداره د مستوفيت له لوري د ټاکل شوي عوايدي پلان سره عوايدي کسر ولري، نو له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.
وزارت مالیه افغانستان - Ministry of Finance
د عوايدو لوی رياست - رياست عمومی عوايد
کونړ ولایت مقام د رسنیو دفتر
Tahir Safi
Maqsood Lutfi
Rafiullah Arifzai
29/11/2020
د مالیې وزارت مشرتابه د ولایتونو د مستوفیانو او ګمرک رئیسانو سره د همغږۍ کنفرانس تر سره کړ.
نوموړی کنفرانس کې د مالیې وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال د رهبرۍ تر څنګ مالې معین محمد اسمعیل رحیمي ، د ګمرک عمومي رییس ، د عوایدو عمومي رییس او د مالیې وزارت یو شمیر رئیسانو او چارواکو برخه اخیستې وه نن شنبه د ۱۳۹۹ مالې کال د قوس په ۸ نیټه تر سره شو.
په پيل کې مالې وزیر ښاغلې عبدالهادي ارغندیوال د۱۳۹۹ مالي کال د اهدافو او عوایدو پلان ترلاسه کول، د ملي عوایدو سم او په وخت راټولول، د باقیاتو تحصل کول، د اداري فساد پروړاندې مبارزه، د عوایدو راټولولو پروسې پروړاندې ننګونې په ګوته کول، د مالي کال په جریان د عوایدو اهدافو او پالیسیو پلې کولو خبرې وکړې.
وروسته مستوفیانو او رئیسانو نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې وړاندې کړې، چې د مالیې وزارت د رهبري پلاوي لخوا واوریدل شوې.
په پاې کې د مالیې وزیر د شته ستونزو په حل ټینګار وکړ او د ملي عوایدو راټولولو پروسې ګړندي کولو، مرجعینو ته د غوره خدمات وړاندې کولو په اړه یې لازمي لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه چې په اینده کې د همغږۍ ناستې باید په منظم ډول جوړه شي.
وزارت مالیه افغانستان - Ministry of Finance
د عوايدو لوی رياست - رياست عمومی عوايد
کونړ ولایت مقام د رسنیو دفتر
Tahir Safi
Maqsood Lutfi
Rafiullah Arifzai
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the business
Website
Address
Asadabad
26000
