29/08/2025
پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست, Government Organization, Paktia Province Information and Culture Directorate, Gardiz.
29/08/2025
02/03/2025
5 مهمې خبرې.
1 - د حمید حسن روزنه هیڅ ګټه نده کړې، په داسې حال کې چې خپله د وطن دی مګر هیڅ کوم نامي فاسټ بالر یې مخې ته رانوړ، که کوم یو راغلی هم پر باور ندی شوی، نو پکار ده چې نوموړی کور ته ولیګل شي.
2 - حشمت نه بیټر دی نه فیلډر او نه هم یو ښه کفتان. هغوی چې وایي دده په کفتانۍ کې مو لوبې ګټلي نو سر کې یې د مغزو پر ځای بوس شتون لري، که لوبې وګورئ نو پوهیږئ چې ټوله لوبډله نبي او راشد کنټرولوي.
3- ګربز دې کورنیو لوبو ته ستون کړل شي، ورته دې وویل شي چې ستا دا لس لوبو کې یو فیفټي او سلیزه زموږ په درد نخوري، په خپل تخنیکونو کار وکړه او ځان دیته برابر کړه چې څنګه په ویکټه ودریږې. ترهغه دې اوپنګ صدیق او ابراهیم وکړي، کیپرۍ ته دې اکرام راوړي ، هسې هم دده ځای حشمت نیولی دی.
4- ګلبدین ته دې وویل شي چې ددومره خدمتونو دې ځانګړی مننه ، تش په مټو ښودلو دې هیڅ نکیږي بال له دایرې نشې اړولی نور نو په مخه دې ګلونه.
5- باید خلیل احمد، بلال سمیع او بشیر احمد ته مسلسل چانسونه ورکړل شي چې ښه شي، که خبره ټګیدو کې وي نو فاروقي داسې ډیل سټاین دی؟
02/03/2025
دا چې افغانستان په چمپینز ټرافي کې څه کم شپږ لکه ډالر ګټلي، دا پیسې باید یو لوبغاړي ته هم ور نه کؤل شي، ځکه لوبغاړي تمام کال په لیګونو کې په ډالرو ګټلو بوښت وي، د خدای ظا.لمانو هېواد ته هم کار په کار دی.
دا پیسې باید را ټولي شي او د تیر سمې فاینل پسې هم ورسره یوځای شي، که څه هم یادې بسنه نه کوي، مګر مونږ ته اې سې سې دا دوه کاله کیږي چې کلنۍ بودېجه دوه چنده کړې مانا مونږ ته اوس هر کال څلوېښت میلیونه ډالر راکوي.
دغه پیسو باندي مونږ کولی شو چې په نړېوال معیار برابر لوبغالې جوړ کړو، قسم نور شرم دی، مونږ هغه هېواد پورې خاندو چې د قرض له امله د سر نه تر پښو پورې ډوب دی، مګر داسې اعلا میدانونه لري چې پوره اې سې سې یې دېته قانع کړه چې د دوي په هېواد کې د چمپینز ټرافي لپاره د اصولو مطابق میدانونه لري.
زمونږ د بورډ مشران که په واقعې مانا غواړي چې افغان کرکټ ته ستر او نه هېریدونکی خدمت وکړي هغه به د یو نړېوال کرکټ لوبغالي جوړؤل وي.
ملګرو دغه کمپاین کې برخه واخلئ او دا پوسټ دومره شیر کړئ چې تر کرکټ بورډه ورسیږي ځکه خبره شخصي نه ملي ده!
02/12/2016
دپکتیا والي وايي : اختلاف په ملي ګټو نشته په شخصي ګټو دی . نه ګمرک ته څږک لرم او نه هم ترازو ته او نه مې له ځانه سره قراردادیان راوستلي دي . هر ځوان زموږ سرمایه ده او ځوانانو ته به توجه کوومه . ما ته تر ټولو قانون غوره دی او دقانون دباندې هيڅوک نه پېژنم موږ باید دخلکو خدمتګار واوسو نه امیرین .
05/10/2016
03/10/2016
صرافان به دپکتیا دټولو ادارو کار کوونکو ته دمعاش افغانۍ په کلدارو نه بدلوي :
دغه خبرې دپکتیا مرستیال والي ښاغلي عبدالولي سهي دپکتیا صرافانو اوپه پکتیا کې دافغانۍ کارولو کمسیون ګډې ناستې کې وکړې . هغه زیاته کړه افغانۍ زموږ ملي هویت دې نو رازۍ دکارولو اورواجولو په چارو کې يې دولسونو سره په ګډه کار وکړو .
26/09/2016
داطلاعاتو او کلتور رياست لخوا، له مدني ټولنو ، رسنيو اوځوانانوپارلما ن غړو سره دستونزو اورېدو او هغوی ته د هواروي لارو چارو موندنې ناسته وشوه!
باختر خبري اژانس/پکتيا
ناسته داطلاعاتو اوکلتور رياست په لارښوونه اود ځوانانو چارو د عمومي مديریت په زيار را بلل شوې چې ګڼ شمېر مدنې ټولنو ، دغږېزو او چاپي رسنيو استازو د ځوانانو چارو نوي عمومي مدير ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ د ستونزو يادونه وکړه .
د ځوانانو چارو عمومي مدير نقیب الله احساس د دوی د راتلو هرکلی وکړ ده وويل د اطلاعاتو اوکلتور رياست په مننه سره چې موږ ته يې دا زمينه برابره کړه چې له يو بل سره له نږدې وګورو او د يو بل ستونزې او هغوی ته په ګډه سره د هواوروي لارې چارې ولټوو ترڅو د ټولنو او ځوانانو ترمنځ مو يوه پراخه او زړه ورکونکې فضا،رامنځ ته کړې وي ده زياته کړه چې موږ او تاسو په ګډه باید دشخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړو تر څو چې په خپلو کې د کرکې ډېوه مړه نه کړو تر هغه پرمختګ نه شو کولای راځئ يو بل ته نېکې مشورې ورکړو تر ولایت مو پرمختګ وکړي ده دا خبره درسنيو ته د يآدولو په صورت کې وکړه تر څو خلکو ته د خپل ولایت ښه انځور وړاندې کړو.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر ښاغلي صلاح الدين سليس دځېنو غږېزو او چاپي رسنیو د نومونو په یادولو سره د غږېزو او چاپي رسنيو د خپرونو او د کاري جوازونو په اړه له ګډونوالو سره خپلې خبرې شريکې کړې ده هيله وښوده چې ټولې غږېزې او چاپي رسنۍ دې خپلې چارې دهيواد نافذه قوانينو په رڼا کې پرمخ بوځي او خپل کاري جوازونه دې پرخپل وخت نوي کړي .
بيا د فرهنګ او ګرځندوی امر ښاغلي اقبال هيواد دملي موزيم او ګالري غني کولو په غږ سره ياده کړه چې هغه ټولنې چې زموږ سره راجسټر دي او هغه چې زموږ سره نه دي راجسټر ځانونه راجسټر کړي او ده هم د هغو ټولنو پر استازو دکاري جوازونو د نوېدو غږ وکړ چې کاري جوازونه يې له وخت تېرشوي دي ده زياته کړه چې هر وګړی دا دنده لري چې له خپل ملي موزيم او ګالرۍ په هره خوا کې مرسته وکړي .
ورپسې د سحر سپورټي او فرهنګي ټولنيز مرکز مشرګل کريم سحر د مبارکۍ تر څنګ دا غږ بورته کړ چې د نورو قاچاقي موادو په اړه هر ورځ نارې وهو راځئ نن دا ناره پورته کړو چې ولې انسانان قاچاقیږي او دا قاقبران له لاسو راونيسو ده هم زياته کړه چې ځېنې کارونه او کړنې دي چې د مدني ټولنو او ځوانانو ترمنځ کشمکش زياتوي هيله ده چې دې کړنې نور دوام پيدا نه کړي .
د څار ټولنيز مرکز لاور ايوبي د نېوکې په کولو سره وويل چې ټولې چارې په نمایشي توګه مخته وړو نور باید عملي کار وشي هغه که په هره ساحه کې وي.
شاعر او ليکوال خوږمن ځاځي د خپل بارو بنسټ پر يادولو سره وويل چې راځئ د پکتيا ګټو له پاره کارو وکړو او بو بل ته په لازمو مشورو سره خپلې چارې د ولایت او ټولنې په ګټه وڅرخوو.
د ژورناليستانو خپلواکې ټولنې مشر نیازالله اصيل ځاځي د ژورناليستانو او د ددې مسلک په سپڅلتيا خپلې خبرې له ګډنوالو سره شريکې کړې ده وويل د ژورناليزم په اصولو کې مهم توک چې دی هغه دقت دی نو هیله ده چې ټول ژورناليستان یاده سپارښتنه په نظر کې ونيسي ،
ورپسې منوچهر مل ، استاد پوهنمل جلالزي ، محمد شريف، نصير غورځنګ،اسدالله ځاځي او د ناستې نوروګډنوالو خپل نظرونه واورول .
ياده دې وي چې په ناسته کې د ځوانانو پارلمان کې د پکتيا ځوانانو استازې رحيمې هم ګډون کړی و
د ناستې په پای کې د اطلاعاتو او کلتور رییس ښاغلي محمد شفا،(مشفق) د ګډنوالو له راتګ په مننه سره وويل کله چې امکانات کم وي نو کارونه هم ټکني کیږي خو کومې هغه کړنې چې موږ یې په پام او پلان کې لرو هغه مو پوره ایمانداري سره تر سره کړې دي لکه د کتاب ورځ اود لوړو زده کړوموسسو ته د ځوانانو ورپېژندل او د کتابخانوسمبالول دي .
19/09/2016
پکتيا باختر خبري اژانس:
د ټاکل شوي کېميسون لخوا د کلدارو د کارولو له امله يو شمېر دوکانونه وتړل شول!
18/09/2016
دننګ په ښار کې دکلدارو چلوونکو دوکاندارانو پنځه دوکانونه دیوې اونۍ پرمخ وتړل شول .
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Gardiz
