ګرانو هېوادوالو لوی اختر مو مبارک شه د خوښیو څخه ډک اختر ولرئ.
Habib Rahman Nazari
په دغه پاڼه کې به اسلامی معلومات خپریږی
د اسلام شپږ کلیمې
12/11/2021
عفوه او بخښنه
دریو وروڼو یو نفر حضرت عمر رض ته راوستو
ويې ویل دغه کس زمونږ پلار وژلی دي
حضرت عمر رض هغه کس ته وویل ولي د هغه مړ کړی دي؟
هغه سړی وویل:
زه د اوښانو وزو او پسونو شپون یم
زما د رمه څخه یو اوښ د دوي په باغ کې د یوه وني په خوړلو شروع وکړه،
د دوي پلار زما اوښ په ډبره وویشت او هغه یې مړ کړ
او ما هم همغه ډبره راواخسته د دوي پلار مې پري وویشت او مړ مې کړ
حضرت عمر رض وویل اوس به په تا هم حد جاری کړم
هغه سړی وویل:
دري ورځي وخت راکړه
پلار مې وفات شوی ما او زما کشر ورور ته يې چې کومه ګنج ايښي ده هغه به کشر ورور ته وسپارم او وروسته ما مړ کړئ
حضرت عمر رض وفرمايل:
ستا ضمانت به اوس څوک کوي؟
هغه سړی ټولو خلکو ته وکتل سترګي يې په ابوذر ولګيدي او ويې ويل دغه کس.
حضرت عمر رض وفرمايل:
ای ابوذره د دغه کس ضمانت کوي؟
ابوذر وویل هو ضمانت يې کوم
حضرت عمر رض وفرمايل:
چې ته خو هغه کس نه پېژني که چېري وتښتيدو نو حد بیا په تا جاری کوم
ابوذر وویل:
زه یې ضمانت کوم
هغه سړی لاړو
اوله ورځ دوهمه ورځ او دريمه ورځ تېره شوه....
او ټول خلک په وېره کې شول چې اوس په ابوذر حد جاری نشې
نو سړی د ماذدیګر د آذان څخه لږ مخکې ډېر ستړي او خسته د حضرت عمر رض خواته راغلو
او عرض يې وکړ
ګنج مې خپل ورور ته ورکړ او اوس حاضر يم چې حد راباندي جاری کړئ
حضرت عمر رض وفرمايل:
څه شي درته سبب شول چې دلته راشې ته خو تښتيدلي هم شوی
هغه سړی وویل له دي څخه ویریدم چې وفايي او عهد د خلک څخه لري نشې
حضرت عمر رض د ابوذر څخه پوښتنه وکړه؟
ولی دی د هغه سړی ضمانت وکړ؟
ابوذر وویل:
وډارشوم چې خیر رسول او ښه والي د خلکو د منځ څخه لري لاړ نشې
د مړ شوی سړی زامن ډېر متاثره شول ويې ويل مونږ د هغه د قصاص څخه تېر یو
حضرت عمر رض وفرمايل ولی؟
هغو دریو وروڼو وویل
مونږ په دی ډاريږو چې بخښنه او تېريدل د خلکو له منځ څخه لري نشې.
ژباړه له دري څخه پښتو ته
ژباړن:حبيب الرحمن نظری
د_ميږي_جُرم
عجيبه کيسه مي ولوستله
او دا دی تاسو ته مي وژباړله
ابن قيم رحمه الله وايي د يوې درختي سايې ته ناست وم
يو مېږی مي وليد چي دلته نژدې روان و او غوښتل يې پروت د ملخ وزر له ځان سره يوسي
کله چي د وزر په وړلو ونه توانيدی نو تېز لاړی غار ته ننوت
له هغې خوا يې د مېږيانو لښکر را وايستی
کله چي دوی وزر ته نژدې شول ما وزر ترې را پورته کړ
دوی ډېر وګرځېدل خو شی يې ونه موندی
له ستړيا وروسته غار ته ننوتل
خو يو مېږی لا ګرځېدی , فکر کوم هماغه لومړی مېږی و
ما هم وزر ورته کېښود
ده چي وزر وليد بيا تېز لاړ خو دا ځل يې هلته ځنډ وکړ
فکر کوم هغوی ته يې قناعت ور کاوه ځکه اول ځل يې خبره رشتيا نه شوه
خو دا وار د اول په څير ميږيان نه و بلکي لږ راووتل
ما هم د ملخ وزر بيا پورته کړ
دوی ډېر وګرځېدل ستړي شول او ولاړل
خو يو مېږی بيا هم ګرځېدی فکر کوم هماغه مېږی و چي دوی يې دوه ځله راوغوښتل
ما بيا وزر مخي ته ورته کېښود
کله چي يې وزر وموندی بيا په بيړه لاړی خو دا ځل بيخي ډېر وځنډېدی
فکر کوم هغوی بيخي قناعت نه ورسره کاوه ځکه دا دوهم ځل و چي خبره يې دروغ شوه
دا وار اوه مېږيان ورسره راووتل ما هم د تېر په څير وزر ترې را واخيست
هغوی ډېر وګرځېدل
پوه شوم چي دوی هماغه ميږي ته ډېر په قهر شول
پر را ټول شول
او مېږی يې ټوټه ټوټه کړ , سر او پښې يې ترې بېل کړې😰😰 ( ولا حول ولا قوة إلا بالله )
ما ددوی مخته وزر کېښود دوی چي وزر وموندی بيرته پر خپل ملګري را غونډ شول معلومېدل چي ډېر غمجن ول او پر خپله کړنه سخت خواشيني وو خو وخت يې له لاسه ووت
ابن قيم وايي سخت خفه شوم چي دا مي څه وکړل!؟😢
له پرېشانۍ څخه تنګ شوم او له خپل استاد ابن تيميه څخه مي وپوښتل چي ما خو داسي وکړل
هغه راته وويل تاته به الله تعالى بخښنه وکړي خو ګوره چي بل وخت داسي ونه کړې , او کومه کيسه چي دي وکړل نو سبحان الله
پاکي ده هغه ذات لره چي ميږيانو ته يې هم د دروغو قباحت ښودلی
او د دروغجن په سزا يې پوه کړي دي
کاپي
موسى عليه السلام ديوې پيغلې اوځوان واده ته دعوت شوی وو.
په واده کې خوشحالي وه او ټولو خوشحالي کولېځوان او پيغله هم خوشحال اوخندان وه.
دشپې په آخره کې حضرت موسى د دوى د بام په سر عزرايل وليده او د هغه څخه يې پوښتنه وکړه چې څنګه راغلى يي او دلته څه کوې؟
عزرایل وويل: نن شپه دخداى پاک په امر بايد د ناوي او زوم څخه روح واخلم، يو تور مار به راشي او دوى به وچيچي نو زه به يي روح واخلم!
موسى عليه السلام په چورت کې لاړ چې سبا شو راغلو تر څو د نيک عمله ځوان او پيغلي په جنازه کې ګډون وکړي چې ګوري ځوان او پيغله خوشحاله ولاړ دي او تور مار هم د دوی مخ ته مړ پروت وو.
حضرت موسى عليه السلام د الله ج څخه د دوى د عمر د اوږدوالي پوښتنه وکړه؟
جبرايل راغلى او ورته يي وويل چى دناوي او زوم څخه د دوى د اعمالو پوښتنه وکړه!
موسى عليه السلام راغى او د دوى څخه يي پوښتنه وکړه!
دوى ورته وويل چى کله ټول خلګ ولاړل او رخصت شول شپه کې يو غريب سوالګر راغى او دروازه يي ارامه ټک ټک کړه چى کله زه دروازې ته ورغلم هغه راته وويل چې د لیري کلي څخه راغلى يم او خبر شوى يم چى ستاسو واده دى دا څو ورځي مې مناسبه ډوډۍ نه ده خوړلى نن به موږ هم خوږه ډوډۍ وخورو.
نوره ډوډۍ نه وه پاته يواځي دناوي لپاره لږ ډوډۍ پاته وه زه نا اميده په دروازه کې پاتې شوم چې ګورم ناوى سوالګر ته ډوډۍ راوړه او هغه سوالګر ته يي ورکړه نو سوالګر زموږ لپاره د اوږد عمر دعا وکړه.
کله چى چپرکټ ته راتلو د ښځي څخه يو دروند ديګ په چپرکټ ولويده او هغه تور مار پرې ولګيده مړ شو او موږ ټوله شپه په عبادت تيره کړه.
جبرايل وويل:
اى موسى په دې پوه شه چى صدقه د ټولو بلاګانو مخه نيسي او د عمر د اوږوالى سبب هم ګرځي.
یوه غوښتنه: که کیسه مو لوستلي وي لطفاً کمینټ کې ولیکئ چې ولوستل شوه‼️
#پاڼه هم درسره لایک کړئ
Copy
02/06/2021
د یو چا په ظاهری بڼه قضاوت مه کوی!
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Third 3
Ghazni
