17/11/2021
د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست په نظارت او د (IRC) اداری په مالی مرسته (90) داخلی بیځایه شوو کورنیو سره د ژمنی، خوراکی او غیر خوراکی توکو د خریداری په موخه نقدی مرستی ترسره شوی.
دا په داسی حال کی دی چی یادی کورنی د لغمان، کنړ، نورستان او د ننګرهار ولایت داخلی ولسوالیو څخه د ننګرهار ولایت مختلفو سیمو ته بیځایه شوی وی چی نن هر کورنی سره (۴۰۰۰۰) څلویښت زره افغانی د ژمنی، خوراکی او غیر خوراکی توکو د خریداری په موخه نقدی مرستی ترسره شوی.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس ښاغلی اکرام الدین مفتون وائی چی پدی هڅو کی یو څو پخوا بیځایه شوو کورنیو سره مختلف النوع مرستی ترسره او د تازه بیځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو کورنیو لپاره هم پلان برابر شوی چی ان شاءالله د سروی وروسته مستحقو کورنیو سره به لازمی مرستی ترسره شی.
15/11/2021
د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست په نظارت او د خوراک نړواله (WFP) اداری په مالی مرسته (۱۰۰) کورنیو سره د خوراکی توکو مرستی ترسره شوی.
دا په داسی حال کی دی چی یادو کورنیو سره تر دی مخکی د مختلفو بین المللی ادارو لخوا د غیر خوراکی او د یوی میاشتی په موخه د خوراکی توکو مرستی ترسره شوی وی.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس ښاغلی اکرام الدین مفتون وائی چی پدی هڅو کی یو څو پخوا بیځایه شوو کورنیو سره مختلف النوع مرستی ترسره او د تازه بیځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو کورنیو لپاره هم پلان برابر شوی چی ان شاءالله د سروی وروسته مستحقو کورنیو سره به لازمی مرستی ترسره شی.
14/11/2021
د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست په نظارت د UNHCR/ WAW، IOM ، IRC او اسلامک ریلیف ادارو په مالی مرسته د ننګرهار ولایت په مختلفو سیمو کی د داخلی بیځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو کورنیو د ژمنی مرستو په موخه سروی جریان لری.
دا په داسی حال کی دی چی یو شمیر کورنی پدی وروستیو کی د ناورینونو له امله بیځایه او یو شمیر ئی د افغانستان مختلفو مرزونو له لاری ننګرهار ولایت ته راستانه شوی او پخوا هم دغو کورنیو سره بشری مرستی ترسره شوی چی یو ځل بیا به ورسره د سروی وروسته ژمنی مرستی ترسره شی.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس ښاغلی اکرام الدین مفتون وائی چی اوس مهال د ژمنی مرستو په موخه د کورنیو سروی د ننګرهار ولایت په حصارک، شيرزاد، خوګياني، پچيراګام، ده بالا، غني خيل، اچين، سپين غر، بهسود، سرخرود، او جلال اباد ښارمختلفو سیمو کی جریان لری چی مستحقو کورنیو سره به د سروی وروسته له ځنډ پرته ژمنی مرستی ترسره شی
12/11/2021
د ننګرها ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئيس ښاغلی اکرام الدین ( مفتون) په لارښونه د اسلامیک ریلف اداری په مالی مرسته د پچیرآګام په ولسوالی کې د خوراکی او غیر خوراکی توکو د مرستو په موخه سروی پیل شو.
ښاغلی مفتون وایئ د پچیرآګام په ولسوالی کې سروی په داسی حال کی پیل شو چې یو شمیر کورنۍ پخوا د جنګونو له امله متضرر شوی او یو شمیر کورنۍ د افغانستان مختلفو مرزونو له لاری یادی ولسوالی ته راستانه شو، ښاغلی مفتون زیاته کړه هر هغه کورنۍ چې د سروی ورسته د مرستو لپاره انتخاب شو له ځنډ پرته به د پچیرأګام ولسوالۍ ښاغلی ولسوال صاحب په هماهنګی د خوراکی او غیرخوراکی توکو مرستی ترسره شی.
03/11/2021
ننګرهار: ۱۴۴۳/۳/۲۷
د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست په نظارت د UNHCR اداری په مالی مرسته (۲۵۰) داخلی بیځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو کورنیو ته د لمریز برښنا په موخه د سولر وسایلو مرستی برابر شوی.
دا په داسی حال کی دی چی (۱۱۷) کورنی د افغانستان مختلفو سیمو او د ننګرهار ولایت داخلی ولسوالیو څخه را بیځایه، (۱۲۴) کورنی د افغانستان مختلفو مرزونو څخه ننګرهار ولایت ته راستانه شوی وی او د دی ترڅنګ (۹) ځایی بیوزلی کورنی چی د برښنا ستونزو سر مخ وو د UNHCR اداری د سروی وروسته نن (۱۳۰) کورنیو ته د سولر وسایل توزیع شو چی هر کورنی ته ۲ د سولر تختی، ۲ دانی بطری، ګرپونه ، سویچونه، لین، کنترولر، د سولر تختی لپاره چوکات او ۳۰ امریکایی ډالر د ترانسپورټ لپاره ورکړل شوی، همدا راز پاتی (۱۲۰) کورنیو ته به سبا د پنجشنبی ورځ دغه وسایل توزیع شی.
01/11/2021
د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست په نظارت د UNHCR اداری په مالی مرسته د (۹۰۰) داخلی بیځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو کورنیو ته د ژمنی مرستو د ویش لړی پیل شو.
دا په حال کی دی چی د نوموړو کورنیو څخه یو شمیر کورنی پخوا بیځایه شوی او یو شمیر ئی د افغانستان مختلفو مرزونو له لاری خپل هیواد ته راستانه شوی وی یادو کورنیو سره تر دی مخکی هم بشری مرستی ترسره شوی وو، اوس بیا ځلی د UNHCR اداری لخوا د ژمنی مرستو په موخه سروی او مرستو د ویش لړی ئی پیل شو چی هری کورنی ته به د ژمنی توکو د خریداری په موخه (۲۶۵) ډالر ورکول کیږی.
د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس ښاغلی اکرام الدین مفتون وائی چی د داخلی بیځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو کورنیو ته د مرستو رسولو په موخه مو مختلفو مرستندویو ادارو سره ناستی کړی ان شاءالله ټولو اړمنو بیځایه شوو او راستنیدونکو کورنیو سره به لازمی مرستی ترسره شی.
18/10/2021
د افغانستان اسلامی امارت د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست ورځینی فعالیتونه!
ننګرهار: ۱۴۴۳/۳/۱۱
د افغانستان اسلامی امارت د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست په نظارت د WFP اداری په مالی مرسته او د RRDPO اداری په تخنیکی همکاری (۱۲۷) داخلی بیځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو کورنیو سره د یوی میاشتی په موخه د خوراکی توکو مرستی ترسره شوی.
دا په داسی حال کی دی چی (۴۲) کورنی پدی وروستیو کی د تورخم بندر له لاری خپل هیواد ته راستنی او (۸۵) کورنی د افغانستان د مختلفو ولایاتو او د ننګرهار ولایت د یو شمیر ولسوالیو څخه را بیځایه شوی وی چی نن هری کورنی ته خوراکی توکی وویشل شوی.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس ښاغلی اکرام الدین مفتون زیاته کړه چی په ننګرهار کی د داخلی بیځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو کورنیو لپاره مختلف النوع پروژی منظور او پیل شوی چی ان شاء الله ټولو مستحقو کورنیو سره به لازمی مرستی تر سره شی.
11/10/2021
د ننګرهار ولایت د کډوالو او راسنیدونکو چارو نوی رئیس ښاغلی اکرام الدین مفتون ټولو مرستندویو ادارو ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړل شو.
د تیرو دوو ورځو څخه را پدی خوا مرستندویه اداری لکه DRC, SCI, IRC COAR, WHH, IOM او نوری اداری د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس ښاغلی مفتون سره د لیدنی پر مهال هری اداری مسولین پر ترسره شوو، روانو او راتلونکی برنامو باندی رڼا څرګنده کړ.
د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو رئیس ښاغلی مفتون لخوا ټولو ته هرکلی وشو او زیاته ئی کړه هر هغه اداره چی د دی کړیدلی ملت لپاره د خیر او بشری مرستو رسولو لپاره ګام پورته کوی د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست لخوا ورته هرکلی او د هر راز همکاریو ډاډ دی.
ښاغلی مفتون ټولو مرستندویو ادارو ته د ډاډ ترڅنګ هیله څرګنده کړ څو داخلی بیځایه شوو کورنیو اړتیاوو ته په کتو مرستی ترسره کړی، نوموړی وائی چی اوس مهال د ننګرهار ولایت په لرو پرتو سیمو کی چی د بیځایه شوو کورنیو په اصلی ټاټوبی کی کورنی تخریب شوی باید د سرپناه برنامی ورته پلی شی، هغه کورنی چی عاجل بشری مرستو ته اړتیا لری بشری مرستی ورسره وشی او زیاته ئی کړ چی د بشری مرستو ترڅنګ باید داخلی بیځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو کورنیو ته اقتصادی برنامی پلی شی.
04/10/2021
په ننګرهار کی د داخلی بیځایه شوو او راستنیدونکو کډوالو کورنیو ته د مختلف النوع مرستو او همکاری په موخه د DRC اداری سره ناسته ترسره شو.
په یاده ناسته کی د DRC اداری د کابل څخه راغلی پلاوی ښاغلی حاجی صاحب طاهر، د DRC اداری د ننګرهار ولایتی مسول ښاغلی ضیا مایار، د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس ښاغلی مدثر همراز او د کډوالو چارو ریاست د حمایت حقوقی امر ولی محمد الله یار ګډون درلود.
په ننګرهار کی د DRC اداره په مختلفو برخو کی فعالیت لری، نن د کډالو او راستنیدونکو چارو رئیس ښاغلی مدثر همراز سره د ناستی په ترس کی خپل د اداری اړوند ترسره شوی، جریان او راتلونکی فعالیتونو باندی رڼاڅرګند کړ.
د DRC اداری ولایتی مسول ښاغلی ضیا مایار وائی چی په تیر کی (۶۰۷) تنو نارینه او ښځینوو ته د کورنی د نفقی په موخه نوموړو ته واړه کاروبار زمینه او په همدی موخه ورسره نقدی مرستی ترسره شوی وی، اوس غواړی چی د نوموړی پروژی نظارت ترسره، او د تجارت د لا پراختیا په موخه د ښځینه او نارینه کارمندانو لخوا ورته لازمی مشوری ورکړل شی،۱۲ تنه چی پخوا د حرفوی زده کړو لپاره انتخاب شوی وو د هغوی سنتر د بیا پرانیست ژمنه، د ۱۰ ښځینوو تولیدی ګروپونو (۵) ورځینی ورکشاپونو بیا پیل او د ښځینه کارمندانو لخوا د هغوی نظارت کول، د وړو تجارت لرونکو متشبثینو لپاره د تجارت د نظریاتو د تبادله کولو لپاره غونډی جوړول، د وړو تجارت لرونکو تولیداتو ته د مارکیټ پیدا کولو په موخه په مربوطه سیمو کی جداګانه نمایشګاه جوړول، د کوټ ولسوالی (۴۰) پخوا انتخاب شوو کسانو ته د تجارت د پیل لپاره نقدی مرستی ترسره کول، د ننګرهار ولایت په مختلفو سیمو کی (۷۹) پخوا سروی شوی کورنیو ته د کور کرایه د ورکړی لپاره نقدی مرستی ترسره کول، او همدارنګه (۲۵) تازه کورنی چی د کور کرایه لپاره اړمن او شرایطو ته برابر وی انتخاب کړی.
د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس ښاغلی مدثر همراز د یادی اداری د مسولینو څخه د مننی په څرګندولو سره زیاته کړه چی دغه پروژی بنسټیز اړخ لری او په افغانستان کی د دی په څیر فعالیتونو ته اړتیا لیدل کیږی او وی ویل چی د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست رهبری او کارمندان به پدی برخه کی هر اړخیز همکاری وکړی، ښاغلی همراز د یادی اداری څخه هیله څرګند کړ ترڅو دغه پروژی نه یوازی د ننګرهار ولایت په ښاری او نیمه ښاری سیمو کی پلی شی بلکه دغه پروژی دی باید لرو پرتو سیمو ته وغځول شی، د یوی خوا به د مستحقو کورنیو د اقتصاد وده شوی وی او د بلی خوا پخپله خوخه د بیا میشته کیدنی لپاره زمینه برابریږی.