DABS Nangarhar ننګرهار برښنا

DABS Nangarhar ننګرهار برښنا

Share

ننګرهار برښنا رياست د افغانستان برښنا شرکت د دويمي واحد په توګه په ننګرهار ولايت کې د برښنا رسونې او د برښنا اړوند ستونزو ته د رسيده‌ګۍ مسئوله مرجع ده.

Photos from ‎DABS Nangarhar ننګرهار برښنا‎'s post 02/06/2026

د ننګرهار برښنا د رهبرۍ تر مستقيم نظارت لاندې د درونټې برښناکوټ د بند کاسې د خټو او رسوباتو د تخليې چارې نن سهار شپږ بجې پيل شوي او تر ماښام شپږو بجو به روانې وي. ټاکل شوې سبا چهارشنبه او بله ورځ پنجشنبه هم په همدې ترتيب د خټو او رسوباتو د تخليې چارې دوام ومومي. د بند کاسې د خټو او رسوباتو د تخليې په پايله کې به په کاسه کې د اوبو د جذب ظرفيت لوړ او د برښنا توليد دوامداره شي.

سه شنبه، د جوزا ۱۲مه، ۱۴۰۵

01/06/2026

د ننګرهار درنو ولسونو!

ټاکل شوې د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د درونټې برښناکوټ د بند کاسې د خټو او نورو رسوباتو د تخليې او د بند په کاسه کې د لا ډېرو اوبو د جذب د ظرفيت لوړولو په موخه سر له سبا سه‌شنبې تر پنجشنبې (د جوزا له ۱۲مې تر ۱۴مې) د سهار له شپږو بجو د ماښام تر شپږو بجو د بند کاسې اوبه خوشې شي. له همدې امله، له تاسې درنو ولسونو هيله لرو چې تر راتلونکو درېيو ورځو د سهار له شپږو بجو د ماښام تر شپږو بجو د خپل ځان او مال د خونديتوب په موخه د سيند له غاړو ليرې واوسئ او خپل ماشومان هم د سيند غاړو ته مه ورپرېږدئ. د يادونې وړ ده چې په ښودل شويو ۱۲ کاري ساعتونو کې به د درونټې برښنا شبکه هم په بشپړ ډول پرچاو وي.

درنښت.

25/05/2026
21/05/2026

خبرتيا
درنو جلال آباد ښاريانو!

د همېشه بهار سب سټیشن د درېیم پاور ټرانسفرمر د ريلو سيسټم د ټيسټنګ چارې د برښنا شرکت د مرکزي هيئت او د ننګرهار برښنا د تخنیکي ټیم له لوري ترسره شوې خو له بده مرغه د درېیم پاور ټرانسفرمر لاګ آؤټ ريلې د ځينو تخنيکي ملاحظاتو له امله بېرته نه چالانيږي او له همدې امله ولايت او کمپ فیډرونه هم پرچاو پاتې دي.

د مرکز او ننګرهار برښنا مشترک تخنيکي هيئت هر ممکن کوښښ کوي چې درېیم پاور ټرانسفرمر او اړوند ولايت او کمپ فیډرونه ژر بېرته چالان کړي. تر هغو چې دا تخنیکي هڅې روانې وي او يوې نتيجې ته ورسیږي، دا دواړه فیډرونه به پرچاو وي.
له تاسې د زغم هيله لرو.

درنښت.

15/05/2026

خبرتيا
درنو جلال آباد ښاريانو!

د همېشه بهار سب سټيشن ترڅنګ د نغلو- جلال آباد ۱۱۰ کيلوولټ وارداتي لين کې تخنيکي عوارض رامنځته شوي.
د ننګرهار برښنا د لوړ ولتاژ تخنيکي ټيم د عوارضو رفع کولو تخنیکي چارې پيل کړي.

د عوارضو رفع کولو تخنيکي چارې ښايي ۱-۲ ساعته وخت ونيسي او په دې جريان کې به ټول فيډرونه پرچاو وي. ستاسې له زغم نړۍ مننه کوو.

درنښت.

Photos from ‎DABS Nangarhar ننګرهار برښنا‎'s post 14/05/2026

د ننګرهار برښنا د پېرودونکو د پاملرنې وړ!

درنو پېرودونکو!
کله چې خپل برښنا بلونه له بانکونو پرته د ځنځير، اوروم، اتصالات يا افغان بېسيم شرکتونو د استازو له لارې تحويلوئ، تر هغې پورې پيسې مه ورکوئ چې د حوالې د اصولي اجراء اطمنان او ټاپه شوی کمپيوټري رسيد مو نه وي ترلاسه کړی.
زموږ د معلوماتو له مخې، د ښار په ځينو برخو کې د پورته يادو شويو شرکتونو ځينې استازي د حوالې له اصولي اجراء او ټاپه شوي کمپيوټري رسيد ورکولو پرته له پېرودونکو د بلونو د تحويلۍ پيسې اخلي خو د برښنا شرکت سيسټم ته يې نه پورته کوي يا ځینې وخت د تخنيکي ستونزو له امله سيسټم ته د پورته کولو پر مهال ځنډيږي او له دې امله زموږ ځينې پېرودونکي د خپلو ميټرونو د قطع لين کېدو په شمول له نورو ستونزو سره هم مخ کيږي.
له همدې امله، هڅه وکړئ د خپلو برښنا بلونو د تحویلۍ له اطمنان او کمپيوټري رسيد ترلاسه کولو وروسته د شرکتونو استازو ته پيسې ورکړئ. که د بلونو د تحويلۍ په برخه کې له کومې ستونزې سره مخ شوئ، د ننګرهار برښنا له دې شمېرې سره اړيکه نيولای شئ:
0730011440

درنښت.

Photos from ‎DABS Nangarhar ننګرهار برښنا‎'s post 14/05/2026

د سرخرود فيډر د ۲۰۰م نمبر ټرانسفرمر ۲۰ کيلوولټ کانکريټي پايه چې د يوه کرولا موټر له لوري وهل شوې او په بشپړ ډول زيانمنه شوې وه، د ننګرهار برښا د مؤظف تخنيکي ټيم د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو په پايله کې د لازمو ساختماني او تخنيکي چارو تر اجراء کولو وروسته د شپې ناوخته بېرته ودرول شوه او د سرخرود ولسوالۍ د درنو ولسونو د برښنا د پرچاوۍ ستونزه رفع شوه. ننګرهار برښنا د يوې خدماتي او عام المنفعه ادارې په توګه د ولس خدمت عبادت بولي او له ټولو شته امکاناتو په استفادې هڅه کوي د برښنا اړوند رامنځته شوې ستونزې ژر تر ژره هوارې کړي او د ننګرهار ولسونو ته منظمه او ډاډمنه برښنا ورسوي.

Photos from ‎DABS Nangarhar ننګرهار برښنا‎'s post 13/05/2026

د سرخرود فیډر د ۲۰۰م نمبر ټرانسفرمر اړوند ۲۰ کيلوولټ پايه چې نن ماسپښين د يوه کرولا موټر په واسطه وهل شوې او زيانمنه شوې وه، د ننګرهار برښنا د مؤظفو تخنيکي ټيمونو له لوري همدا اوس د شپې يوولس نيمې بجې د پايې د بېرته ودرولو چارې عملاً جريان لري. د پايې د فاؤنډېشن تړلو چارې تکميل شوي او تخنيکي ټيمونه هڅه کوي د سرخرود فيډر د ولسوالۍ طرف ته پرچاو خشکه سويچ ژر تر ژره بېرته چالان کړي. ستاسې له زغم نړۍ مننه کوو.

13/05/2026

د اوړي په موسم کې د برښنا سپما ته تر بل هر وخت ډېره اړتيا وي. دا چاره له موږ سره مرسته کوي چې د برښنا ولټ ثابت پاتې شي او ناڅاپي پرچاوۍ راکمې شي.

Photos from ‎د افغانستان برښنا شرکت - Dabs‎'s post 10/05/2026
Want your business to be the top-listed Government Service in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address

Talashi Square
Jalalabad