د کوټ دارالعلوم د نشراتو پاڼه

د کوټ دارالعلوم د نشراتو پاڼه

Share

مؤسس مرحوم مولوي محمد ابراهيم حقاني
(نور اللّٰه مرقده)

14/12/2025

د مکاتبو او مدارسو د زده کوونکو لپاره د زده کړې بهترين فرصت!!

22/03/2025

خبرتيا!!!!!!!

دکوټ لاغرجوي دارالعلوم ډېرو محترموطالب العلمانو اودهغوی والدينو اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎ محترموداچې تاسی ته بهتره معلومه ده چې زموږ د1404هش تعليمي کال پيل شوی دی ټول اداري ،تدريسي او خدماتي کارمندان خپلودندو ته حاضر اوستاسی په خدمت کې دي نوپه همدی اساس له تاسی طالب العلمانوڅخه احترامانه هيله کووچې خپلودرسونوته سرله سباځانونه حاضرکړي اوخپل آينده روښانه کړئ دنه حاضرېدو په صورت کې غيرحاضرشمېرل کېږۍ چې دمحرومۍ سبب کېږي اوهمدارنګه د اختصاصی کانکور هغه محترم ګډونوال چې په لاندی لست ياجدول کې يې نوم موجود وي کامياب شوي دي حاضري يې دحمل مياشتې دلومړۍ نېټی څخه شروع دی هيله ده هرسهار 8 بجی دارالعلوم ته ددرس له پاره حاضرشي دنه حاضرېدو په صورت کې غيرحاضرشمېرل کېږي بيا دشکايت حق نه لري.
والسلام .
دکوټ لاغرجوي دارالعلوم اداری له خوا

24/02/2025

موقع له لاسه مه ورکوئ همدا اوس راشئ
دکوټ دارالعلوم خبرتيا!!
ددولتي اوخصوصي مکاتبو ددولسم ټولګي دفارغينو دتوجه وړ
هغه فارغين چې غواړي نيمه ديني لوړې زده کړې وکړي او په ديارلسم ټولګي کې شامل شي دنوم ليکنې اودکانکور فورمې د ډکولو له پاره دکوټ دارالعلوم ته مراجعه وکړئ.
دنوم ليکنې شروع:1/12/1403
دنوم ليکنې دپاي نېټه:15/12/1403
دمکاتبو ددولسم ټولګي فارغان 4نقله تذکرې کاپي 4نقله دشهادت نامې ياد درې کلنو نمروکاپي4قطعې عکسونه
يادونه:دمکاتبو ددولسم ټولګي فارغان اول بايد د دارالعلوم ادارې ته مراجعه وکړئ په کانکور کې دګډون فورمه ترلاسه کړي هغه په دقيق ډول ډکه او د اړونده ادارو څخه امضا او مهر کړي ورپسې پورته ذکرشوی اړين اسناد ادارې ته وسپاري
ددولتي مدارسو او دارالحفاظونو ددولسم فارغان لاندې کارونه ترسره کړي.
رياست معارف ته يوه عريضه وليکي او په ديارلسم ټولګي کې دشموليت غوښتنه وکړي د رياست څخه دحکم اخستلو وروسته همدغه عريضه آمريت معارف ته وروړي اوهلته هم ورته په دارالعلوم حکم ورکړي
بيا دهمدې عريضې سره 4نقله تذکرې کاپې4نقله دشهادت نامې يادری کلنو نمروکاپي4قطعې عکسونه4نقله دهمدې عريضې کاپي د دارالعلوم ادارې ته وسپاري
نوټ :وخت محدود دی بيړه وکړﺉ اوددې زرين چانس څخه ګټه واخلۍ دلازياتو معلوماتو له پاره په پورته ذکرشوو اړيکوشمېرو اړيکه ونيسﺉ

24/02/2025

خبرتيا!!
ټول هغه شايقين چې غواړي نيمه لوړې زده کړې وکړي هيله ده فرصت له لاسه ورنکړي.
مونږ مو خدمت کې يو.
نوټ:د مسافرو طالبانو لپاره د ليليه انتظام هم لرو

Photos from ‎د کوټ دارالعلوم د نشراتو پاڼه‎'s post 21/02/2025

همدا مهال د کوټ لاغرجوي دارالعلوم (دارالعلوم الاسلامیة الحنفية) کې د دستار فضلیت په وياړ شانداره غونډه جريان لري.
چې پکې ګڼوديني عالمانو،او خوږ ژبو نعت خوانانو ګډون کړی.
تاسې هم کولی چې پکې راسره برخه واخلئ.
ادرس: ننګرهار ولایت کوټ ولسوالي لاغرجوي کلی د مرحوم مولوی محمد ابراهیم حقاني مدرسه

16/02/2025

خبرتيا!!
د تېرو کلونو په څير دا ځل هم د کوټ لاغرجوي دارالعلوم (دارالعلوم الاسلامیة الحنفية) په انګړ کې د دستار فضلیت په وياړ يو شانداره غونډه لرو.
تاسې ټولو ته په ډير درنښت بلنه درکوو چې په دې پرتمينه غونډه کې راسره ګډون وکړئ
وخت: 1403/12/3

Photos from ‎د کوټ دارالعلوم د نشراتو پاڼه‎'s post 14/01/2025

د کوټ لاغرجوي دارالعلوم (دارالعلوم الاسلامیة الحنفية)ستر ديني مرکز د احاطي د رغولو چارې پيل شوې.
د کوټ لاغرجوي دارالعلوم چې فعلآ د همدې مدرسې د پخواني مسجد څخه استفاده کيږي چې د ځاي د کموالي له وجې يې طالب العلمان له ډيرو ستونزو سره مخ وي په ځانګړي ډول په باراني وختونو کې.
خو الحمدلله د الله جل جلاله په فضل د کوټ لاغرجوي دارالعلوم د کاري ټيم په مخلصانه هڅو دعاګانو او د مشرانو په خاصه پېرزوينه يې اوس د احاطې کار چې 320 متره طول او 1,70 سانتي ارتفاع لري همدارنګه د مسجد د فلستر او د تشنابونو کار جريان لري.
ياد ستر ديني مرکز لا هم ډير کار غواړي
تعمير او طالب العلمانو لپاره د اوسيدو اطاقونه دا هغه کارونه دي چې مونږ ورته اشد ضرورت لرو.
هيله مو له مسؤلينو،تجارانو، او له عامو خلکو دا ده چې په دې برخه کې له مونږ سره پوره پوره همکاري وکړي تر څو د دين‌ دا ستر کور پرې آباد کړو. تاسې کولای شئ چې نغدي مرسته،خښته،سمېنټ او د نورو لوازماتو مرسته وکړئ ستاسې لږه مرسته زمونږ د طالب العلمانو ډيره ستونزه ختموي.
راځئ خپل محبوب مالونه مو صدقه کړئ او په دې صدقه جاریه کې له مونږ سره برخه واخلئ
درنښت

18/12/2024

هيله ده چې طالب العلمان له دې زرین فرصت څخه استفاده وکړي.
مونږ مو خدمت کې يو

01/10/2024

دجنازی اعلان
دلاغرجوي دقريه دحاجي غلام رسول لمسی دتوردل ځوی ، اودملک بختورشا وراره ،دمولوي کريم الله اومولوي سفيرالله دتره ځوي توحيدالله په حق رسېدلې دمرحوم جنازه نن ورځ چهارشنبه ۱۱/۷/۱۴۰۳نېټه سهار(10)بجی دلاغرجوي دارالعلوم ترڅنګ اداکېږي ټول مسلمانان دې خبر وي.انالله وانااليه راجعون

Photos from ‎د کوټ دارالعلوم د نشراتو پاڼه‎'s post 26/09/2024

د کوټ پوهنې امريت اړوند د کوټ لاغرجوي دارالعلوم په انګړ کې د زده کوونکو لپاره تربيوي غونډه د کوټ دارالعلوم د جيد ديني عالم مفتي عزت الله درویش لخوا ترسره شوه.
چې پکې زده کوونکو ته د مفتي عزت الله درویش لخوا هر اړخيزه وينا ترسره شوه. همدارنګه د زده کوونکو ته د علم د تر لاسه کولو لپاره په هر اړخيزو لاروچارو باندې يې رڼا واچوله.
د يادونې وړده چې د کوټ لاغرجوي دارالعلوم رهبرۍ د فرصت څخه په ګټې اخيستنې د خپلو طالب العلمانو ته مختلفې تربيتي غونډې،انجمن،او خپل منځي مسابقات برابروي.
مونږ ستاسې اولادونو ته په يو ښه چاپيريال کې د علمي کادر غړو په لاس ښه روزنه ورکوو.
د کوټ لاغرجوي دارالعلوم چې د ننګرهار په سطحه په تعليمي ډګر کې ځانګړی نوم لري چې اوس مهال هم د قوي ټيم په درلودلو سره له لومړي ټولګي څخه تر څوارلسم ټولګي پورې طالب العلمان لري.بعدالوقت د فنونو دوره او همدارنګه په سلګونه تنه د حفظ او ليليه شاګردان لري چې اوس مهال په زده کړه بوخت دي.
تاسې هم د خپلو اولادونو د ښې راتلوونکې لپاره د کوټ لاغرجوي دارالعلوم انتخاب کړئ.

11/09/2024

د زده کړې آداب:

۱- صحیح نیت .
۲- په هغه علم باندې عمل کوم چې زده کړی مې دی.
۳- د ښوونکي په شتون او نه شتون کې د هغه احترام او درناوی کوم.
۴- د هغه په مخ کې په ادب سره کینم.
۵- زه ورته ښه غوږ نیسم او په درس کې یې مداخله نه کوم .
۶- په ادب سره پوښتنه کوم.

۷- زه هغه په نوم نه بولم.

Photos from ‎د کوټ دارالعلوم د نشراتو پاڼه‎'s post 27/08/2024

په بي شمېره ډالري مؤسساتو کې چې ميلياردونه ډالر بوديجه يې لرله/لري او تر ډيره په شخصي ګټو مصرفيدله او لا هم مصرفیږي خو له جمهوریت څخه تر امارت پورې لا هم د کوټ پوهنې امريت اړوند د کوټ لاغرجوي دارالعلوم د احاطې ديوال او د زده کوونکو لپاره سرپناه نلري.
په دې هيله چې اوس مو مشران يادې ستونزې ته رسيده ګي وکړي تر څو د دين دا ستر کور لکه څنګه چې په معنوي بڼه اباد دی په ظاهري بڼه هم همداسې آباد شي.
نن د کوټ لاغرجوي دارالعلوم امر شيخ القران والحديث مولوي کريم الله مخلص چې د کوټ دارالعلوم نشراتي مسؤل قاري سعيدالله حبيبي يې هم ملتيا کوله د کوټ لاغرجوي دارالعلوم د اصول صنفي دورې څخه ليدنه ترسره کړه.
په ياده ليدنه کې د زده کوونکو څخه د هغوی د مضامينو اړوند پوښتنې وشوې او همدارنګه د هغوی د حفظ الصحې اړوند هم زده کوونکو ته خبرې وشوې چې تاسې بايد خپلې حفظ الصحې ته ډير پام وکړئ ځکه دا کار ستاسې په درسي بهير مثبت اغيز کوي.
همدارنګه د کوټ دارالعلوم امر د اصول صنفي دورې ښوونکو ته هم لازمې سپارښتنې وکړې او دوی يې وهڅول چې په دې برخه لا ډير کار وکړي.
د يادونې وړده چې د کوټ دارالعلوم د اصول صنفي دوره د ځاي نشتون له امله په لرې غريزه سيمه کې د شين اسمان لاندې په زده کړو بوخت دي.
چې په باراني ورځو کې د ډيرو مشکلاتو او ستونزو سره مخ وي.
الحمدلله مونږ په پراخه کچه د لومړي ټولګي څخه تر څوارلسم ټولګي پورې طالب العلمان لرو چې د ځاي او سرپناه نشتون له امله په مختلفو سیمو کې په زده کړو بوخت دي.
مونږ تل هڅه کوو چې ستاسې اولادونو ته ښه درسي چاپېريال او دوی ته سالمه روزنه ورکړو.
د ننګرهار پوهنې رياست

Want your business to be the top-listed Government Service in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address

Jalalabad
کوټولسواليلاغرجویقريه