02/06/2026
۱۴۴۷/۱۲/۱۶
ښه خبر!!!
د ننګرهار اقتصاد ریاست له لوري د یو این ډي پي ادارې اړوند د پروژو څخه د څارنې او ارزونې پروژه اړوند سکتور ته ور وپېژندل شوه؛
یاده پروژه د UNDP ادارې په مالي ملاتړ او د افغان استرلین مشورتي او څیړنې شرکت (ARM) په تخنیکي همکارۍ د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم ریاست په چوکاټ کې د ننګرهار ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې خپل فعالیتونه پیلوي.
د دې پروژې له لارې به د UNDP له لوري پلي شویو پروژو او ترسره شویو فعالیتونو څخه څارنه او ارزونه ترسره کېږي، ترڅو د پروژو د تطبیق کیفیت، اغېزمنتیا، شفافیت او لاسته راوړنې په سمه او معیاري توګه وارزول شي.
ننګرهار اقتصاد رئيس مولوي جان محمد حامد د دې پروژې د پلي کېدو هرکلی وکړ او ويې ويل چې اقتصاد رياست به د مرستندويه ادارو سره په همغږۍ د ورته ګټورو پروژو د پلي کېدو بهير ته دوام ورکړي.
02/06/2026
په ختیځ زون کې د اکبر مؤسسې له دفتر څخه لیدنه ترسره شوه؛
سه شنبه (۱۴۴۷/۱۲/۱۶)هـ ق
د ننګرهار اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد چې د اقتصاد ریاست د نظارت آمر انجینر زید احمد هاشمي یې ملتیا کوله د اکبر مؤسسې له مرکزي دفتر څخه لیدنه ترسره کړه.
په دې لیدنه کې د اقتصاد ریاست او اکبر مؤسسې ترمنځ د همغږۍ د لا پیاوړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې. همدارنګه د مؤسسو اړوند شته ستونزې او ننګونې واورېدل شوې او د حل لارو په اړه لازم نظرونه شریک شول.
د لیدنې پر مهال د اکبر مؤسسې اړوند شعبات هم وکتل شو. د ارزونې له مخې د چارو د لا ښه والي، شفافیت او اغېزمنتیا په موخه اړینې سپارښتنې او لارښوونې هم مسؤلینو ته وړاندې شوې.
د ننګرهار اقتصاد ریاست مشرتابه د مؤسسو له فعالیتونو څخه د دوامداره ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د همغږۍ پیاوړتیا به د ټولنیزو او پراختیایي پروګرامونو په لا اغېزمن تطبیق کې مهم رول ولوبوي.
همداراز د اکبر مؤسسې د ختيځ زون مشورتي هئيت غړو سره ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د مؤسساتو پر ستونزو او فعاليتونو بحث ترسره شو او د ستونزو حل په موخه ورته ډاډ ورکړل شو.
02/06/2026
د اړیکو دفتر مؤسسې اداري او پروژوي چارې وارزول شوې؛
سه شنبه (۱۴۴۷/۱۲/۱۶)
په ننګرهار کې د د اړیکو دفتر مؤسسې د اداري او پروژه وي چارو څخه څارنه ترسره شوه. ننګرهار اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد چې اقتصاد رياست نظارت آمر انجینر زید احمد هاشمي یې ملتیا کوله د يادې مؤسسې اداري فعالیتونو څخه لېدنه او څارنه ترسره کړه. د لیدنې پر مهال د یادې مؤسسې مسؤلینو د خپلو روانو پروژو، لاسته راوړنو، او راتلونکو پلانونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
ياد پلاوي له لورې د ارزونې په جریان کې د مؤسسې اړوند فعالیتونه وکتل شول. همدارنګه، د چارو د لا ښه والي، شفافیت، او مؤثریت د لوړولو په موخه د پلاوي له لوري لازمې سپارښتنې او لارښوونې هم وړاندې شوې، ترڅو راتلونکي فعالیتونه لا منظم او اغېزمن ترسره شي. يادې مؤسسې ته سپارښتنه وشوه چې خپلې ټولې چارې د نافذه قوانينو، اصولو او مقرراتو له مخې تطبيق کړي.
01/06/2026
۱۴۴۷/۱۲/۱۶
ننګرهار کې د جاپان PMS مؤسسه د اوبو مديريت اړوند نوې پروژې پلې کوي؛
د ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حيدري د جاپان PMS مؤسسې ساحوي مسوولې فوجيتا او تخنيکي ټيم سره يې په ليدنه کې د خوږياڼو د وزيرو تنګي، پچير اګام او د يو شمېر نورو ولسواليو په ګډون د راستنو شويو کورنيو په نويو ښارګوټو کې د اوبو مدیريت اړوند پروژو پلې کولو وړانديزونه وکړل.
نوموړي وويل، چې د دې پروژو د تطبيق غوښتنه ولسونه کړې، چې په عملي کېدو سره به يې خلکو ته د کار زمينې برابرېدو سربيره د زرګونه هکتاره کرنيزې ځمکې د خړوبېدو او پاکو اوبو زمينه برابره شي.
د ولایت مقام دفتر رئيس مولوي شاهد نوراني، د اقتصاد رئيس مولوي جان محمد حامد او د عامې روغتيا رئيس مولوي آمين الله شريف د دې پروژو په اړتيا، ګټو او د يادو سيمو په اقتصادي او ټولنیز ارزښت خپل نظرونه شريک او دا يې ځايي خلکو لپاره حياتي او بنسټيز کار ياد کړ.
د جاپان PMS مؤسسې مسوولې فوجيتا او تخنيکي ټيم يې په خپلو خبرو کې وويل، چې ډېر ژر به د دې ولايت په چهلګزي سيمه کې د اوبو مديريت اړوند د يوې مهمې پروژې چارې پيل کړي.
دوی د ولایت مرستيال ته ډاډ ورکړ چې خپل مرکزي دفتر سره په همغږۍ به د ولایت مقام وړانديز شويو پروژو سروې پيل کړي چې په نږدې راتلونکې کې به يې عملي چارې پيل شي.
31/05/2026
۱۴۰۵/۳/۱۰ | ۱۴۴۷/۱۲/۱۴
د لوی اختر له رخصتيو وروسته د ننګرهار اقتصاد رياست چارې بېرته پيل شوې؛
د نېکمرغه لوی اختر د رخصتيو له پای ته رسېدو وروسته، د ننګرهار اقتصاد رياست خپلې رسمي چارې بېرته په عادي او منظم ډول پيل کړې. د اختر له خوښيو او رخصتيو څخه وروسته، د ياد رياست ادارې او خدماتي کارکوونکي د خپلو دندو د پرمخ بېولو لپاره په لومړۍ کاري ورځ پر وخت خپلو دفترونو ته حاضر شول او د هېوادوالو د خدمت کولو هوډ يې يو ځل بيا تازه کړ.
د ننګرهار اقتصاد رياست ټولې اداري او خدماتي چارې د پخوا په څېر په منظم ډول روانې دي، چې د سهار له اتو بجو څخه پيل او د مازدېګر تر څلورو بجو پورې دوام لري. مراجعین کولی شي د ټاکلي وخت په جریان کې خپلې ستونزې، غوښتنې او اداري چارې په اسانه ډول تعقیب کړي.
د ياد رياست مشرتابه مولوي جان محمد حامد او کارکوونکي ژمن دي چې د هېوادوالو د اقتصادي چارو د سمون، همغږۍ او پرمختګ لپاره په پوره اخلاص، صداقت او مسلکي چلند سره کار وکړي. دوی هڅه کوي چې خدمات لا چټک، شفاف او اغېزمن وړاندې کړي، تر څو د خلکو باور نور هم پياوړی شي.
همدارنګه، د ننګرهار اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد له ټولو مراجعينو څخه غوښتنه کوي چې د اداري اصولو او وختونو مراعات وکړي، څو چارې په ښه ډول او پرته له ځنډ څخه تر سره شي. رياست به تل هڅه کوي چې د هېوادوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د اقتصادي پرمختګ په برخه کې خپل مهم رول ولوبوي.
26/05/2026
د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغام;
بسم الله الرحمن الرحیم
ګرانو هېوادوالو، درنو مسلمانانو او د ننګرهار باعزته ولسه!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
په ډېرې خوښۍ سره د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو له امله تاسو ټولو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم. هيله لرم چې دا مبارکې ورځې مو د خوښۍ، سوکالۍ، ورورولۍ او يووالي سبب وګرځي.
لوی اختر د مينې، بښنې او يووالي پيغام له ځان سره لري. راځئ چې په دې مبارکو شېبو کې خپل زړونه له کينې پاک کړو، يو بل وبښو او د يو سولهييز، متحد او پرمختللي افغانستان لپاره ګډ کار وکړو.
په همدې مناسبت د هېواد د ازادۍ، عزت او اسلامي ارزښتونو د ساتنې په لاره کې د مجاهدينو د قربانيو او مبارزې درناوی کوم، او د هغو ټولو شهيدانو پاکو ارواحو ته د الله تعالی له درباره د جنت الفردوس دعا کوم، چې د هېواد د دفاع او د حق د لارې په مبارزه کې يې خپل ژوند قربان کړی دی. همدارنګه د وروستيو پېښو ټولو شهيدانو ته د مغفرت او د دوی درنو کورنيو ته د جميل صبر غوښتنه کوم، او ټپيانو ته د بشپړې روغتيا هيله لرم.
په دې مبارکو ورځو کې له الله تعالی څخه دا دعُا کوم چې زموږ په ګران هېواد کې د اسلامي نظام بنسټونه نور هم ټينګ، تلپاتې او د ولس د سوکالۍ لامل وګرځوي، او موږ ټولو ته د هېواد د خدمت کولو توفيق را په برخه کړي.
الله تعالی دې زموږ عبادتونه، قربانۍ، دعاګانې او نېکې هیلې قبولې کړي، او دا مبارک اختر دې د رحمت، برکت، امن او خوښۍ پیغام له ځان سره ولري.
د نېکمرغه لوی اختر مبارکي مو ومنئ!
په درنښت
مولوي جان محمد حامد
د ننګرهار اقتصاد رئیس
24/05/2026
د شیرزادو ولسوالۍ د کدېخېلو د علماء کرامو او قومي مشرانو ستونزې واورېدل شوې؛
یکشنبه | ۱۴۴۷/۱۲/۷
د ننګرهار اقتصاد رئیس، مولوي جان محمد حامد د شیرزادو ولسوالۍ د کدېخېلو سیمې د علماء کرامو، قومي مشرانو او سپینږیرو ستونزې او غوښتنې واورېدې.
په دې لیدنه کې راغلو علماء کرامو، قومي مخورو او سپینږیرو د خپلو سیمو د موجوده ستونزو په اړه خبرې وکړې او د پاکو اوبو د څاهګانو کیندلو، روغتیايي او تعلیمي خدمتونو پراختیا، بشري مرستو او پرمختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه یې وکړه. همدارنګه هغوی د بېکارۍ زیاتوالی د خلکو له جدي ستونزو څخه یاد کړ او له مرستندویه ادارو یې وغوښتل چې د کاري فرصتونو برابرولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ننګرهار اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد د هغوی خبرې او ستونزې په غور واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې یادې غوښتنې او ستونزې به د حل په موخه له اړوندو امارتي ادارو او مرستندویه مؤسسو سره شریکې شي. نوموړي وویل، اقتصاد ریاست هڅه کوي څو د خلکو اساسي اړتیاوو ته د رسېدنې ترڅنګ، د بېلابېلو پراختیايي پروژو او کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
په پای کې علماء کرامو او قومي مشرانو د ننګرهار اقتصاد ریاست له همکارۍ او د ولسي ستونزو د اورېدو له بهیر څخه مننه وکړه او د لا ډېرو همغږیو غوښتنه یې وکړه.
24/05/2026
۱۴۴۷/۱۲/۷
ښه خبر!
د ننګرهار اقتصاد ریاست له لوري د سترګو د لاسرسي وړ پاملرنې پروژه اړونده سکتور ته ور وپېژندل شوه؛
یاده پروژه د AUSTRALIA ادارې په مالي ملاتړ او د Health Net مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار ولایت حوزوي روغتون کې، د عامې روغتیا ریاست تر چتر لاندې، خپل فعالیتونه عملاً پیلوي.
چې د دې پروژې له لارې زرګونه هېوادوال د سترګو اړوندو روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شي، چې پکې د سترګو معاینات، سکریننګ، د سترګو پردې عملیات او نورو اړینو تخصصي خدماتو وړاندې کول شامل دي. دغه پروژه به د سترګو ناروغیو د مخنیوي او پر وخت درملنې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د ننګرهار اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد د یادې پروژې د پلي کېدو هرکلی وکړ او ویې ویل، د روغتیايي خدمتونو پراختیا د یوې سالمې او پرمختللې ټولنې د جوړېدو اساسي اړتیا ده. نوموړي زیاته کړه چې د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره د مرستندویه ادارو همکاري او دوامدار ملاتړ ارزښتناک او اړین دی.
ښاغلي حامد همدارنګه څرګنده کړه، د اقتصاد ریاست به د همغږۍ او ګډو همکاریو له لارې د ورته عامه ګټو او بنسټیزو پروژو د تطبیق ملاتړ ته دوام ورکړي، څو خلکو ته د معیاري، دوامدارو او اسانه روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو زمینه لا نوره هم پراخه شي.
24/05/2026
د ننګرهار په طورخم عمري کمپ کې راستنېدونکو کورنیو ته د لوی اختر د قربانۍ غوښو مرسته ترسره کېږي؛
یکشنبه، ۱۴۴۷/۱۲/۷
د ننګرهار اقتصاد ریاست په هڅو او د نړيوالې همکاري مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د طورخم عمري کمپ کې ۵۳۳ راستنېدونکو کورنیو ته د لوی اختر د قربانیو غوښو د وېش ترسره کېږي.
د یادې مرستې له مخې، هرې کورنۍ ته ۳ کیلو ګرامه د قربانۍ غوښه ورکول کېږي، څو د اختر په شپو ورځو کې له خپلو اړتیاوو سره تر یوه بریده مرسته ترلاسه کړي.
د ننګرهار اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد د دې بشري مرستې هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه، چې د اقتصاد ریاست د خپلو اصولو او کړنلارو له مخې د ټولو بشري، پرمختیایي او رغنیزو پروژو بشپړ ملاتړ کوي. نوموړي زیاته کړه، چې د مرستندویه ادارو ترمنځ د همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره به هڅې لا ګړندۍ شي، تر څو مرستې په شفاف، عادلانه او پر وخت ډول مستحقو کورنیو ته ورسول شي.
راستنېدونکو کورنیو هم د دغې مرستې له امله خوښي څرګنده کړه او له اړوندو ادارو او مرستندویه بنسټونو څخه یې مننه وکړه، چې د اختر په درشل کې یې د دوی لاسنیوی وکړ.
دغه مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې راستنېدونکې کورنۍ له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او ورته بشري مرستې د دوی د ژوند په ښه والي کې مهم رول لري.