Reviving Zahir Shah

Reviving Zahir Shah

Share

Nov.8 1933 | July.17 1973 | His Majesty, The Most Modernist & Progressive King of Afghanistan 🇦🇫

06/04/2026

اعليحضرت محمد ظاهر شاه – د یوه آزاد، خپلواک، په ځان بسیا، سرلوړي او پرمختللي افغانستان پاچا.
---
His Royal Majesty King Mohammed Zahir Shah – the king of a once independent, free, self-sufficient, proud and progressive Afghanistan.



20/03/2026

ټولو هېوادوالو ته د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت مبارکي وایؤ. ټولې روژې، تراویح، عبادتونه او صدقې مو د رب لايزال په عظیم دربار کې قبولې شه.
خدای دې وکړي چې ټول هېوادوال به مو د خوشحالۍ دغه شیبې د خپلو کورنیؤ تر څنګ په مینې او خوښیؤ سره تیروي.
لایزال رب دې زمونږ د کړیدلې او زوریدلې اولس هره ورځ د اختر په څیر له خوشالیؤ ډکه کړي. په روانې پنځوس کلنې فاجعې او ناورین کې چې زمونږ مظلوم اولس پکښې ډیرې ستړیاوي او قربانۍ ولیدې، د هغو په برکت سره دې الله تعالی نور زمونږ په هېواد کې تلپاتې سوله، آرامي، ثبات او ورورولي راولي.

اختر مو نیکمرغه شه!

د انځور په اړه: اعليحضرت معظم همایوني محمد ظاهر شاه د ۱۹۶۳م زیږدیز کال د اګست په ۶مه لویدیځ آلمان ته د خپل دولتي سفر په ترڅ کې د هغه په احترام کې د ترتیب شوې پوځي ګارډ څخه د تیریدو په حال کې.
---
We extend our heartfelt greetings to all our countrymen and to everyone celebrating on the blessed occasion of Eid al-Fitr.

May Allah (Subhanahu wa Ta'ala) accept your fasts, Taraweeh prayers, supplications, and all acts of worship. We hope that you are spending these joyous and blessed moments in the company of your loved ones, filled with love, peace, and happiness.

May Allah grant our war-stricken nation days filled with joy and tranquility, like the days of Eid. After decades of hardship, suffering, and sacrifice endured by our people over the past fifty years, we pray that Allah brings lasting peace, stability, prosperity, and brotherhood to our beloved country.

Eid Mubarak!

About Picture: His Royal Majesty King Mohammed Zahir Shah pass the honor guard of the Bundeswehr during the King's visit to Bonn on August 6, 1963.

16/03/2026

فرانسې ته د اعليحضرت محمد ظاهر شاه سفر، اکتوبر ١٩۴۹؛

د ١٩۴۹م زیږدیز کال د اکتوبر په میاشت کې اعلیحضرت معظم همایوني محمد ظاهر شاه فرانسې ته په یوه رسمي دولتي سفر ولاړ. فرانسې ته په رسېدو سره یې د دغه هېواد د ولسمشر وینسېټ اورېل لخوا په ایلېزي ماڼۍ کې تود هرکلی وشو.

د سفر موخه؛
د دغه سفر موخه د فرانسې او افغانستان تر منځ د دیپلوماتیکو اړیکو ټینګول وه. بحثونه د پوهنې، کلتور او ملي پراختیا په برخه کې د همکارۍ پر پراخولو متمرکز ؤ. په داسې حال کې چې افغانستان د دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د عصري کیدو او نړیوالو همکارۍ ته خلاص هېواد معرفي شو.

شته کلتوري اړیکي؛
فرانسې د Délégation Archéologique Française en Afghanistan (DAFA) (په افغانستان کې د فرانسې د لرغونپوهني پلاوی) په لرلو سره له وړاندې له افغانستان سره کلتوري اړیکي درلودې. فرانسې ته د اعليحضرت د دغه سفر وړاندې هم د نوموړي هېواد لرغونپوهانو د باميانو درې په ګډون د افغانستان په مختلفو تاریخي سېمو کې څیړنې او کیندنې کولې.

د سفر پایلې؛
دې سفر په افغانستان کې د فرانسې د کلتوري او تعلیمي اغیزو په پراخېدو کې مرسته وکړه، په ځانګړې توګه د پوهني او لرغونپوهني په برخو کې. سربیره پردې، افغانستان د سړې جګړې په لومړیو کلونؤ کې د یو ناپېیلي هېواد په توګه وړاندې شو، چې له یو شمیر هېوادونو سره اړیکي جوړوي.

په ټولیزه توګه، دې سفر د افغانستان او فرانسې تر منځ اوږمهاله همکارۍ پیاوړې کړه او د اعليحضرت محمد ظاهر شاه د هغه سیاستونو تائیدي یې وکړه چې په تدریجي توګه یې د هېواد عصري کول غوښتل.

په انځور کې: اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د فرانسې له ولسمشر وینسېټ اورېل سره په ایلېسي ماڼۍ کې، پاریس، ١٣ اکتوبر، ١٩۴۹.
---
King Zahir Shah’s Visit to Paris, France, October, 1949.

In October 1949, His Royal Majesty King Mohammed Zahir Shah, made an official state visit to Paris, France. During the visit, he was formally received by French President Vincent Auriol at the Élysée Palace.

Purpose of the Visit;
The visit aimed to strengthen diplomatic relations between Afghanistan and France. Discussions focused on expanding cooperation in education, culture, and national development, while also presenting Afghanistan as a country open to modernization and international partnerships after World War II.

Existing Cultural Ties;
France already had a long-standing cultural relationship with Afghanistan through the Délégation Archéologique Française en Afghanistan (DAFA). French archaeologists had been conducting important research and excavations at historic Afghan sites such as the Bamiyan Valley.

Outcomes and Significance;
The visit helped expand French cultural and academic influence in Afghanistan, particularly in education and archaeology. It also reinforced Afghanistan’s image as a neutral state building relationships with multiple countries during the early years of the Cold War.

Overall, the trip supported King Zahir Shah’s gradual modernization policies and strengthened long-term cooperation between Afghanistan and France.

In Picture: King Mohammed Zahir Shah received by Vincent Auriol at the Élysée Palace on October 13, 1949, in Paris.

10/02/2026

اعلیحضرت معظم همایوني محمد ظاهر شاه د قاهرې په المازه هوایي ډګر کې، د اکتوبر ٢٢مه، ١٩۶۰م زیږدیز کال.

د ۱۹۶۰م کال په اکتوبر کې اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د متحدې عربي جمهوریت (UAR) ته یو تاریخي لس ورځنی دولتي سفر ترسره کړ، (متحد عربي جمهوریت هغه لنډمهاله سیاسي اتحاد و چې د مصر او سوریې ترمنځ جوړ شوی و.) دې سفر د سړې جګړې د دورې په ډیپلوماسۍ کې ډېر اهمیت درلود.

اعلیحضرت ظاهر شاه د ۱۹۶۰م کال د اکتوبر په ۲۲مه نیټه د قاهرې المازه هوايي ډګر ته ورسېد. د مصري دولت لخوا یې په خورا درنو مراسمو سره هرکلی وشو، چې پکې د ۲۱ توپو سلامي او د دواړو هېوادونو د ملي سرودونو غږول شامل وو.

د محمد ظاهر شاه د ښه راغلاست لپاره د مصر ولسمشر جمال عبدالناصر هوایي ډګر ته ورغلی ؤ او وروسته یې د القبّة الجمهوري ماڼۍ کې سره ولیدل.

د خپل لس ورځني سفر په ترڅ کې، پاچا د مصر بېلابېل صنعتي مرکزونه، تاریخي ځایونه او پوځي تأسیسات وکتل، چې دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملي پرمختګ او ودې پر ګډو ګټو ټینګار کاوه.
---
The Highly Esteemed King– His Royal Majesty Mohammed Zahir Shah at the Almaza Airport in Cairo on October 22, 1960.

In October 1960, King Mohammad Zahir Shah conducted a historic 10-day state visit to the United Arab Republic (UAR)—the short-lived political union between Egypt and Syria. This visit was a significant moment for Cold War-era diplomacy.

The King arrived at Almaza Airport in Cairo on October 22, 1960. He was greeted with a massive state reception, including a 21-gun salute and the performance of national anthems.

After welcoming King Zahir Shah at the Airport, President Nasser met him at the Koubba Republican Palace.

During his 10-day stay, the King visited several industrial sites, historical landmarks, and military installations in Egypt, emphasizing a shared interest in national development.

(Picture quality is enhanced by Mashal Zeerak).

01/01/2026

ډاکټر سید مخدوم رهین، د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر، کیسه کوي چې یوه ورځ استاد خلیلي راته وویل:

(یوه ورځ د سهار شاوخوا څلور بجې وې، چې د کور دروازه په زوره زوره وټکېده؛ په بېړه بهر ور وتلم چې وګورم څه خبره ده. د دروازې تر شا د ارګ موټر چلوونکی ولاړ و. راته یې وویل: اعلیحضرت تاسو غوښتي یاست. عاجل مې رسمي کالي واغوستل او ورسره روان شوم. چې ورسېدم، ومې لیدل چې پاچا ډېر خواشینی او اندېښمن دی. ما وپوښتل: اعلیحضرت، خیرت خو به وي؟ په دې شنه سهار کې ولې دومره اندېښمن یاست؟

پاچا وویل: یو ځوان په چاریکارو کې خپل د تره ځوی وژلی دی او اوس د مقتول مور د هغه د اعدام غوښتنه کوي، او دا حکم باید زه لاسلیک کړم. یو ځوان وژل شوی، او اوس به بل ځوان د قصاص قرباني کېږي…!!
راځه چاریکار ته ولاړ شو، ښايي وکولای شو هغه بوره مور له دې پرېکړې واړوو.

موږ په پټه، پرته له دې چې امنیتي مسؤلین په جریان کې کړو د چاریکار پر لور وخوځېدو، ان د سیمې هېڅ حکومتي چارواکي ته مو هم خبر ورنه کړ. د وژل شوي کس د کور پته مو وپوښتله او کور مو پېدا کړ.
له ټک ټک وروسته یو کس دروازه راخلاصه کړه پاچا ورته وویل:
د مرحوم مور ته ووایه چې محمد ظاهر راغلی دی. دا چې هغه سړي محمد ظاهر نه پېژانده؛ نو زه ور وړاندې شوم او ورته ومې ویل:
چې اعلیحضرت پاچا راغلی دی.

هغه سړی په بېړه دننه ولاړ، او څو شېبې وروسته یې یوه کوټه برابره کړه او د کوټې په منځ کې یې د پاچا لپاره څوکۍ هم کېښوده. پاچا راته وویل: ته دننه مه راځه، اول زه خپله له دې غمځپلې مور سره خبرې کوم ګورم چې څه کېږي. نږدې یو ساعت تېر شو، زه اندېښمن شوم او کوټې ته ور ننوتم، ګورم چې پاچا پر ځمکه ناست دی او څوکۍ یې هغې بوډۍ ښځې ته ورکړې ده، پاچا زارۍ کوي او دواړه ژاړي.

د پاچا وروستۍ خبره هم دا وه:
مورکۍ! مننه چې زما خبره دې پر ځمکه ونه غورځوله او له قصاصه تېره شوې. دولت به حتمن ستا د مرحوم زوی د وینې بدل (خون بها) درکړي، او زه اوس په ارام زړه کابل ته ستنېږم.)

ډاکټر سید مخدوم رهین دا کیسه په امریکا کې ښاغلي متین امین ته کړې وه.

عکس کي اعليحضرت د افغانستان له نوموتي شاعري سیده مخفي بدخشي سره ناست لیدل کیږی، او تر څنګ یی استاد خلیلي هم ولاړ دی.

ډاکټر سید مخدوم رهین، د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر، کیسه کوي چې یوه ورځ استاد خلیلي راته وویل:

(یوه ورځ د سهار شاوخوا څلور بجې وې، چې د کور دروازه په زوره زوره وټکېده؛ په بېړه بهر ور وتلم چې وګورم څه خبره ده. د دروازې تر شا د ارګ موټر چلوونکی ولاړ و. راته یې وویل: اعلیحضرت تاسو غوښتي یاست. عاجل مې رسمي کالي واغوستل او ورسره روان شوم. چې ورسېدم، ومې لیدل چې پاچا ډېر خواشینی او اندېښمن دی. ما وپوښتل: اعلیحضرت، خیرت خو به وي؟ په دې شنه سهار کې ولې دومره اندېښمن یاست؟

پاچا وویل: یو ځوان په چاریکارو کې خپل د تره ځوی وژلی دی او اوس د مقتول مور د هغه د اعدام غوښتنه کوي، او دا حکم باید زه لاسلیک کړم. یو ځوان وژل شوی، او اوس به بل ځوان د قصاص قرباني کېږي…!!
راځه چاریکار ته ولاړ شو، ښايي وکولای شو هغه بوره مور له دې پرېکړې واړوو.

موږ په پټه، پرته له دې چې امنیتي مسؤلین په جریان کې کړو د چاریکار پر لور وخوځېدو، ان د سیمې هېڅ حکومتي چارواکي ته مو هم خبر ورنه کړ. د وژل شوي کس د کور پته مو وپوښتله او کور مو پېدا کړ.
له ټک ټک وروسته یو کس دروازه راخلاصه کړه پاچا ورته وویل:
د مرحوم مور ته ووایه چې محمد ظاهر راغلی دی. دا چې هغه سړي محمد ظاهر نه پېژانده؛ نو زه ور وړاندې شوم او ورته ومې ویل:
چې اعلیحضرت پاچا راغلی دی.

هغه سړی په بېړه دننه ولاړ، او څو شېبې وروسته یې یوه کوټه برابره کړه او د کوټې په منځ کې یې د پاچا لپاره څوکۍ هم کېښوده. پاچا راته وویل: ته دننه مه راځه، اول زه خپله له دې غمځپلې مور سره خبرې کوم ګورم چې څه کېږي. نږدې یو ساعت تېر شو، زه اندېښمن شوم او کوټې ته ور ننوتم، ګورم چې پاچا پر ځمکه ناست دی او څوکۍ یې هغې بوډۍ ښځې ته ورکړې ده، پاچا زارۍ کوي او دواړه ژاړي.

د پاچا وروستۍ خبره هم دا وه:
مورکۍ! مننه چې زما خبره دې پر ځمکه ونه غورځوله او له قصاصه تېره شوې. دولت به حتمن ستا د مرحوم زوی د وینې بدل (خون بها) درکړي، او زه اوس په ارام زړه کابل ته ستنېږم.)

ډاکټر سید مخدوم رهین دا کیسه په امریکا کې ښاغلي متین امین ته کړې وه.

عکس کي اعليحضرت د افغانستان له نوموتي شاعري سیده مخفي بدخشي سره ناست لیدل کیږی، او تر څنګ یی استاد خلیلي هم ولاړ دی.

24/12/2025

د ځینو پردېپالو کړیو لخوا د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د بدنامولو او د هغه د هغو خدمتونو د هیڅ نه ښودلو ناکامه هڅه چې د خپلې ٣٩ کلنې زرینې پاچهۍ پر مهال یې کړې؛
لاندې داستان د فرانسې پاچا "څوارلسم لویي" ته منسوب دی، چې د ١٧مې پیړۍ په وروستیو او ۱۸مې پیړۍ په لومړیو کې یې پر فرانسې واک چلاوه. دغه داستان د افغانستان او افغان ضد بهرنیو جاسوسانو په لمڅون د خودغرضو او هېوادپلورو او تش په نامه افغانانو لخوا په قصدي ډول په اعلیحضرت محمد ظاهر شاه تپل کیږي، په داسې حال کې چې دا داستان ۳۵۰ کاله مخینه لري.

داستان داسې دی؛
《د فرانسې پاچا "څوارلسم لویي" چې په پنځه کلني کې پاچا شو، په فرانسه او ټوله اروپا کې یې تر نورو شاهانو زیاته، یعني ٧٢ کاله پاچاهي کړې. د ده په وخت کې ځکه لوږه زیاته شوه، چې دې پاچا د خلکو تر ژوند په جنګ زیات تاکید کاوه.
د فرانسې د خلکو نارضایتي او مظاهرې زیاتې شوې، لور یې له پاچا پوښتنه وکړه، چې دې خلکو ولي داسې شور جوړ کړی دی؟ پاچا ورته وویل، وږي دي، ډوډۍ نه لري. شهزادګۍ وویل: نو چې ډوډۍ نه لري خو کلچې دې وخوري.》
څوارلسم لویي به جګړه د خپل پرتم او واک د پیاوړتیا لپاره غوره لاره ګڼله.
[سهار]

له بده مرغه دا کیسه د افغان ضد کړیو د پروپاګندونو په پایله کې اوس هم د ډیریو خلګو له لوري په نااګاهۍ سره د ملت بابا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه او لور ته یې منسوبېږي.
---
Due to the failed attempts by certain extremist and prejudiced circles to defame His Majesty Mohammad Zahir Shah and to deny or ignore the services he rendered during his 39-year golden reign, the following story—originally attributed to King Louis XIV of France, who ruled France in the late 17th and early 18th centuries—has been deliberately imposed on His Majesty Mohammad Zahir Shah by anti-Afghan foreign intelligence agents, through the manipulation of self-serving, unpatriotic, and so-called Afghans, despite the fact that this story is around 350 years old.

The story goes as follows:

King Louis XIV of France, who became king at the age of five, ruled France and much of Europe longer than any other monarch—about 72 years. During his reign, famine increased because the king placed greater emphasis on war than on the lives of the people. Public dissatisfaction and demonstrations grew. One day, his daughter asked the king why the people were making so much noise. The king replied that they were hungry and had no bread. The princess said, “If they have no bread, then let them eat cake."
Louis XIV regarded war as the best means to strengthen his prestige and authority.

Unfortunately, as a result of anti-Afghan propaganda, this story is still ignorantly attributed by many people to the Father of the Nation, His Majesty Mohammad Zahir Shah, and his daughter.

04/12/2025

د یوه عظیم او ستر ملت ستر پاچا– اعلیحضرت معظم همایوني محمد ظاهر شاه؛
ویل کیږي، کله چې اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د خپلې پاچهۍ پر مهال کوم اروپايي هېواد ته په سفر تللی ؤ،، ژورنالستانو ترې بیلا بیلې پوښتنې کولې او پاچا یې ځوابونه په داسې فصاحت او بلاغت سره ورکول چې ټول ژورنالستان یې هک پک او ژر تر خپل اغیز لاندې راوستل. په پای کې ټولو ژورنالستانو ویل، چې کاش دی د فرانسې او یا کوم بل پرمختللي او ښکلي هېواد پاچا وای.
---
A Great King of a Great Nation — His Royal Majesty Mohammed Zahir Shah, the late King of Afghanistan.

It is said that when His Majesty King Mohammed Zahir Shah visited a European country during his reign, a group of journalists interviewed him and asked various questions. The King responded with such eloquence and clarity that all the journalists were left astonished and deeply impressed. In the end, they remarked that they wished he had been the King of France or of any other advanced and beautiful nation.

24/10/2025

جاپان ته له یوه اونیز سفر وروسته، اعلیحضرت معظم همایوني محمد ظاهر شاه او علیاحضرت ملکه حمیرا بیگم له جاپاني چارواکو سره د خدای په اماني په حال کې، د ١٣۴۸م لمریز کال د وري میاشتې ۲۶مه نیټه.

د دغه سفر پر مهال، شاهانه جوړې اعلیحضرت محمد ظاهر شاه او علیاحضرت حمیرا بیگم د جاپان له امپراتور ښاغلي هیرهیتو، ملکې نګاکو، صدراعظم ښاغلي ایساکو ساتو او یو شمیر نورو لوړپوړو دولتي چارواکو سره وکتل.

د ناپېیلې سیاست پر مخ وړلو سربیره په دغه سفر کې اعلیحضرت د ټیکنالوژۍ له پلوه د پرمختللو هېوادونو سره د سوله اییزو اړیکو له لارې خپل هېواد ته د پرمختګ ورکولو په لټه کې ؤ.
---
His Royal Majesty King Mohammed Zahir Shah and Her Majesty Queen Humaira Begum bid farewell to Japanese officials just before taking off, after a week long visit, 15 April, 1969.

During their visit the King and Queen met Japanese Emperor Hirohito, Empress Nagaki, Prime Minister Eisaku Satō and other high-ranking governmental officials.

This state visit symbolized Afghanistan’s commitment to non-aligned diplomacy and its desire to modernize through peaceful engagement with technologically advanced nations.

24/09/2025

شاهانه ذات اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د پاریس د ګیمې موزیم څخه د لیدنې په ترڅ کې له یوه هنري اثر نه لیدنه کوي، د جون ٣مه، ١٩۶۵م زیږدیز کال.
دغه موزیم د آسیایي هنرونه لپاره پیژندل کیږي.

اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د ١٩۶۵م زیږدیز کال د می په میاشت کې فرانسې ته په یوه دولتي سفر روان شو، او د دغه هېواد له ولسمشر شارل دي ګول سره یې وکتل. دا سفر د سړې جګړې په یوه حساسه دوره کې ترسره شو، کله چې پاچا د افغانستان ناپېیلی سیاست پر مخ ووړ او هېواد یې د مدرنیزم پر لور روان کړی ؤ.

د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د دغه سفر اساسي اهداف د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړي کول، د اقتصادي او تخنیکي مرستو جلبول، او د افغانستان نړیوالې همکارۍ پراخول وو. د یو ناپېیلي هېواد په توګه، افغانستان هڅه کوله چې له لوېدیځو او ختیځو هېوادونو سره متوازنې اړیکې وساتي.
فرانسه، د خپلې پرمختللې ټکنالوژۍ او کلتوري ارزښت له امله، د پرمختیایي پروژو او تعلیمي برنامو لپاره یو مهم شریک ګڼل کېده.
---
King Mohammad Zahir Shah looks at a piece of art, during his visit to the Guimet museum (art of Asia) in Paris, 03 June, 1965.

King Mohammed Zahir Shah embarked on a state visit to France in May, 1965, engaging with French President Charles de Gaulle. This visit occurred during a pivotal era of Cold War dynamics and Afghanistan's efforts to modernize while maintaining neutrality.

King Zahir Shah's primary goals were to strengthen bilateral ties, attract economic and technical assistance, and diversify Afghanistan’s international partnerships. As a non-aligned nation, Afghanistan sought to balance relations with both Western and Eastern blocs.
France, with its technological prowess and cultural prestige, represented a valuable partner for development projects and educational exchanges.

25/08/2025

لویدیځ آلمان ته د خپل سفر پر مهال شاهانه ذات اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د میونیخ په هوایي ډګر کې له الوتکي څخه د کوزېدو په حال کې، د سپتمبر نهمه، ١٩۵۷م زیږدیز کال.
---
His Royal Majesty King Mohammed Zahir Shah walks out of his plane in Munich airport on 09 September 1957, Bavaria, where he is on a private visit.

Photos from Reviving Zahir Shah's post 05/08/2025

دا د ۱۳۴۰ لمریز کال د افغانستان د شاهي دورې د پنځه افغانیو سکه ده، چې په مخ لورې یې د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه انځور لګول شوی.
---
This 5 Afghanis coin from 1961, issued during the Kingdom of Afghanistan, bears the effigy of His Majesty King Mohammed Zahir Shah on the obverse.

Want your business to be the top-listed Government Service in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address

Jalalabad