Rafiullah Adil

Rafiullah Adil

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Rafiullah Adil, Jalalabad.

28/04/2025

👷 اته دېرش پوښتنې د ساحوي انجنیراانو لپاره

1. د زینې میلان د افقي سطحې سره باید په کومه اندازه وي؟
د 25 درجو څخه تر 40 درجو پورې(IS 456 – 2000)
2. د 1BHK اصطلاح کوم مفهوم افاده کوي؟
د 1BHK اصطلاح لاندې مفهوم افاده کوي
1Bed room
1 Hall
1 Kitchen
3. د سیمنټو د یوې بورې حجم څومره دی؟
0.0347m3 او یا هم 1.23 CFT
4. د Compression Test د معلومولو لپاره کوم ماشین پکار وړل کیږي؟”امین زی لیکدود“
د Universal Testing Machine چې مخفف یې UTM دی
5. د سیمنټو Expiry Date د تولید څخه څومره موده وروسته وي؟
درې میاشتې وروسته، البته له دغې مودې وروسته سیمنټ خپل مقاومت په تدریج سره له لاسه ورکوي
6. په ساختماني عناصرو کې د هوک(Hook) معیاري اندازه څومره ده، او هم باید په کومه زاویه قات کړل شي؟
د سیخ د قطر لس چنده، او هم باید د 135 درجې زاویې سره قات کړل شي.
7. د سیخ د یو متر وزن د کومې رابطې څخه په لاس راځي؟
0.222d2/36 او یا هم د d2/162 رابطې څخه چې دلته d د سیخ قطر په ملي متر سره دی
8. په اوسپنیزو کانکريټو(RCC) کې باید د کانکریټو مارک په اصغري ډول څومره وي؟
M20 او یا هم دوه سوه مارک
9. د مختلفو ساختماني عناصرو څخه د قالبونو(شټرنګ) د لرې کولو مودې وروسته تر ډکولو څخه ذکر کړئ؟
په دغه برخه کې لاندې حالتونه باید په یاد وساتو:-
لومړی حالت: د دیوالونو له غاړو، پایو، د بیم او ګاډرونو له غاړو(کنارونو) څخه کولی شو وروسته تر 24hours—48hours لرې کړو.
دوهم حالت: که د بیم وایه تر دریو مترو پورې وي،کولی شو وروسته تر اوو ورځو(7 days) خو که سلب په همدغه اندازه وایه کې ولرو نو وروسته تر دریو ورځو(3 days) یې لری کولی شو.
دریم حالت: که د سلب وایه شپږ(6) او یا له شپږو مترو کوچنۍ وي، نو د قالبونو د لرې کولو کمترینه موده یې باید 14 ورځې وي، خو که وایه له شپږو مترو اضافه کیږي، نو دا موده بیا 21 ورځو ته غځیږي.
10. په عمومي ډول په کانکریټو کې کوم ډول ټسټونو ته ډیره اړتیا وي؟
Slump test
Air Content test
Temperature test
Compressive Strength Test
11. په RCC کې پکاروړونکو سیخانو حجمي وزن باید په معیاري ډول څومره وي؟
7850kg/m3 او یا هم 78.5KN/m3
12. د RCC او PCC حجمي وزنونه څومره دي؟
د RCC حجمي وزن 2500kg/m3 او د PCC حجمي وزن 2400kg/m3
13. د Fire Bricks خښتو فشاري مقاومت څومره وي؟
125kg/m3
14. د کانکریټو د Initial Setting Time او Final Setting Time مودې مشخصې کړئ؟
د Initial Setting Time اندازه یې 30 دقیقې وروسته تر اچولو، او Final Setting Time یې 90 دقیقې وروسته تر اچولو پای ته رسیږي.
15. د کانکریټو د Curing میتودونه(طریقې) ذکر کړئ؟
Spraying of Water
Wet Covering Of Surface
Ponding
Curing Chemicals
Steam Curing
Sprinkling or Application of Curing Compounds
16. په کانکريټو کې د Bleeding اصطلاح کوم مفهوم ارایه کوي؟
په کانکریټو کې Bleeding د Segregation یو ډول دی، په کوم کې چې اوبه د کانکريټو مخ ته راوځي، او تجمع کوي
17. په بیم کې د ګژدمکونو(Stirrups) عمده دنده؟
د عرضي قواوو دفع(Resist Shear Force)
18. د میخي تهدابونو څخه د ګټې اخیستنې عمده شرط کوم دی؟
کله چې د نظر لاندې ساختمان لپاره د جوړیدونکي تهداب د خاورې د برداشت ظرفیت(Bearing Capacity) له 24kN/m3 څخه کم شي
19. د یوې ودانۍ د هر منزل معیاري لوړوالی څومره دی؟
درې متره(3m)
20. د کانکریټو د اندازه ګیرۍ واحدات کوم دي؟
مترمکعب،فوټ مکعب او Cubic Yards
21. په کانکريټو کې د استعمالیدونکو اوبو PH باید په کومه اندازه وي؟
باید له 6 څخه کوچنی نه وي.
22. څرنګه کولی شو، N/mm2 واحد، kg/cm2 ته بدل کړو
په 10.19 کې یې ضربوو،مستقیماً بدلیږي

23. د سلب،بیم،پایې او تهدابونو لپاره اصغري(RCC Cover) اندازه باید څو سانتي متره وي؟
د تهدابونو لپاره 5cm
د پایو لپاره 4cm
د بیمونو لپاره 2.5cm
د سلبونو لپاره 2cm
24. تهدابونه په څو ډوله دي؟
تهدابونه په دوه ډوله دي، لمړی یې سطحې تهدابونه(Shallow Foundation) او دوهم یې ژور تهدابونه(Deep Foundation) چې بیا هر یو یې پخپل وار لاندې ډولونه لري
سطحي تهدابونه(Shallow Foundation) په لاندې څلورو ډولونو ویشل شوی
Spread Footing
Combined Footing
Cantilever Footing
Raft Footing
ژور تهدابونه(Deep Foundation) بیا لاندې څلور ډولونه لري
Pile Footing
Pier Footing
Caissons Footing
copy
Well Foundation

25 د کانکريټ د راعورزيدو اعظيمي لوړوالي څومره دى
هغه 1.5m دى
26 په خښتو کي داوبو جذب بايد څومره وى په فيصد يي وښايست
15% وي
27 په کانکريټو کي د کارنده او بو د ph قيمت څو وى کومي اوبه بايد پکي استعمال شي
د ph اندا زه يي د 6او 8 ترمنځ ده او هغه اوبه پکي بايد استعمال شي چي القلي تيزاب عضوي مواد اونور ناپاکه مواد غوړ مالګه پکي نه وى
28 د خښتو فشاري مقاومت څومره دى 23.5N/mm^
29د هر ټن سيخ د تړلو لپاره څومره Wire ته ضرورت دى
8kg
29 د ډکون د خاوري څخه څومره سمپل اخلو
په هر 100متر مربع کي در ي نموني اخلو
30په پايوکي بايد د بريښنا لينونه تير نشي
31که د تهکوي کتدنکاري د دري مترو څخه لوړيږى بايد د پتو شکل ورکړو
32سيمنټ بايد د ځمکي د سطحي څخه د 20Cmپورته وچه ساحه ګودام کي بوجي قطارونه يود بل د پاسه10 داني کيښودل
33 د يو متر سيخ وزن معلومولو لپاره d*/162.162
34 که چيري سوپر سلفايت سيمنټ وکارو نو اوبو وړکړه 7 ورځي که ساده پورټلينډ سيمنټ وکارو نو داوبو ورکړه 14-تر 28 ورځو پوري ده
35د کانکريټو د جوړولو په وخت کي بايد مکسر1-3دقيقو پوري واړوي او راواړوى
35 د کانکريتو قشرونه تهداب 5cm بيم 2.5cm شير وال cm2.5 سلب 2cm پايه 4cm استنادى ديوال 3cm
36 د 36mm سيخ څخه زيات د پيوند اجازه نلري

37 مربعي پايه بايد لږ تر لږه 4 سيخان ولري دايروي بايد لږ تر لږه 6 سيخان ولري
38 د سلب کم صخامت 12.5cm دى.

23/04/2025

سړک (Road) د ځمکې پر مخ جوړ شوی هغه تاسیسات دي چې د خلکو، موټرو، او نورو وسایلو د تګ لپاره کارول کېږي. سړکونه د ترانسپورتي شبکو اساسي برخه جوړوي او په ټولنیز، اقتصادي، او فرهنګي ژوند کې حیاتي رول لوبوي. دلته د سړک په اړه ځینې عمومي او غوره معلومات وړاندې شوي دي:

۱. سړک د جوړښت له مخې ډولونه:

فرعي سړکونه (Local Roads): د کلیو او ښارګوټو ترمنځ د ارتباط لپاره کارول کېږي.

دویمه درجه سړکونه (Secondary Roads): د ښارونو او لویو کلیو ترمنځ اړیکه ټینګوي.

لوی سړکونه (Highways): د ښارونو او هېوادونو ترمنځ د اوږد واټن لپاره جوړېږي.

ګړندی سړکونه (Expressways): یوازې موټرو ته ځانګړي سړکونه چې تیزرفتاري اجازه لري.

سرکونه د ځانګړي هدف لپاره (Special Purpose Roads): لکه د کانونو، صنعتي پارکونو یا نظامي تاسیساتو لپاره جوړېږي.

۲. د سړک اجزاوې:

پخول شوی برخه: د سړک هغه برخه چې د ترافیک لپاره ځانګړې شوې وي.

کناره: د سړک غاړې ته ځای چې عموماً د بیړني حالت لپاره کارول کېږي.

پلیږه لار: د پیاده خلکو لپاره ځانګړې شوې برخه.

فاصلې نښې (Markers): د واټن، سرعت، او نورو لارښوونو لپاره کارول کېږي.

۳. د سړکونو مواد:

خاورین سړکونه: په کلیوالو سیمو کې کارول کېږي.

قیر (Asphalt): په ښاري او عصري سړکونو کې تر ټولو عام دی.

کانکریټي سړکونه: د اوږدې مودې لپاره دوامداره، مګر جوړول یې زیات لګښت غواړي.

د خښتو سړکونه: په ځینو ځانګړو ځایونو کې د ښکلا لپاره کارول کېږي.

۴. د سړکونو اقتصادي او ټولنیز ارزښت:

اقتصادي پرمختګ: د توکو او خدماتو انتقال اسانه کوي.

ټولنیز اړیکي: خلک د یو بل سره نښلوي او کلتوري تبادله اسانه کوي.

ساینس او ټکنالوژي: د سړک جوړولو نوې طریقې، لکه د زغملو سړکونه (smart roads) چې په کې ټکنالوژي کارول کېږي.

۵. د سړکونو خوندیتوب:

د ټرافیک نښې او اصول باید تعقیب شي.

د سرعت محدودیت ته پام کول ضروري دي.

د پلچکونو، تونلونو، او ګاډي تم ځایونو په څیر ځانګړي جوړښتونه باید په معیار برابر وي.

پایله:

سړکونه نه یوازې د فزیکي ارتباط وسیله ده، بلکې د ټولنیزو او اقتصادي پرمختګونو اصلي بنسټ هم ګڼل کېږي. د ښه کیفیت سړکونه د ژوند کیفیت لوړولو کې مهم رول لوبوي.

Eng:Rafiullah adil

18/01/2025

قسمت موږ د ژوند په داسې عمر کې راګېر کړي يو، په کوم عمر کې چې زموږ د خوشحاليو وختونه او شېبې وي!!

18/01/2025

نژدې دوه کاله وړاندې د سندرو شور زما ژوند له موخو لرې کړی و، خو کله مې چې مطالعه پیل کړه، نو همدې پوهې زما فکر روښانه کړ. الحمدلله اوس له هغو بې ګټو عادتونو خلاص یم او د ځان په پرمختګ بوخت یم.

31/12/2024

د سوپروایزر او ساحوي انجینر تر منځ توپیر د هغوی په دندو، مسؤلیتونو، او نقشونو کې دی. دلته د دواړو تر منځ مهم توپیرونه بیان شوي:

1. سوپروایزر (Supervisor) دندې:
- د کارګرو یا کارمندانو د ورځنیو فعالیتونو نظارت.
- ډاډ ترلاسه کول چې دنده د پروژې د مشخصاتو او مهال‌وېش سره سم ترسره کېږي.
- د ورځني تولید، کاري فعالیتونو، او د کیفیت کنټرول څارنه.
- د کار ساحې د خوندیتوب اصول او مقرراتو پلي کول.
مهارتونه:
- په عملي او تخنیکي چارو کې ښه تجربه.
- د ټیم د مدیریت وړتیا.
- د ستونزو حلولو چټکتیا.
تمرکز:
- د کارګرو او عملیاتي ټیم د مستقیم څارنې مسؤلیت لري.
- ډاډ ترلاسه کوي چې ټول فعالیتونه د پلان سره سم ترسره کېږي.
تعلیم او تخصص:
- سوپروایزر کېدای شي تخنیکي زده کړې ولري خو ممکن په ټولو مواردو کې انجنیر نه وي.

2.ساحوي انجینر (Field Engineer) دندې:
- د پروژې تخنیکي اړخونو څارنه او ډاډ ترلاسه کول چې ټولې تخنیکي چارې د ډیزاین او انجینري معیارونو سره سم ترسره کېږي.
- د تخنیکي ستونزو حل او د پروژې د پرمختګ په اړه راپور ورکول.
- د موادو، تجهیزاتو، او ساختماني پروسې څارنه.
- د ساحوي سروې، ازموینو، او راپورونو ترتیبول.
مهارتونه:
- قوي انجینري پوهه (ملکي، برښنايي، میخانیکي، یا اړونده څانګه).
- د ډیزاین نقاشیو او تخنیکي مشخصاتو لوستلو او تشریح کولو وړتیا.
- د ساحې له شرایطو سره د تخنیکي پلانونو تطابق.
تمرکز:
- د تخنیکي اړخونو، ډیزاین تطبیق، او د ساختماني پروسې پر انجینري کیفیت تمرکز کوي.
- د ساختماني ټیم او مدیریت ټیم تر منځ د اړیکو پل جوړوي.
تعلیم او تخصص:
- انجینري ډګر کې زده کړې او اړوند تجربه لري.

مهم توپیرونه په جدول کې

| **توپیر** | **سوپروایزر** | **ساحوي انجینر** |
|--------------------|---------------------------------------------|---------------------------------------------|
| **دنده** | د ورځني عملیاتو مدیریت | د تخنیکي او انجینري چارو څارنه |
| **تعلیم** | ممکن تخنیکي زده کړې ولري | انجینري زده کړې لري |
| **تمرکز** | د کارګرو فعالیتونه څاري | د ډیزاین او کیفیت تخنیکي څارنه کوي |
| **مسؤلیت** | د خوندیتوب اصول او مهال‌وېش څارل | تخنیکي ستونزې حلوي او راپور ورکوي |
| **ارتباط** | د کاري ټیم سره مستقیم کار کوي | د مدیریت او کاري ټیم تر منځ د اړیکې پل جوړوي |
پایله
په لنډ ډول، سوپروایزر د کارګرو مدیریت کوي، په داسې حال کې چې **ساحوي انجینر** د تخنیکي چارو د څارنې او د انجینري ستونزو د حل مسؤلیت لري. دواړه نقشونه د پروژې بریا لپاره حیاتي دي، خو د تخنیکي ژوروالي له مخې، د ساحوي انجینر مسؤلیتونه ډېر تخنیکي او تخصصي دي.
کافی.

31/12/2024

د کور په جوړولو کې انجنير ته په يو څو افغانيو ورکولو کنجوسي مه کوئ او د کلي په ټيکدارانو نقشې مه اچوئ...
دا چې په کورونو لکونو افغانۍ مصرفوئ خيرې دی لږ څه يو پوه انجنير ته ورکړئ چې ښايسته او مناسبه نقشه او نما درته جوړه کړي...
يقين وکړئ ټول عمر به بيا خوشحاله ياست...
دغه لاندې نما د چا خوښه شوه؟؟؟

Photos from Rafiullah Adil's post 11/12/2024

د کانکریټي پایې د شکست او تخریب اصلي فکټورونه:
د پایې د شکست او تخریب اصلي فکټورونه:
1- د پایې ابعاد (Column Dimensions) : که د پایې ابعاد نظر د اړونده بارونو له مخې نه وي ټاکل شوي نو د پایې د شکست سبب ګرځي
2- ساختماني مواد (Column Materials): که چیرې د کانکریټو او سیخګول اړونده مارکونه د پایې د ډیزاین له مارکونه څخه کم وي د پایې د تخریب سبب ګرځي
3- د بارونه مقدار (Applied Loads): که چیرې په پایه باندې د برسیره پوړونو څخه دومره بارونه عمل وکړي چې په پایله کې یې وارده فشار او تشنجات د کانکریټو او سیخګول د نهايی مقاومت څخه زیات شي نو د پایې د شکست او تخریب سبب ګرځي.
4- د سیخګول مقدار او موقعیت (Reinforcement and its location): که چیرې د پایې په مقطع باندې تحمیل شوي بارونه په داسې ډول سره عمل وکړي چې د پایې د مرکز څخه فاصله ولری یعنې عن المرکزیت ولري نو پدغه صورت کې د پایې مقطع په دوه حالته یعنې کششی او فشاري حالت کې واقع کیږي او که په کششي ناحیه کې په کافي اندازه سره سیخ موجود نه وي نو په پایه کې د درزونو د رامنځته کیدو او بالاخره د پایې د شکست سبب ګرځي
5- د سیخانو زنګ وهل (Corrosion): که چیرې سیخان زنګ استعمال شوي وي او یا هم سیخان منظم کانکریټي پوښښ ونلري نو پدې صورت کې د پایې سیخان د آزادې هواسره په تماس کې کیږی او د سیخانو د زنګ کیدو او بالاخره د کمزوري کیدو باعث ګرځي
6- القلي یا تیزابي محیط (Acidic or alkhaly environment ): که چیرې پایه د تیزابی یا قلوي محیط یا چاپیریال سره په اړیکه کې وي نو دغه تیزابی او قلوي محیط د پایې په موادو لکه کانکریټ او سیخ باندې بده اغیزه کوي او د وخت په تیریدو سره کمزوري او خپله توانايي او مقاومت د لاسه ورکوي
7- ګژدمک (Stirrupps): که چیرې پایه کافي ګژدمک ونلري نو بیا هم د پایې د تخریب سبب کیدای شي
8- د قالبونو لرې کول (Removal of Shuttering): که چیرې د پایې څځه قالبونه د اړین وخت څخه مخکې لرې کړل شي نو پدې صورت کې هم د پایې د کمزوري کیدو سبب ګرځي
9- اوبه ورکونه (Curing): که چیرې د پایې تازه کانکریټو ته تر ټاکلې مودې پورې اوبه ورنکړل شي بیا هم د کانکریټو په ظرفیت باندې فوق العاده تاثیر لري
10- د پورته پوړونو چټک جوړول (Quick construction): که چیرې د تازه جوړې شوې پایې په سره باندې مخکې لدې څخه چې پایه خپل اړین مقاومت ترلاسه نور منزلونه جوړ کړل شي نو په اړونده پایه باندې د وارده بارونو مقدار زیاتیږي او پدې صورت کې د پایې په کانکریټو کې د کوچنیو درزونو د رامنځته کیدو باعث ګرځي .
11- مهارت (Workmanship): که چیرې اړوه ماهر او غیر ماهر کار په سمه او تخنیکی توګه سره تر سره نکړي د پایې د شکست سبب کیدای شي
12- نور هم یو لړ داسې عوامل شته چې د پایې د ناتوانه کیدو سبب ګرځي
اخري پایله : د پورته معلوماتو څخه په روښانه ډول څرګندیږي چې د پایې د شکست او کمزوری اصلي علتونه د نادرست ډیزاین او په اړین ډول سره د وداني نه پلي کیدل او تطبیق څخه عبارت دي
کاپي

10/12/2024

په انجینري کې د اهتزاز (Vibration) اهمیت ډېر زیات دی، ځکه چې دا د ماشینونو، جوړښتونو، او نورو سیسټمونو فعالیت او خوندیتوب باندې مستقیم اغېز لري. د اهتزاز په اړه پوهه د ډیزاین، تحلیل، او ساتنې په برخو کې اساسي رول لري. لاندې د اهتزاز اهمیت په ځینو مهمو برخو کې توضیح شوی دی:

1. د جوړښتونو خوندیتوب

اهتزاز د جوړښتونو لکه پلونو، ودانیو، او برجونو لپاره جدي ستونزې رامنځته کولی شي. که چیرې د جوړښت طبیعي فریکونسۍ (Natural Frequency) د بهرني تحریک فریکونسۍ سره سمون وخوري، ریزونانس (Resonance) پېښیږي، چې د جوړښت د سقوط یا جدي زیان لامل ګرځېدلای شي. د مثال په توګه، د ټاکوما ناروز پل د ریزونانس له امله ویجاړ شو.

2. د ماشینونو او تجهیزاتو فعالیت

په ماشینونو کې اهتزاز د غیر متوازن برخو، ناسم نصب، یا خرابۍ له امله رامنځته کېږي. د دې اهتزاز کنټرول د ماشین د اوږدمهاله فعالیت او موثریت لپاره اړین دی. اهتزاز د خرابیو نښې هم وړاندې کوي، چې د ماشینونو د ساتنې لپاره کارول کېدای شي (Condition Monitoring).

3. د انرژی موثریت

اهتزاز کولای شي د انرژۍ ضیاع سبب شي، ځکه چې اضافي حرکت د اړتیا وړ انرژۍ مصرف زیاتوي. د اهتزاز تحلیل په مرسته، انجنیران د ماشینونو او سیسټمونو ډیزاین ښه کولی شي څو د انرژۍ مصرف راکم کړي.

4. د راحت او چاپیریال اغېز

اهتزاز د انسانانو لپاره د ناراحتۍ او زیان سبب ګرځېدلای شي، په ځانګړې توګه د ترانسپورټ او ودانیو په ډیزاین کې. انجنیران هڅه کوي د اهتزاز اغېزې کمې کړي ترڅو خلک له چاپېریاله راحت ترلاسه کړي.

5. د اهتزاز تحلیل او کنټرول

د اهتزاز د تحلیل لپاره بیلابیل میتودونه کارول کېږي، لکه:

Free Vibration: کله چې سیسټم یوازې خپل طبیعي حرکت ترسره کوي.

Forced Vibration: کله چې بهرنی ځواک په سیسټم اغېز کوي.

Damping: د اهتزاز کنټرول لپاره د انرژۍ ضایع کېدل.

د اهتزاز اهمیت په نورو برخو کې:

په هوافضا انجینري کې: د الوتکو، سپوږمکۍ او راکټونو د خوندیتوب لپاره.

په اتومات انجینري کې: د موټرو او ټرانسپورټي وسایلو لپاره.

په تولیدي ماشینونو کې: د دقیقو پایلو ترلاسه کولو لپاره.

په پای کې، د اهتزاز تحلیل او کنټرول په انجینري کې د هوسا، اغېزمن، او خوندیتوب ډاډ ترلاسه کولو لپاره یو اساسي مهارت دی.

Eng:Rafiullah adil

04/12/2024

لیول ماشین (Level Machine) د سروې کولو او د ځمکې د سطحې د برابرولو لپاره کاریدونکی وسیله ده چې د ودانیزو او ساختماني چارو کې په پراخه کچه کارول کیږي. دا ماشینونه په عام ډول د دې لپاره کارول کیږي چې د ځمکې سطحه برابر کړي یا یې سمه اندازه معلومه کړي. دلته د لیول ماشین په اړه ځینې مهم معلومات دي:

1. د لیول ماشین ډولونه:

ډمپر لیول (Dumpy Level): یو ساده او قوي ډیزاین لري او د ثابتو سروې کولو لپاره کارول کیږي.

آټو لیول (Auto Level): په اوتومات ډول ځان تنظیموي، دقیقې پایلې ورکوي، او د کارولو لپاره ساده دی.

ډیجیټل لیول (Digital Level): پرمختللی نسخه چې دقیق اندازه په ډیجیټل ډول ښیي او ډیټا ثبتوي.

لیزر لیول (Laser Level): د لیزر وړانګو په مرسته د سطحې یا ارتفاع اندازه کول ساده کوي.

2. د کارولو تخنیکونه:

لیول ماشین د ټریپایډ (Tripod) په مرسته ثابتیږي.

د لیول ټیوب (Level Tube) په مرسته د ماشین توازن چک کیږي.

د دید لرې کولو لپاره د سټیف (Staff) یا راډ کارول کیږي.

3. کارونې:

د سړکونو، پلونو، او ودانیو جوړولو لپاره د ځمکې ارتفاع اندازه کول.

د اوبو د شبکو یا کانالونو لپاره د مایعاتو جریان معلومول.

د زراعتي ځمکو د سطحې برابرول.

4. ګټې:

دقیقې پایلې ورکوي.

د ودانیزو چارو لپاره د وخت او لګښت کموي.

د اوږدې مودې لپاره دوامداره دی.

5. احتیاطي تدابیر:

لیول ماشین باید په نرم ځمکه یا ټریپایډ کې سم نصب شي.

د باد یا شاک څخه باید وساتل شي ترڅو اندازه دقیقې وي.

د کارولو وروسته پاکوالی او ساتنه یې مهمه ده.

که غواړې د مشخص لیول ماشین په اړه جزییات پوه شې، ما ته وایه چې کوم ډول یا برانډ غواړې معلومات پرې ترلاسه کړې.

30/11/2024

د برق انجینرۍ اړوند لنډې پوښتنې او ځوابونه
1. د جریان له اړخه ټول مواد په څو ډوله دي، نومونه یې ذکر کړئ؟
د جریان له اړخه مواد په درې ډوله دي، هادي،نیمه هادي او عایق مواد
2. ساده او مرکب مواد تعریف کړئ؟
ساده مواد: چې له یو اتوم څخه جوړ شوي وي، لکه هایدروجن،اکسیجن او وغیره
مرکب مواد: هغه مواد دي چې له دوو او یا له دوو څخه د ډیرو اتومونو څخه جوړ شوي وي، لکه اوبه
3. مالیکول،اتوم،پروتون او نیوترون، او الکترون یو له بله سره څه اړیکه لري؟
د مادې کوچنۍ ذرې ته مالیکول وايي، د مالیکول کوچنۍ ذرې ته اتوم وایي،اتوم هم له اجزاءوو څخه تشکیل شوی چې پروتون او نیوترون نومیږي، چې پروتون مثبت او نیوترون چارچ نلري او د مدارونو په په مخ ذرې د الکترون په نوم چې د منفي چارچ لرونکي دي موقعیت لري
4. د برقي چارچ واحدات کوم دي؟
الکترون او پروتون
4. ولې هر اتوم په عادي حالت کې خنثی(بې چارچه) وي؟
د پروتونو او الکترونونو د شمیر د برابروالي له امله
5. ساکنه بریښنا(ستاتیک بریښنا) کومې بریښنا ته ویل کیږي؟
که دوه میلې چې یوه یې رابري او بله یې ښیښه اي د وریښمینې ټوټې پواسطه ومږو ښیښه یي میله د الکترون د کموالي له اثره مثبت چارچ او رابري میله د الکترون د زیاتوالي له امله منفي چارچ پیداکوي، که ددې دوو میلو تر منځ سیم وصل شي نو دالکترونو د جریان او تعادل امکان وجود نلري، یا په بل عبارت د الکترونو حرکت صورت نه نیسي او برق په دواړو میلو کې د تجربې لپاره ثابت پاتې کیږي او جریان نه کوي، دا ډول بریښنا د ساکنې بریښنا په نوم یادیږي
6. مستقیمه بریښنا کومې بریښنا ته وایي؟
هغه بریښنا چې په هغه کې الکترونونه حرکت کوي او له سیم څخه تیریږي، یا هم هغه بريښنا ده چې د الکترونونو د حرکت جهت یې یوه طرفه او ثابت وي.
7. متناوب جریان(Alternating Current) کوم جریان ته ویل کیږي؟
هغه جریان ته ویل کیږي، چې امپلیتود یې نظر زمان ته تغیر کوي.
8. د یوې برقي دورې اجزاوې کومې دي؟
د ولتاژ منبع، د رابطې سیمان او د ولټاژ مصرف کوونکي.
9. کوم درې واحدات د هرې برقي دورې برخې ګڼل کیږي؟
ولتاژ،جریان او مقاومت
د جریان د شدت واحد کوم دی؟
د جریان د شدت واحد آمپیر دی، او دا هغه مقدار جریان دی، چې د سپین زر د نایټریټ د محلول څخه په یوه ثانیه کې 11800.1 ملي ګرام رسوب وکړي او هم باید ووایو چې یو کیلو امپیر(1kAm) مساوي دی له 1000Am سره او هم یو میو (u) امپیر مساوي دی له 1000000Am یو میلیون امپیره سره.
10. د برقي مقاومت واحد څه شی دی؟
دا واحد اوم(Ohm) دی، او دا هغه مقدار مقاومت دی چې یوه سیمابي میله د 0.1mm2 پنډوالی لرونکې د حرارت په صفر درجه کې 106.3cm اوږوالی ولري
11. ولټاژ تعریف کړئ؟
د هغه مقدار کار څخه عبارت دی چې د یو عنصر له یو انجام څخه بل انجام ته یو کولمب چارچ انتقالوي.
12. د ولټاژ واحد څه شی دی؟
د ولټاژ واحد ولټ(Volt) دی. او د هغه مقدار څخه عبارت دی چې له یوه سیم څخه د یو اوم مقاومت سره د یو امپیر په شدت سره جریان تیرکړي.
13. د نورم لمخې هغه ولټاژونه ذکر کړئ، کوم چې د مستقیم برق لپاره پکار وړل کیږي؟
هغه ولټاژونه چې د مستقیم برق لپاره پکار وړل کیږي عبارت دي له:
2 , 4 , 6 , 12 , 24 , 40 , 80 , 110 , 220 , 440 , 600 , 750 , 1500 , 3000 Volt
هغه ولټاژونه چې د متناوب برق لپاره پکار وړل کیږي کوم دي؟
125, 220, 380, 500 Volt
14. د متناوبې بریښنا سټنډرډ ولټاژونه کوم دي؟
ټیټ ولټاژونه(Low Voltage) چې عبارت دي له: 36v , 110v , 127v , 220v 380v
متوسط ولټاژ(Medium Voltage) چې عبارت دي له: 3kv , 6kv , 10kv , 11kv , 15kv 20kv , 35kv
لوړ ولټاژ(High Voltage) چې عبارت دي له: 35kv , 240kv
زیات لوړ ولتاژ(Extra High Voltage) چې عبارت دي له: 270kv , 670kv
فوق العاده لوړ ولتاژ(Ultra high Voltage) چې عبارت دي له: 670kv , 1100kv
15. د مقاومت(R)، ولتاژ(Voltage) او جریان(I) تر منځ رابطه ذکر کړئ؟
I = V/R
په پورته رابطه کې مقاومت د جریان سره معکوسه خو ولټیژ د جریان سره مستقیمه رابطه لري.
16. د سیم برقي مقاومت په کومو فکټورنو پورې اړه لري؟
د سیم برقي مقاومت د سیم په طول، د مقطع مساحت او مخصوصه مقاومت پورې اړه لري.
17. د مخصوصه مقاومت په نظر کې نیولو سره د یو سیم مقاومت د کومې رابطې څخه په لاس راځي؟

په پورته رابطه کې لیدل کیږي چې د یو سیم مقاومت د سیم د طول د مخصوصه مقاومت او د مقطع د مساحت پورې مربوط دی.
18. د یو سیم د هدایت قابلیت د کومې رابطې څخه په لاس راځي؟
د هدایت قابلیت د یوناني توري (کیا) سره ښودل کیږي نو لرو چې

لیدل کیږي چې د یو سیم د هدایت قابلیت د سیم د مخصوصه مقاومت د معکوس څخه عبارت دی.
19. د یو سیم د هدایت مقدار واضح کړئ؟
لکه څرنګه چې د یو سیم د هدایت قابلیت د مخصوصه مقاومت د معکوس کولو څخه لاسته راځي نو په همدې ترتیب د هدایت مقدار د سیم د مقاومت د معکوس څخه لاسته راوړو یعنې:-

Want your business to be the top-listed Government Service in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address

Jalalabad