NHLP / East

NHLP / East

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from NHLP / East, Government Organization, Nangarhar, Jalalabad.

National Horticulture and Livestock project (NHLP-MAIL)
NHLP is working in 34 provinces of the country with aim to strengthen the life standard of the farming community by providing various services
In Horticulture and Livestock.

18/08/2024

د خپلواکی ۱۰۵ کلیزه دي ټولو هیوادوالو ته مبارک وي.

Photos from NHLP / East's post 25/11/2019

په افغانستان کې د کبانو د سکتور ورکشاپ پیل شو.

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د NHLP برنامې له لوري ۵۰ تنو د کبانو فارم لرونکو ته د کبانو د روزنې په تړاو څلور ورځینی ورکشاپ پیل شو .

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست ریس ډاکټر ضمیر بهسودي د NHLP له برنامې مننه وکړه او خوښي يې څرګنده کړه چې په دغه اړینه موضوع یې فارم لرونکو ته روزنیز ورکشاپ دایر کړی دی.

د یادونې وړ ده چې ددغه څلورو ورځو په جریان کې به د ځانګړو ټرینرانو له لوري په دغه موضوع هر اړخیز بحثونه ترسره شي.copy

Photos from NHLP / East's post 19/10/2019

د باغدارۍ او مالداۍی ملی پروژی (NHLP) په مالی لګښت د هیواد په ۳۴ ولایتونو کی د څارویو د بروسلوزس ناروغی د کنټرول په موخه د واکسینو پراخ ملی کمپاین په تړاو دشرقی زون د باغداری او مالداری ملی پروژی NHLP)) د مالداري څانګی او د کرنی ریاست د څارویو د روغتیا عمومی امریت د ګډو هڅو او تخنیکی همکاریو په نتیجه کی د تیرو کلونو(۲۰۱۳ ، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ )(۲۰۱۸) په څیر سږ کال ( ۲۰۱۹ ) کی هم ددی مرض د مخنیوی دپاره واکسین توزیع شول .Brucellosis یو ساری ناروغی ده چی حیواناتو اوانسانانو ترمنځ شریکه او وژونکی ده.
د ختیځ زون (ننګرهار ، کنړ ، لغمان ،) د وترنری ساحوی کارکونکو ته د شپږم پړاو لپاره د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر میاشتی په ۱۵ نیټه د (NHLP) په مالی لګښت او د د نوموړو ولایتونو د کرنی ریاست د څارویو روغتیا عمومی امریتونو په تخنیکی همکاری واکسین توزیع شول.
د واکسینو د توزیع په خاطر د ذکر شویو ولایتونو د وترنري ټول ساحوی کلینکونو مسولین چی شمیر یی ۴۸ تنو وو د (NHLP) شرق زون دفتر ته راوبلل شول .غونډه د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه وروسته د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژی د شرقی زون مسول ، قدرمن سیرت صیب د ننګرهار ولایت او د کرنی اوبو لګولو او مالداری ریاست قدرمن ریس صیب الحاج سمیع الله نصرت صیب وینا وی وکړی او د واکسینونو په اهمیت ئی رڼا واچوله او ساحوی کلینوکونو مسولین یی د واکسینو د شفاف او ښه توګه تطبیق ته متوجه کړل.
د غونډی په پای کی د ننګرهار ولایت او د د کرنی ، اوبو لګونی او مالداری رئیس په مټ د واکسینو ، د واکسینو کیټونه ، محا فظوی لباس اړونده لوازم لکه د واکسینو بکس ، حفاظتی سامان الات او د واکسینو د تطبیق مکمل وسایلو توزیع شپږم پړاو دحیوان ته دواکسین په تطبق کولو رسماٌ پرانستل شو او او د ختیڅ زون ټولو ولسوالیو ته د بروسلوزس واکسین توزیع شول .
باید ذکرشی چی د شرقی زون اړونده ننګرهارولایت د ۲۳ ولسوالیو د مرکز په شمول ۲۶ کلینکونو۱۵۳۸۱۶وریو اوسیرلیو ډوزه ( Rev1) ، ۲۸۹۰۰ ډوزه خوسکیو ( S19 )، کنړ ولایت ۱۲ ولسوالیو ته ۷۰۷۵۲ ډوزه وریو اوسیرلیو ( Rev1 ) او ۲۹۴۲۴ S19، لغمان ولایت ۶ ولسوالیو ته ۴۲۲۰۰ ډوزه Rev1 او ۷۵۰۰ S19 ډوله واکسین چی ټول ډوزه کیږی توزیع شول.یادوانی وړه ده چی نوموړی واکیسن ګرانو مالدارانو ته مفت یا رایګان تطبق کیږی.

Photos from NHLP / East's post 26/09/2019

ددهاقينو ساحوى ښوونځى په روداتو ولسوالى کى تر سره شو.
په نوموړى ساحوى ښوونځى چى د شلو څخه ډيرو دهاقينو ونډه اخيستي وه لمړى په انتخاب شوى موضوع چى د کمپوسټ تر عنوان لاندى وه د کمپوست په جوړيدو او ورسره ديادى موضوع مربوط هر اړخيز بحث وشو.
وروسته بيا ګډونوالو AESA تر سره کړه اوپه موجوده مشکلاتو چى په باغ کى وو په تفصيلى ډول د مشکلاتو د حل په موخه بحث وشو.

24/09/2019

د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې د ۱۴ ميليونه او پنځه سوه زره افغانيو په لګښت د پيازو ساتنې په موخه د ۶۶ معيارى خونو د بنسټ ډبره کيښودل شوه.

Photos from NHLP / East's post 24/09/2019

د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې د ۱۴ ميليونه او پنځه سوه زره افغانيو په لګښت د پيازو ساتنې په موخه د ۶۶ معيارى خونو د جوړولو لړۍ پيل شوه.
د ختيځ زون د باغدارۍ اومالدارۍ ملۍ پروژى مسٶل رحمت ګل سيرت د ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند، چې د کرنې رئيس سميع الله نصرت او يو شمېر نورو يې ملتيا کوله د ګوشتې ولسوالۍ په ګډون په شپږو ولسواليو کې د څوارلس ميليونه او پنځه سوه زره افغانيو په مالي لګښت د پيازو ساتنې د شپږ شپيتو معيارى خونو د جوړولو چارې پيل کړې.
د يادى پروژى مسٶل وويل، چې په ګوشتې ولسوالۍ کې يې د پيازو ساتنې په موخه د درويشتو معيارى خونو د بنسټ ډبره کېښوده، چې په نوموړو ساتنځايونو کى ۲۵۳ مټريک ټنه پياز په معيارى ډول وساتل شى
نوموړي همداراز وويل، چې د دې ولايت په پنځو نورو ولسواليو کې به دري څلويښت د پيازو معيارى ساتنځاونه (خونې)چې جمله ۶۶ کيږي او پرې څوارلس ميليونه او پنځه سوه زره افغانۍ لګښت راځي جوړې شي.
چى د يادو خونو په جوړيدو سره به هغه پياز چى په ډيره ټيټه بيه ګاونډيو هېوادونو ته وړل کيدل په خپل هيواد کى به ساتل او په مناسبه بيه به هيوادوالو ته
عرضه کيږى .

Photos from NHLP / East's post 12/09/2019

په ختيځ زون کې يو ورځنی روزنيز ټريننګ په لاره واچول شو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه ( ) د باغدارۍ سيمه اييزو کارکوونکو لپاره ، د چيلې( trellising SystemIstallation) دنصب تر عنوان لاندى يو ورځنى عملى ټر يننګ د بهسود دبزګرانود ښوونيز مرکز(FLRC) کى په لاره واچول شو په نوموړى عملى کار کى د ولاياتو ساحوى کارمندانو او د FLRC مسٶلينو برخه اخيستى وه.

Photos from NHLP / East's post 08/09/2019

کونړ کې د کبانو د روزنې يوه لويه پروژه پيل شوه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې( ) له خوا په کونړ ولایت کې د کبانو د فارمونو جوړول او د کبانو د بچیو د تولید د يوه مرکز چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما پیل شوې.
د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې ( ) له خوا د کبانو د بچیو د تولید مرکز یا Fish Hatchery او د کبانو د تولیدي ډنډونو پروژه ۲۲.۴ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې (LEADO) له خوا به په ۱۸ میاشتو کې بشپړه شي.
د کبانو د بچیو د تولید مرکز په کال کې ۲.۲ میلونو د کبانو د بچیو د تولید ظرفیت لري، چې پر کونړ ولایت سربېره نورو ولایاتو ته هم د کبانو بچي ورکولای شي.
ددی ترڅنګ به شل د کبانو د روزنې ډنډونه جوړ شي چې د هر يوه مساحت یو جریب دی او هر يو به په کار کې څلوېښت ټنه د کبانو غوښې تولیدوي.
د کبانو یاد فارمونه او د بچیو د تولید مرکز به د کبانو صنعت ته پراختیا ورکړي او له ور سره به په کور دننه د کبانو د غوښو تولید لوړ او په تدریجي ډول به په دې برخه کې هېواد پر ځان بسيا کړي.
د کبانو دغه پروژه به خلکو ته دايمي کاري فرصتونه هم پيدا کړي.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال ددې پروژې په اړه خوښي وښودله او یادونه یې وکړه چې دا پروژه به کونړ ته له اقتصادي اړخه ډېره ګټوره تمامه شي.

Photos from NHLP / East's post 04/09/2019

نيټه 3/9/2018
د باغدارۍ او مالدارۍ ملى پروژى ختيځ زون په ابتکار په مهمندرې ولسوالى کى د لښکرى چينجيو د کنټرول په
موخه5750ccNPV(Nuclear polyhedrosis virus
په مستحيقينو توضيع او د استعمال او ګټو په موخه يي دهاقينو ته عامه پوهاوى ورکړل شو.
Distribution Of 5750cc Of NPV virus for the Control Of army worm On the Beneficiaries Of Mohmandara District.

Photos from NHLP / East's post 27/08/2019

په ختيځ زون کې يو ورځنی ټريننګ داير شو!
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې ( ) د باغدارى سيمه ييزو کارکوونکو لپاره ، د نباتى امراضو او افاتو هر اړخيز کنټرول تر عنوان لاندى يو ورځنى ټرا يننګ داير کړ، کوم چىي د موسم سره سم د ډيرو امراضو د هر اړخيز کنترول اړوند ډير موضوعات تربحث لاندى ونيول شول چى په تطبيق سره به يى ترډيره د اړوند مشکلاتو څخه د مخنيوى ترڅنګ دمحيط د خطراتو د کموالى باعث وګرځى، هيره دى نه وى چى په ياد ټريننګ کى 23 کسانو برخه اخيستى وه ،په درنښت

Photos from NHLP / East's post 26/08/2019

په ختيځ زون کى دوه ورځينى د هندوانې، الوبخارا او مڼو د مربع او روميانو څخه د روب او کیچپ جوړولو په موخه ټریننګ پیل شو.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د NHLP ملي برنامې له لوري د ختیځ زون ۲۹ تنو ښځینو ته چى پکى د ترویج کارمندانې د پروسس کارکونکې، او د کورني اقتصاد مدیرانې) شاملې دي د هندوانې، الوبخارا او مڼو د مربع او روميانو څخه د روب او کیچپ جوړولو په موخه دوه ورځینی نظرى اوعملى ټراينګ جوړ شو
په ختیځ زون کې د NHLP ملي برنامې مسٶل رحمت ګل سیرت زياته کړه چى د ختیځ زون په کچه یې هغه میرمنو ته چې د کورنیو باغچو جوړولو پر مهال یې په اړونده چارو کې له ځانه وړتیا ښودلې په امتیازي شکل د سبو او میوو د پروسس د وسایلو مرسته کړې وه چې اوس یادو ښځینوو ته به ددې ټرایننګ له لارې د مربع او روب جوړولو طریقې په عملي او نظريي ډول لارښوونه وشي، تر څو ددې لارې ښځینه په کور دننه کارو بار ( تجارت) جوړ چې له یوې خوا به غذا تامین او له بلې خوا به کورنی اقتصاد پیاوړی شي.

11/08/2019

درنو هیوادوالو اختر مو مبارک شه!
EID MUBARAK
عيد تان مبارک باد.

Want your business to be the top-listed Government Service in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Nangarhar
Jalalabad
0093