Islam & Health

Islam & Health

Share

زمونز لمړي مقصد خپل مقدس دين ته خدمت کول دي
هيله ده چي دا صفحه لايک او خپل نور ملګري مو ورته راوبولي د الله درضا پخاطر . مننه

13/04/2021

د روژې فقهي مسائل (۱)
ځواب: عبدالغفارت جُبیر

ایا په ستن (انجکشن) لګولوسره روژه ماتیږي که یا؟
۱۷۰ سوال: ایا په ستن (انجکشن) لګولوسره روژه ماتیږي که یا؟
په شریعت محمدی صلی الله علیه وسلم کي په هرهغه شی باندي روژه ماتیږی چی په مستقیم ډول سره و دماغ او یا هم و ګیډی ته داخل سي، که په غیر مستقیم ډول سره یو شی داخل سي په هغه سره روژه نه ماتیږي لکه غسل کول، په لمبیدلو سره هم هغه اوبه چي د پوستکي د کوچنیو مساماتو څخه و بدن ته داخلیږي او انسان خونک کیږی او تنده یی په ماتیږی په دې ټولو سره روژه نه ماتیږي داځکه چی داپه غیرمستقیم ډول د اوبو داخلېدل دی و بدن ته.
په دې باندي دعالم اسلام ټول علماء کرام په یوه خوله سره دي چی په ستن سره روژه نه ماتیږي داځکه چی که په رګ کي ولګول شي او یاهم په غوښه کي نو دارو درمل و رګونو ته ځی او په غیر مستقیم ډول سره و دماغ او ګیډې ته ځي،په دې هکله تر ټولو زیاته څېړنه مفتی اعظم مفتی محمد شفیع رحمة الله علیه کړې ده د اسلام او نوي ساینسي څېړنوپه رڼا کي، له ده سره د هندوستان، الازهرشریف، سعودی عربستان او د نړۍ ټول علماء کرام په یوه خوله دي.، علماء کرامو د ستنې لګول پر دې باندي قیاس کړېده لکه په شریعت کي چي یو څوک لړم ووهي روژه نه په ماتیږي په همدې ترتیب سره په ستنې لګولو باندي که هغه دغوښی ستن وي(I.M) او یاهم د(I.V)رګ وی په دې ټولوباندي روژه نه ماتیږي.
(کما فی الهندیه: و ما یدخل من مسام البدن من ا لدهن لایفطر ، هکذا فی شرح المجمعږ هندیه: ج۱ ص ۲۰۳ – رشیدیه کوئټه، وهکذا فی رد المحتار: (او ادهن او اکتحل او احتجم) ( وان وجد طعمه فی حلقه) ای طعم الکحل او الدهن کما فی السراج و کذا لو بزق فوجد لونه فی الاصح ، بحر قال فی النهر لان الموجود فی حلقه اثر داخل من المسام الذی هو خلل البدن والفطر انما هو هو الداخل من المنافذ (لم یفطر) رد المحتار: ج۳ ص ۴۱۲/ مطبعه رشیدیه، هکذا فی منهاج السنن شرح جامع السنن اعلم انه لیس بین العین و بین الدماغ و الحلق منفذ والدمع یخرج الی العین بطریق الترشح من المسامات کالعرق، والمفطر یخرج الی العین بطریق الترشح من المسامات کما صرح به فی البحر و شرح المجمع وغیره. ولذا لا یفطر الادهان والغسل و هذا یدل علی ان الدواء الداخل فی الباطن بتوسط الحقن والابرة لایفطر سوآء کان ادخلت الابرة فی اللحم اوالعرق لان هذا الدواء و ان وصل الی اللحم والعرق بالمنفذ لکنه یدخل الباطن بوساطة المسامات دون المنافذ لعدم المنفذ ... منهاج السنن شرح جامع السنن: ج۲ ص ۲۰ مطبعه حقانیه بیشاور)
دا مسئله تاسی په لاندنیو فتاواو کي هم کتلای هم شئ:
۱- امدادالفتاوی ټوک ۲ پاڼه ۱۷۶
لیکوال: حکيم الامت حضرت مولانااشرف علی تهانوی رحمة الله علیه
۲- درس ترمذی ټوک ۲ پاڼه ۶۲۷
لیکوال: مفتی محمدتقی عثمانی صاحب
۳ – فتاوی دارالعلوم زکریا ټوک ۳ پاڼه ۲۹۲ حضرت مولانا مفتی رضاء الحق صاحب، جنوبی افریقا/ زمزم پبلشرز کراچی / ۲۰۰۷
لیکوال: مفتی رضاء الحق صاحب
۴ – جامع الفتاوی پاڼه ۴۱۴ / حضرت مولانا مفتی مهربان علی صاحب/ اداره تألیفات اشرفیه ملتان/ ۱۴۲۹ هق
۵ – فتاوی مفتی محمود ټوک ۳ پاڼه ۴۸۹/ فقیه ملت مفکر اسلام مولنا مفتی محمود / جمعیة پیلیکیشنز لاهور/ ۲۰۱۰
۶ – کتاب الفتاوی ټوک ۴ پاڼه ۳۹۰/ لیکوال: مولانا خالد سیف الله خالد/ زمزم پبلشرز کراچی / ۲۰۰۷
۷ – کفایت المفتی ټوک ۴ پاڼه ۲۵۴/ لیکوال مسک الهند مفتی اعظم محمد کفایت الله دهلوی رحمة الله علیه/ دار الاشاعت کراچی/ ۲۰۰۱
۸ – فتاوی فریدیه ټوک ۴ پاڼه ۱۲۹ محدث کبیر مفتی اعظم مفتی محمد فرید صاحب/ دارالعلوم صدیقیه زروبی ضلع صوابی/ ۲۰۰۷
لیکوال: مفتی فریدصاحب
۹ – احسن الفتاوی ټوک ۴ پاڼه ۴۳۲ / فقیه العصر مفتی اعظم مفتی رشید احمد صاحب/ ایچ ایم سعید/ ۱۴۲۵ هق
۱۰ – خیرالفتاوی ټوک ۵ پاڼه ۷۵
لیکوال: مولانامفتی خیرمحمدصاحب
۱۱ – فتاوی دارالعلوم دیوبند ټوک ۶ پاڼه ۲۵۹/ مفتی اعظم عارف بالله حضرت مولانا مفتی عزیز الرحمن عثمانی/ دارالاشاعت کراچی/ ۲۰۰۲
۱۲ – فتاوی رحیمیه ټوک ۷ پاڼه ۲۶۴/ حضرت مولانا حافظ قاری مفتی سید عبدالرحیم صاحب لاجپوری/ دارالاشاعت کراچی/ ۲۰۰۹
۱۳ – جواهرالفقه ټوک ۷ پاڼه ۴۴۲
لیکوال: مفتی اعظم پاکستان مفتی محمدشفیع رحمة الله علیه
۱۴ – فتاوی محمودیه ټوک ۱۰ پاڼه ۱۴۷ / فقیه الامت حضرت مولانا مفتی محمود حسن ګنګوهی رحمة الله علیه / دارالافتاء جامعه فاروقیه کراچی)
د عربو دعلماء فتوا د ستنې لګولو په هکله:
د عربو د علماء کرامو فتواوي چي انجکشن (ستن) روژه نه ماتوي.
د سعودي مفتی اعظم الشیخ صالح العثیمین پخپل کتاب کي لیکي:
وعلى هذا فالإبر في العضلات، أو في العرق لا تفطر حتى لو أحس بطعمها في حلقه
مجموع فتاوى و رسائل الشيخ محمد صالح العثيمين المجلد التاسع عشر - كتاب مفسدات الصيام.
وسئل الشيخ ابن عثيمين في فتاوى الصيام (ص۲۲۰) عن حكم حقن الإبر في العضل أو الوريد أو الورك ؟
فأجاب :
حقن الإبر في الوريد والعضل والورك ليس به بأس ، ولا يفطر به الصائم ، لأن هذا ليس من المفطرات ، وليس بمعنى المفطرات ، فهو ليس بأكل ولا شرب ، ولا بمعنى الأكل والشرب ، وقد سبق لنا بيان أن ذلك لا يؤثر ، وإنما المؤثر حقن المريض بما يغني عن الأكل والشرب اهـ .
د مصر د علماء کرامو فتوا:
وأوضحت الفتوي أن شرط نقض الصوم أن يصل الداخل إلي الجوف من منفذ طبعي مفتوح ظاهرا حسا: والمادة التي يحقن بها لا تصل إلي الجوف أصلا, ولا تدخل من منفذ طبعي مفتوح ظاهرا حسا, فوصولها إلي الجسم من طريق المسام لا ينقض الصوم.
مؤسسة الاهرام- مصر
د الازهر شریف علماء کرام لیکي:
إن كان القصد من الحقن التداوي فإن الصائم لا يفطر بها في أظهر أقوال أهل العلم
يقول فضيلة الشيخ عطية صقر رئيس لجنة الفتوى الأسبق بالأزهر ـ رحمه الله ـ في كتابه أحسن الكلام في الفتوى والأحكام:
قال العلماء: حُقنة الشّرج مُفطرة لدخولها إلى الجوف من منفذٍ مفتوح واشترط مالك أنْ تصلَ إلى المعِدة أو الأمعاء، فإن لم تَصل فلا يبطُل بها الصّيام.
د عالم اسلام د علماء مشر علامه یوسف قرضاوي لیکي:
الشيخ القرضاوى يميل إلى الرأي الثاني الذي يقول أصحابه بأن الإبر المغذية لا تفطر ، فيقول:
هناك نوع من الإبر يصل بالغذاء مصفى إلى الجسم، كإبر الجلوكوز فهي تصل بالغذاء إلى الدم مباشرة، فهذه قد اختلف فيها علماء العصر، حيث أن السلف لم يعرفوا هذه الأنواع من العلاجات والأدوية، ولم يرد عن النبي – صلى الله عليه وسلم – ولا عن الصحابة ولا عن التابعين ولا عن العصور الأولى شيء في هذا الأمر، فهذا أمر مستحدث ؛
الشیخ دکتور محمد بن عبدالغفار الشریف لیکي:
الإبرة إذا كانت في العضل أو في الوريد أو في جدار البطن ولم تصل إلى الجهاز الهضمي مباشرة فإنها لا تفطر الصائم، أما إذا وصلت إلى الجهاز الهضمي مباشرة فإنها مفطرة إذا كانت أثناء النهار.
نور عرب علماء کرام لیکي:
أما إذا كانت للتداوي لا للتغذية فالأظهر أنها لاتفسد الصيام ، لأنها لاتخل بقصد الشارع ، ولاينطبق عليها حد مايفطر به الصائم . والله أعلم .
رقم الفتوی: ۸۵۷مرکز الفتوی
شیخ ابن باز رحمة الله علیه لیکي:
سئل الشيخ ابن باز (۱۵/۲۵۷) عن حكم من حقن حقنة في الوريد والعضل أثناء النهار بشهر رمضان وهو صائم وأكمل صومه ، هل فسد صومه ووجب قضاؤه أم لا ؟
فأجاب :
صومه صحيح ؛ لأن الحقنة في الوريد ليست من جنس الأكل والشرب ، وهكذا الحقنة في العضل من باب أولى ، لكن لو قضى من باب الاحتياط كان أحسن .
د عربو نړیوال علمي مرکز اللجنة الدائمة لیکي:
وسئلت اللجنة الدائمة (۱۰/۲۵۲) عن حكم التداوي بالحقن في نهار رمضان سواء كانت للتغذية أم التداوي ؟
فأجابت : يجوز التداوي بالحقن في العضل والوريد للصائم في نهار رمضان
نور بیا...

09/02/2021

د بټ کوين په هکله د دارالعلوم ديوبند فتوا

سوال

زه د بټ کوين تجارت کوم، آيا دا جأيز ده؟ ما په بټ کوين کې خپلي پيسي لګولوي دي، آيا شريعت ما ته د دي اجازت راکوي او که نه؟

جواب شميره: ۱۵۵۰۶۸

بسم الله الرحمن الرحيم

د فتوا شميره: ۱۴۲۰-۱۳۹۹/N=۱/۱۴۳۹

جواب: بټ کوين او ټولي ډيجيټل کرنسياني په حقيقت کې فرضي او خيالي کرنسياني دي. په نوموړو کرنسيو کې د حقيقي کرنسيو بنيادي صفتونه او خصوصيات نه موندل کېږي. او نن سبا چي په انټرنيټ باندي د بټ کوين او يا هم نورو ډيجيټل کرنسيو د پيرودلو او پلورلو په نامه کوم تجارت جريان لري؛ دا په حقيقت کې ټوله دوکه، چل، او فريب دي. په نوموړي تجارت کې خو نه مبيعه (د خرڅلاو مال) وجود لري او نه هم په دي کې د بيع ټول شرايط وجود لري. په حقيقت کې دا هم د فاريکس ټريډنګ Forex Trading په شان يواځي په سود او قمار باندي بنا ده. په همدي اساس ټول هغه انټرنيټي سوداګری چي په هغه کې نوموړي ډيجيټل کرنسياني (د بټ کوين په شمول) اخيستل او پلورل کيږي؛ ناجايز او حرام دي. نو ځکه تاسو باید په بټ کوين کې او يا هم نورو ډيجيټل کرنسيو کې پانګونه ونکړي. د اضعافي تفصيل لپاره تيرو دوو فتاواو (۲۳۸/ن، ۸۸۱/ن، ۱۴۳۸ـ ئ۴/ن، ئ۸۹/ن، ۱۴۳۸) ته هم مراجعه وکړي هغه هم په دي اړه دي.

قال الله تعالی: وأحل الله البيع و حرم الربا (البقره: ۲۷۵)

يايهاالذين امنو انما الخمر والميسر والأنصاب والأزلام رجس من عمل الشيطن فاجتنبوه لعلکم تفلحون (المائده: ۹۰)

وقال رسول الله صل الله عليه وسلم: ان الله حرم علی أمتی الخمر والميسر (المسند للامام احمد، ۳۵۱: ۲، رقم الحديث: ۵۱۱ئ)

ولاتأکلو أموالکم بينکم بالباطل

أی بالحرام یعنی بالربا، والقمار، والغضب و السرقة (معالم تنزيل، ۵۰: ۲)

لأن قمار من القمر الذی يزداد تارة و ينقص أخری، و سم القمار قمارا، لأن کل واحد من القمامرين ممن يجوز أن يذهب ماله الا صاحبه، ويجوز أن يستفيد مال صاحبه، وهو حرام بالنص. (ردالمختار، کتاب الحضر والاباحة، باب استبراء، فصل فی البيع، ۵۷۷: ۹، ط: مکتبة زکريا ديوبند)

وقال الله تعالی: و لاتعاونو علی الاثم و العدوان (المائده، رسم الاية ۲)

و الله تعالی اعلم

دارالافتاء دارالعلوم ديوبند

د ۲۰۱۷م کال د می په مياشت کې د دارالعلوم ديوبند څخه د بټ کوين اړوند يو بل سوال هم وشو، د نوموړي سوال تفصيلي په لاندي ډول سره دي.

بسم الله الرحمن الرحيم

۸/۱۴۳۸/N=۲۳۸-۸۸۱ فتوا

(۱،۲) نن سبا په دنيا کې مختلفي کرنسياني رايجي دي. نوموړي کرنسياني کوم شي Commodity نه دي بلکي يواځي د کاغذ يوه ټکړه ده. کوم ماليت او مروجه ثمنيت چي په نوموړو کرنسيو کې موندل کيږي هغه له دوو وجهو څخه دي. لمړي وجهه د ملک اقتصادي حالت دي. يعني که د هيواد اقتصادي حالت هم د کرنسي د ارزښت د تعين کوونکو عواملو له جملي څخه دي. کله چي د يوه هيواد اقتصادي حالت ښه وي، د نوموړي هيواد کرنسي هم باارزښته وي او برعکس، کله چي يې اقتصادی حالت خراب او د رکود په حالت کې وي په دي صورت کې د کرنسي ارزښت هم ښکته کېږي. دوهم علت دا دي چي د هر هيواد کرنسي د نوموړي هيواد د حکومت تضمين د ځان سره لري. په همدي اساس کله چي يوه هيواد خپله کرنسي بندوي، په دي صورت کې دوي يواځي هغه کاغذي نوټونه بندوي او له هغه نه وروسته نوموړي کاغذي نوټونه هم خپل ارزښت له لاسه ورکوي، ځکه چي اوس د ځان سره د دولت تضمين نه لري. اوس سوال دا مطرح کيږي چي، ډيجيټل کرنسي تر شا هغه څه دي چي د هغه په اساس د هغي ارزښت ټاکل کېږي او يا هم د هغه د ترقي او انحطاط له وجهي د نوموړي کرنسي ارزښت متاثره کېږي؟ ايا نوموړي کرنسي د کومي مالي اداري، بانک، او يا هم د کوم دولت تضمين د ځان سره لري او که نه؟ د نوموړي کرنسي تر شا چي کوم شي وجود لري، آيا په هغه باندی د کرنسي ضامن په حقيقي ډول سره کنټرول لري او که يواځي فرضي شکل لری؟

د ډيجيټل کرنسي اړوند چي مونږ څومره ليکني ولوستلي، له هغي څخه مونږ ته دا جوته شوه چي نوموړي کرنسي يواځي يوه فرضي او خيالي کرنسي ده. د دي نوم يواځي د فيل د غاښ په شان صرف او صرف خلکو ته د ښکارولو ده او بس. په حقيقت کې نوموړي کرنسياني د فاريکس ټريډنګ په شان يواځي او يواځي په احتکار، سود او قمار بنا دي.

په حقيقت کې د نوموړي کرنسيو په کاروبار کې هيڅ مبيعه وجود نلري او نه هم په دي کې د بيعي د جواز شرطونه موندل کېږي.

نو خلاصه دا شوه چي ډيجيټل کرنسياني يواځي فرضي کرنسياني دي په دي کې د حقيقي کرنسيو صفات نه تر سترګو کېږي. د نوموړو کرنسيو په کاروبار کې د قمار، احتکار، او د سودي کاروبار اړخونه څرګنديږي. په همدي اساس د نوموړو کرنسيو کاروبار کول ناجأيز دي. نو په لحاظه د بټ کوين او نورو ټولو ډيجيټل کرنسيو تجارت د فاريکس ټريډنګ په شان ناجأيز دي نو بايد په نوموړو کرنسيو کې د پانګي اچوني څخه ډډه وشي.

والله تعالی أعلم

دارالافتأ دارالعلوم ديوبند

ژباړه: رحمت الله منصور

27/03/2020

مخلصو ملګرو ته په احترام!
تش په نامه مدني فعالانو! د خدای او رسول خاطر وکړئ هرڅه ته د پروژو نظر مه کوئ.
کله مو چې يوه اداره غوښتنې ونه مني بيا مو قيامت جوړ کړی وي، په حقيقت او دروغو يې په شلو نومونو يادوئ، خو چې غوښتني مو ومنل شي نو بيا لوی خاين لوی خدمتګار شي.
د کرونا وژونکي ناروغۍ د ډيري خپريدا په مخنيوي کې د عامه پوهاوي لپاره تر چارواکو ستاسي مسؤليت او اغېز ډېر دی خو که ادا يې کړئ.
د کرونا لپاره د پرانستل شوي سل بستریز روغتون ډاکټران چيغي وهي چې د لس- لس افغانيو ماسک او دست کشي هم نلري نور تدابير خو يې پريده ، ښه اوس مدني فعالان د دې ستونزي د حل په موخه د غږ پورته کېدو پر سر هم پروژې ته په تمه دې چې که کومه پروژه ورکړل شي غږ به پورته کړي کنه نو ولس دې ومري د دوئ يې پري څه.
نو که دې وخت کې خپل مسؤليت له پروژو پرته سرته ونه رسوئ بيا نو هيڅ نه ياست پکار ځکه نورو وختونو کې خو تاسي د ولس پر ځای د ځان له غمه ولس سپر کوئ او په ادارو فشار راوړئ نن يې ورځ ده خپل مسؤليت ادا کړئ
بيا هم پاکو او مبارزو ملګرو ته سور سلام.
#نوټ: که بيا هم پروژه وه له تاسو يې څوک پټ نشي خوړلی ډاډه يم.

27/03/2020

#کرونا جدی ونیسي !

په کرونا اخته شوی وګړی: 88 تنه
د مړه شویو وګړو تعداد :4 تنه
د جوړ شویو وګړو تعدا : 2 تنه ..

#خدایه خپل رحم وکړی .

COVID-19 Visualizer 27/03/2020

کـه غواړئ چې د کرونا وایرس په اړه انلآین یا په ژوندۍ بڼه تازه تازه معلومات د ☜ګوګل له لارې ترلاسـه کړئ نو په لاندې لینک کلیک وکړئ⇩👇 https://www.covidvisualizer.com
👆⬆(ګوګلGoogle) تاسو ته د هر ملک معلومات درکوي
① - په کرونا ټوټل اخته کسان
② - د کرونا مثبتي پیښي
③ - د وژل شویو کسانو شمیر
④ - له کرونا وایرس څخه بچ شوی کسان

نوټ:
په نقشـه کې د افغانستان په ګډون هر هیواد شته په هر ملک کې تاسو د کرونا وایرس تازه پیښي لیدلای شئ.

COVID-19 Visualizer An interactive COVID-19 (coronavirus) visualizer that highlights countries around the world based on the most recent cases.

20/05/2019

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم

داعتکاف فضایل ٬ مسائل:
د اعتکاف تعريف
اعتکاف په لغت کې په کوم ځای کې بنديدلو او يا کوم مقام کې دريدلو ته وايي ،
او دشريعت په اصطلاح کې په مسجد يا کور کې د اطاعت او عبادت په قصد سره پاتې کيدلو ته اعتکاف وايي .
د اعتکاف حکم :
کوم اعتکاف چې د رمضان المبارک په آخري لسو ورځو کې تر سره کيږي حکم يې سنت مؤکده کفايه دی چې خپله رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند تر ورستي وخته پورې کړي دی او صحابه کرامو به هم ورسره ادا کولو .
عَنْ عَائِشَةَ رَضِي اللَّه عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم : أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم كَانَ يَعْتَكِفُ الْعَشْرَ الأَوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ، ثُمَّ اعْتَكَفَ أَزْوَاجُهُ مِنْ بَعْدِهِ. (بخارى )
ژباړه : عايشه رضي الله عنهادرسول الله صلی الله علیه وسلم مبارکه بی بی وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم د مرګ تر وخته د رمضان په آخرو لسو وروځو کې په اعتکاف کې کيناستلو-وروسته له هغې دده مبارکی بيبيانی هم په اعتکاف کې کيناستلی .
که په کوم کلي کې بالکل اعتکاف ونه شي نو د کلي ټول خلک ګنهکاريږي .
د اطرافو په ځنو سيمو کې دغه سنت بالکل ترک شوي دي چه د هغه را ژوندي کول سخت ضرور دي .
د اعتکاف شرطونه :
۱- له جنابت ،حيض او نفاس څخه پاکوالی .
۲- د اعتکاف نيت کول
۳- د سړو د پاره په جومات کې او دښځو د پاره په کور کې د لسو ورځو د پاره حصاريدل .
د رمضان نه علاوه د نفل اعتکاف اجازت هم شته د هغې د پاره روژه نيول ضرور نه دي ،هدارنګه واجب اعتکاف وي چې د هغه د پاره روژه نيول ضروري وي .
واجب اعتکاف هغه دی چې کوم چا په خپل ځان نذر منلی وي .
د ښځو اعتکاف :
د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد لکه څنګه چې د ښځو د پاره په کور کې لمونځ کول غوره دی همداسې د ښځو د پاره په کور کې اعتکاف غوره دی .
د کور په کوم ځای چې لمونځ کوي په همغه ځای کې دې د اعتکاف د پاره خيمه ووهي .
هغه کارونه چې په اعتکاف کې حرام دي .
دوه ډوله کارونه په اعتکاف کې حرام دي :
لومړی قسم بې ضرورته د اعتکاف له ځای څخه وتل حرام دي .
ضرورتونه دوه قسمه دي طبعي ضرورتونه لکه : خوړل ،چښل ،جنابت ، قضايې حاجت او نور .
دوهم قسم شرعي ضرورتونه مثلاً د جُمعي د لمانځه د پاره جامع جومات ته تلل او نور .
د ضرورياتو لنډ تفصيل :
۱- په جومات کې د رفع حاجت ځای نه وي نوخپل کور ته د رفع حاجت د پاره تلای شي د رفع حاجت وروسته به فوراً جومات ته ځي هلته به وخت نه تيروي .
۲- د فرض غسل د پاره چې اح**ام ورته شوی وي که په جومات کې ځای نه وي بهر تلای شي مګر د بدن د پاکوالی غسل د پاره نشي تللای .
۳- که نوموړی جومات جامع نه وي د جُمعی د لمانځه د پاره جامع جومات ته تلای شي خو سنت به همدلته کوي د فرض لمونځ او خطبي وروسته به بيرته راځي نور سنت به هم په خپل ځای کې ادا کوي .
۴- که د خواراک او چښاک يا د اوداسه د ابو راوړلو څوک نه لري نو دهغه د پاره کور ته تلای شي .
۵- د کوم ضرورت د پاره چې د باندې وځي د هغه د کولو وروسته به فوراً بيرته راځي او بهر به نه تم کيږي او نه به بې ضرورته د چا سره خبرې کوي .
۶- د جومات نه د باندې وتلو مطلب دادی چې په څومره ځای کې چې په عام طور لمونځ ادا کيږي هغه حصه په جومات کې شامله ده نور د جومات تشنابونه ، احاطه وغيره په جومات کې شامل نه دي که بې ضرورته ووتلو نو اعتکاف يې ماتيږي .
په اعتکاف کې حرام يا مکره تحريمي کارونه :
۱- مباشرت کول که قصداً وي يا سهواً په جومات کې د ننه وي يا بهر اعتکاف ماتوي .
۲- د ښځې مچي کول يا ور تر غاړه کيدل مکروه تحريمي دي .
۳- په اعتکاف كې بالکل چوپ پاتيدل مکروه تحريمي دي يعنی دی به څه ناڅه خپل وخت په تلاوت ،نفلو،ذکر،ديني مطالعه او ديني کتابت تيروي .
۴- دښځي لپاره په کور کې یو ځاي چي خاص کول اوهلته داعتکاف په نیت کیناستل دغه ځای ددی دپاره دمسجد حکم لری بغیر دضرورت طبعی نه بهر وتل داعتکاف دفاسدیدو سبب ګرځی
د اعتکاف وخت :
د روژې په شلم تاريخ چې کله د مازيګر لمونځ وکړي نو اعتکاف به
د متبرکه باعظمته شپې (ليلة القدر) لنډه يادونه :
دا هغه متبرکه او با عظمته شپه ده چې په قرآن او احاديثو کې ورته ليلة القدر وايي په قرآنکريم کې يو مکمل سورة ددی شپې په فضيلت کې نازل شوی دی په احاديثو کې هم ددی شپې ډیر فضيلت بيان شوی دی .
د ليلة القدر معنی ده ليلة په معنی د شپې او قدر په معنی د اندازې لګولو،عزت اوقدر او مقررولو ده د قدر يا اندازې شپه ځکه ورته وايي چې په ټول کال کې چې څه کيدونکي وي دهغه ټولو پلان په همدې شپه تياريږي ، د بندګانو روزې مقرريږي ،د ژوند او مرګ او دهغه د کارونو په باره کې فيصله کيږي او کوم څوک چې په دې شپه کې د الله تعالی په ذکر او عبادت کې مشعول وي د الله تعالی په دربار کې هغه کس د قدراوعزت څښتن ګرځي او فرښتې دده د پاره دعا کوي .
په قرآنکريم کې راغلی دی چې دا شپه تر زرو مياشتو نه بهتره ده .
قوله تعالی : إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ 1 وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ 2 لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ 3 تَنَزَّلُ الْمَلاَئِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ 4 سَلاَمٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ 5
ژباړه : يقيناً مونږ نازل کړ دغه (قرآن ) په شپه د قدر کې ، او ته څه پوهيږي (ای محمده ! ) چې د قدر شپه څه ده ؟ (د عزت او شرافت له مخې ) ، د قدر شپه غوره له زرو مياشتو څخه (په دې شپه کې نيکي کول تر زرو مياشتو نيکي کولو غوره دي ) ، نازليږي په دغه شپه کې ملائکې او جبرئيل امين په حکم د رب د هغوی د پاره د هر کار (ټاکل او مقررول د راتلونکې کال د پاره ) امان سلامتيا ده (له هر آفته ) ، دغه شپه د صبا راختلو تر وخته پورې ده .
د پورته سورة له بيان څخه څو خبرې معلوميږي :
۱- په دې شپه کې د قرآن نازليدل شروع شوی دي .
۲- دا شپه د زرو مياشتو نه غوره ده .
۳- پدې شپه کې فرښتې د الله تعالی د احکامو سره نازليږي .
۴- دا شپه سراسر سلامتي ،خير او برکت دی .
۵- د صبا ختلو سره سم ددی شپې وخت ختميږي .
په احاديثو کې هم ددی شپې ډير فضيلت ذکر شوی دی :
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم : «مَنْ يَقُمْ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ». (بخارى)
له ابو هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چا چې د ليلة القدر شپه د ثواب په نيت رڼه سبا کړه ( يعنی دا شپه يې په ذکر او عبادت تيره کړه ) ټول مخکيني ګناهونه به ورته عفوه شي .

15/05/2019
Want your business to be the top-listed Government Service in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Jalalabad
2222