HALSO

HALSO

Share

Humanitarian aid and legal services organisation
د بشري مرستو او حقوقي خدماتو موسسه

27/10/2025

د بیوزلۍ او فقر د راکمولو د ورځې په مناسبت د HALSO
مؤسسې د عمومي ریس ډاکټر محمد اسحاق صافي پيغام

د بېوزلۍ د راکمولو لارې چارې او د غیر دولتي موسسو رول

بېوزلي یوازې د خالي جېب نوم نه دی، بلکې د هیلې، زده کړې او فرصت د نشتوالي انعکاس دی. دا د یو انسان هغه حالت دی چې له وس، زده کړې او کاره بې‌برخې وي، او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو وس نه لري. بېوزلي زموږ د ټولنې هغه پټ زخم دی چې د هر افغان پر ژوند اغېز لري.

د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره، یوازې مرستې بسنه نه کوي. حل‌لار دا ده چې خلک د ځان‌بساینې پر لور وهڅول شي. دا کار د ښوونې او روزنې له پراختیا پیلېږي. کله چې یو ځوان یا یوه ښځه مسلکي مهارت زده کړي، د کار فرصت پیدا کړي او د خپل ژوند لوری وپېژني، نو بېوزلي خپله لمن راټولوي.

له بلې خوا، د کرنې پراختیا، د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ، د ښځو اقتصادي ګډون، او د نوښتګرو ځوانانو تشویقول هغه ګامونه دي چې د ټولنې اقتصادي بنسټ پیاوړی کوي.

په دې برخه کې غیر دولتي موسسې (NGOs) رغنده او د پام وړ رول لري. دوی د بېوزلو کورنیو اړتیاوې ارزوي، د زده‌کړې او مهارتونو پروګرامونه جوړوي، د روغتیا، ښوونې او اقتصاد په برخه کې د دولت ترڅنګ درېږي، او خلکو ته د خپل ژوند د ښه کولو لارې چارې ورښيي.

دغه موسسې نه یوازې مرسته کوي، بلکې انسان ته د اعتماد احساس بېرته ورکوي — دا ورښيي چې «ته کولی شې».

راځئ، د دولت، موسسو او خلکو په ګډو هڅو سره، د بېوزلۍ پر ځای د ښه ژوند او سوکالۍ تخم وکرو. د هر افغان ښه ژوند د ټول افغانستان سوکالي ده

Want your business to be the top-listed Government Service in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Address

Next To White House Hotel Nangarhar Jalalabad
Jalalabad
2601