23/11/2025
د اسلامي امارت له مالیې وزارت څخه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، له پاکستان سره د سوداګرۍ پرېکون، پر افغانستان هیڅ ډول اغېزه نهده کړې.
اعلامیه کې زیاته شوې، د افغانستان سوداګریزې چارې د سیمې له هېوادونو سره په عادي ډول له کومې ستونزې پرته روانې دي او د ګمرکي محصول په کچه کې هم هیڅ ډول کموالی نه دی راغلی.
مالیې وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغان سوداګر دې هڅه وکړي چې خپله سوداګرۍ له پاکستان پرته نورو لارو ته واړوي او په خبره یې چې اسلامي امارت ورسره په دې برخه کې همکاري ته چمتو دی.
#طلوعنیوز
23/11/2025
د ټیک ټاک ستوری ولي الله خپل سیال مات کړ ، ❤️✌️
له ولي الله یې زده کړئ ، د خلکو پر خبرو نه، بلکي د خپل باور پر قوت ولاړ ؤ اوسئ ،
قوي خلک د خبرو نه، بلکې د عمل په ژبه ځغلي،
کاپى😊
20/11/2025
ډاکټر اشرف غني:
که په درایت د اوسني وضعیت او بحران د رغولو هڅه ونه کړو د افغانستان د بحران پراخېدو او کندې ته د هېواد د لویدو احتمال راتلونکو دوه کلونو کې راڅرګندیدای شي.
18/11/2025
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د سعودي عربستان په مدینه ښار کې د ټکر حادثې له وجې د ۴۲ هندي عمره زیارت کوونکو پر مړینې خواشیني ښودلې.
د طالبانو په اعلامیه کې د هند حکومت او د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویل شوی او د حادثې ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله څرګنده شوې ده.
18/11/2025
ايران پر وريځو دواوى پاشلى
چى پر ايران باندى مصنوى باران وشى سږ کال په ايران کى د ابوو کچه 89% راټيټه شوى
16/11/2025
افغانستان سره په پوله لنډي کوتل کې یو شمېر موټر چلوونکو، سوداګرو، کارګرو، د سیاسي ګوندو غړو او عامو خلکو د یو لاریون په ترڅ کې له دواړو حکومتونو غوښتي چې د تورخم لاره ژر تر ژره پرانیزي.
دا لاره د پاکستان افغانستان ترمنځ د کړکیچ له امله څه باندې یوه میاشت کېږي چې چې د سوداګرۍ پرمخ او د تګ راتګ لپاره تړلې ده. تېرو دوو اونېو کې یواځې هغه افغان کډوالو ته د تګ اجازه ورکول شوه چې د پاکستان له نورو سیمو هلته راشړل شوي او ایسار پاتي وو.
لاریون کوونکي وایي، د پولې بندېدو له کبله د دواړو هېوادونو سوداګرو، موټر چلوونکو او عامو خلکو ته لویې ستونزې جوړې شوې دي.
لاریونوال ټینګار کوي چې د تاوتریخوالي کمولو او ستونز د دایمي حل لپاره دواړه هېوادونه باید د خبرو اترو لاره خپله کړي. هغوی له افغان چارواکو دا هم وغوښتل چې په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني موټر چلوونکي او نور کسان د ښه نیت له مخې بېرته پاکستان ته پرېږدي.
BBC news
16/11/2025
د وطن انار اورپا ته رسيدلى
چى ګڼ بازارونه يى ګرم کړى 😊