له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله ﷺ وفرمایل: بېشکه الله تعالی مهربانه دی او مهربانه او نرمي کوونکي (کسان) خوښوي او په نرمی باندي هغه اجر او ثواب ورکوي چي په سختۍ یې نه ورکوي.
﴿سنن ابن ماجه - 3688﴾
دیني معلومات
حکایات او دیني معلومات
له دي ځای نه جالبي عبرتناکه قیصي دیني معلومات او کله کل?
نبوي ملغلرې
له انس رضي الله عنه نه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د خلکو تر ټولو غوره اخلاق لرونکی، تر ټولو زړور او تر ټولو سخي و.
یو وخت د مدینې منورې خلک ووېرېدل، نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم تر ټولو مخکې پر اس سپور ور روان شو، تر څو حال معلوم کړي.
د مدینې منورې خلکو وویل: مونږ هغه (نبي کریم صلی الله علیه وسلم) په سخاوت او زړورتیا کې د سمندر په شان وموند.
(بخاري، ﺑﺎﺏ اﻟﺸﺠﺎﻋﺔ ﻓﻲ اﻟﺤﺮﺏ ﻭاﻟﺠﺒﻦ)
حکایات
05/04/2026
د قرآن کریم یو له تر ټولو حیرانوونکو کیسو څخه، د اصحابِ کهف کیسه ده چې الله تعالی په سوره کهف کې بیان کړې ده. دا کیسه د مؤمنو ځوانانو د یوې ډلې په اړه ده چې د خپل دین د ساتنې لپاره له ظلم څخه وتښتېدل؛ نو الله تعالی هغوی د معجزې په توګه ۳۰۹ کاله ویده وساتل، بیا یې راویښ کړل تر څو د نړۍوالو لپاره یوه نښه وګرځي.
ولې د اصحابِ کهف کیسه نازله شوه؟
مفسرین روایت کوي چې قریشو د اسلام د پیغمبر حضرت محمد ﷺ د ازمېښت لپاره د یهودو له علماوو څخه پوښتنې واخیستې، تر څو له هغه څخه یې وپوښتي.
هغوی وویل چې د درېیو شیانو په اړه پوښتنه وکړئ:
• د هغو ځوانانو په اړه چې په تېر وخت کې ورک شوي وو
• د هغه سړي په اړه چې د نړۍ ختیځ او لویدیځ ته تللی و (ذوالقرنین)
• او د روح په اړه!
نو وحې نازله شوه او دغو پوښتنو ته ځواب ورکړل شو او د اصحابِ کهف کیسه له مهمو ځوابونو څخه وه.
د کیسې د پېښېدو وخت
ډېر تاریخپوهان باور لري چې دا کیسه د روم د امپراتورۍ په زمانه کې رامنځته شوې ده، هغه مهال چې ځینو پاچاهانو هغه مؤمنان ځورول چې د بتانو له عبادت څخه یې انکار کاوه. ویل کېږي چې د هغه ښار پاچا «دقیانوس» نومېده او ډېر ظالم و.
هغه ځوانان چې د بتانو له عبادت څخه یې انکار وکړ
په هغه ښار کې یو شمېر ځوانان د شتمنو کورنیو څخه وو، خو له نورو سره توپیر درلود؛ هغوی په یو الله ایمان راوړ او شرک یې رد کړ.
الله تعالی د هغوی په اړه فرمایي:
«هغوی داسې ځوانان وو چې پر خپل رب یې ایمان راوړی و او موږ د هغوی هدایت نور هم زیات کړ.»
هغوی به په پټه سره یو ځای کېدل او د ایمان خبرې به یې کولې، خو راز یې ښکاره شو.
له پاچا سره مقابله
د هغوی خبر پاچا ته ورسېد؛ هغوی یې ماڼۍ ته راوغوښتل او امر یې وکړ چې د بتانو عبادت ته بېرته راوګرځي.
خو هغوی په زړورتیا وویل:
«زموږ رب د اسمانونو او ځمکې رب دی؛ موږ به هېڅکله له هغه پرته بل معبود ونه بولو.»
پاچا په قهر شو او هغوی یې د مرګ ګواښ وکړ، خو لږ مهلت یې ورکړ.
د هجرت پرېکړه
ځوانانو پرېکړه وکړه چې د خپل ایمان د ساتنې لپاره ښار پرېږدي.
هغوی هر څه شاته پرېښودل: کورونه، شتمني، کورنۍ او هوسا ژوند او د غرونو پر لور ولاړل.
هغه غار چې معجزه شو
په خپله لاره کې یې یو غار وموند، هلته یې پناه واخیسته او دعا یې وکړه:
«اې زموږ ربه! له خپل لوري پر موږ رحمت نازل کړه او زموږ کار په سمه لاره برابر کړه.»
الله تعالی یې دعا په یوه حیرانوونکې بڼه قبوله کړه.
لویه معجزه: د ۳۰۹ کلونو خوب
الله تعالی هغوی په داسې ژور خوب کې واچول چې ۳۰۹ کاله یې دوام وکړ:
«او هغوی په خپل غار کې درې سوه کاله پاتې شول او نه کاله نور هم پرې زیات شول.»
دا توپیر د لمریز او قمري کلونو ترمنځ د اختلاف له امله دی؛
۳۰۰ لمریز کاله تقریباً له ۳۰۹ قمري کلونو سره برابر دي.
الله تعالی هغوی څنګه وساتل؟
قرآن د هغوی د حالت دقیق تفصیل بیانوي:
• لمر: د لمر وړانګې پرې مستقیم نه لګېدې، بلکې د غار له څنګ څخه تېرېدې.
• د بدن اړول: الله تعالی به هغوی ښي او چپ اړخ ته اړول، تر څو بدنونه یې خراب نه شي.
• پرانیستې سترګې: داسې ښکارېدل لکه ویښ وي، حال دا چې ویده وو.
• سپی: یو سپی د غار په دروازه کې ناست و او ساتنه یې کوله.
له پېړیو وروسته راویښېدل
له ۳۰۹ کلونو وروسته، الله تعالی هغوی راویښ کړل. هغوی ګومان کاوه چې یوازې یوه ورځ یا د ورځې یوه برخه ویده پاتې شوي دي.
یو تن ښار ته لېږل
له هغوی څخه یو کس د خوراک د پېرلو لپاره ښار ته ولاړ، خو په احتیاط سره.
لویه حیرانتیا
کله چې یې خپلې زړې سکې وښودې، خلک حیران شول.
روښانه شوه چې دا سکې د څو پېړیو پخوانۍ دي.
په دې موده کې هر څه بدل شوي وو؛ ظالم پاچا مړ شوی و او خلک مؤمنان شوي وو.
د هغوی د شمېر په اړه اختلاف
قرآن کریم یادونه کوي چې خلک د هغوی د شمېر په اړه اختلاف لري، خو ټینګار کوي چې اصلي علم د الله سره دی او مهمه خبره عبرت اخیستل دي.
د اصحابِ کهف نومونه
قرآن کریم د هغوی نومونه نه دي یاد کړي، خو په ځینو سرچینو کې نومونه ذکر شوي چې یقیني نه دي. همدارنګه ویل کېږي چې د هغوی د سپي نوم «قطمیر» و.
د غار ځای
د غار د موقعیت په اړه اختلاف دی:
• د اردن د عمّان ښار ته نږدې
• د ترکیې د افسوس ښار ته نږدې
• یا په سوریه کې
خو قرآن کریم دقیق ځای نه دی مشخص کړی.
د کیسې پای
کله چې د هغوی کیسه ښکاره شوه، خلکو غوښتل چې یاد یې ژوندی وساتي. وروسته الله تعالی د هغوی روحونه واخیستل، وروسته له دې چې د هغوی کیسه د نړۍوالو لپاره یوه نښه وګرځېده.
د کیسې درسونه
دا کیسه لوی پیغامونه لري:
• ایمان کله ناکله قرباني غواړي
• څوک چې د الله لپاره یو څه پرېږدي، الله تر هغه غوره بدله ورکوي
• وخت او هر څه د الله په اختیار کې دي او د هغه قدرت د تصور څخه لوړ دی
سبحانالله و بحمده، سبحانالله العظیم.
که دې دا متن ولوست، نو پر حضرت محمد ﷺ صلوات ویل مه هېروه.
دیني معلومات
نبوي ملغلرې
انس بن مالک رضي الله عنه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه وفرمایل:
جنت ته چې څوک داخل شي، بیا دا نه خوښوي چې بېرته دنیا ته را ستانه شي، که څه هم د ځمکې ټول شیان ورته ورکړل شي؛ خو پرته له شهید څخه.
شهید به دا ارمان کوي چې بېرته دنیا ته راشي او لس ځله د الله تعالی په لار کې ووژل شي، شهید دا ارمان د هغه عزت له امله کوي، کوم چې الله تعالی ورته د شهادت په مهال ورکړی دی.
(بخاري، ﺑﺎﺏ ﺗﻤﻨﻲ اﻟﻤﺠﺎﻫﺪ ﺃﻥ ﻳﺮﺟﻊ ﺇﻟﻰ اﻟﺪﻧﻴﺎ)
دیني معلومات
نبوي ملغلرې
له ابو اسحاق څخه روایت دی، هغه وایي چې ما له براء رضي الله عنه څخه واورېدل چې فرمایل یې:
یو سړی چې زغره یې اغوستې وه، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل:
ای د الله تعالی رسوله!
لومړی جګړه وکړم که اسلام راوړم؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:
اسلام راوړه، بیا جګړه وکړه.
هغه اسلام راوړ، بیا یې جګړه وکړه او شهید شو.
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: لږ عمل یې وکړ، خو ډېر اجر یې ترلاسه کړ.
(بخاري، باب عمل صالح قبل القتال)
سبحان الله!
روایت دی چي یو ځل حضرت داؤد علیه السلام له الله تعالی جل جلاله څخه وغوښتل چي د مېزان/تله ور وښيي؟
کله چي یي ولیدل، نو بې هوښه سو.
کله چي بېرته په هوښ راغی ویل: ای ربه!
دا به څوک وي او څنګه به وتوانېږي چي خپله د نېکیو تله ډکه کړي؟
الله تعالی ورته وویل: کله چي زه له خپل کوم بنده څخه راضي سم نو په یوې خُرما سره یې هم د نیکیو تله ور ډک کوم.
[التفسير الكبير - (للرازي رحمه الله)].
یقیناً ډېر ځلي سپېڅلی نیت او اخلاص د بنده یو وړوکی عمل دومره ستر او دروند کړي چي د الله تعالی د رضاء سبب وګرځي.
دیني معلومات
📚 حضرت انس رضي الله عنه وایي , ماته نبي ﷺ دغه 5 پنځه خبرو وصیت کړی ده :*
1 ___ ای انسه : پوره اودس کوه , ستا عمر به اوږد وي .
2 ___ کله چې زما د امتي سره مخامخ شوې سلام پرې اچوه , نیکیانې به دې زیاتېږي .
3 ___ کور ته په سلام اچولو سره دننه کېږه کور کې به خیر او برکت زیاتېږي .
4 ___ د څاښت لمونځ کوه , له تاسې نه د مخکینیو خلکو دا عبادت و چې د الله تعالی دوستان جوړ شوي وو .
5 ___ ای انسه : په کوچینانو شفقت کوه ، د لویانو احترام کوه ، قیامت کې به ته زما ملګری یې .
تفسیر ابن کثیر 3 ټوک 528 مخ .
دیني معلومات
《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》
أَسْتَغْفِرُ اللّٰه أَسْتَغْفِرُ اللّٰه أَسْتَغْفِرُ اللّٰه أَسْتَغْفِرُ اللّٰه أَسْتَغْفِرُ اللّٰه أَسْتَغْفِرُ اللّٰه أَسْتَغْفِرُ اللّٰه
الحَمْدُ ِلله الحَمْدُ ِلله الحَمْدُ ِلله الحَمْدُ ِلله الحَمْدُ ِلله الحَمْدُ ِلله الحَمْدُ ِلله
سبحان الله سبحان الله سبحان الله سبحان الله سبحان الله سبحان الله سبحان الله
درود شریف
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥
اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥
حکایات او دیني معلومات
نبوي ملغلرې
له اُم المؤمنین حضرت عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، فرمایي:
بېشکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم به د رمضان په وروستیو لسو ورځو کې اعتکاف کاوه، تر هغه چې الله تعالی هغه وفات کړ؛ بیا د هغه له وفات وروسته د هغه صلی الله علیم وسلم مېرمنو هم اعتکاف کاوه.
(صحيح البخاري، ﺑﺎﺏ اﻻﻋﺘﻜﺎﻑ ﻓﻲ اﻟﻌﺸﺮ اﻷﻭاﺧﺮ، ﻭاﻻﻋﺘﻜﺎﻑ ﻓﻲ اﻟﻤﺴﺎﺟﺪ ﻛﻠﻬﺎ)
دیني معلومات
10/03/2026
حکایات او دیني معلومات
دوستانو که مو د قرآن کریم هر سرة او یا هر آیة لیکلی پکار وو فقط کومنت کي
حکایات او دیني معلومات او د ایة شماره یا نوم ولیکئ ان شاءالله چي درته نشر به شي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
