KBD - کابل برښنا ریاست

KBD - کابل برښنا ریاست

Share

Kabul Breshna Department - د کابل برښنا ریاست

26/08/2023

د کابل برېښنا ریاست پرچون پېرودونکو پروژه!
هغه شرکتونه، چې په یاده برخه کې علاقمندي لري کولای شي د نرخ اخیستنې پاڼې د کابل برېښنا ریاست دتهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت څخه تر لاسه کړي.
درک: حضوري چمن، کابل برېښنا ریاست درېیم منزل د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې لینک کېکاږئ.

https://main.dabs.af/Tenders/TenderDetail/1834

26/08/2023

د کابل برېښنا ریاست اړونده د میټر چوپړتیاوو عمومي مدیریت د کارکوونکو لخوا د شبکې د سمون، اصلاح او د ضایعاتو د کمښت په موخه (۷۶) پايې بېلابېل( یو فاز او درې فاز) میټرونو برېښنا مزي پرې کړل. همدارنګه د (۸۰) پایو مختلف النوعه میټرونه نصب کړل او هممهاله په مرکزي او ساحوي لابراتوارونو کې (۱۴۴) پایې بېلابېل میټرونه چک او لابراتوار شول
همدارنګه د (۱۰۰) پایو میټرونو بطرۍ، چې ستونزې درلودلې تبدیلې شولې

26/08/2023

د کابل برېښنا ریاست د خاکجبار برېښنا ریاست مدیریت دکارکوونکو لخوا د یاد مدیریت په اړونده ساحو کې یو شمېر ټرانسفارمرونه پاک کاري شول.

26/08/2023

د کابل برېښنا ریاست د هوايي لین مدیریت د کارکوونکو لخوا د چمتلې(۱۱) لین منظمې او باوري برېښنا رسونې په موخه د کاغذ پران او نورو مخریبو اجناسو څخه پاک شو.
یاد مخریب اجناس د باد او باران په وخت کې برېښنايي جریان د ځنډ او خنډ سبب ګرځي.

24/08/2023

د کابل برېښنا ریاست د ده سبز برېښنا مدیریت د کارکوونکو لخوا د یاد مدیریت په اړونده ساحو کې یو شمېر تخنیکي ستونزو حل شوې همدارنګه د هغو پېرودونکو د برېښنا مزي بېرته وتړل شول چې د برېښنايي لګښت بلونه يې تحویل کړي وو.

22/08/2023

د کابل برېښنا ریاست د خیرخانې برېښنا مدیریت کارکوونکو د شبکې د اصلاح، سمون او د ضایعاتو دکمښت په موخه د یاد جنکشن په اړونده ساحو کې د برېښنا یو تعداد ټرانسفارمرونه پاک کاري او ترمیم کړل.

22/08/2023

د کابل برېښنا ریاست د چهار سیاب برېښنا مدیریت د کارکوونکو لخوا د یاد مدیریت په اړونده ساحو کې د پایو د سر لینونو کې د رامنځته شوې ستونزې په وخت سره حل شوې.
همدا رنګه دیاد جنکشن په اړونده ساحو کې د هغو پېرودونکو د برېښنا مزي پرې شول، چې د برېښنايي لګښت له درکه پوروړي وو او هممهاله د هغو پېرودونکو د برېښنا مزي بیرته وتړل شول، چې بلونه يې تحویل کړې وو.

Photos from ‎KBD - کابل برښنا ریاست‎'s post 22/08/2023

د میټر چوپړتیاوو عمومي مدیریت د کارکوونکو لخوا د شبکې د سمون، اصلاح او د ضایعاتو د کمښت په موخه د ( احمدشاه بابامېنې برېښنا مدیریت ، څلورم جنکشن او خوشحال خان ) زونونو اړونده ساحو کې د میټرونو (15000) بطرۍ تعویض کړې.
یاد بطرۍ د هغو میټرونو لپاره تعویض شوي چې د میټرلوستنې په وخت کې به میټر لوستوونکي د برېښنايي لکښت د معلومولو په حال کې له ستونزو سره مخ وو.
د یادونې وړ دی، چې یاده پروسه په اووم او شپږم جنکشن برېښنا مدیریتونو کې جریان لري.
د کابل برېښنا ریاست کارکوونکي تل هڅه کوي د برېښنا په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې.

21/08/2023

په تېرو (۲۴) ساعتونو کې د کابل زون د برېښنا حالات او توازن

21/08/2023

د کابل برېښنا ریاست اړونده د میټر چوپړتیاوو عمومي مدیریت د کارکوونکو لخوا د شبکې د سمون، اصلاح او د ضایعاتو د کمښت په موخه (۱۲۲) پايې بېلابېل( یو فاز او درې فاز) میټرونو برېښنا مزي پرې کړل. همدارنګه د (۱۲۵) پایو مختلف النوعه میټرونه نصب کړل او هممهاله په مرکزي او ساحوي لابراتوارونو کې (۲۱۶) پایې بېلابېل میټرونه چک او لابراتوار شول
همدارنګه د (۳۱۰) پایو میټرونو بطرۍ، چې ستونزې درلودلې تبدیلې شولې

21/08/2023

اتم جنکشن برېښنا مدیریت د کارکوونکو لخوا دمنظمې، باوري او دایمي برېښنا رسونې په موخه د یاد جنکشن په اړونده ساحو کې یو تعداد ټرانسفارمرونه پاک کاري او ترمیم کړل.
د کابل برېښنا ریاست کارکوونکي تل هڅه کوي چې د ولس لپاره د برېښنا په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

21/08/2023

د کابل برېښنا ریاست د احمد شاه بابامېنې برېښنا مدیریت په اړونده ساحه تنګي غارو سیمه کې (ABC) کیبل چې تخریب شوی پرځای نوی (ABC) کیبل تعویض شو.
همدارنګه د یاد جنکشن ټولو ساحو کې د هغو پېرودونکو د برېښنا مزي پرې شول چې د برېښنايي لګښت له درکه پوروړي وو او هممهاله د هغو پېرودونکو د برېښنا مزي وتړل شول چې بلونه يې تحویل کړې وو.

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address

Chman Hozori
Kabul
KABUL