06/02/2026
غوجلایزیشن
غوجلایزیشن په غوجله د یوې انساني ټولنې بدلولو ته وايي. طالبانو همدا اوس د افغانستان ټولنه په شدت سره مخ په غوجل کولو روانه کړې ده. داسې یوه غوجل چې امن به په کې وي، خو نوره به نه په کې پوهنه وي، نه د انساني ژوند شرایط، نه رڼا او نه پاکه هوا. د دغې غوجلې ټول اوسېدونکي به د طالبي فکر په ميخطبیلو پورې تړلي وي او په اخورونو کې به د منځنیو پېړیو په کونجاړو شخوند وهي. هرڅوک چې د غوجلایزیشن په وړاندې غږ پورته کوي، هغه به تکفیر کیږي. په نړۍ کې اته میلیارده انسانان مخ پورته روان دي، خو طالبانو د افغانستان ټولنه مخ کښته تاترین دوزخ ته روانه کړې ده.
پښتانه په شدت سره مذبذب، ډارن، بې ارادې او دوه زړي دي. یو خوا مدني او انساني ژوند دی، بله خوا د طالبانو ډار، تکفیر او د جنت دعوې. طالبانو وکولای شول، چې په پښتنو باندې ځانونه د خدای استازي قبول کړي، خپل تور امارت له شریعت سره مترادف کړي او روښانفکري، قانونمندي، زدکړه، عصري پوهنه، پرمختګ او د اجتماعي شعور بیداري کفر وګڼي. په پنځهکلن تکفیر کې د پښتنو په لاشعور کې یو شک را پیدا شوی دی، چې که دوی انساني ژوند غواړي، اساسي قانون وغواړي، ښځې انسانانې وګڼي، خپل ملي بیرغ او ازادي وغواړي، نو هسې نه چې کافران به شي او له جنته به محروم شي. د شک دغه چینجي حتی تحصیلکرده پښتانه چې په اروپا کې اوسیږي، هم د طالبانو خوا ته ورمات کړل. ځینې خلقیان، پرچمیان او غله و فاسد لېبرالان هم په ښکاره د پښتونولۍ د عقدې له مخې خو پټ د تکفیر له ډاره طالبان شول او ځینو خو داسې وګڼله چې ګواکې طالبان به پاکستان سره جنګ وکړي، حال دا چې طالبان په خپل هر کار کې اوس هم د پاکستان له استخباراتو څخه فرمان اخلي. د افغانستان نور قومونه دا مشکل نه لري، هغوی مدني فکر کوي او له ملایانو پرته هم پوهیږي، چې اصلي اسلام هغه نه دی چې طالبان یې وايي. هغوی روښانه خلک دي او اخر به خپل ځان له دې غوجلې څخه وباسي. مصیبت ټول په پښتنو دی، چې د دوزخ له ډاره په طالب غولیدلي دي او د تکفیر له ډاره یې ټولو انساني ارزښتونو ته شا اړولې ده، حتی په اروپا کې ناست باسوادان هم وايي، بلا ورپسې جینکۍ او ښځې دې درس نه وايي ، مکتبونه او پوهنتونونه دې بند وي، خو طالبان ښه دي، جنګ نهشته، ټول پښتو وايي او د پاکستان په ضد جنګیږي. نور نو د دوی په نظر د افغانستان خلک هسې هم درس و پاکي و قانون او مدني ژوند نه غواړي همداسې خیرن، شډل، عقب مانده او بې سواده خوشحاله دي.
د غوجلایزیشن بدترین حالت دا دی، چې پښتانه ویده، بېخبره، تیاره، خرافاتي او په تپو تیارو کې ډوب دي، له یوې خوا روښنفکرانو ته وايي خو خلک راویښ کړئ او له بلې خوا کله چې روښانفکران او دعقل و علم طرفداران د ملایانو او طالبانو په ضد څه ووایي نو همدا خلک ورته د کافر، غربي او څه و څه نومونه اخلي. پښتانه به ډير شي، خو دومره به ډېر شي، لکه پاده بیا به د طالبانو په تنګه او تیاره غوجل کې هم نه ځاییږي. نور قومونه چې مدنیت او انساني ژوند غواړي، ټول له غوجلایزیشن څخه په تېښته دي.
31/07/2024
د اسماعیل هنیة شهادت څو عاجل او چریکي پیغامونه لري!!📜💌 *ليک او زيار:-* نوم ورکۍ خدايي خدمتګار
د درهبری شورا یو تن لیک دود
العربیة تلویزیون وایي، هنیة د شپې په دوه بجې د تهران په یوه ډیر محافظت شوې څو ستوریزه میلمستون کې د رهبري شوې زرنگ راکټ چې د ایران له جغرافیا نه د باندې راویشتل شوی، ترور شوی دى.❤🩹
(۱) که داسې دقیق ترور دلته تر سره کیدای شي نو د ابراهیم رئیس د وژنې په هکله هغه د عوامو شک او گومان هم د مکث وړ دی؟؟!، د دغسې زرنگ او رهبري شویو مزایلو مالکان حتی کولی شي په هر ځای کې، هر هدف او هر مطلوب شخص او هر مطلوب هدف په نښه کړي،
#اوس به د ایران د حقیقت موندونکى کمیسیون کار څه نا څه آسانه شوی وي...
#بله دا چې د ایران د مزایلو کارخانې به د دغه «ایکي یواځې یوه زرنگ راکټ» او د هغو «درې سوه دور بُرده مزایلو او پدافند!» په فرق پوه شوې وي چې په «ملک ناخدا آباد» یی ورشړلې ول!!؟ د کیفیت آزمایل ضروري دی، هم مخکې له ډوډۍ هم وروسته له ډوډۍ...💌
(۲). داسې هدف گرځول د دولتونو او خاصتاً د میزبان دولتونو امنیتي توان تر جدي سوال لاندې راولي،ډیپلوماسي، قوانین، بین المللي دولتي حدود، سیاسي سرحدونه او حرمت یی، د جنگ او انتقام اصول، جنگي اخلاق او هر څه مات شوي دي...نړۍ نور د ارزښتونو او اصولو دهکده نده، معنا دا چې هر څوک او هره ډله دیته تشجیع کیږي چې د انتقام لپاره هیڅ رعایت په پام کې ونه نیسي، دا ډول انتقام هغه هم د یوه داسې دولت لخوا چې تر ټولو زیات د نړیوالو تر ملاتړ لاندې دی په حقیقت کې د نړیوال نظم او اصولو د ماتولو مخکښ بلل کیږي، بیا نو مقاومتي ډلې (چې د دولتي قوانینو تابع ندي) تر دینه زیات جسارت ترسره کولی شي.🩸
(۳). د دشمن لخوا د دغسې توانمندو زرنگو وسلو موجودیت کاملاً هغو رهبرانو ته د ناپناه کیدو او د پټیدو برائت ورکوي چې د محافظت لپاره يې پوشیده تدابیر نیولي، معنا دا چې هیڅوک په هیڅ ځای کې محفوظ ندی، او هر آسیب پذیره رهبر د ځان لپاره باید خپل تدابیر ونیسي...معنا دا چې دشمن هره لحظه لاس په ماشه دی نو امان جایز دی...🇦🇫
(۴). د زرنگو وسلو په زور او زبردستۍ باید ډېر پیغامونه ترتیب او تکثیر شي، بلخصوص هغوي ته چې په معاصرو علومو د بطلان سره چلیپا راکاږي...معاصره جگړه معاصر فهم غواړي، قوی تعلیم غواړي، قوي ملت غواړي نه قوي ډله، قوي ټکنالوژي غواړي، قوي اقتصاد غواړي، قوی نظام غواړي او...🇦🇫⚖️
(۵). هغوي چې لا تر اوسه د دا ډول وسلو هدف شوې ندي د خدای د شکر تر څنگ دې په وار وار سوچ او سنجش هم وکړي، که نوبت یی راشي او اراده وشي نو هر یو ددشمن لخوا ښکار کیدای شي، معنا دا چې د «بروجٍ مشیدة» او پناه گاه تر څنگ، د خدای لمن او د غښتلې ملت عیارول، په علومو یی مزین کول، په قوت او قدرت خپل نظام او دولتونه عیارول، د انساني غوښوو او ککریو تر څنگ د معاصرې ټکنالوژۍ خپلول هم لازم، هم مطلوب او هم واجب دی!! مگر آیا د دنیا یو اسلامي هېواد داسې سمارټ وسله او داسې قوت لري؟ آیا د دغسې وسلو په وړاندې زموږ پټنځایونه او تدابیر کافي دي؟🇦🇫
(۶). هغوي چې پر ټکنالوژۍ باور لري نو د د زرنگو وسلو او د ټکنالوژۍ د قدرت او ارتقا کچه به یې څو کاله پس تر دینه هم لوړه او بهتره وي، تر هغو به زموږ د شاتگ، ناتوانۍ، فقر او د بندو علومو کچه نوره هم د زوال په حد کې وي، بیا به د میداني ضعف تر څنگ د بقا په مجادله کې نور هم ناتوانه شوي یو بیا به د ضعیف او مستضعف ملت په شان په آسانه میدان پریږدو حتی خپل ضعیفه دشمن او گاونډ به هم پر موږ تخت و تاز کوي.❤🩹🇦🇫⏳
(۷). د هنیة تر مرگ د مخه د ده ټوله کورنۍ له منځه لاړه، یو لک فلسطینیان د سل اسرائیلي گروگانانو لپاره شهیدان شول، دوه میلیون غزه میشتي وگړي بې کوره، آواره، مختاج، مهاجر، در به در او په لسگونو زره یی ټپیان او معیوب شول، ټول وطن کاملاً په مخروبه تبدیل شو...مگر دوي یې فتح او ظفر بولي...!! لوبه لا زیاته سخته روانه ده...مگر د تعقل کچه کمه او د عبرت لپاره سبقونه زیات پراته دي... فاعتبروا یا اولی الابصار!!!
🇦🇫چې فکرونه بدل نه شي،
افغانستان نه بدليږي🇦🇫
اسرائیلو دقیقه محاسبه درلوده چې د اسماعیل هنیة مرگ به د قاسم سلیماني او ورپسې د نورو هغو چې په سوریه کې د ایران په سفارت کې په نښه شول او هیڅ تاواني جوابدهي یی نه درلوده، دا به هم یوه دوه ورځ خبري سرلیک وی او بس
د ایران جمهور رئیس مسعود پزشکیان به په داسې حال لوړه کوي چې عملاً یې هیواد تر مستقیم تجاوز لاندې دى، معنا دا چې د ده مزل به په وینو او جگړو کې وي، داسې معلومیږي چې د خلیج جگړه نږدې سوله نلري، ممکن دا جگړه نور ابعاد ولري چې عواقب به یی د سیمې لپاره خوندور نه وي، حتی د ټرمپ راتگ به دغه پیچلتیا لاپسې کړکیچنه کړي او جگړې به نورو سیمو ته پراختیا ومومي.
*خدای* پوهیږي چې څو کاله وروسته په مصنوعي ځیرکتیا سمبال رهبري شوي راکټونو څخه به یو مستقل سوچ والا مسلمان هم خلاص نشي ....📿🇦🇫
د بشریت د پرمختگ او نویو علمي پرمختگونو سرعت دومره چابک دی چې ډیر قوي دولتونه یې له گواښ سره مخامخ کړي، منتها پدې چټکو پرمختگونو کې زموږ بنیادي او سیسټماټیک په شاتگ او فکري رکود جداً د تشویش وړ دی، یوه ورځ به ډیر پخپل ځان او پخپل فکري پسماندگۍ تاسف او افسوس وکړو خو فایده به ونلري.❤🩹
لاس په نامه کېناستل بايد وغندل شي، حکمت، قدرت، درایت او تدبیر پکار دی، داسې تدبیر او درایت چې د جنگ او یرغل گنجایش ختم شي، اما هغه حالت چې یو ملت پکې د هلاکت کچې ته رسوي هغه به چاته مطلوب وی؟ داسې سرښیندنه چې هیڅ سر پکې پاتې نه شي غوره ده که د سرونو سرلوړى چې پکې راځي هغه بهتره ده؟💫
د یوه مستضعف ملت د شهید رهبر بزدلانه ترور او مظلومانه شهادت ډېره دردناکه حادثه ده، مگر تر دې زیاته دردناکه د یوه مستضعف ملت ضعف، بې وسي، ناتواني او مظلومیت دی، تر څو چې د مسلمان مبارز او مسلمان عابد سوچ تبدیل نه شي او دغه ضعف په قوت تبدیل نشي د جگړي په ډگر کې به توازن برابر نه شي.
جگړه ښه انتخاب نه دی مگر کله چې تحمیل شي باید چاره یې وشي، جگړه هر ځل پر هغه ځای د زورواکو لخوا تحمل کیږي چیرته چې ضعف وجود ولري، چیرته چې د قواوو توازن وجود لري هلته جگړه نه ورځي، شمالي کوریا او... دا یې ساده نمونه ده📜 او بل هغه هیوادونه چی جزیه ورکوي تر هغو به جگړه د دي کور ته نه ورځي ترڅو چې دا چینه اوبه ورکوي.💧
د نړیوالو اصولو له مخې په میزبان هېواد کې د یوه میلمه وژنه او ترور سخت حقوقي عواقب او تعقیبي دستور لري، دا کاملاً د جنگ رسمي اعلان دی د متجاوز په وړاندې، بر علاوه میزبان ملک د میلمه په اړه اړوند ملک ته ځوابده هم دی، خو د داسې مظلوم میلمه په هکله به دغه رعایتونه څوک رعایت کړي!♥️
اوبخښى مونږ د بلې نړۍ مخلوق يو، په دې باريکيو مو سر نه خلاصيږي او نه ورته ضرورت لرو. ژمى دى هوا يخه شوه، کاکو♟️کمپلان مو پر سر راکش کړى، بيده شى❤🩹🇦🇫⚖️
🇦🇫چې فکرونه بدل نه شي،
افغانستان نه بدليږي🇦🇫