Said Hazrat

Said Hazrat

Share

ودان افغانستان د افغان انسان لپاره #LetAghanGirlsLearn

26/11/2025

د یوې ملي-معیاري رسنۍ په توګه، د «رڼا ټلویزیون» د خپرونو د پیل کیدو زیری،
دا ټلویزیون د ګران او بی جوړې ژورنالست، میرویس ستانکزي په زیار په لار اچول شویدی چه خپرونې به یی ډیر ژر پیل شي.
ګران تکړه ژورنالست او په وطن دردمن میرویس ستانکزي او همکارانو ته یی د زړه له کومه مبارکي وایو.
هیله لرو چه رڼا ټلویزیون به د افغانانو رښتینی غږ شي.
دا وګړي ډیر کړی خدایه،
🇦🇫💐💐🇦🇫
https://www.facebook.com/share/17d4N5Wbki/?mibextid=wwXIfr

25/11/2025

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي نړیوالې ورځې په مناسبت

د نجونو د زده کړو ملي کمپاين اعلامیه

د نومبر ۲۵مه، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي نړیواله ورځ ده، یو داسې فرصت دی چې د نړۍ او په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو پر وضعیت بايد ژور فکر وشي – هغه ښځې او نجونې چې له سختو، سیستماتیکو او بې‌سارو محدودیتونو، تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ دي.

له هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بیا واک ترلاسه کړی، افغان ښځې له خپلو ډېرو بنسټیزو بشري حقونو بې‌برخې شوې دي. تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز، په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو د کار مخنيوی، د هغوی پر تګ راتګ او د حجاب پر ډول محدوديتونه، او له ټولنیز، سیاسي او فرهنګي ژوند څخه د هغوی بشپړ ايستل، د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک ظلم او بې عدالتۍ څرګندې بېلګې دي. دا کړنې نه یوازې د بشري حقونو او اسلامي ارزښتونو ښکاره نقض دی، بلکې د افغانستان له ملي ګټو او همداراز د افغانستان د پرمختګ او روښانه راتلونکي له هيلو سره هم په ټکر کې دي.

موږ له افغان ولس، په ځانګړي ډول له سیاسي، مدني، فرهنګي او رسنیزو بنسټونو غوښتنه کوو چې د دې بې عدالتۍ او سیستماتیک ظلم پر وړاندې یو موټی شي، خپلې هڅې او مبارزې سره همغږې کړي، او د ټولو مشروع وسايلو له لارې پر اوسني حاکمیت او نړیوالې ټولنې فشار راوړي، څو د ښځو د حقونو نقض ته د پای ټکی کېښودل شي.

همداراز، موږ یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغان ښځو پر وړاندې خپل اخلاقي او حقوقي مسؤولیتونه ادا کړي، او د عملي او اغېزناکو ګامونو له لارې پر طالبانو فشار راوړي، چې د ښځو بشري حقونو ته درناوی وکړي. د هېواد اوسنيو واکمنانو ته هم بايد دا پیغام ورکړل شي چې د ښځو له حقونو سرغړونه د دوی او ملت ترمنځ د ژور اختلاف او واټن یو اساسي لامل دی، او که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، نو کېدای شي دا اختلافات د دوی د واکمنۍ لپاره جدي او نه جبرانېدونکې پایلې ولري.

په دې نړیواله ورځ، موږ د افغانستان او نړۍ له زړورو ښځو سره یوځای، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي د پای ته رسولو غږ پورته کوو، او د عدالت، برابرۍ او د ښځو د انساني کرامت د تحقق پر غوښتنه ټينګار کوو.

په درناوي،

د نجونو د زده کړو ملي کمپاين
د ۱۴۰۴ کال د قوس ۴مه
🇦🇫🇦🇫🇦🇫

20/11/2025

سبا (جمعه، 21/11/2025) د ماسپښین پر یوه بجه د اروپا مرکز- بروکسل، بلجیم ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په غبرګون کی د PTM اروپا د احتجاجیه لاریون خبرتیا،
له پتمنو افغانانو هیله لرو چه د امکان تر بریده پدی افغاني هاند کښی ګډون وکړي.
🇦🇫🇦🇫🇦🇫

17/11/2025

اتم تلین،
پلارجانه، خدای ج دی وبخښه!
هیڅوک دی بی پلاره نه شي. 🤲🏻
🥲🥲🥲

08/11/2025

ستر او لوی مبارز، خواریکښ، له فساده پاک، ملنګ او قانع افغان، ارواښاد عبدالرشید آرین وفات شو.
انالله و انالیه راجعون
نوموړی وطن او خلکو ته ژمن وو او ددې سره سره چه د صدارت د مرستیال، عدلیې وزیر او څارنوال په توګه مهمې دندې یی ترسره کړې وې، خو تر آخره په کرایي کور کی اوسیده.
د ارواښاد آرین ژوند، چې له نیستۍ، کړاوونو او خواریو سره تېر شو، خو بیا یې هم د فساد لاره ونه نیوله او پر نفس حاکم او قانع پاتې شو چه د ریښتینې خدمت او صداقت او قناعت ستره بېلګه ده.
او په ملي کچه د هغه په څېر د باعزته او پاک نفسه افغانانو تشه ډېره محسوسېږي.
د ارواښاد آرین صاحب د فکري لارویانو په توګه، دده لارې او ارمانونو ته ژمن یو.
خدای ج دی ده ته جنت فردوس او کورنۍ، دوستانو ، همفکرانو او ټولو مینوالو ته دی یی لوی صبر ورکړي.
🥲🇦🇫🇦🇫🥲

16/10/2025

د فاتحې اعلان:
پر 8/10/2025 د اوږدې ناروغۍ لامله، ستر افغان او د بیوزلانو او اړمنو لاسنیوونکی، د افغان کلتوري بهیر- بلجیم د مشرتابه جرګې غړی، په بروکسل ښار کی د ابن سینا د جومات بنسټ ایښودونکی، ارواښاد ډاکټر صاحب ګل افضل غوڼډیوال وفات شو.😢😢😢
افغان کلتوري بهیر- بلجیم او افغان- اروپا مشورتي موسسه د لوی خدای ج له درباره ارواښاد غونډیوال صاحب ته د جنت فردوس او کورنۍ او خپلوانو ته یی لوی صبر او زغم غواړي.
انالله و انا الله راجعون
د فاتحې اعلان!
- د بیلجیم اوسیدونکی ډاکتر جمال غونډی وال - زوی،
- عطالله ځاځی، حاجی اسد الله ځاځی، نجیب الله ځاځی، حفیظ الله ځاځی او د کابل اوسیدونکی صاحب زلمی ځاځی، جاوید، احمدشاه او شهید ذکی ځاځی - وریرونه
- د بلجیم اوسیدونکی خان زلمی ځاځی، وحیدالله، عتیق الله، عزت الله، جمال ناصر، او دیدار ځاځی- خوریونه
- امیم الله ځاځی، فضل غنی مزمل، بهادر، اکبرشاه، صادق ځدران، واحد حلیم، ابرار محمد، شمل غونډیوال، عزیز او حشمت الله- د تره زامن
- ولی ځاځی، اتل، امین، هیواد، پښتون، سیال، فرمان، ساحل، اباسین، شهاب الدین، پاڅون او سمون ځاځی- د ورور لمسیان
- حاجی رشید او حاجی بشیر- دوستان
د کابل پوهنتون د پخوانی استاد، ارواښاد حاجی ډاکټر ګل افضل غونډیوال د مړینې له کبله دوستانو ته خبر ورکول کیږی چی د مرحوم جنازه چه پرون (15/10/2025) د بلجیم په بروکسل ښار کی خاورته سپارل شوې ده، د فاتحې مراسم یی د يکشنبې پر ورځ، د اکتوبر پر نولسمه نېټه د د ماسپښسن له دوو بجو ځخه تر څلورو بجو پوری د بروکسل ښار د ابن سینا په جومات کی ترسره کیږي.

د میرمنو فاتحه په همدې ورځ د حفیظ الله ځاځي په کور کی اخستل کیږی ...

د جومات پته :
14 Rue Guillaume Kennis
1030 schaerbeek
Bruxelles

د ښځینه وو لپاره د فاتحې پته :
Avenue Louisd Pierard 6
1040 Evere Bruxelles

د اړیکو لپاره:
حاجی بشیر ځدراڼ :
0032 472 917 751
حاجی اسد ځاځی :
0032 475 503346
عطاالله ځاځی :
0032 4954798 35
خان زلمی ځاځی :
0032 493325767
حفیظ الله ځاځی :
0032 484987512

15/10/2025

د اوسني حاکمیت سره زموږ مخالفت پر خپل ځای،
خو پر افغانانو او افغانستان د پاکستان د دهشتګر پوځ وروستي هوايي او مځکني بریدونه په کلکه غندو. او د وطن په دفاع کی د افغان میړني ولس او د ملتپالو
جنګیالیو سرښندونو ته د قدر په سترګه ګورو.
هغه ورځ لیري نده چه سیمه به د افغان ملتپالو د قربانیو په مټ د مثبتو بدلونو شاهده وي.
موږ باور لرو چه هیڅ طاغوتي قدرت به د افغانانو د یووالي مخه ونشي نیولای، او همدا یووالۍ زموږ د بري راز دی.
افغان ملتپال زموږ د ننګ ژبه او وطن سره د مینې سمبول دی ❤️🇦🇫.
پردیپالو، پاکستان پرستو او تجزیه غوښتونکو بی ضمیره «افغان نیستم» نسل ته مو دا پیغام دی چه ځانونه مه ستړي کوئ ، افغانان اوس تاسو او پاکستان ته د یوه دښمن په سترګه ګوري او تاسو به هیڅکله نور بریالي نه شئ.
ژوندی دی وي افغان او افغانستان
د ملتپالو افغان زړورو جنګیالانو او ولسونو ترمنځ د لا پیوستون او باور په هیله
🇦🇫🇦🇫🇦🇫

27/09/2025

د میزان پنځمه/شپږمه (د سپټمبر 27) د افغان میړني ، د ملي روغې جوړې د سیاست نوښتګر، د افغان او افغانستان د دښمنانو د سترګو د اغزي،د افغان نوي نشنلزم سرلاري، د افغانیت د مکتب لوي ښوونکي او د افغان داعیې لوی سرتیري، د زړونو د شهید، ستر شهید، ډاکټر نجیب الله، تلین دی.
یاد دی ژوندی وي.
لوی خدای ج دی وبخښي او جنتونه دی نصیب وي.🤲🏻
🇦🇫🇦🇫🇦🇫

08/09/2025

بلجیم مېشتو افغانانو د کونړ زلزله ځپلو لپاره شاوخوا نوي زره یورو (یو لک او پنځه زره ډالره) مرسته راټوله کړه. اړمنو کسانو ته ددې مرستو ویش په سیمه کی زموږ د باوري ملګرو لخوا دوام لري.
چه اتفاق وي، هر مثبت څه شوني دي.
ژوند ژوند بلجیم میشتو افغانانو!
🇦🇫🇦🇫🇦🇫

01/09/2025

چو عضوی بدرد آورد روزګار- دیګر عضوها را نماند قرار
تو کز محنت دیګران بیغمی- نشاید که نامت نهند آدمی

د لوی خدای په نامه!

په کنړ او ننګرهار کی د ورستیو ویجاړوونکو زلزلو له کبله د زلزله ځپلو سره د مالي مرستو د راغونډولو اړوند د بلجیم د بروکسل ښار د ابن سینا جومات او کلتورې ټولنې بیړنۍ خبرتیا!

ددی سره سره چه د کیدونکو مرستو د سم ویش لپاره زموږ ملګري کابل او زلزله ځپلو سیمو ته رسیدلي دي،

تاسو ګرانو افغانانو ته بلنه درکول کیږي چه پدی ستر افغاني او اسلامي مرستندویه کار کی برخه واخلئ، او د جمعې په ورځ (د سپټمبر پر پنځمه) د ابن سینا په جومات کی د جمعې تر لمانځه وروسته به انشالله په ګډه او هر څوک تر خپلې وسې مالي مرستې سره یوځای کوو او اړمنو وطنوالو ته به یی رسوو.
ستاسو د هر یوه د راتګ په هیله،
آدرس:
Rue Guillaume Kennis, 14
1030 Bruxelles

د اړیکو لپاره:

+32 493 83 15 56
+32 475 50 33 46
😢😢🇦🇫🇦🇫

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address

Kabul
1003

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00