الحاج استاد محمد موسئ «هوتک» رسمي پاڼه

الحاج استاد محمد موسئ «هوتک» رسمي پاڼه

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from الحاج استاد محمد موسئ «هوتک» رسمي پاڼه, کابل افغانستان, Kabul.

19/03/2026

دکوچني اختر د رارسېدو په مناسبت درنو هیوادوالوته د مبارکي پيغام!!
__________________________________
بسم الله الرحمن الرحیم

د اسلامي نړي او افغانستان مسلمانانو پوره یوه میاشت په یوه ستر الهي امتحان کې تیره کړه، روژې مو ونیولې، لمونځونه مو وکړل، د قرآن کریم ختمونو مو وکړل ، له نفسِ اماره سره مو مبارزه وکړه، د زړه او روح پاکي او تهذیب ته مو اقدام وکړ، د خدای له نورو بنده ګانو سره مو د خپل وس په اندازه مرسته وکړه او د هیواد په‌کچه مو په يو سخت جنګي حالت کي دا میاشت تیره کړه اوس د رحمت او مغفرت د میاشتې په پای کې اختر لمانځو ، یو بل ته مبارکي وایو، د یو بل کور ته ورځو، خوشحالۍ کوه او له اسلامي دود سره سم، په‌دي هيواد کي که څوک له چا مرور وي، هغه پخلا کوئ او په دې ډول د نفاق، حسد، کینې او عداوت له تباه کوونکو مرضونو ځانونه ژغورئ.

همدا اسلامي اخلاق او اسلامي رویه ده چې مسلمانې ټولنې یې په پیړیو پیړیو په امن و امان کې وساتلي او مومنانو دا فرصت پیدا کړ چې په ارام ذهن او بې غمه زړه د خپل خدای عبادت وکړي، د خپلو وطنونو خدمت وکړي او حلاله روزي وګټي. خو له بده مرغه، سږ کال او په تیرو څو کلونو کې خپل اسلامي اخترونه په داسې حال کې لمانځو چې په ډیرو اسلامي هیوادونو کې د جنګ او شرارت اورونه بل دي ، ځوانان، بوډاګان، ښځې او ماشومان وژل کیږي، کورنۍ تباه کیږي او په میلیونو میلیونو مسلمانان له خپلو کلیو او ښارونو لرې، په صحراګانو کې، په بحرونو کې او د پردیو هیوادونو په سرحدونو کې د جنګ، قتل او شرارت د پلویانو له لاسه د بیوسي، بیوزلي او مایوسي ورځې شپې سبا کوي.
قاتلې ، خونکارې او شیطاني ډلې په اسلامي دنیا کې، نه حکومتونه غواړي، نه وحدت او اتحاد نه اردو او پولیس غواړي، نه علم او مکتب زغمي ، نه یې پر خلکو سړک، او فابریکه او ترقي لوریږي. د دوی وظیفه همدا ده چې مسلمانان در په دره او تباه شي. په افغانستان کې هم د جهل او شرارت د پیروانو کار او مقصد دا دی چې نظام په پښو ونه دریږي، او مسلمانان په پښو ونه دریږي، چې د افغانستان خلک همیشه نورو ته متحاج پاتې شي.

خو له نیکه مرغه زموږ د مومنو او غیرتي خلکو عزم او همت اتفاق او یووالي ورورولۍ او خورولۍ او په تیره بیا زموږ د امنیتي، دفاعي قوتونو شهامت او ایثار د افغانستان او افغانانو دښمنانو ته هیڅ وخت دا اجازه نه ور کوي چې شیطاني ارزوګانې یې پوره شي .

موږ به په خپل ېوالي او اتفاق سره خپل هيواد ته د لا پرمختګ سولي او امنيت ټينګښت جوګه ګرځو او د دي خاوري دښمنانو ته‌مو چي څنګه پخوا ماته ورکړي اوس به هم د خپل افغانيت،اسلاميت ، او وحدت سره ماته وکوو .
او خپل هیواد به انشاءالله په نړي کې د‌پراختیا او يوالي بيلګه جوړوو .

په پاي کي خپل ټولو با عزته با شهامته او مسلمان ولس ته د کوچني اختر مبارکي وايم له خوښي او خوشحالي ډک اختر ولري اختر مو بختور شه په‌دي هيله چي نور زموږ په مقدسو او د خوشحالۍ په ورځو کې وينئ و نه بهيګي .

په درنښت

27/02/2026

افغانستان سره د پنجاب لاس پوڅي رژیم د ظلم او بیګانه مسلمانانو د شهیدانولو په باب خپل ژوره خواشينی د شهیدانو له کورنیو سره څرګندوم!

الهي امر او د بې‌ګناه انسان د ژوند حرمت !
اسلام د انسان د ژوند ساتنه یو ستر الهي اصل بولي. د قرآن کریم له څرګندو لارښوونو څخه دا ده چې د بې‌ګناه انسان وژل د ټول انسانیت د وژلو په معنا ګڼل کېږي. دا الهي لارښونه ښيي چې جګړه، تاوتریخوالی او د ملکي وګړو وژل د اسلام له بنسټیزو ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

په اسلامي اخلاقو کې عدالت، رحم او د ظلم مخنیوی اساسي ارزښتونه دي. که په کوم ځای کې بې‌وسه خلک، ماشومان او ښځې د جګړې قرباني شي، دا کار نه یوازې اخلاقي جرم بلل کېږي، بلکې د الهي امر خلاف عمل هم دی. د اسلامي اصولو له مخې هېڅ دولت یا ځواک ته اجازه نشته چې د خپل سیاسي هدف لپاره د بې‌ګناه انسانانو ژوند له منځه یوسي.

پنجاب لاس پوڅي رژیم تل د افغانستان پر وړاندې تاریخي جفاوي کړي هر ځل یي په سیاسی ، ګاونډ او سوداګریزو تړونونو کي څیره بدله کړي او افغانستان سره یي جفا کړي دا ځل یي هم مسلمانان د غم په تغیر کینول او په یو بزدلانه حمله یي زموږ ورونه او خوندي شهیدان کړل انالله واناالیه راجعون .

افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو سیاسي او پوځي فشارونو سره مخ شوی دی.د سیمې سیاسي سیالۍ، لاسوهنې او جګړې د دې هېواد د ثبات پر وړاندې دوامدار خنډونه جوړ کړي دي.

خو افغانان هیڅکله د خپل ولس، خاوري، حریم او ملي ارزښتونو د دفاع څخه ندي په شاه شوي، تل يي په میړانه د نړي له سترو طاقت ورو ځواکونو سره د ظلم پر وړاندي مبارزه کړي تاریخ یي ګواه دي چي په الهي نصرت سره یي ظالمان په شاه تمبولي او د خاوري په دفاع کي بریا ته رسیدلي بی له شکه چي وطن د مور حیثیت لري او د مور حفاظت د هر اولاد فریضه ګڼل کیږي، زموږ زمریانو په ډیره میړانه په ځوابي بریدونو کي غچ اخیستي او د حالاتو د ترینګوالي په صورت کي به بیا هم خپلو بریدونو ته دوام ورکوي .

د یو خپلواک هېواد د حاکمیت درناوی د نړیوالو اړیکو بنسټیز اصل دی، هر هغه عمل چې د یوه ملت پر امنیت او ارام ژوند منفي اغېز وکړي، د تاریخي بې‌عدالتۍ دوام ګڼل کېږي، د افغانستان امنیت د سیمي امنیت دي ښکاره ده چي هر هیواد کي نا امني یا جګړه رامنځ ته شي شاوخوا سیمي به یي هم له ضرر څخه خوندي پاتي نشي ، په جګړه کي اقتصادي زوال رامنځ ته کیږي ، سیاسي بی ثباتي ، بشري ناورین ، ګډوالي او ورته نوري له خطره ډکي ستونزي دجګړي لاملونه دي.
موږ د جګړي پلوي نه يو د هیوادونو تر منځ هر سیاسي معضله باید د دیپلماسۍ او یا هم د نړیوالو د منځګړیتوب له لاري حل شي.

نړیوال قوانین په څرګنده توګه د ملکي وګړو ساتنه تضمینوي، د نړیوال بشري قانون او د جګړې د اصولو له مخې: د ملکي وګړو په نښه کول منع دي د بل هېواد پر خاوره پوځي اقدام باید د نړیوالو اصولو مطابق وي د انسان حقونه او د هېوادونو حاکمیت ته باید درناوی وشي د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د زور کارول باید یوازې د مشروع دفاع په حالت کې او د نړیوالو اصولو له چوکاټه بهر نه وي. هر هغه عمل چې د ملکي خلکو ژوند ته خطر پېښ کړي، د نړیوالو قوانینو له مخې د پوښتنې او مسؤلیت وړ دی.
په درنښت

18/02/2026

د هیواد او نړي ټول مسلمه امت ته د روژي مبارکي میاشتي د رارسیدو په پار د زړه له کومي مبارکي وايم
روژه مو‌ مبارک شه !

د (روژي)رمضان المبارک فضائل او ځانګړتياوې
د رمضان المبارک مياشت د اسلام په مقدس دين کې يو معظمه او با برکته مياشت ده چې لاندې فضائل او ځانګړتياوي لري :
۱- الله جل جلا له په دغه مياشت کې پر مسلمانانو باندې روژه چې د اسلام څلورم رکن دی فرض کړی ده .
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ) البقرة / 183
ژباړه : (ای مؤمنانو ! پر تاسې (داسې ) روژه فرض کړشوې ده لکه پر هغو کسانو چې فرض کړ شوې وه چې تر تاسې پخوا وو .
او فرمايي : شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ (185 البقره )
بخاري (8) او مسلم (16) نقل کوي چې د ابن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :
” بني الإسلام على خمس شهادة أن لا إله إلا الله , وأن محمدا عبد الله ورسوله , وإقام الصلاة , وإيتاء الزكاة ، وصوم رمضان , وحج البيت “
۲- الله جل جلا له په دغه مياشت کې قرآن نازل کړی دی چې په مخکنې آيت کې بيان شو : ( شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدىً لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ ) البقرة / 185 ، وَقَال سُبْحَانَهُ وتَعَالَى : { إنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ }
ژباړه : (د روژې مياشت هغه (مياشت ) ده چې قرآن په کې نازل شوی دی ، چې د خلکو د پاره هدايت دی او د هدايت لپاره روښانه دلايل او د (د حق او باطل ) تر منځ بېلوونکی دی ) .
۳- الله جل جلا له په دغه مياشت کې د ليلة القدر شپه ګرځولي ده چې غوره ده له زرو مياشتو څخه ( إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ . وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ . لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ . تَنَزَّلُ الْمَلائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ . سَلامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ ) القدر / 1_5 .
په فضيلت د دغه شپې کې مکمل سورة نازل شوی دی او ددې شپې په فضيلت کې زيات احاديث روايت شوي دي :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ” أَتَاكُمْ رَمَضَانُ شَهْرٌ مُبَارَكٌ فَرَضَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَيْكُمْ صِيَامَهُ , تُفْتَحُ فِيهِ أَبْوَابُ السَّمَاءِ , وَتُغْلَقُ فِيهِ أَبْوَابُ الْجَحِيمِ , وَتُغَلُّ فِيهِ مَرَدَةُ الشَّيَاطِينِ , لِلَّهِ فِيهِ لَيْلَةٌ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ ” رواه النسائي ( 2106 ) وأحمد (8769)
يعنې : پر تاسې د رمضان مبارکه مياشت راغله چې الله تعالی د دغه مياشتې روژه پر تاسې فرض کړې ده ، په دغه مياشت کې د جنت دروازې پرانيستل کيږي ، د دوزخ دروازې بنديږي ، په دې مياشت کې شيطانان تړل کيږي ، په دې مياشت الله جل جلا له لره يوه غوره شپه ده چې په دې شپه کې عبادت کول له زرو مياشتو غوره دی .
۴- الله تعالی د دغه مياشتې روژه نيول او په هغه کې قيام کول د بندګانو د ګناهونو د بخښنې ذريعه ګرځولې ده .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من صام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه ” البخاري ( 2014 ) ، ومسلم ( 760 ) .
(څوک چې د رمضان د مياشتې کې دشپی روژه د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره ونيسي نو د هغه آينده ګناهونه بخښل کيږي)
قال صلى الله عليه وسلم : ” ومن قام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه ” البخاري ( 2008 ) ومسلم ( 174 )
او همدارنګه فرمايي : څوک چې د رمضان په مياشت کې دشپی قيام وکړی (د تراويح لمونځ ) د ايمان په تقاضا او دثواب لپاره نو دهغه آينده ګناهونه بخښل کيږي
۵- الله جل جلا له په دغه مياشت کې جنت دروازې پرانېږي او د دوزخ دروازې بندوي ، شيطانان تړي لکه د بخاري او مسلم په حديث کې چې راځي : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ” إذا جاء رمضان فتحت أبواب الجنة , وغلقت أبواب النار , وصُفِّدت الشياطين ” . البخاري ( 1898 ) ، ومسلم ( 1079 )
يعنې : کله چې رمضان راشي د جنت دروازې خلاصيږي ، د دوزخ دروازې بنديږي او شيطانان پر ځنځيرونو تړل کيږي .
او هغه ورورنه او خویندی مو چي بی وزله دي
په دي مبارکه میاشت کي مو هیر نشي د خپل توان په کچه ورسره د ماښام د روژه ماتي مرسته وکړي ، له ورونو سره کینه باید و نه کړو ، خپل د مالونو زکاتونه باید ورکړو ، او هغه کوم اعمال چي پر‌موږ لازم ګڼل شوي هغه تر سره کړو.

یو ځل بیا مو روژه مبارک شه

03/11/2025

د خواخوږۍ پيغام

انالله و اناالیه راجعون

په ډېرې خواشينۍ سره خبر شوم چې په شمالي ولايتونو، په ځانګړي ډول په بلخ او سمنګانو ولايت کې يوې سختې زلزلې د خلکو ځان او مال ته درانه زيانونه اړولي دي، زه ټولو قرباني کورنيو ته د زړه له کومې د تسليت او همدردۍ مراتب وړاندې کوم او ټپيانو ته د عاجلې روغتيا دعا کوم.
له ټولو هیوادوالو ، ملي تجارانو ، سيمه‌ييزو مسوولينو، د هېواد دننه له خيريه بنسټونو، بشردوسته هېوادونو، ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو څخه مو غوښتنه ده چی د زيانمنو کورنيو سره خپلي مرستې ترسره کړي .

موږ ټول بايد په ګډه د دې اغېزمنو او دردمنو خلکو لاسنيوی وکړو، څو له دې سخت حالت څخه وژغورل شي، همدا د ملي يووالي او انساني مسووليت وجیبه ګڼل کیږي،
په درنښت

01/09/2025

د خواخوږۍ پيغام

انالله و اناالیه راجعون

په ډېرې خواشينۍ سره خبر شوم چې په ختيځو ولايتونو، په ځانګړي ډول په کونړ ولايت کې يوې سختې زلزلې د خلکو ځان او مال ته درانه زيانونه اړولي دي، زه ټولو قرباني کورنيو ته د زړه له کومې د تسليت او همدردۍ مراتب وړاندې کوم او ټپيانو ته د عاجلې روغتيا دعا کوم.
له ټولو هیوادوالو ، ملي تجارانو ، سيمه‌ييزو مسوولينو، د هېواد دننه له خيريه بنسټونو، بشردوسته هېوادونو، ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو څخه مو غوښتنه ده چی په بيړني ډول د زيانمنو کورنيو مرستې ته راودانګي، اړينه ده چې د سرپناه، خوراک، څښاک، طبي درملنې او د ژوند د نورو لومړنيو اړتياوو برابرولو کې له ځنډ پرته اقدام وشي.

موږ ټول بايد په ګډه د دې اغېزمنو او دردمنو خلکو لاسنيوی وکړو، څو له دې سخت حالت څخه وژغورل شي، همدا د ملي يووالي او انساني مسووليت وجیبه ګڼل کیږي،
په درنښت

07/06/2025

اختریز پیغام !!
-----------
السلام علیکم ورحمته وبرکاته؛

د لوي اختر د رارسیدو په مناسبت د زړه له تله خپل د خوښي ډک مراتب لومړي د افغانستان باتور،مجاهد غمځپلي او با عزته ولس ته او بیا د ټولې نړی مسلمانانو ته وړاندي کوم .
او په دي مناسبت د دعا لپاره لاس لپه کوم چي الله ( ج ) دي زموږ او ستاسو روژي ،لمونځونه ،قرباني ، ،دعاګاني ، او صدقات په خپل سپیڅلي درباره کی قبولې او منظور وګرزوي څښتن تعالی دي د حجاج کرامو حجونه، عبادات او دعاګانې د اسلام امت د یوالي ،ورورولي ، او سراسري سولي د ټینګښت په حق کي قبولي کړي .
رب دي دا اختر په ټوله اسلامي نړي کي د اسلام د لا بریا ، سولي او اتفاق سبب وګرزوي .
په درنښت
اختر مو بختور شه

29/03/2025

دکوچني اختر د رارسېدو په مناسبت درنو هیوادوالوته د مبارکي پيغام!!
__________________________________
بسم الله الرحمن الرحیم

د اسلامي نړي او افغانستان مسلمانانو پوره یوه میاشت په یوه ستر الهي امتحان کې تیره کړه، روژې مو ونیولې، لمونځونه مو وکړل، د قرآن کریم ختمونو مو وکړل ، له نفسِ اماره سره مو مبارزه وکړه، د زړه او روح پاکي او تهذیب ته مو اقدام وکړ، د خدای له نورو بنده ګانو سره مو د خپل وس په اندازه مرسته وکړه او د نړي په‌کچه مو په يو سخت حالت کي د کرونا په نوم مرض سره مبارزه وکړه او دا دی د رحمت او مغفرت د میاشتې په پای کې اختر لمانځو ، یو بل ته مبارکي وایو، د یو بل کور ته ورځو، خوشحالۍ کوه او له اسلامي دود سره سم، په‌دي هيواد کي که څوک له چا مرور وي، هغه پخلا کوئ او په دې ډول د نفاق، حسد، کینې او عداوت له تباه کوونکو مرضونو ځانونه ژغورئ.

همدا اسلامي اخلاق او اسلامي رویه ده چې مسلمانې ټولنې یې په پیړیو پیړیو په امن و امان کې وساتلي او مومنانو دا فرصت پیدا کړ چې په ارام ذهن او بې غمه زړه د خپل خدای عبادت وکړي، د خپلو وطنونو خدمت وکړي او حلاله روزي وګټي. خو له بده مرغه، سږ کال او په تیرو څو کلونو کې خپل اسلامي اخترونه په داسې حال کې لمانځو چې په ډیرو اسلامي هیوادونو کې د جنګ او شرارت اورونه بل دي ، ځوانان، بوډاګان، ښځې او ماشومان وژل کیږي، کورنۍ تباه کیږي او په میلیونو میلیونو مسلمانان له خپلو کلیو او ښارونو لرې، په صحراګانو کې، په بحرونو کې او د پردیو هیوادونو په سرحدونو کې د جنګ، قتل او شرارت د پلویانو له لاسه د بیوسي، بیوزلي او مایوسي ورځې شپې سبا کوي.
قاتلې ، خونکارې او شیطاني ډلې په اسلامي دنیا کې، نه حکومتونه غواړي، نه وحدت او اتحاد نه اردو او پولیس غواړي، نه علم او مکتب زغمي ، نه یې پر خلکو سړک، او فابریکه او ترقي لوریږي. د دوی وظیفه همدا ده چې مسلمانان در په دره او تباه شي. په افغانستان کې هم د جهل او شرارت د پیروانو کار او مقصد دا دی چې نظام په پښو ونه دریږي، او مسلمانان په پښو ونه دریږي، چې د افغانستان خلک همیشه نورو ته متحاج پاتې شي.

خو له نیکه مرغه زموږ د مومنو او غیرتي خلکو عزم او همت اتفاق او یووالي ورورولۍ او خورولۍ او په تیره بیا زموږ د امنیتي، دفاعي قوتونو شهامت او ایثار د افغانستان او افغانانو دښمنانو ته هیڅ وخت دا اجازه نه ور کوي چې شیطاني ارزوګانې یې پوره شي .

موږ به په خپل ېوالي او اتفاق سره خپل هيواد ته د لا پرمختګ سولي او امنيت ټينګښت جوګه ګرځو او د دي خاوري دښمنانو ته‌مو چي څنګه پخوا ماته ورکړي اوس به هم د خپل افغانيت،اسلاميت ، او وحدت سره ماته وکوو .
او خپل هیواد به انشاءالله په نړي کې د‌پراختیا او يوالي بيلګه جوړوو .

په پاي کي خپل ټولو با عزته با شهامته او مسلمان ولس ته د کوچني اختر مبارکي وايم له خوښي او خوشحالي ډک اختر ولري اختر مو بختور شه په‌دي هيله چي نور زموږ په مقدسو او د خوشحالۍ په ورځو کې وينئ و نه بهيګي .

په درنښت

12/12/2024

مَوْتُ الْعَالِمِ مُصِيبَةٌ لا تُجْبَرُ
په ژوري خواشینۍ سره مي خبر ترلاسه کړ چې زموږ د جهاد د دوري ملګري ،د شوروي اتحاد د یرغل په وړاندي د سپېڅلي جهاد ستر مجاهد د نیکو اخلاقو بیلګه ، سوله پال او مینه پال شخصیت د افغانستان د کدوالو او راتسنیدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن ح-ق-ا-ني د هیواد د ښمنانو له خوا په شهادت رسیدلي دي.
إنا لله وإنا إليه راجعون.
خدای بښلې د خپل عمر لویه برخه د اسلام او ملت په خدمت کي تیره کړه ، له دین او وطن سره بي ساري مینه لرله د هیواد په جنوبي ولایاتو کي د جرګو او مره کو یوه ځانګړي وړتیا خداي ج ورته ورکړي وه ، په هیواد کي یې د سولي د ټینګښت په برخه کي نه سټړي کیدونکي هلي ځلي ترسره کړي، مبارز او مجاهد شخصیت وه ،تل به يي اسلام بشریت ته د سلامتیا، بهبود، شفقت، مهربانۍ او مینې دین ورتعبیراوه.
د ارواښاد مړینه د هیواد په کچه یوه ستره ضایعه ده. پیښه کي د شهیدانو د درنو کورنیو ټولو غړيو ته خپل د تسلیت او خواشینۍ مراتب وړاندې کوم د الله سبحانه وتعالي له سپیڅلي درباره څخه شهیدانو ته جنت الفردوس او د کورني پاتي غړیو ته یي د جمیل صبر او عظیم اجر غوښتنه کوم . روح دي ښاد وي یاد یي تل پاتي
په درنښت

15/06/2024

د ډاډ ګیرني او غم شریکي پیغام !
کلُّ نَفسٍ ذائِقَةُ المَوتِ

په ژوري ‌‌‌‌‌‌ خواشینۍ سره خبر شوم ، چى زما د ورور په شان دسختو ورځو ملګري د امرخیلو قوم، مخور مشر، پخواني مجاهد الحاج گل محمد خان امرخیل مشهور په
(حاجی صاحب آتی) له دې فاني نړۍ څخه د آبد لپاره سترګې پټې کړی.
انالله واناالیه راجعون
ارواښاد ته د لوي څښتن تعالي له سپیڅلي دربار څخه جنت الفردوس او د درني کورني پاتي غړیو ته یي د عظیم اجر او جمیل صبر غوښتونکي يم .

Photos from ‎الحاج استاد محمد موسئ «هوتک» رسمي پاڼه‎'s post 11/05/2024

دتسلیت او غمشریکئ پیغام !!

اللَّهُمَّ أْجُرْنِي فِي مُصِيبَتِي وَأَخْلِفْ لِي خَيْرًا مِنْهَا

په ژوره خواشیني سره مي خبر تر لاسه کړ چي د بغلان ،غور بادغیس ولایتونو کې ژور سېلابونه راوتلي،چې د مالي زیان سره يي په لوړه کچه ځاني زیانونه هم اړولي دي یاده پیښه کي زموږ ګڼ شمیر هیواد وال ټپیان او تر ۵۰ کسانو زیات يي په شهادت رسولي دي .

اناالله وناالیه راجعون

د لوي څښتن تعالي له سپیڅلي دربار څخه د شهیدانو کورنیو ته د جمیل صبر او د عظیم اجر غوښتنه کوم ټپیانو ته دي رب سبحانه و تعالي عاجله او کامله روغتیا ورپه برخه کړي .
په دي لوي مصیبت کي د یادو ولایاتو له ټولو غمځپلي ولسونو سره په غم کي ځان شریک بولم.

د پیښو ته د رسیدو په چاروکي د دولت له وزارت ، خیریه بنسټونو، روغتیایی ، بشرپاله سازمانونو او د سیمي له خلکو څخه هیله مندیو تر څو د پیښه له قربانیانو سره خپلي بیړني مرستي تر سره کړي .

30/04/2024

اغتنم خمسا قبل خمس : حياتك قبل موتك وصحتك قبل سقمك وفراغك قبل شغلك وشبابك قبل هرمك وغناءك قبل فقرك . كنز العمال

ترجمه : پنځه شیان تر پنځو شیانو وړاندې غنیمت و ګڼه (فایده ورڅخه واخله) :

خپل ژوند تر خپل مرګ وړاندې .

خپل صحت تر خپلې بیماري نه وړاندې .

خپل فراغت تر مصروفیت وړاندې .

خپله ځواني د تر زړتوب نه وړاندې.

خپله مالداري تر غربت نه وړاندې .

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Culinary Team

Attire

Address


کابل افغانستان
Kabul