07/06/2026
{په ارزګان کې له ۱۰۰۰ کورنیو سره د خوړو مرسته وشوه}
د ارزګان ولایت د اقتصاد ریاست د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست تر مستقیم څار لاندې او د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه او بشري مرستو په مالي ملاتړ، د TWAO موسسې په تخنیکي همکارۍ له ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوړو مرسته وکړه. هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره، ۵ کیلو غوړي، ۵ کیلو لوبیا او ۵ کیلو وریجې ورکړل شوې. وېش د اقتصاد ریاست په همغږۍ او په شفاف ډول ترسره شو.
07/06/2026
{روند توزیع بز در ولسوالی زندهجان هرات}
ریاست اقتصاد ولایت هرات همراه با تیم تخنیکی مؤسسه IAM از روند توزیع بز در ولسوالی زندهجان نظارت کرد. پیشتر افراد مستحق توسط تیم مؤسسه، نماینده زراعت و ولسوالی سروی و ثبت گردیده بودند. در حضور تیم نظارتی ریاست اقتصاد و نماینده زراعت، برای ۲۵ خانواده در مجموع ۲ رأس بز همراه با ۲ بزغاله توزیع شد.
07/06/2026
{په لوګر ازره کې د استنادي دیوال د جوړولو پروژه}
د لوګر ولایت د اقتصاد ریاست د ازرې ولسوالۍ د چوتره بالا په کلي کې د استنادي دیوال د جوړولو پروژې څارنه وکړه. دا پروژه د ۱۱۸ مترو په اوږدوالي، ۱.۸ متر په پلنوالی او ۱.۵ متر په لوړوالي د تخنیکي اسنادو (BOQ) مطابق عملي کېږي. اکشناید موسسې ته لارښوونه وشوه چې پاتې کارونه د ټاکل شوي وخت سره سم بشپړ کړي. پروژه د UNDP په مالي ملاتړ په ۲.۲ میلیونه افغانیو لګښت تطبیقېږي.
06/06/2026
{توزیع کمکهای نقدی برای آسیبدیدگان سیلاب در تخار}
ریاست اقتصاد ولایت تخار با همکاری مؤسسه ACTED از روند توزیع کمکهای نقدی برای ۸۱ خانواده آسیبدیده از سیلابهای اخیر در ولسوالی اشکمش نظارت کرد. این کمکها در قریههای ترسک چشمه و قنداریها توزیع گردید که طی آن برای ۷۵ خانواده مبلغ ۱۰,۸۷۰ افغانی و برای ۶ خانواده دارای شهید یا زخمی مبلغ ۱۳,۰۵۰ افغانی پرداخت شد.
06/06/2026
{په ارزګان کې له اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه}
د ارزګان ولایت د اقتصاد ریاست د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، د WFP په مالي ملاتړ او د HOPA موسسې په تخنیکي همکارۍ د ګیزاب، خاص ارزګان او دهراوود ولسوالیو په کچه له ۲۸۵۹ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه. په مرستو کې ټولټال ۸,۲۹۱,۱۰۰ افغانۍ ووېشل شوې چې هرې کورنۍ ته ۲,۹۰۰ افغانۍ ورکړل شوې. دا پروګرام درې میاشتې دوام کوي او موخه یې د خلکو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول او د اقتصادي وضعیت ښه کول دي.
06/06/2026
{صنوف آموزش فنی و حرفهای برای بیماران مواد مخدر در هرات}
ریاست اقتصاد ولایت هرات از صنوف پروژه «آموزش فنی و حرفهای برای بیماران مواد مخدر» مربوط به مؤسسه WADAN نظارت کرد. این پروژه با تمویل مالی UNODC و در چوکات ریاست صحت عامه تطبیق میشود. در این برنامه، بیماران تداویشده مواد مخدر در بخشهای خیاطی، ترمیم موتورسایکل و لولهکشی آموزشهای عملی و فنی دریافت میکنند. پس از سه ماه آموزش، برای آنان بستههای ابزار کار (تولکیت) توزیع شده و به بازار کار معرفی میشوند. فعالیتهای پروژه مثبت ارزیابی گردید.
06/06/2026
{په کوزکنړ کې له ۱۲۰ کورنیو سره د هګیو چرګانو خوراکه ووېشل شوه}
د ننګرهار ولایت د اقتصاد ریاست د کرنې او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې او د «ستاسو غږ» (YVO) مؤسسې په همکارۍ د دوهم ځل لپاره د کوزکنړ ولسوالۍ په کچه له ۱۲۰ اړمنو کورنیو سره د هګیو چرګانو خوراکه ووېشل شوه. هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کیلوګرامه خوراک ورکړل شو، څو د چرګانو پالنه لا پیاوړې شي. د پروژې موخه د هګیو تولید زیاتول، د کورنیو د عاید سرچینې پیاوړتیا او د خوړو خوندیتوب ته وده ورکول دي.
04/06/2026
{په ننګرهار کې د لمریزې اوبو رسولو شبکې پرانیسته}
د ننګرهار ولایت د اقتصاد ریاست د درهنور ولسوالۍ د مقام په همکارۍ، د RAADA مؤسسې په تخنیکي ملاتړ او د AICS په مالي مرسته د سګي کلي اوسېدونکو ته د لمریزې اوبو شبکه او د اوبو ذخیره ګټه اخیستنې ته وسپارله.له دې پروژې له لارې شاوخوا ۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو لاسرسی برابر شو. د اقتصاد ریاست استازو زیاته کړه چې دا پروژه د ناروغیو د کمېدو او د خلکو د ژوند د کیفیت د ښه کېدو لپاره مهمه ده او د ساتنې په برخه کې د خلکو همکاري اړینه ده. د سیمې اوسېدونکو د پروژې له پلي کېدو خوښي څرګنده کړه.
04/06/2026
{توزیع خوراک حیوانی برای مالداران در سمنگان}
ریاست اقتصاد ولایت سمنگان از روند توزیع مواد خوراک حیوانی برای ۶۰۰ مالدار در ولسوالیهای دره صوف بالا، حضرت سلطان، فیروز نخچیر و مرکز ایبک نظارت کرد. این پروژه توسط مؤسسه ACTED تحت نام «حمایت اساسی انعطافپذیری زراعت پایدار» تطبیق میشود. در مرحله دوم توزیع، برای هر مالدار دو بوجی کنجاره ۵۰ کیلویی توزیع گردید.
04/06/2026
{په ننګرهار کې له ۱۸۰ زلزلهځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه}
د ننګرهار ولایت د اقتصاد ریاست د کډوالو چارو ریاست تر چتر لاندې، د UNHCR په مالي ملاتړ او د آرو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د درهنور ولسوالۍ په کچه له ۱۸۰ زلزلهځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه. هرې کورنۍ ته ۳۷,۱۷۰ افغانۍ ورکړل شوې چې ټولیزه اندازه یې له ۶.۶ میلیونو افغانیو زیاته ده. د اقتصاد ریاست زیاته کړه چې دا ډول بشري مرستې د خلکو د ځانبسیاینې، اقتصادي ثبات او ټولنیز پرمختګ لپاره ځانګړی ارزښت لري.