Abdul Jamil Naeil

Abdul Jamil Naeil

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Abdul Jamil Naeil, Government Official, Ahmad Shah Baba Mina, Kabul.

10/08/2021

پلان څه شی ده؟
پلان له وړاندي څخه جوړي شوي ذهني طرحي څخه عبارت دى چي دهغې په مرسته په منظمه اوسيستماتيکه توگه خپلو اهدافوته رسيدلي شو.
مخکي دکار دترسره کولو نه په ذهن کي يو چوکاټ جوړول چي نوموړي فعاليتونه څه ډول ترسره شي هغي ته پلان وايي.
د پلان په وسیله کولی شو چې په منظم ډول فعالیتونه مالوم کړو تر څو چې د یوې پروژې یا ارګان مدیر د هغه پلان په وسیله خپل اهداف په اسانۍ سره لاس ته راوړي.
پلان د مدیریت له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي چې د یوې ادارې مدیر یا د یو ارګان یا پروژې مدیر د خپل پلان په ډیزاین یا جوړولو کې مهم رول لري
په لنډه توګه ویلی شو چې د یوې ادارې یا ارګان لپاره پلان د ملا د تیر حیثیت لري چې نوموړې اداره د پلان په وسیله خپل اهداف ټاکي او د پلان د عملي کولو په وخت کې خپل اهداف لاس ته راوړي.
یو مدیر په خپل پلان کې کې دا شاملوي چې یو فعالیت په یوه اداره یا ارګان کې د چا لخوا، چیرته، څه وخت، ولې، او د څه لپاره اجرا شي.
د چا
دا مانا چې یو فعالیت د چا په وسیله اجرا شي؟ یانې کس احمد یا محمود د پلان په وسیله مشخص کېږي.
چېرته
د پلان په وسیله ځای باید مشخص وي چې په کوم ځای کې ترسره شي.
څه وخت
وخت چې تر ټولو ډیر مهم دی د پلان په وسیله مالومېږي چې پلانی فعالیت څه وخت اجرا شي؟ یانې میاشت ورځ او ساعت باید مالوم وي.
ولې
دا په د مانا چې یو کار د څه لپاره کوو. یانې هدف باید مالوم وي چې ددې کار یا فعالیت په اجرا کولو سره یوې ادارې ته څه ګټه رسېدلی شي. د ولې اصل مانا داس کېدلی شي چې د څه شي په خاطر یو فعالیت باید اجرا شي.
څه لپاره
هر کله چې یو څوک کوم کار ترسره کوي تر شا یې هدف موجود وي. یو څوک به یو کار د ګټې لپاره کوي یو څوک به یو کار د خیر او ښېګنې لپاره کوي. کله چې
یو مدیر چې څه وخت پلان جوړوي هغه باید په خپل پلان کې دا مشخص کړی چې نوموړی فعالیت د څه لپاره کوي د هغه تر شاه د ادارې ګټه څه ده؟
دوخت په اساس دپلان ډولونه
اوږد مهاله پلان :
دا هغه پلان دي چې د پنځو(٥) کالو څخه پورته وي چې دي ته ستراتژيک پلان هم وايي .لکه د سردار داؤد خان پيځه کلن پلانونه .
منځ مهاله پلان :
دا هغه پلان دي کوم چي د يوکال څخه تر پنځوکالو پوري وي .
لنډمهاله پلان :
دا هغه پلان دى کوم چې د يوي ورځي څخه تر يو کال پوري وي او لاندي ډولونه لري .
(ورځيني پلان ، ميا شتني پلان ، ربعي وار پلان ، کلني پلان )

13/05/2017

یوځل بیا له تاسو درنو لوستونکو مننه چې خپلې مطالعې ته مو دغه برقی پاڼه د اقتصاد د اصطلاحاتو(اقتصاد او تجارت معیاري انګلیسي اصطلاحات) لري ځانګړی کړه.
1)تنزیل/کمښت (Abatement): د مالیاتو هغه پاتې برخه چې د دولت له خوا بخښل کېږي او یا هم پکې په یوه معلومه اندازه کمښت
رامنځته کېږي.
2)د پرداخت د وړتیا له مخې د مالیې ټاکلو اصل ( Ability to Pay Principle of Taxation): د مالیې د ټاکلو هغه اصل دی، چې له مخې یې دولت مالیه د مالیه ورکوونکو د تادیاتي توان له مخې ټاکي نه د هغو خدمتونو له مخې، چې ټولنې ته یې وړاندې کوي. چې د (Faculty principal of Taxation) اصطلاح هم ورته کارول کیږی د مالیاتو لپاره د حاصله ګټې اصل (Benefit Received of Taxation) سره یې پرتله کړي.
3)غیر عادي لګښت (Abnormal Cost): د ضایعاتو د زیاتوالي، د تولیدي وړتیا د کموالي او یا هم د کارمندانو د اعتصاب په پایله کې د تولید د تمام شد په لګښت کې زیاتوالي ته غیر عادي لګښت ویل کېږي.
4)غیر عادي زیان (Abnormal Loss): هغه زیان ته وایي چې د توکو او خدمتونو د پلور څخه ترلاسه شوی نا خالص ټولیز عواید د تمام شد ټولیز لګښت څخه کم وي.
غیر عادي ګټه (Abnormal Profit): هغه ګټه چې د تولید د پروسې د جارې ساتلو لپاره د حد اقل ګټې څخه لوړه وي او دا ډول ګټه معمولاً له انحصاري(Monopoly) او اولیګوپولی(Oligopoly)جوړښتونو څخه ترلاسه کیږي.
4)فرسايش (د سکو د وزن کمېدل)[Abrasion]: په ځانګړي ډول د سکو د فرسايش لپاره کارول کیږي یعنې د استعمال په پایله کې د سکې په وزن کې کمښت ته د وزن کمیدلو فرسايش ویل کېږي.
5)مطلق مزیت (Absolute Advantage): دا نظریه د ادم سمیت له لوري رامڼخته شوې ده او په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او تبادلې په مباحثو
کې کارول کېږي ، ددې نظریې له مخې که چېرې یو کس، کاروبار او یا یو هېواد له یو ډول سرچینو نه په ګټې اخېستنې سره د بل کس، کاروبار او یا د هېواد په پرتله ډېر یا ارزانه تولید ترسره کړي د مطلق مزیت لرونکی کس،هېواد یا کاروبار ګڼل کیږی. دا بحث معمولاً د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې زیات رامنځته کېږي، همدا راز دغه اصطلاح دعين تولید لپاره د کمو لګښتونو په استدلال سره هم صدق کوي. له نسبي مزیت (comparative advantage) سره یې پرتله کړئ.
6)د فقر مطلقه سطحه (Absolute Poverty Level): د فقر یا غربت د اندازې معلومولو یو میتود دی، چې له مخې یې په ټولنه کې هغه وګړي په مطلق غربت کې ژوند کوي، چې عموماً یې د عوایدو اندازه د ژوند د بنسټزو اړتیاوو د رفع کولو لپاره د اړینو عوایدو څخه څو ځله کمه وي او د خپلې فزیکې سلامتیا لپاره هم اړینې سرچېنې )لکه کافی غذا او کالوري ( نه لري. دا حالت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هر چا لپاره صدق کولی شي. له نسبي غربت له سطحې(Relative Poverty Level) سره یې پرتله کړئ.
متزایده جایزه (Accelerating Premium): هغه مبلغ ته ویل کېږي، چې د تولیدي شرکت مالک یې کارګرانو ته په تولید کې د زیاتوالي له امله دتشویق او هڅونې په موخه د انعام په توګه ورکوي.
7)شتاب ورکونکی - تېزونکی- مسرع (Accelerator): په عامه اصطلاح هغه قوې ته ویل کیږي چې د یو شي د حرکت او سرعت د زیاتوالي لامل وګرځي.
په ځانګړي ډول د ملي اقتصاد او پانګې اچونې په برخه کې د یو حسابي ضریب په بڼه کارول کیږي او د پانګونې په لګښتونو او نا خالص داخلي تولید کې د تغیر ترمنځ نسبت په مرسته ښودل کیږي.دا په دې مانا چې: که چېرې اقتصادي وده زیاته وي نو کاروباري سکتور د مازادې تقاضا (Express Demand) د رفع کولو په خاطر د توکو او خدمتونو په تولید کې ډېره پانګونه کوي. همدا راز د عين مفهوم د افادې لپاره د شتاب 8)ورکونکي تاثیر(Accelerator effect) اصطلاح هم ډېره دود ده چې په اقتصاد کې د ودې له امله په پانګونه باندې مثبته اغیزه څرګندوي او په نا خالص ملي
تولید کې د تغیر په وسیله اندازه کېږي.
مرستندویه خدمتونه (Accessorial Services): مرستندویه خدمتونه هغه ځانګړو خدمتونو ته ویل کېږي چې د یو خدمت سره په اضافي ډول عرضه کیږي لکه د ترانسپورت په برخه کې: هغو خدمتونو ته وایي، چې یو شرکت یې د ترانسپورت لپاره د یوې لازمي برخې په ډول ترسره کوي، لکه بسته بندي، سورت کول او داسې نور خدمتونه.
9)حساب – صورت حساب (Account): له مالي ادارو سره یو ډول حساب ، چې له مخې یې ځانګړی معاملات ترسره کیدلی شي او دحساب
صلاحیت لرونکي په کامل ډول خپل معلوم حساب کې شته شتمني ته لاسرسی پیدا کوي د مثال په ډول په یو بانک کې د حساب پرانیستل. د معاملاتو د ډول او بڼې له پلوه ډول ډول حسابونه وجود لری څو عمده حسابونه عبارت دي له:
(current account)جاري حساب
(saving account) سپما حساب
(time deposit) معیادي حساب
(Joint Account) ګډ حساب
له مالي ادارو سره د حساب په اړه د لا ډېرو مالوماتو لپاره ذکر شوو د حساب ډولونو ته هم رجوع وکړئ.

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Ahmad Shah Baba Mina
Kabul
25000