Ministry of Economy

Ministry of Economy

Share

Ministry of Economy Kabul, Afghanistan
www.moec.gov.af

Photos 03/10/2014

دلوی او بخښونکی خدای (ج) په سپیڅلي نامه

دلوی اختر په ویاړ داقتصاد وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال دمبارکۍ پیغام

درنو مسلمانو ، متدینو او پتمنو هیوادوالو!
السلام علیکم ورحمته الله وبرکاتة!

ترهرڅه لومړي دخپل ځان او اقتصاد وزارت درهبري هئیت لخوا دلوی اختر درا رسیدو په ویاړ تاسې او ستاسې درنو کورنیو ته دزړه له تله مبارکي وایم.
دالله تعالي له درباره تاسې ته داختر دمبارکو ورځو په برکت دخوښۍ او خوشحالۍ هیله لرم
او دالله تعالي په ستر دربارکې ددعا لاسونه لپه کوم چې په خپل امان کې مو ولري له مشکلاتو لیرې اوسئ
پاک رب دې هغو قدرمنو هیوادوالو ته ددنیا او اخرت بریا په برخه کړي ،چې په خپل هیوادکې دسولي اوټیکاو لپاره هلې ځلې کوي .
الله تعالي دې ددې مقدسو او برکتناکو ورځو په برکت دافغانستان مظلوم خلک ددې غمیزي څخه وباسي او زموږ ولسونوته دې دیومستقل ، بشپړ، کامل او سوکاله افغانستان دقایمولو توان او ځواک ورکړي
درنو هیوادوالو !
راځئ چې په دې مبارکو ورځوکې له الله جل جلاله او خپل مظلوم ولس سره په ډیر اخلاص ژمنه وکړو ، چې دملي یووالي تر درانه سیوري لاندې به دهرډول کرکې او نفرت پرته دیوسوکاله ، اباد او متحد افغانستان لپاره کارکوو.
په پای کې یو ځل بیا په ورځنې ژوندکې بریالی او سوکاله اوسی.

امین یا رب العالمین
عبدالهادي (ارغندیوال)
داقتصاد وزیر

Photos from Ministry of Economy's post 13/09/2014

دکولمبو پلان په څلور څلویښتمه غونډه کې داقتصاد وزارت دمسلکي مرستیال ښاغلي پوهنمل حکم خان حبیبی انځورونه .

نیپال

Photos from Ministry of Economy's post 10/09/2014

د اقتصاد وزارت مسلکی مرستیال دکولمبو په څلورڅلویښتمه مشورتې غونډه کې برخه واخیسته او هم یې دنیپال هېواد دبهرنیو چارو وزیر سره لیدنه وکړه .

د اقتصاد وزارت مسلکی معین محترم پوهنمل حکم خان (حبیبی) د ګران هیواد افغانستان په استازیتوب د کولمبو پلان په ۴۴ اتمه عالیرتبه مشورتی او پلان جوړونی غونډه کی ګډون وکړ .
دغه غونډه چی د نیپال پایتخت کتمندو کی دایره شوی وه او ۲۷ غړیو هیوادو څخه ۲۴ غړیو هیوادونو پکی برخه درلوده په دغه جلسه کی د کولمبو پلان تیر دوه کلن فعالیتونه و ارزول شول او د راتلونکی لپاره نوی فعالیتونه پیشنهاد او پلان شول په دغه غونډه کی دافغانستان ونډه فعالانه اوموثره وه او په مختلفو اقتصادی او انکشافی موضوعاتو پکی بحث وشو .
- البته د یادونی وړ دی چی د اقتصاد وزارت مسلکی معین د موقع نه په استفادی د نیپال د خارجه چارو وزیر په غوښتنه د هغه سره ملا قا ت وکړ. په دغه نا سته کی په دوه جانبه هر اړخیزه روابطو ګټور بحث وشو . دواړه هیوادونه علاقه مند او ژمن دی چی په تجارتی ، اقتصادی او په فرهنګی روابطو په پر اختیا کی ګډ کار وکړی. د نیپا ل د خا رجه چا رو وزیر په دواړو هیوا دنوکی د سیاسی نما ینده ګیو په شتو ن ټینګا ر وکړ.

Photos from Ministry of Economy's post 10/09/2014

- معين مسلكي وزارت اقتصاد محترم پوهنمل حكم خان (حبيبي) در 44 امين جلسه عالي مشورتي و پلان گذاري سازمان كولمبو پلان در شهر كتمندو نيیال اشتراك نمودند . درين جلسه از جمله 27 اعضاي دايمي 24 اعضا شركت داشتند و در مورد انكشاف اقتصادي و اجتماعي كشورهاي عضو طي دو سال گذشته صحبت هاي همه جانبه صورت گرفت و از فرصت هاي موجوده بين كشورهاي عضو يادآوري شدند و تصاميم لازم اتخاذ شدند . علاوه در مورد پلان دو سال آينده و موضوعات جديد تبادل افكار و بحث صورت گرفت و در نهايت جلسه يك سند منحيث تصاميم جمعي كشور هاي به تصويب رسيد . نقش افغانستان در اين جلسه كاملآ برجسته و فعال بودند .
- علاوه بر اشتراك در اين جلسه معين مسلكي وزارت اقتصاد با وزير خارجه دولت نيپال نيز ديدار داشتند و در مورد تقويت روابط دو جانبه نيپال و افغانستان صحبت تفصيلي صورت گرفت . وزير خارجه نيپال علاقه مندي حكومت نيپال به گسترش روابط دو جانبه اظهار نمودند و گفتند بهتر خواهد تا اين دو كشور دوست روابط د پلوماتيك مستقيم داشته باشد و نمايندگي هاي سياسي بين اين دو كشور فعال شوند .

18/08/2014

ازادي ترپاچاهیه لاتیری کا
چې دبل ترحکم لاندې شي زندان شي

دهېواد دخپلواکۍ د۹۵مې کلیزې په مناسبت داقتصاد وزارت درهبرۍ اومشرتابه دمبارکۍ پیغام

دهېواد دخپلواکۍ د۹۵ مې کلیزې په مناسبت دافغانستان مسلمان، مجاهد، ازادي غوښتونکي ملت او د ازادۍ دلارې شهيدانو،دشهیدانو کورنیو، غازیانو، او د مسلح قواوو منسوبينو ته مبارک وي
د زمري ۲۸ مه چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځې او د اتلانو سرښندونو سره سمون خوري، هغه ورځ ده، چې د ولس وینه بې ځایه تویه نه شوه او په رښتینې سره یې خپلواکي ترلاسه او هیواد یې د پرمختګ او سوکالۍ پر لور روان کړ
زموږ ازادي غوښتونکيو نيکونو ٩۵کاله وړاندې په يووالي، ورورګلوۍ او د خداى په توکل وکولاى شول، چې د افغانستان استقلال لاس ته راوړي، خو دا زموږ دنده ده چې دا وياړ او فداکاري په امانت دارۍ سره راتلونکيو نسلونو ته په ميراث پرېږدو
دیادوني وړ ده د افغان انګليس لومړۍ جګړه په ١٨٣٩، دويمه په ١٨٨٠کال او د انګليس وروستۍ جګړه په ١٩١٩ زېږديز کال کې وه، چې له هغه وروسته د ١٢٩٨ لمريز کال د زمري په ٢٨مه انګليسان اړ شول ، څو د افغانستان د خپلواکۍ معاهده لاسليک کړي.
افغانان په همدغه مناسبت هر کال د زمري ٢٨مه نمانځي او د خپلو نيکونو د سرښندنو جشن نيسي.

په درنښټ

عبدالهادي ارغندیوال
اقتصاد وزیر

Photos from Ministry of Economy's post 27/07/2014

دکوچني اختر په ویاړ داقتصاد وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال دمبارکۍ پیغام

دلوی او بخښونکی خدای (ج) په سپیڅلي نامه

درنو مسلمانو ، متدینو او پتمنو هیوادوالو!
السلام علیکم ورحمته الله وبرکاتة!

ترهرڅه لومړي دخپل ځان او اقتصاد وزارت درهبري هئیت لخوا کوچني اختر درا رسیدو په ویاړ تاسې او ستاسې درنو کورنیو ته دزړه له تله مبارکي وایم.
دالله تعالي له درباره تاسې ته داختر دمبارکو ورځو په برکت دخوښۍ او خوشحالۍ هیله لرم
او دالله تعالي په ستر دربارکې ددعا لاسونه لپه کوم چې په خپل امان کې مو ولري له مشکلاتو لیرې اوسئ
پاک رب دې هغو قدرمنو هیوادوالو ته ددنیا او اخرت بریا په برخه کړي ،چې په خپل هیوادکې دسولي اوټیکاو لپاره هلې ځلې کوي .
الله تعالي دې ددې مقدسو او برکتناکو ورځو په برکت دافغانستان مظلوم خلک ددې غمیزي څخه وباسي او زموږ ولسونوته دې دیومستقل ، بشپړ، کامل او سوکاله افغانستان دقایمولو توان او ځواک ورکړي
درنو هیوادوالو !
راځئ چې په دې مبارکو ورځوکې له الله جل جلاله او خپل مظلوم ولس سره په ډیر اخلاص ژمنه وکړو ، چې دملي یووالي تر درانه سیوري لاندې به دهرډول کرکې او نفرت پرته دیوسوکاله ، اباد او متحد افغانستان لپاره کارکوو.
په پای کې یو ځل بیا په ورځنې ژوندکې بریالی او سوکاله اوسی.

امین یا رب العالمین
عبدالهادي (ارغندیوال)
داقتصاد وزیر

Afghanistan cricket Board (13.05.2014) kabul 17/05/2014

د اقتصاد وزیر، په افغانستان کې د هند سفیر او د اقتصاد وزارت معین د افغانستان کرکټ بورډ څخه لیدنه وکړه
د افغانستان اسلامي جمهوریت اقتصاد وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، په افغانستان کې د هند سفیر امر سینا، د اقتصاد وزارت مسلکي معین پوهنمل حکم خان حبیبي او د اقتصاد وزارت ویاند نجیب امین د افغانستان کرکټ بورډ په بلنه له دغې ادارې لیدنه وکړه.
ددغې لیدنې په ترڅ کې چې د میلمنو سربیره په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود، اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد او د اداري کارکونکو سربیره یو شمیر پخوانیو او نویو ملي لوبغاړو او روزونکو ونډه درلودله.
د لیدنې په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد او د میلمنو ترمنځ د کندهار کرکټ لوبغالي رغنیز چارو څارنې او یو شمیر نورو کرکټ اړونده پرمختیایي چارو په هکله هر اړخیزې خبرې وشوې. سربیره پردې، راغلو میلمنو د اسیا غوره لیګ سیالیو په ترڅ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بریا مبارکي وویله او د کرکټ بورډ له بلنې څخه یې مننه وکړه.
د لیدنې په پای کې راغلو میلمنو او د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو په ګډه د هند غوره لیګ سیالیو (آی پي ایل) لوبه هم ننداره کړه.
د یادونې وړ ده چې د هند سفیر تر دې وړاندې هم د افغانستان کرکټ بورډ له ادارې لیدنه کړې وه او د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر مراد هم څو ځلې ددغه سفارت له چارواکو سره لیدنې کړې وې.
خبر: (فرید هوتک )

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address

Malik Asghar Square Kabul
Kabul
0093