جمهوریت

جمهوریت

Share

د سولې، ملي یووالي، قانون حاکمیت، پرمختګ او د ژغورنې په موخه سیاسي مبارزه اړینه ګڼو.

د انسان دوستۍ، اسلاميت ، افغانیت، ولسواکۍ، اعتدال او د عدم تشدد ارزښتونو تر سیوري لاندې د سولې، قانون حاکمیت، پرمختګ او د ژغورنې په موخه مبارزه کوو.

15/08/2024

د افغانستان یوه لویه بدمرغي د سیاسي نظامونو نسکورېدل دي. که نظامونه متداومه او باثباته وی، خو حکومتونه متحوله او په ولسواکه مانا د ملت له لوري ټاکل کېدی، افغان ملت به له نني ناورین سره مخ نه وی.

28/07/2024

د ملي بیرغ ملي ورځ مو مبارک!
ملي بیرغ د یو ځواکمن ملي سمبول او د ملي ارزښتونو د هېندارې په توګه، د ملي یووالي، ملي پیوستون او هېوادپالنې داسې یوه ځواکمه وسیله ده، چې د هېواد پایښت او پرمختګ ډاډمنه وي.

24/01/2021

د ماليې وزیر ولې عزل شو؟
مخکې ورځپاڼو رپوټ خپور کړی و، چې د ماليې وزیر د ولسي جرګې د غړو په سپارښتنه، په لس ګونو کسان په ګمرکونو کې بې له کوم رقابت او آزموینې مقرر کړي دي. رسنيو اسناد هم خپاره کړل، چې د ولسي جرګې د غړو او مقررشويو کسانو تر منځ اړیکې، سپارښتنه او د وزیر احکام يې ثابتول.
جمهور رئیس د موضوع په اړه ګزارش وغوښت، د موضوع د ارزونې لپاره پلاوی وټاکل شو. پلاوي رپوټ ورکړ، چې لږ ترلږه ۵۹ کسان په ناقانونه توګه مقرر شوي. د ۱۱ کسانو د عریضو په تنديو د ولسي جرګې د وکیلانو نومونه هم لیکل شوي وو. جمهور رئيس هدایت ورکړ، چې ۵۹ کسان او د بشري منابعو رئيس منفک شي. وزیر د جمهور رئيس هدایت و نه مانه. جمهور رئيس بل هیئت وټاکه. وزیر هیئت و نه مانه. په دې وخت کې د عوایدو په عالي بورد کې د ماليې وزارت په اجراآتو کې د ۹ نورو موضوع ګانو خبره راپورته شوه. عالي بورد چې مشري يې ولسمشر کوي، پرېکړه وکړه، چې دا موضوع ګانې هم د ټاکل شوي هیئت له خوا وڅېړل شي. هغه موضوع ګانې داوې:
ـ پر ۵۹ تنو سربېره د نورو ۱۰۶ تنو غیر قانوني مقرري. غیرقانوني تبدیلي، غیر قانوني ارتقا او په غیر قانوني توګه ګمرکونو ته د سرپرستانو ګمارل، چې په دې مقرريو کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون ۱۰ ماده نقض شوې.
ـ د ۹ ولایتونو د ګمرکونو د رئيسانو د استخدام پروسه کې د تعیناتو د طرزالعمل خلاف د شارت لست لپاره کميټه جوړول او د بشري منابعو د منفک شوي رئيس د رول په اړه پوښتنې او شکایتونه،
ـ د کابينې د متعددو مصوبو سره سره د ماليې وزیر له خوا د ګمرکاتو د معینیت د صلاحیتونو محدودول،
ـ په ناقانونه توګه د بشري منابعو د رئیس او ۵۹ تنو نورو منفک شويو کارکوونکو د دندو دوام،
ـ په ګمرکاتو کې د تکنالوژيکي وسایلو د نصب په پروسه کې ستونزې او د وزارت نه پاملرنه،
ـ له لوی څارنوالۍ سره د تحقیقاتو په پروسه کې د ماليې وزارت د سل ګونو کارکوونکو د قضيو په څېړلو کې د ماليې وزارت نه همکاري
ـ د ماليې وزارت د موظف هیئت له راپور سره سره چې د هرات په ګمرک کې د فساد موارد يې تایید کړي وو، خو وزیر صاحب د دې په ځای چې د ګمرک رئيس څارنوالي ته معرفي کړي د بلخ د ګمرک سرپرست کړی یې و.
ـ د مالي وزارت د ګمرکونو په عمومي رياست کې د مسئولو کسانو خپل سري او د سلسله مراتبو نه رعایتول
ـ د اداري فساد سره د مبارزې د ګډې کمیټې د ۴۱ سپارښتنو په تطبیق کې د ماليې وزارت تنبلي او تعلل
ـ د هغو ستونزو د حل لارې لټول چې د عوایدو او ګمرکونو د معینیت په کلني راپور کې يې یادونه شوې وه.
ـ د خوست او پکتیا ولایتونو په ګمرکونو کې د فساد او ناقانونه اجراآتو د عواملو څېړل او حل لارې وړاندې کول،
ـ کله چې د جمهوري رياست هدایت او د عوایدو د عالي بورد پرېکړې وزارت ته لاړې، وزارت هیئت و نه منه د څېړنو مخه يې ونيوله، جمهوري رياست بیا بیا وزارت ته هدایت ورکړ، چې څېړنو کې همکاري وکړي. خو وزیر صاحب هره موضوع کې تمرد کاوه، دې موضوع ګانو مستقیم د عوايدو په پروسه تاثیر درلود، په دې هره مسئله کې د ملي شتمنيو د ضایع کېدو خطر و خو وزیر لکه وزارت يې چې په غنیمت کې نيولی وی. د جمهوري رياست هدایت نه منل. بالاخره متمرد وزیر له دندې عزل شو. جمهور رئيس د سياسي مشارکت له لارې هرچاته د کار چانس ورکوي، خو د فساد او بې غورې چانس چا ته نه ورکوي. هر افغان چې د فساد مخالف دی، د جمهور رئیس د دې کار ستاینه کوي. یو شمېر کسان، د خپلو نامشروع مقطعي ګټو لپاره په دې واقعیت سترګې پټوي. په داسې شرایطو کې د هرډول اصلاحاتو لپاره د جمهور رئیس ننګه او حمایت په کار دی.

23/06/2018

د افغانستان روانه جګړه که څه هم په ظاهره په افغان طالب پورې منسوبېږي، خو واقعيت دا دی، چې زموږ جګړه له پاکستان سره ده . طالب د پاکستان اجورتي مزدور دی، چې د جهاد په نامه يې خپل ملت تباه کړ، پښتون قوم یې دبې سوادۍ او له اجتماعي خدماتو د محروميت له وجې څو پېړۍ شاته پرېښود.

23/08/2016

ځینې بچې سقاو له ملا عمر سره پرتله کوي!

دواړه ځینې مشترک ټکي لري خو بنسټیز توپیر یې په دې کې دی چې ملاعمر د انارشۍ پر وړاندې مبارزه پیل کړه خو بچې سقاو د پرمختګ، سوکالۍ او عدالت پر وړاندې بغاوت وکړ. 

07/05/2016

ملي پروژې چې ګټه یې ټول هېواد ته رسېږي نه باید سیاسي شي.
د توتاپ پروژه چې د مسیر په اړه یې په ١٣٩٢ كال کې پرېکړه شوې اوس یې تطبیق پيلیږي. د برېښنا د ملي شرکت او انرژۍ وزارت څېړنې دا ښيي، چې د سالنګ له لارې د دې پروژې غزېدل په مالي ، تخنیکي او د وخت په لحاظ ګټور دي.
کریم خلیلي او محقق د خپل سیاسي کمپاین لپاره دا پروژه چلنجوي!
د افغانستان حکومت باید په دې اړه جدي اوسي او د څو کسانو په بې منطقه مخالفت دې په ملي پروژو کې مصلحت نه کوي. برق د ټولو هېوادوالو حق دی. بامیانو ته د اړتیا وړ برېښنا تصمیم نیول شوی دی هزاره قوم نه باید چې وغولېږي او د سیاسي هدفونو لپاره استعمال شي.

16/06/2015

سیما غني چې د غیر اسلامي او افغاني اخلاقو څښتنه او د دولسم ټولګي فارغه ده، د ملي وحدت د حکومت په لمړیو کې یې په ارګ کې ډېرې ناروا کړنې وکړې او د ورونو قومونو ترمنځ یې نفاق ته لمن ووهله، چې په پایله کې یې د ولس د لوی اکثریت په غوښتنه له ارګه وشړل شوه، خو په دې وروستیو کې یې ځینې دسیسې بریالۍ شوي او په دې نژدې ورځو کې به یو ځل بیا د ولسمشرۍ د چارو په اداره کې په کار وګمارل شي!

که چیرې دا آغلې د ولس د غوښتنو خلاف بیا ارګ ته لاره پیداکوي، د حکومت د تخصص، تعهد او عدالت شعارونه به ټول تر پښتو لاندې شي او که بیا هم حکومت دې کار ته زړه ښه کړي، نو ټول ولس به د حکومت ددې پریکړې پر خلاف ودریږي او حتا دا آغلې به د تیرو کړنو له امله ولسي محاکمه کړي.

حکومت دې خبر وي!

06/12/2014

د تابعیت تذکره او افغان ملي هویت
Ajmal Hodman
دا څو ورځې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د تابعیت په تذکرې کې د ( افغان ) هویت د نه لیکلو پر سر اعتراضونه را پاریدلي. دا ستونزه له هغه وخته پیدا شوه، چې په ملي شورا کې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون تر بحث لاندې و، خو له هغې ورځې، چې جمهور رئیس غني یاد قانون لاسلیک کړی او د تذکرو د وېش لړۍ پیلېدونکې ده، مخالفتونو او اعتراضونو لا زور اخستی.
خبره د ملي هویت ده. هویت له حقوقي پلوه د هغو ټولو ذاتي او مدني اوصافو مجموعه ده، چې د اشخاصو تر منځ د توپیر معیار جوړوي. یا د اشخاصو د توپیر معیار ته هویت ویل کیږي. هویت د شخص ذاتي ځانګړنه یا صفت دی.
همدا رنګه ملي هویت د ټولو هغو ذاتي صفاتو مجموعه ده، چې د ملتونو ترمنځ د توپیر معیار تشکیلوي. د یو ملت په توګه زموږ هویت ( افغان ) دی. زموږ ملي هویت له تاریخي او حقوقي پلوه ثابت دی. ټوله نړۍ موږ د افغان په توګه پیژني. له نورو ملتونو سره زموږ د توپیر معیار افغانیت دی.
د ملي هویت په اړه سیاسي بحث تر حقوقي هغه ډير مهم دی، زه غواړم د موضوع په حقوقي اړخ خبره وکړم. د یو ملت ګډ تاریخي ارزښتونه او خپلمنځي تعاملات بې له شکه د هغو د هېواد د حقوقي نظام یوه برخه بلل کیږي. د افغانستان نوم او وجودي فلسفه همدا ده، چې دې جغرافیې ته ځکه افغانستان ویل کیږي، چې د افغان په نوم یو ملت په کې اوسیږي. زموږ ګډ تاریخ، ارزښتونه او باورونه دي، چې پر بنسټ یې موږ افغانان بلل کیږو. افغان زموږ له ذات څخه نه بېلېدونکی هویت دی.
د همدې ګډ تاریخي باور له امله ده، چې له ۱۳۰۱ هجري لمریز کال څخه تر ننه پورې د افغانستان په ټولو ( ۸ ) اساسي قوانینو کې زموږ په افغان ملي هویت تاکید شوی او د ټولو اساسي قوانینو حکم همدا و او دی، چې افغان ملت له ټولو هغو افرادو جوړ دی، چې د افغانستان د دولت تابعیت ولري.
اوس پوښتنه داده، چې له حقوقي او قانوني پلوه د تابعیت په تذکره کې د ملي هویت ( افغان ) لیکل یا نه لیکل څه حکم لري؟
د افغانستان د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون د لومړۍ مادې دریم پاراګراف داسې و، چې « د افغانستان ملت ټول هغه افراد دي، چې د قانون له حکم سره سم د افغانستان تابعیت لري. د دې افرادو په هر یوه باندې د افغان د کلمې اطلاق کیږي » د افغانستان د اوسني اساسي قانون د څلورمې مادې څلورم پارګراف قاطع حکم کړی، چې « د افغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کیږي »
په ټولو حقوقي او فقهي مصطلحاتو په کتابونو کې، اطلاق د استعمالولو او کارولو په معنا ده. یعنی استعمالول او کارول د اطلاق د کلمې قطعي معناوې دي.
لکه څنګه چې اساسي قانون حکم کړی دی، د افغانستان دملت پر هر فرد د افغان کلمه اطلاق کیږي، یعنی د افغانستان هر تبعه ته د افغان کلمه استعمالیږي یا کارول کیږي. نو چې دا کلمه ( افغان ) د تابعیت په تذکره کې چې د هر افغان د اصلي هویت او حالت سند دی ونه لیکل شي، چېرې او څنګه به ورته استعمالیږي؟ تذکره د تابعیت د اثبات سند دی، د هر افغان د تابعیت تثبیت د تذکرې له مخې کیږي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د حقوقي مصطلحاتو قاموس، تذکره هغه قانوني او رسمي سند ته وايي، چې د تبعه اصلي هویت او حالت په کې لیکل او توضیح کیږي. بناً د افغانستان دولت مکلف دی، چې په ټولو رسمي اسنادو کې د هر افغان لپاره د افغان کلمه استعمال کړي. او دا د اساسي قانون حکم دی. یو بل دلیل چې هیڅو ک ترې انکار نه شي کولای هغه داده، چې د اساسي قانون د څلورمې مادې ټوله محتوا د اتباعو او تابعیت په اړه ده. او دا چې په دې ماده کې د افغانستان هر تبعه ته د افغان کلمې په کارولو او استعمالولو تاکید شوی د تابعیت په تذکره کې د دې کلمې ( افغان ) لیکل یې لومړنی مصداق دی.البته دا خبره په پاسپورت او نورو رسمي اسنادو کې هم لازمي ده.
د نفوسو د احوالو د ثبت قانون ، چې په کوم ډول د ملي شورا له خوا تصویب شوی، د اساسي قانون له څلورمې مادې سره په ښکاره مخالفت کې دی. د دغه ډول قانون تصویب د اساسي قانون نقض دی. ځکه چې اساسي قانون حکم کوي، چې هر افغان ته د افغان کلمه اطلاق کیږي یا استعمالیږي، خو د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د تابعیت په تذکره کې د افغان کلمې د لیکلو مخه نیولې.
د افغانستان د اساسي قانون درېیمه ماده حکم کوي، چې په افغانستان کې هیڅ قانون نه شي نافذیدای، چې له اساسي قانون سره په مخالفت کې وي.
دا د ولسمشر کرزي تر ټولو ستره تېروتنه وه، چې یاد قانون یې رد نه کړ. ولسمشر غني تر هغه ستره تېروتنه وکړه، او دا قانون یې لاسلیک کړ. اوس افغانان د نفوسو د احوالو د ثبت قانون نه مني ، بې هویته تذکره نه مني.
د حل لارې :
۱ـ د قانون دا برخه چې په تذکره کې دې د ملي هویت ذکر نه کیږي، له اساسي قانون سره په مخالفت کې ده حکومت مکلف نه دی، چې تطبیق یې کړي. دا د اساسي قانون پر تطبیق باندې د څارنې کمیسیون دنده، چې حکومت متوجه کړي.
۲ـ ستره محکمه د اساسي قانون د ۱۲۱ مې مادې له مخې له اساسي قانون سره د عادي قوانینو د مطابق او ( د هغه قضايي قرار له مخې چې سترې محکمې صادر کړی ) تفسیر واک لري. جمهور رئیس غني باید دا قانون سترې محکمې ته د بیا څېړنو لپاره ولیږي. ستره محکمه به قرار صادر کړي، چې د قانون دا برخه له اساسي قانون سره په مخالفت کې ده او په څنګ کې به د اساسي قانون د ۴ مې مادې تفسیر هم وړاندې کړي. په دې توګه به د قانون لانجمنه برخه بې اعتباره اعلان شي.
جمهور رئیس چې د اساسي قانون په اجراء باندې مراقبت یې اساسي مکلفیت دی، خپله تېروتنه درک کړي. او د خلکو له غوښتنو سره سم دې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د تعدیل لپاره ملي شورا ته وړاندې کړي.
پایله :
هغه کسان، چې د افغان ملي هویت لپاره مبارزه او هلې ځلې کوي باید ملاتړ یې وشي دا زموږ ټولو افغانانو مسئولیت دی، چې په دې برخه کې په احتیاط او اتحاد سره مخکې لاړ شو. د مدني حرکتونو له لارې په حکومت باندې فشار راوستل زموږ ټولو مسئولیت دی. هغوی ، چې له دې موضوع سره برسیرن چلن کوي باید پوه شي، چې ملي هویت له ملیت ( nationality ) یا تابعیت سره نه بېلېدونکی دی. دا د ملي بقا مسئله ده. ملي هویت د ملي دولت اساسي ستنه ده، له ملي هویت سره بې تفاوته چلن له هغو سره مرسته ده، چې د افغانستان په بې تاریخ کولو او بې افغان کولو سره د یوه قوي ملي دولت د رامنځ ته کېدو مخه ونیسي.
هغه کسان، چې په تذکره کې د ملي هویت ( افغان ) لیکلو سره مخالفت کوي، دې پوښتنې ته هیڅ ځواب نلري، چې تر همدې ننه پورې د هر افغان په تذکره کې افغان ملي هویت ( ملیت ) لیکل کېده څه دلیل و او يا په کوم اساس به له دې وروسته نه لیکل کیږي؟
د ملت کېدو یا ملت پاتې کېدو تر ټولو مهمه لازمه، په ګډو ارزښتونو باندې عمومي باور دی. هغوی ، چې په تذکره کې د افغان هویت له لیکلو سره مخالفت کوي، په ملي هویت باندې یې باور له پوښتنې سره مخامخ دی.
کله چې ولسمشر د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د تعدیل لپاره ولیږي، د حل وروستۍ لاره به هغه وخت وړاندې شي، چې د ټولو لپاره د منلو وي.
اجمل هوډمن

09/08/2014

د دواړو نوماندانو ترمنځ وروستۍ موافقې ولسواکي په نطفه کې خنثی کړه.

09/06/2014

جمهوریت سیاسي حرکت ته د ۹۰۶ ټاکنو مراکزو بندیدل د منلو وړ نه دي ځکه چې د ټاکنو عمومي والی تر پوښتنې لاندې راولي او ددې په پآیله کې به ټاکنې مشروعیت له لاسه ورکړي.

که چېرې د ولس غوښتنو ته حکومت ځواب ونه وايي نو سراسري مظاهرې په راووځي او حکومت به له ننګونو سره مخامخ شي.

05/06/2014

شخصی به نام مجیب الرحمن در میدیا از داکتر صاحب عبدالله عبدالله نمایندگی مینماید که افغانستان و هویت افغانستان را قبول ندارد. پیغام این کار جناب داکتر صاحب عبدالله عبدالله این است که اگر ایشان به قدرت دست یابد، افختارات ملی و تاریخی مارا و هویت این ملت و کشور بزرگ را از بین خواهد برد.

http://www.youtube.com/watch?v=onW8xmSiRcE&feature=youtu.be

http://www.youtube.com/watch?v=LsfOacr7RX8

BBC Farsi Pargar Part3

04/06/2014

هر کسیکه از داکتر عبدالله عبدالله حمایت میکند به این معنی که خود کشی میکند چون اگر داکتر عبدالله عبدالله برنده شود بغاوت سرتاسری اغاز و کشور طرف بحران خواهد رفت که قربانی این کشمکشها مردم عام که حمایت از عبدالله عبدالله کرده خواهد بود.

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address

Kabu
Kabul
25000