08/05/2026
په ژوند کې تر ټولو ستره تېروتنه دا ده چې انسان د خپل بدلون، بریا او خوشحالۍ لپاره د کومې معجزې په انتظار اوسې.
ډېر خلک خپل عمر په همدې تمه تېروي چې یوه ورځ به یو څوک راشي، لاس به یې ونیسي، ستونزې به یې حل کړي او د دوی خوبونه په حقیقت بدل.
خو د ژوند تر ټولو ستر حقیقت دا دی چې هېڅوک د بل چا د ارمانونو د پوره کولو لپاره هڅې نه کوي.
هر انسان د خپلو ستونزو، اهدافو او راتلونکي په فکر کې دی.
بایلونکی هغه څوک نه دی چې څو ځله ماتې وخوري، ځکه ماتې د بریا راز دی، اصلي بایلونکی هغه انسان دی چې د عمل په ځای د انتظار فلسفه خپله کړي.
هغه څوک چې تل د شرائطو، خلکو او وخت بدلولو ته ګوري، خو خپله د بدلون جرئت نه کوي، په ذهن کې لوی خوبونه لري خو عملي ګام نه اخلي نو همدا بې عملي ورو ورو د دوی ارادې کمزورې کوي.
بریالي خلک د معجزو انتظار نه کوي، خپله د خپل ژوند معجزه جوړېږي.
هغوی پوهېږي چې تقدیر یوازې د هیلو په ویلو نه بدلېږي، بلکې د قوي ارادې، پرلهپسې هڅې او قربانۍ غوښتنه کوي.
نړۍ د هغو کسانو قدر کوي چې له ستونزو تېښتې نه، د سختیو څخه د فرصت جوړولو هنر زده کوي.
د انسان تر ټولو لوی زندان ذهني محدودیتونه دي.
کله چې یو څوک په خپل ذهن کې ځان کمزوری، ناکام او بې وسه وګڼي، نو د پرمختګ ټولې لارې ورباندې بندېږي.
ویره، ناهیلي او منفي فکرونه د انسان استعدادونه وژني.
ډېر خلک د ناکامۍ له وېرې هېڅ پیل نه کوي، حال دا چې هره لویه لاسته راوړنه د یو وړوکي خو زړور ګام څخه پیلېږي.
په ژوند کې سم باو مثبت اورونه د انسان تر ټولو ستر قوت دی. هغه څوک چې په ځان باور ولري حتی په تش لاس هم لوی بدلون راوستلی شي.
تاریخ د هغو کسانو له مثالونو ډک دی چې امکانات یې کم ؤ، خو اراده یې قوي وه.
بریا د خوب لیدلو نوم نه دی،بریا د دوامداره عمل، نظم، صبر او استقامت نتیجه ده.
څوک چې غواړي ژوند یې بدل شي باید لومړی خپل فکر بدل کړي. کمزوري فکرونه کمزورې پایلې زېږوي، خو قوي فکرونه انسان لوړو مقامونو ته رسوي.
انسان هغه وخت پرمختګ کوي چې د عذرونو په ځای مسؤلیت ومني او د ستونزو په ځای حل لارې ولټوي.
نننی وخت د سیالۍ وخت دی، هغه ملتونه، ټولنې او اشخاص مخکې ځي چې په خپلو وړتیاؤ باور ولري او د انتظار په ځای اقدام کوي.
نو راځئ چې د انتظار ذهنیت پرېږدو او د عمل لاره خپله کړو.
خپل ذهني محدودیتونه مات کړو، په ځان باور پیاوړی کړو او د خپلو خوبونو د حقیقت لپاره په جرئت ګام پورته کړو
29/04/2026
دا څراغونه د دې لپاره نه دي روښانه شوي چې مړه شي.
دا د مرکزي آسیا د مسلمانانو هویت او د با وقاره ملت زړه او پناه ځای دی.
تاریخ تل د هغو ملتونو کیسې لیکي چې یا له منځه تللي، یا هم د سختو توپانونو سره سره ولاړ پاتې شوي.
خو ځینې ملتونه بیا یوازې د جغرافیې په مانا نه د فکر، عقیدې او هویت په بڼه ژوندي وي.
افغانان هغه څراغونه او ملت دی چې که زر ځله هم وځپل شي بیا یې هم څوک مړه او له منځه وړی نه شي.
د تاریخ په اوږدو کې ډېر ځواکونه، امپراتورۍ او سیاسي لوبغاړو هڅه کړې چې دا څراغونه مړه کړي.
کله د اشغال په نوم، کله د اصلاحاتو په نامه، او کله هم د داخلي اختلافاتو له لارې.
خو هر ځل چې چا د دې ملت د خاموشولو هڅه کړې، نتیجه یې برعکس شوې ده.
ځکه دا یوازې یو جغرافیایي واحد نه دی دا یو ژور کلتوري، مذهبي او تاریخي هویت دی.
دا حقیقت باید ومنل شي چې د یو ملت ځواک یوازې په وسلو، اقتصاد یا سیاسي نظام کې نه وي بلکې د هغه په هویت کې وي. کله چې یو ملت خپل هویت درک کړي، خپل تاریخ وپېژني او په خپلو ارزښتونو ودرېږي، نو بیا هېڅ بهرنی یا داخلي قوت یې نه شي ماتولی.
همدا لامل دی چې دا څراغونه، سره له دې چې ډېر ځله د مړه کېدو تر پولې رسول شوي خو بیا هم روښانه پاتې دي.
یو تریخ واقعیت دادی چې داخلي خیانتونو، اختلافاتو، شخصي ګټو او د قدرت تندې بهرني دوښمن ته زمینه برابره کړې، خو زمونږ ژورو او قوي ریښو ددې بحرانونو مخه ډب کړی
د افغان ملت بقا یوازې تصادفي نه ده یو الهي تقدیر هم ورسره تړلی دی.
تاریخ کې ډېر داسې مثالونه شته چې یو ملت د بشپړ نابودۍ تر پولې رسېدلی، خو بیا هم د قوي ریښو په درلودلو سره ژغورل شوی دی.
دا یو ښکاره پیغام دی چې افغان ارزښتونه، عقاید او ملت د دوام لپاره ځانګړی تعریف لري.
مرکزي آسیا چې د تمدنونو څلورلارې پاتې شوې د مسلمانانو لپاره یو جغرافیایي موقعیت نه دی،دا د هویت، تاریخ او مقاومت سمبول دی.
دا سیمه د علم، جهاد، کلتور او سیاست مرکز پاتې شوې.
له همدې امله دا د هغو خلکو لپاره پناه ځای ګڼل کېږي چې غواړي خپل دیني، کلتوري او تاریخي هویت وساتي.
خو مهمه خبره داده چې یوازې تاریخي ویاړ بسنه نه کوي، ددې څراغ د روښانه ساتلو لپاره باید داخلي اختلافات له منځه لاړل شي،تعلیم او فکري بیدارۍ ته لومړیتوب ورکړل شي،د احساساتي شعارونو په ځای عملي تګلارې غوره کړی شي او تر ټولو مهم د اسلام د مبارک دین او افغاني هویت یو ښکلی تصویر وړاندې کړی شي.
نننۍ نړۍ د فکر، اقتصاد او ټکنالوژۍ نړۍ ده.
مونږ باید تېر یادګار پاتې نه شو، بلکې یو روښانه راتلونکی هم ولرو.
نو د وطن او ملت د څراغونو د روښانه ساتلو لپاره ضروري ده چې د نړۍ سره ځانونه، د اسلامي او افغاني اصولو په رڼا کې د علم، سیاست، اقتصاد او په نوي عصري تکنالوژۍ ځانونه سمبال او سیال کړو.
14/04/2026
سیاست یوازې د شعارونو، احساساتو او تاریخي روایتونو په بنسټ نه، بلکې د واقعي ګټو او دقیقې محاسبې په بنسټ مخ ته ځي.
هغه ملتونه چې خپلې پرېکړې د احساساتو په ځای د تدبیر، صبر او اوږدمهاله لید په اساس جوړوي، کولی شي خپل ثبات او پرمختګ تضمین کړي.
په سیمه کې وروستي بدلونونو ته په کتو ویلی شو چې اقتصادي دهلېزونه او ټرانزیټي لارې یوازې جغرافیائي موضوع نه ده، بلکې د سیاست، امنیت او اقتصاد ترمنځ همغږي غواړي.
د سیمې ځینې هېوادونه هڅه کوي چې د بدیلو لارو په موندلو سره خپلې اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او په یو مسیر تکیه کمه کړي.
دا وضعیت په طبیعي ډول زموږ د هېواد په ستراتیژیک موقعیت هم اغېز کوي.
افغانستان چې د سیمې د وصل نقطه بلل کېږي، کولی شي له دې موقعیته غوره ګټه پورته کړي، خو دا هغه وخت ممکنه ده چې سیاسي ثبات، د باور وړ امنیتي چاپېریال او فعاله اقتصادي تګلاره سره یو ځای شي.
جغرافیه هغه وخت په فرصت بدلېږي چې ورسره عملي تدابیر او هوښیار سیاست مل وي.
که دا عناصر په بشپړ ډول همغږي نه وي، نو امکانات محدود پاتې کېږي.
اوسنی وخت دا غوښتنه داده چې د سیمې له هېوادونو سره متوازن، له احتیاطه ډک او له شخړو لرې تعامل ته لومړیتوب ورکړل شي، تر څو افغانستان وکړی شي د اقتصادي همکاریو او اتصال په برخه کې خپل رول پیاوړی کړي.
نړۍ په چټک بدلون کې ده، او بریالي ملتونه هغه دي چې له حالاتو سره سم ځان عیار کړي او له فرصتونو په سمه توګه ګټه واخلي.
که موږ داخلي ثبات لا قوي کړو او اقتصادي تمرکز ته لومړیتوب ورکړو، نو شته فرصتونه به لا زیات شي.
په پای کې ویلی شو چې سیاست یوازې د قوت موضوع نه ده، بلکې د وخت د درک او له فرصتونو د هوښیارې استفادې هنر دی.
07/04/2026
د اقلیم بدلون یوازې یوه علمي موضوع نه ده، بلکې د انسانیت په ژوند یو مستقیم ګواښ ګرځېدلی دی.
د تېرې یوې لسیزې په جریان کې نړۍ د بېساري اقلیمي بدلونونو شاهده ده،شدید توپانونه، پرلهپسې وچکالۍ، د تودوخي لوړوالی، ناڅاپي درانه بارانونه او ویجاړونکي سیلابونه د ځمکې له یوې څنډې تر بلې د ژوند نظم ګډوډ کړی دی.
د تېرو څو لسیزو راهیسې ساینس پوهانو خبرداری ورکړی چې که عاجل ګامونه پورته نه شي، نړۍ به له ناورینونو سره مخ شي.
افغانستان نن د همدې نړیوال بحران یو ژوندی مثال دی.
وروستي سیلابونه یوه طبیعي پېښه نه، بلکې انساني تراژیدي ده،زرګونه کورنۍ بېکوره شوې، انسانانو ژوند له لاسه ورکړی، فصلونه له منځه تللي او مالدارۍ ته درانه زیانونه اوښتي دي.
دې حالت د راتلونکي لپاره د لوږې، بېوزلۍ او اقتصادي سقوط جدي ګواښ رامنځته کړی.
په داسې حساس وخت کې چوپ پاتې کېدل بېپروايي نه، بلکې د انسانیت په وړاندې بېمسؤلیتي ده.
هېوادوال چې هر څومره وس لري، باید د ملي او انساني وجدان له مخې سره راټول شي او د سیلاب ځپلو لاسنیوی وکړي.
یوازې مالي مرسته مهمه نه ده،هره هڅه، هر غږ او هر اقدام خپل ارزښت لري.
له بلې خوا، نړیوالې خیریه ادارې او مرستندویه بنسټونه باید خپل مسؤلیت په رښتینې مانا ادأ کړي.
دا یوازې د مرستو موضوع نه ده د انساني کرامت د ژغورنې مسأله ده.
عاجلې او هدفمندې مرستې کولی شي د یو ستر ناورین مخه ونیسي،د انسانانو ژوند وژغوري، د خوراکي بحران شدت راکم کړي، د انفلاسیون له توپانه مخنیوی وکړي او د یوې ټولنې د بشپړ سقوط مخه ونیسي.
نن ورځ دا ازموینه یوازې د افغانستان نه، بلکې د ټول انسانیت ده، که موږ نن لاس په کار نه شو، سبا به دا ناورین زموږ د هر یو تر دروازې ورسېږي
02/04/2026
هر ځوان په زړه کې لوی آرمانونه لري چې یو ښکلی کور ولري، ښه موټر ولري او په ټولنه کې یو باعزته او مهم مقام خپل کړي.
دا آرمانونه یوازې مادي نه بلکې د عزت، ثبات او ځان بساینې استازیتوب کوي.
خو کله چې د زده کړو له بشپړېدو وروسته د ژوند واقعي مرحلې ته داخل شي نو ډېرې هیلې یې نیمګړي پاتې شي.
په افغانستان کې د کمزورو اقتصادي شرائطو او محدودو فرصتونو له امله ډېری تحصیلکړي ځوانان د کار په لټه کې سرګردانه ګرځي.
دا حالت یوازې اقتصادي ستونزه نه ده یوه ژوره رواني او ټولنیزه ستونزه هم ده چې د ځوان نسل په روحیه ناوړه اغېزه کوي.
کله چې هیلهمندي په ناهیلۍ بدلې شي ډېر ځوانان ورو ورو بېباوره او بېهدفه کېږي.
دا هغه حساس پړاو دی چې که سم مدیریت نه شي نو ځوانان به د جرمونو، نشهیي توکو او نورو منفي فعالیتونو په دام کې راګیر شي چې زیان یې ټول هېواد ته رسېږي.
الحمدالله زموږ ځوانان بېسارې وړتیاوې او پټ استعدادونه لري او باید ضایع نه شي په سمه توګه رهبري شي، مناسب فرصتونه ورته برابر شي او د هغوی د استعدادونو څخه مثبته ګټه د وطن او ملت په خدمت کې واخیستل شي.
د ځوانانو ستونزو ته جدي پاملرنه د حکومت، غیر حکومتي ادارو،ټولنې او کورنۍ ګډ مسؤلیت دی تر څو د کار زمینه برابره کړي او ځان بساینې ته یې سوق او وهڅوي چې د ناوړه کړنو څخه په امان کې پاتي شي
ځوانان د هر ملت تر ټولو لویه سرمایه ده،که دا سرمایه په سمه توګه وکارول شي نو هېواد به وده وکړي او که له پامه وغورځول شي نو پایلې به یې خطرناکې وي.
نو راځئ چې د خپلو ځوانانو په لاس نیوۍ سره د هغوی روښانه راتلونکې لپاره اوږه په اوږه کار وکړو
20/03/2026
وطندار گلم عیدت مبارک
د کوچني اختر د رارسېدو په ویاړ درنو هېوادوالو ته د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوم!
الله تعالی دې زموږ روژې، عبادتونه او دعاګانې په خپل دربار کې قبولې او منظوري کړي.
الله تعالی دې زموږ په ګران وطن کې تلپاتې سوله،امنیت،پرمختګ او سرسبزي نصیب کړي چې راتلونکې نسلونه مو په ارامه، سوکاله او باعزته فضا کې ژوند وکړي.
الله تعالی دې زموږ هېواد له هر ډول بدمرغیو، جګړو او ناخوالو څخه وساتي او موږ ته دې د یو متحد، قوي او پرمختللي ملت په توګه د ژوند کولو توفیق راکړي.
راځئ چې د اختر دا ورځې د مینې، بښنې،مهربانۍ، یووالي او یو بل د لاسنیوي په روحیه ولمانځو، د انسانیت رښتینی پیغام خپور کړو.
17/03/2026
دپنجاب لخوا په کابل برید ستر جنایت او په کلکه غندم.
دا برید نه یوازې یو وحشیانه جنایت دی، بلکې د ټولو انساني، اخلاقي او بشري ارزښتونو څخه په ښکاره سرغړونه ده.
27/02/2026
څو دې توان رسي په لوی دریاب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه
خوشحال خان خټک
کابل د أبرها د غرقېدو ثاني کعبه ده
کابل د ابابيل په شان مارغه لري قسم دی
17/02/2026
د لوی څښتن تعالی شکر ادأ کوم چې د رحمت، مغفرت او برکت مبارکې میاشتې یو ځل بیا زموږ زړه دراوازه راټکوله.
روژه یوازې د لوږې او تندې زغمل نه دي بلکې د ټولنیز عدالت، د نفس د روزنې، د تقوا د پیاوړتیا او د انساني ارزښتونو د پاللو روحیه مو لا قوي کوي او مونږ ته د صبر او اخوت د حقیقي فلسفې د درک درس راکوي.
الله تعالی ددې مبارکې میاشتې په برکت زموږ وطن امن، آرام او خوشحاله وساتي.
الله تعالی دې وطن کې خیر، برکت او سوکالي خپره کړې او له هر ډول شر، فتنې او ناورین څخه دې وساتي.
الله تعالی دې مسلمانان په مینه، یووالي او مرسته کې سره ونښلوي.
مشرانو ته الله تعالی توفیق ورکړي چې د وطن د خیر،اصلاح او پرمختګ لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړي.
الله تعالی دې مونږ ته د عبادت ترڅنګ د غریبو او بې وسو خلکو د لاس نیوي توفیق راکړي.
آمین ثم آمین
10/02/2026
په اوسني نړیوال اقتصادي دور کې هېڅ هیواد په یوازې ځان پرمختګ نشي کولی.
پانګه، ټکنالوجي، تخصص او بازارونو ته لاسرسی د هر هېواد د اولیه ضرورتونو څخه دی.
بهرني پانګه وال د هېوادونو په اقتصادي وده کې د اهمیت وړ ځای لري.
د پانګوالو د راجلبولو لپاره ځانګړې پالیسي او هلې ځلې کولی شي په هېواد کې کاري فرصتونه، نړیوال بازار ته لاسرسی، د زېربناؤ پراختیا، د اقتصادي ودې چټکتیا او د عصري ټکنالوجۍ د مهارتونو زده کړې لپاره لارې چارې هوارې کړي.
په هرصورت دا حقیقت هم له پامه نشو غورځولی چې د بهرنۍ پانګونې سره تړلي ځینې ننګونې هم شتون لري، که چېرې مناسب قوانین او شفافه پالیسي شتون ونلري، نو د ګټې لویه برخه به بهر ته لاړه شي او په ورته ډول سیمه ایز صنعتونه ممکن د غیر عادلانه سیالۍ سره هم مخ شي.
له همدې امله دا مهمه ده چې حکومت یوه داسې ستراتیژي غوره کړي چې له یوې خوا پانګه والو ته اسانتیاوې برابرې کړي او له بلې خوا د ملي ګټو ساتنه یقیني کړي.
د پانګه والو باور ترټولو ارزښتناکه شتمني ده، سیاسي ثبات، د قانون حاکمیت، شفاف قضایي سیسټم او د سوداګرۍ دوستانه چاپېریال هغه عوامل دي چې بهرنۍ پانګه راجلبوي.
که یو هېواد منظمه پالیسي ونه لري، پېچلې بیوروکراسي ولري، یا له فساد څخه ډک وي، پانګه وال هلته د ورتګ څخه ډډه کوي.
له همدې امله اقتصادي اصلاحات، آسانه سوداګریز مقررات او د ډیجیټل سیسټمونو وده اړینه ده.
که حکومت همداسې په هوښیارۍ سره پلان جوړ کړي، نو دا پانګه د کارموندنې، ټیکنالوجۍ، صادراتو او اقتصادي ثبات سرچینه کېدی شي.
په نړیوال اقتصاد کې یوازې هغه هېوادونه پرمختګ کوي چې د زړه له تله د نړیوالې پانګې هرکلی وکړي او د ملي پراختیا اهدافو سره سمون یې په مخ یوسي.
نو بهرنۍ پانګه اچونه په حقیقت کې د پرمختګ لویه لاره ده چې د هغې پواسطه کولی شو یو باثباته او سوکاله راتلونکي ولرو
06/02/2026
په ژوند کې د د پرمختګ او بریا لپاره په ځان باور ډېر مهم او ارزښتناک دی لکه څنګه چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره ساه اخیستل دي.
هغه کسان چې د خپل ژوند اهداف ټاکي او په دوامداره توګه د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کار کوي تل په ژوند کې لوړ مقام ترلاسه کوي.
په ځان باور د انسان د پرمختګ د بنسټ ډبره ده.
د قوي اعتماد له لارې تاسې هم کولی شئ په خپل شخصي او مسلکي ژوند کې د پرمختګ په لاره روان شئ.
ارواپوهان وائي چې د یو شخص په عملي ژوند کې د ناکامۍ اصلي لامل د محرومیت احساس، کمترۍ او په ځان د باور نشتوالی دی.
هغه خلک چې په ځان باور نلري حتی په خپلو فکرونو کې د باور ځواک هم نلري.
هغه څوک چې په خپلو وړتیاؤ باور لري او په دوامداره توګه د خپل هدف ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي بالاخره بریالی کېږي.
د ځان باور جوړولو یوه لاره دا ده چې د ننګونو سره مقابله وکړئ ترڅو نوي شیان زده کړئ او د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په خپلو وړتیاؤ باور زیات کړئ.
هغه خلک چې د بې باورۍ سره مخ وي په ښوونځي، پوهنتون یا کارځای کې په درسي او کاري فعالیتونو کې له ګډون څخه ډډه کوي او د هرچا په وړاندې د ناستې، خبرو کولو، ټولنیزو فعالیتونو او تجربو څخه هم لرې پاتې کېږي.
له همدې امله د بریالیتوب لپاره اړینه ده چې د الله تعالی لخوا ورکړل شوي وړتیاوې درک کړو او په هغې بشپړ باور ولرو.
نن سبا نوی نسل ډېر ژر مأیوسه کېږي، په لږې ناکامۍ کې همت له لاسه ورکوي، د خپل راتلونکي لپاره سمه پرېکړه نشي کولی.
که غواړې چې په ځان باور ترلاسه کړې، نو لومړی هڅه وکړه چې ناکامي درک کړې او د پرمختګ او خپلو خوبونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړې، د خلکو مأیوسه کوونکو خبرو او پیغورونو پروا مه ساتئ او د بریا لار تعقیب کړئ.
همداراز هېڅکله ځان د بل چا له بریا یا ناکامۍ سره مه پرتله کوه بلکې د نورو د بریا ستاینه وکړه او د ځان د بریا لپاره لارې چارې ولټوه.
که غواړئ ځان باوري وګڼئ، له منفي فکر څخه لرې اوسئ، تل مثبت فکر سره مو ورځ پیل او پای ته ورسوئ.
هغه خلک چې په خپل کار، وړتیا او سخت کار قوي باور لرئ نو پرته له ځنډه د خپل منزل په لور اوچت ګامونه پورته کوي.
نو په ځان باور په حقیقت کې په مختلفو برخو کې د یو شخص د وړتیاؤ د ارزونې لپاره یو اغېزمن اقدام دی چې تاسې څخه یو بریالی شخص جوړوي