Access to Information Commission - Afghanistan

Access to Information Commission - Afghanistan

Share

This is the official page of Access to Information Commission

Photos from Access to Information Commission - Afghanistan's post 08/10/2025

اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست د رسنوالو او سیاسي مبصرینو سره د انساني قاچاق او ناوړه رواجونو د مخنیوي په برخه کې د عالیقدر امیر المؤ منین حفظه الله تعالی د فرمانونو په اړه د همغږۍ غونډه وکړه

نن چهار شنبه (۱۴۴۷/۴/۱۵ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معينيت اړوند، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست د رسنوالو او سیاسي مبصرینو سره د انساني قاچاق او ناوړه رواجونو د مخنیوي په تړاو د عالیقدر امیر المؤ منین حفظه الله تعالی د فرمانونو په اړه غونډه وکړه، په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين، مولوي مهاجر فراهي، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس، مولوي رحمت الله نړيوال، د خپرونو چارو معینیت مشاور، مولوي عبدالحق حماد، د مطبوعاتو او رسنیو د څار رئیس، مولوي صفي الله رائد، د رسنیو مسؤلینو او سیاسي مبصرینو ګډون کړی وو.

غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه، ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي رئـیس، مولوي رحمت الله نړیوال د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: خوښ یو چې ستاسو کوربتوب کوو. تاسو ته معلومه ده، چې زموږ ټولنه له ډېرې مودې راهیسې د ناوړه رواجونو او انساني قاچاق له ستونزو کړېږي، د همدې ناوړه رواجونو او انساني قاچاق په مخنیوي کې عالیقدر امیر المؤ منین حفظه الله تعالی د خپل شفقت له مخې فرمانونه صادر کړي دي.
په همدې اړه ټولنې ته د عامه پوهاوي اړتیا ده، رسنۍ او سیاسي مبصرین دې په کې خپل رول ولوبوي.

ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت مشاور، مولوي عبدالحق حماد وویل: علمي څېرې او د رسنیو مسؤلین د ولس د اذهانو په تنویر کې مهم او بارز رول لري. هغه فرامین، چې د مشرتابه له لوري صادرېږي، رسنۍ دا مسؤلیت لري چې په خپل اصلي شکل یې ملت ته ورسوي. په افغاني ټولنه کې ډېر ناوړه دودونه شته، چې تر اوسه هېڅوک ونه توانېدل له منځه یې یوسي، لکه د انجونو په بدو کې ورکول، له ښځو د نکاح حق اخیستل او په زور نکاح کول... .
همدارنګه د غم او خوښۍ په مراسمو کې یاد رواجونه او دودونه اقتصادي، معنوي او ټولنیز زیانونه لري.
علمي څېرې او رسنوال باید لومړی د فرمانونو محتوا په دقت سره ولولي او بیا د هغوی د تطبیق په برخه کې د پوهاوي کمپاینونو برخې وګرځي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین، مولوي مهاجر فراهي وویل: که موږ غواړو چې په خپله ټولنه کې ستونزې له منځه ولاړې شي، نو باید اصلاح له خپل ځان څخه پيل کړو. هغه طبقې چې په ملت کې اثر او رسوخ لري، لکه علماء، مسئوولین، تجاران او... دې برخو ته پام وکړي او په اصلاحاتو کار وکړي، ملت به يې هم تقليد وکړي. خصوصاً رسنۍ په دې برخه کې ډېر کار کولای شي.
همدارنګه یې زیاته کړه، موږ باید یوازې په دې یوې غونډې بسنه ونه کړو، بلکې له هر هغه طریقې څخه استفاده وکړو چې د انساني قاچاق او ناوړو رواجونو د ختمولو سبب ګرځي.

همدا ډول د غونډې په ترڅ کې سیاسي شنونکو او د رسنیو مسؤولینو د ناوړه رواجونو او انساني قاچاق په ټولنیزو، اقتصادي او اخلاقي زیانونو هر اړخیزې خبرې وکړې او غونډه د مطبوعاتو او رسنیو د څار رئیس، مولوي صفي الله رائد، په دعایې پای ته ورسېده.

۱۴۴۷/۴/۱۵ هـ. ق
۱۴۰۴/۷/۱۶ هـ. ش
۲۰۲۵/۱۰/۸ م

08/10/2025

په څو شېبو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند، اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست له لوري، د رسنوالو او سیاسي مبصرینو سره د انساني قاچاق او ناوړه رواجونو د مخنیوي په برخه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو په اړه د همغږۍ غونډه پیلېدونکې ده.

Photos from Access to Information Commission - Afghanistan's post 17/09/2025

د مرکزي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

نن چهارشنبه (۲۴ ربیع الاول، ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست له لوري د وزارتونو او مرکزي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.

په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير، شیخ شیر احمد حقا ني، د خپرونو چارو معين، مولوي مهاجر فراهي، د ګرځندوی مالي او اداري چارو معين، مولوي قدرت الله جمال، د اسلا مي امار ت مرستیال ویاند، مولوي حمدالله فطرت، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس، مولوي رحمت الله نړيوال، د باختر آژانس رئیس، مولوي ضیاءالحق حقمل او د وزارتونو او مستقلو ادارو وياندويانو او استازو ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس مولوي رحمت الله نړيوال د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل: خوښ یو چې د رسنیو او ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ د غونډې کوربتوب کوو او د همغږۍ بهیر به د تل په څېر همداسې جاري ساتو. د همدې همغږۍ له امله ولس ته اطلاعاتو ته لاسرسی اسانه شوی او لا هم هڅه کوو چې په دې برخه کې نورې اسانتیاوې رامنځته کړو.

ورپسې د باختر آژانس رئیس، مولوي ضیاءالحق حقمل، وویل: دغه مجلس د کارونو د بهیر لپاره ارزښتمن دی. ویاندویان باید اطلاعات په اساسي ډول خلکو ته ورسوي او په دې برخه کې همغږي او یووالی ډېر مهم دی.
همدارنګه ویاندویان باید له رسنیو او امارتي ادارو سره ښې اړیکې ولري، سم او دقیق معلومات ولس ته وړاندې کړي.

د اطلاعاتو کلتور وزیر، شیخ شیر احمد حقا ني وویل:
موږ او تاسو باید اطلاعات پر وخت او په سمه توګه خلکو ته ورسوو، باید ثابت او واقعي خبرونه نشر کړو.
همدارنګه یې وویل چې اشخاص مه ستایئ، نظام وستایئ، تاسي د اشخاصو نمایندګان نه یاست، د نظام ویاندویان یاست. موږ باید د نظام سمه استازولي وکړو او ستاسې ونډه په دې برخه کې ډېره مهمه ده.

د ا.ا.ا مرستیال ویاند، مولوي حمدالله فطرت وویل: داسې مجلسونه ډېر مهم دي، ځکه د ویاندویانو مسوولیت هم پیچلی او هم ارزښتناک دی.
همدارنګه د وزارتونو او ادارو د ویاندویانو خپلمنځي همغږي اړینه ده او د سرعت پر ځای دقت ته لومړیتوب ورکړ شي.

په پای کې د خپرونو چارو معين، مولوي مهاجر فراهي، وویل: په اوسنۍ زمانه کې هر څوک غواړي چې د هېواد، ولایت او سیمې له پېښو څخه آګاه وي، ځکه د انسانانو داسې ذوق جوړ شوی دی.
که موږ او تاسو داسې نشرات یا خبرونه خپروو چې د انسانانو پر روح او روان منفي اغېز لري، باید هڅه وکړو چې هغه مثبت لور ته ورسوو.
او همدارنګه د مرکز او ولاياتو تر مینځ هماهنګي کولای شي، اطلاعاتو ته د رسېدنې ترمنځ ستونزې حل کړي.

د یادونې وړ ده چې وروستیو کې د مرکزي ادارو ویاندویانو خپل وړاندیزونه، ستونزې او نظرونه شریک کړل، چې د مسوولینو له لوري ورته د حل ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۷/۳/۲۴ ق
۱۴۰۴/۶/۲۶ هـ ل
۲۰۲۵/۹/۱۷ ز

17/09/2025

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري د وزارتونو او مستقلو ادارو وياندويانو سره د همغږۍ غونډه په څو شېبو کې شروع کېدونکې ده

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address


Kabul
0093