04/04/2026
ژوند او د وېرې تجربه
یوه علمي او تحلیلي څېړنه
۱. سریزه
ژوند د انسان لپاره ستر نعمت دی، چې د ودې، زده کړو او تجربو فرصتونه برابروي. سره له دې، ځینې شرایط او تجربې د وېرې، اضطراب او رواني فشار سبب ګرځي. ویره د ژوند ماهیت نه دی، بلکې د رواني او ټولنیزو فشارونو پایله ده.
۲. د څېړنې هدف
د ژوند د وېرې فکري، رواني او ټولنیز تحلیل
د وېرې اصلي عوامل معلومول
د پلان او عملي تطبیق ترمنځ اړیکه ارزول
د رواني ثبات او بریالیتوب لپاره عملي لارښوونې وړاندې کول
۳. د ژوند د وېرې عوامل
ژوند هغه مهال د وېرې تجربه وړاندې کوي کله چې:
معنوي او دیني پوهاوی کمزوری وي
باور او ایمان له لاسه ورکړل شي
خپلوان له لاسه ورکول کېږي
عزت او ټولنیز مقام زیانمن شي
کورنۍ بېثباته وي
د وروڼو ترمنځ اختلاف وي
بېتحلیله مشورې تعقیب شي
احساسات پر عقل غلبه وکړي
اهداف بېبرنامه تعقیب شي
د متضادو نظریاتو پر اساس عمل وشي
د نورو د سیاست ښکار وشي
صداقت د مکارۍ په مقابل کې قرباني شي
۴. د پلان او عملي تطبیق اهمیت
پلان او تګلارې یوازې د بریالیتوب لومړۍ نیمایي برخه تضمینوي. اصلي لاسته راوړنه هغه وخت رامنځته کېږي چې نظریات په عمل کې پلي شي. عملي پړاو له ستونزو، فشار او سیالۍ سره مل وي، او د فرد ریښتینی ظرفیت دلته څرګندېږي.
۵. د بریالیتوب عناصر
د ژوند د وېرې کمولو او بریالیتوب د زیاتولو لپاره اړین عناصر:
معنوي ثبات او ایمان
فکري وضاحت او تحلیلي تصمیم نیونه
صبر، زغم او استقامت
دوامداره هڅه او زده کړه
سالمې ټولنیزې اړیکې
۶. پایله
ژوند په ذات کې ویرونکې نه دی؛ ویره د هغه شرایطو پایله ده چې انسان ورسره مخ کېږي. هغه څوک چې فکري، معنوي او عملي توازن لري، کولای شي د ژوند له ستونزو سره په بریالیتوب مقابله وکړي.
۷. سپارښتنې
د دیني او معنوي زده کړو پیاوړتیا
د فکري مهارتونو پراختیا
د احساساتو او عقل ترمنځ تعادل ساتل
د واضح اهدافو ټاکل او عملي کول
د سالمو ټولنیزو اړیکو ساتل
لیکوال: انجینر شبیراحمد اڅکزی
16/03/2026
Global Injustice Toward Afghanistan
Afghanistan has long been a victim of foreign invasions, proxy wars, and political games. Britain’s First and Second Anglo-Afghan Wars, the imposed Durand Line, the Soviet invasion, and the twenty-year US-NATO occupation all caused millions of Afghan lives and massive destruction.
Afghans ask: if the world believes in human rights and justice, why has Afghanistan repeatedly been turned into a battlefield?
Regional actors, including Pakistan and Saudi Arabia, and global powers have often fueled conflicts, trained armed groups, and supported proxy wars. These interventions have deepened instability and caused immense suffering for the Afghan people.
Afghanistan’s leaders, from Mohammad Daoud Khan to Ashraf Ghani, have been caught in these international pressures. The Afghan people demand an end to double standards and political games.
Afghanistan deserves peace, dignity, and development. The international community must recognize its role, accept responsibility, and support rebuilding so the country can move from decades of war toward a stable, peaceful future.
16/01/2026
د بازار تریخ حقیقت!
لس نفره بازار ته راځي او کاروبار پیلوي،
خو په لومړیو پړاوونو کې یې پنځه کسان یوازې له همدې امله ناکامېږي چې که
په شروع کې یې ګټه کمه وي،
او هغه عاید چې دوی یې تمه لري، خو د ترلاسه کولو امکان یې نه وي.
نو له کاروباره یې زړه توریږي،
له کاروبار سره یې مینه سړېږي،
ناامیده کېږي،
او بالاخره خپل کاروبار ته د پای ټکی ږدي.
له پاتې پنځو کسانو یې
دوه نور د خراب مالي مدیریت له امله ناکامېږي.
نه ورځنی حساب کتاب لري،
نه سپما کوي،
نه هم د لګښتونو کنټرول لري ،
او نه هم د ګټې او مصرف ترمنځ روښانه پوله لري.
او دوه نور نفره یې هم د بازار له بدلونونو سره د مطابقت نه لرلو او په بازار کې د فشارونو او سختیو نه زغملو له امله پاتې راځی.
او په پای کې یوازې یو کس پاتې کیږي،دا هغه څوک وي چې دبازار له ټولو چیلینجونو سره یې مقابله کړې وي،له تاوانونو او خطرونو څخه یې زده کړه کړي وي او تر وروستی حده ولاړ پاتې شوی وی.
او ځان یې تر کامیابۍ رسولی وی. که غواړئ په کاروبار کې بریالی شئ نو دوام ورکړئ او تر پایه مقاومت وکړئ.
13/01/2026
د یو جلۍ او هلک لپاره چې غواړي مشترک (وادهییز) ژوند پیل کړي، یوازې مینه کافي نه ده. یو بریالی او دوامدار ژوند ځینې اخلاقي، فکري، ټولنیز او عملي خصوصیات غواړي. مهم ټکي یې دا دي:
۱. د اخلاقو او شخصیت ځانګړنې
صدق او رښتینولي – پټوالی او دروغ ژوند خرابوي
امانتداري او وفاداري
صبر او زغم – اختلافات حتمي دي
احترام متقابل – سپکاوی اړیکه ماته وي
نرمي او مهرباني
۲. د فکر او لیدلوري همغږي
د ژوند په موخو کې نږدې والی
د دین، کلتور او ارزښتونو درک
د اولاد، تعلیم او راتلونکې په اړه ګډ نظر
د ستونزو حل ته ګډ دریځ
۳. د اړیکې مهارتونه
سالمه او ارامه خبرې کول
یو بل ته غوږ نیول
نیوکه په درناوي سره کول
احساسات کنټرولول (غصه، شک، حسد)
۴. مسؤلیت او ژمنتیا
د ژوند بار منل
د ستونزو پر وخت نه تښتېدل
د یو بل ملاتړ کول
ژمن پاتې کېدل، نه موسمي مینه
۵. اقتصادي درک
د عاید او لګښتونو پوهه
قناعت او ساده ژوند
د پیسو په اړه شفافیت
لوړې تمې نه لرل، بلکې تدریجي پرمختګ
۶. اعتماد او امنیت
بېځایه شک نه کول
یو بل ته رواني امن ورکول
شخصي حدودو ته درناوی
۷. د ځان پېژندنه
خپل عیبونه منل
د اصلاح هڅه
له بل څخه غیر واقعي تمې نه لرل
مهمه خبره:
واده د کامل انسانونو تړون نه دی، بلکې د دوو نیمګړو انسانانو د صبر، درک او ګډې لارې سفر دی
13/01/2026
د یو جلۍ او هلک لپاره چې غواړي ګډ (مشترک) ژوند لپاره یو بل انتخاب کړي،
یوازې احساساتي مینه بسنه نه کوي؛ بلکې یو لړ اخلاقي، فکري او عملي ځانګړتیاوې اړینې دي. په درناوي سره، مهم خصوصیات په لاندې ډول دي:
۱. صداقت او رښتینولي
د ګډ ژوند بنسټ پر باور ولاړ وي. که دواړه لوري رښتیني نه وي، اړیکه ورو ورو کمزورې کېږي.
۲. متقابل احترام
یو بل ته درناوی، د نظرونو اورېدنه او د شخصیت منل د سالم ژوند اساس دی.
۳. مسؤلیتپذیري
ګډ ژوند د مسؤلیت منل غواړي؛ مالي، عاطفي او ټولنیز مسؤلیتونه باید دواړه ومني.
۴. د ستونزو د حل وړتیا
اختلافات حتمي دي، خو د ستونزې په وخت کې ارام فکر، خبرې او تفاهم ډېر مهم دي.
۵. صبر او زغم
یو بل نیمګړتیاوې زغمل او په ستونزو کې حوصله ساتل د دوامدار ژوند نښه ده.
۶. ګډ ارزښتونه او اهداف
په دیني، اخلاقي او د ژوند په اساسي موخو کې ورته والی د اړیکې ثبات زیاتوي.
۷. عاطفي پوهاوی
د یو بل احساساتو درک کول او پر وخت ملاتړ کول اړیکه پیاوړې کوي.
۸. مالي پوهاوی او اعتدال
د عاید، لګښت او سپما په اړه روښانه تفاهم د ډېرو شخړو مخه نیسي.
۹. وفاداري او ژمنتیا
ژمنتیا د دې مانا لري چې دواړه لوري اړیکه جدي او دایمي ګڼي.
۱۰. د کورنۍ او ټولنې درناوی
د یو بل د کورنۍ، کلتور او ټولنیزو ارزښتونو احترام ګډ ژوند اسانه کوي.
09/01/2026
د کابل ښار په استوګنیزو سیمو کې د مخابراتي
انتنونو او جنراتورونو د منفي اغېزو په اړه رسمي لیکنه
محترمو مسئولینو او اړوندو ادارو ته!
له درناوي سره، دا لیک د عامه روغتیا، ښاري نظم، چاپېریالي خوندیتوب او د خلکو د ارامتیا په اړه یوه جدي او بیړنۍ اندېښنه ستاسو پام ورته رااړوي.
اوس مهال د کابل ښار د لکه احمدشاه بابا مینه , کارنو, شهرنو, خیرخانه او همداسی نور په استوګنیزو ساحو کې، ځینو مخابراتي شرکتونو لکه روشن، افغان بیسیم, اریبا, اتصالات او یو شمېر نورو خپل مخابراتي پایې (انتنونه) د کورونو ترمنځ او د خلکو د اوسېدو په مستقیم چاپېریال کې نصب کړي دي. سربېره پر دې، د همدې پایو ترڅنګ درنې برقي ډیزلي جنراتورونه هم فعال دي چې شپه او ورځ دوامدار شور، لوړ غږ، ارتعاش او چاپېریالي ککړتیا رامنځته کوي.
دا وضعیت لاندې جدي منفي اغېزې لري:
د جنراتورونو دوامدار او لوړ غږ د سیمې د اوسېدونکو ذهني سکون له منځه وړي او د خوب، آرام او عادي ژوند نظم ګډوډوي؛
د قوي ارتعاش له امله د کورونو دیوالونه او بنسټونه زیانمنېږي چې دا چاره د ودانیو د تخریب او د خلکو د ځانساتنې لپاره جدي خطر ګڼل کېږي؛
دوامدار شور د ماشومانو، ناروغانو، امیندوارو ښځو او سپینږیرو پر فزیکي او رواني روغتیا ناوړه اغېزې لري؛
د مخابراتي انتنونو برقي مقناطیسي اشعې (Radiation) د خلکو ترمنځ د روغتیايي ستونزو او اوږدمهالو ناروغیو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي؛
دا کړنې د ښاري اصولو، چاپېریالي قوانینو او د استوګنیزو سیمو د ارامتیا له اساسي معیارونو سره ښکاره ټکر لري.
له همدې امله، له اړوندو دولتي ادارو، شاروالۍ، د مخابراتو تنظیم ادارو او د چاپېریال ساتنې مسئولینو څخه په کلکه غوښتنه کېږي چې:
د احمدشاه بابا مېنې په ساحه کې د یادو مخابراتي پایو او جنراتورونو په اړه بیړنۍ سروی او تخنیکي ارزونه ترسره کړي؛
د استوګنیزو سیمو دننه د داسې تاسیساتو پر نصب قانوني بندیز ولګوي؛
مخابراتي شرکتونه مکلف کړي چې خپل انتنونه او جنراتورونه له ښاري مېشتو سیمو بهر انتقال کړي؛
د خلکو شکایتونو ته جدي، عملي او شفاف رسېدنه وکړي.
د خلکو روغتیا، ارامتیا او خوندیتوب باید له هر ډول سوداګریزې ګټې څخه لوړ لومړیتوب ولري.
په درنښت
09/01/2026
محترم شاروال صاحب!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
له درناوي سره، د افغانستان د تنظیم او شاروالیو له محترمو ریاستونو څخه یوه جدي او ملي غوښتنه لرم.
اوس مهال د افغانستان په ډېری سیمو کې د روانو اوبو ترڅنګ هوټلونه، تفریحي ځایونه او حتی استوګنیز کورونه فعالیت کوي، چې له بده مرغه د تشنابونو (کمودونو) فاضله او چټله اوبه یې پرته له کوم معیاري سیستم څخه نېغ په نېغه سیندونو او طبیعي اوبو ته تویېږي. دویم د کثافاتو اچول سیندونو ته چې دا چارې د چاپېریال، عامې روغتیا او طبیعي سرچینو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.
که له کابل څخه پیل وکړو، د کابل ښار، پغمان، قرغې بند، نغلو، سروبي، او بیا د ننګرهار ولایت د درونټې ځوانان پارک، بهسود پل، ورپسې لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې دا ستونزه په ښکاره ډول موجوده ده. همدارنګه که له مزار شریف څخه پیل شي تر بدخشان پورې په اکثریت ولایتونو کې همدا لړۍ روانه ده. باید ټولو هغه ولایتونو هم پاملرنه وشی چې تر اوسه سل سلنه داسی ستونزو سره مخ نه ده د مثال په ډول پکتیا, پکتیکا, خوست, ارزګان, زابل, یا هم نور ولایت زما له نظره قندهار , هلمند, فاریاب, جوزجان, تخار, قندوز, یا هم نور ولایتونه له داسی ستونزو څخه مثتثنا نه وی۔
له محترم دولت او اړوندو ادارو څخه هیله ده چې د چاپېریال ساتنې په خاطر جدي، عملي او قانوني اقدامات ترسره کړي. د دې لپاره اړینه ده چې:
هر اړخیزه سروی پیل شي؛
د فاضله اوبو غیرقانوني سیستمونه وڅېړل شي؛
پر سرغړوونکو هوټلونو او کورونو قانوني بندیزونه ولګول شي؛
معیاري فاضله اوبو سیستمونه عملي او جبري وګرځول شي.
دا ستونزه یوازې د هوټلونو پورې محدوده نه ده، بلکې ډېری استوګنیز کورونه چې د سیندونو ترڅنګ جوړ شوي، هم په همدې ډول عمل کوي. له همدې امله د موضوع لپاره ځانګړې، بېړنۍ او جدي پاملرنه غواړو.
له همکارۍ او پاملرنې څخه مو د زړه له کومې مننه.
په درنښت
05/01/2026
تجارت !
تجارت کې د خرڅوونکي او اخیستونکي ترمنځ اړیکې هغه وخت دایمې او ټینګې وي، چې یو له بل سره صادقانه او د باور وړ معاملات ترسره کړي. غلط تجارت او کار و بار چې د چل، دوکې او فریب له لارې ترسره شي، له هغه څخه ترلاسه شوې ګټه حرامه ده او برکت نه لري.
📚 فقهي وضاحت (اسلامي لیدلوری
په اسلام کې تجارت د حلال رزق یو مهم سبب بلل شوی دی، خو څو شرطونه لري:
✅ ۱. صداقت او امانت
رسول الله ﷺ فرمایي:
الصِّدْقُ یَهْدِي إِلَى الْبِرِّ
یعنې رښتینولي نېکۍ ته هدایت کوي
په تجارت کې دروغ، غلط معلومات ورکول، پټ عیب نه ښودل – دا ټول حرام دي.
❌ ۲. د دوکې او فریب تجارت حکم
هر هغه ګټه چې په لاندې لارو تر لاسه شي حرامه ده:
وزن کې کمول
قیمت کې دروغ ویل
د مال عیب پټول
جعلي قسم خوړل
خلکو غولوول
جعلي کیفیت وړاندې کول
قرآن کریم فرمایي:
وَیْلٌ لِّلْمُطَفِّفِینَ
تباه دي وي هغه کسان چې په تللو او وزن کې دوکه کوي
✅ ۳. حلال تجارت برکت لري
رښتینی سوداګر د انبیاوو، صدیقینو او شهیدانو سره محشورېږي.
⚠️ ۴. د فریب ګټه ولې حرام ده؟
ځکه چې:
د بل حق خوړل کېږي
خلکو ته ضرر رسېږي
ټولنه کې بې باوري پیدا کېږي
زړه تور کېږي
دعا نه قبلیږي
مال کې برکت له منځه ځي۔
04/01/2026
تجارت !!!
غرور , تکبر, ځان لوی ښودنه او ریاکارونه کول خپله د نافرمانې لپاره زمینه برابروی۔
د مدین او ایکی خلکو به په تجارت کې دوکه, بی اتصافی
په ځمکه کې فساد او د الله ج د نعمتونو ناشکری کول,
الله تعالی هفوی تباه کړل اوسنې عصر کې هم تجارت کې ډیر زیاد ستونزی شتون لری۔ تجارانو څخه هیله لرو چې د اصلاحاتو لپاره کار وکړی۔
02/01/2026
۱. مدین څوک وو؟
مدین د ابراهیم علیه السلام د زوی مدین اولاد وو.
دا قوم په شام، حجاز او سینا ترمنځ سیمه کې اوسېده. ځینې مؤرخین یې اوسنی شمال غربي سعودي/جنوب اردن ته تړي.
۲. د کوم پیغمبر ملت وو؟
الله تعالی د دوی لورې ته حضرت شعیب علیه السلام واستاوه.
په قرآن کې ډېر ځلې د “اصحابُ مَدین” او “اصحابُ الْأَیْکَه” په نوم راغلي.
۳. د هغوی کار او مسلک
ډېری خلک یې سوداګر، تجارت کوونکي او بازار لرونکي وو.
د caravan لارې باندې به یې تجارت کاوه.
۴. د مدین قوم اصلي ګناهونه
قرآن یادونه کوي چې هغوی کې دا کارونه عام وو:
د تلې او ترازو کمول (درغلۍ په پیمانه کې)
د بیو لوټ – غلا او فریب
د خلکو حق خوړل
په لارو کې لارې بندول او تکلیف رسول
شرک او بت پرستي
حضرت شعیب علیه السلام ورته ویل:
اوْفُوا الْمِكیالَ وَالْمِیزانَ – تله او ترازو پوره کړئ
وَلَا تَبْخَسُوا النّاسَ اَشْیَاءهُم – د خلکو حق مه خوړئ
۵. د عذاب کیسه
هغوی د پیغمبر خبرې ونه منلې
استهزاء او تکذیب یې وکړ
نو الله تعالی پرې سخت عذاب نازل کړ:
لومړی سخت زلزله/چیغه
بیا د اسمانه توده ساه (حراره) او سیوری لرونکی ورېځ
هغوی ټول هلاک شول، يوازې شعیب علیه السلام او مومنان وژغورل شول.
۶. یادونه یې په قرآن کې
د مدین قوم ذکر په لاندې سورتونو کې راغلی:
سوره الاعراف
سوره هود
سوره شعراء
سوره عنکبوت
۷. عبرت او درس
د مدین قوم له کیسې څخه دا لوی درسونه اخیستل کېږي:
حرام عاید برکت له منځه وړي
د تجارت فریب او دوکه لویه ګناه ده
د خلکو حق خوړل د قومونو د تباهۍ سبب ګرځي
د پیغمبرانو نافرماني عذاب راولي
02/01/2026
هر هغه تجارت او کاروبار چې د دوکې او فریب پر بنسټ ولاړ وي، الله جل جلاله یې برکت له منځه وړي او بالاخره یې تباه کوي