13/01/2026
زیری زیری زیری!
د آریوب لېسې ګرانو زده زده کوونکو ته خبر ورکول کیږي چې په اریوب لېسې کې د استاد محمد طاهر له خوا د خطاطې یا د لیک ښکلا کورس په ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ نېټه پیلیږي نو له ټولو زده کوونکو څخه هیله کوو چې له دې ښکلي چانس څخه ګټه واخلی.
25/12/2025
ومې لوستل چې په اسپانیا کې د زدهکوونکو د کمښت له امله یو کلیوال ښوونځی د تړل کېدو له ګواښ سره مخامخ و، نو خلکو یې د ژغورلو لپاره متقاعدان د زدهکوونکو په توګه ښوونځي کې شامل کړل. اوس هر سهار مشران د ماشومانو ترڅنګ درسونو ته کښېني،کتابونه لولي ،په سپین سر ریاضي او انګلیسي زده کوي.
د لویانو ګډون ښوونځي ته دا امکان ورکړی چې د حکومت د ملاتړ لپاره د زده کوونکو ټاکلی شمېر پوره کړي. ښوونکي درسونه د دواړو نسلونو لپاره برابر کړي او مشران د خپل ژوند کیسې نوي نسل ته وکړي.
دې نوښت نه یوازې د ښوونځي دروازې پرانیستې ساتلي، بلکې د مشر کشر اړیکې یې هم پیاوړې کړې دي او د کلي ښوونځی یې له ورکېدو ژغورلی دی.
په متقاعدانو او ماشومانو کې ښځې سړي دواړه وو.
موږ به د ښوونځي ساتلو ته څه وکړی شو ؟
د ایمل پسرلي له وال څخه
19/11/2025
انشاالله چې ټیم مو ورځ په ورځ پیاوړی کیږي.
Heros and Loyal of BelAwut. I am very thankful to ALLAH for giving me such a good team.
18/11/2025
Donate to BelAwut School computer Lab Zazi Aryub, organized by Seraj Zazai
Zazi Aryub Bilawut Kali Shaheed Mahmudullah High School funding has started for com… Seraj Zazai needs your support for BelAwut School computer Lab Zazi Aryub
14/11/2025
زمونږ مشران زمونږ لار ښوونکې!
حاجي صاحب ایمل د ځاځیو اریوب ولسوالۍ دبیلوټ کلي اوسیدونکی چې اوس مهال په لندن کې دمهاجرت شپې ورځې تیروي نوموړي د خپل شخصي ژوند د مصروفیتونو تر څنګ ډیر وخت د خپل دردیدلي او کړیدلي وطن خدمت ته ورکړی چې مونږ هم ددې پرمټ اومشوره په لندن کې د ځاځیو د ټولنې له غړو او نورو ډیرو ملګرو سره پیژند ګلوي وشوه او دحاجي صاحب د اخلاص او ملګرو په مرسته مو د ګل غونډې لېسې کمپیوترلب جوړ او افتتاح کړ په راتلونکو لنډو ورځو کې به انشاالله د شهید محمدالله لېسې او بیلوټ لېسې د کمپیوتر لبونو د افتتاح شاهیدان اوسو .
په پای کې بیا هم دحاجي صاحب ایمل ، حاجي صاحب کشمیر او نورو ټولو ملګرو څخه مننه کوو چې زمونږ سره اوږه په اوږه ولاړ دي.
14/11/2025
حاجي حمید، د ټول ځاځي یو ځاځي د ټولنیز حرکت کلیدي غړی دی، نوموړی د سراج الدین ځاځي ترڅنګ په ټول توان همکار دی.
مونږ د حمید ځاځي په کړنو ویاړو، حمید ځاځي په واقعي ډول د خیر او ښګڼي سړی دی، د خپلو هیوادوالو په خاص ډول د خپل قوم د خیر او ښیګڼې لپاره په قوت او اخلاص سره زمونږ ملا تړي دی، خدای ج خو دې داسي پر قوم او وطن خلک ډېر کړي