دهمفکره ځوانانو ټولنیز سازمان دمعینیت مقام

دهمفکره ځوانانو ټولنیز سازمان دمعینیت مقام

Share

For hope of the Peace and safety forever for Afghanistan, and to help with Youths,widows, poor peopl

10/08/2022

زیری!زیری!زیری #!
دهمفکره ځوانانو ټولنیز سازمان مشرتابه او رهبرۍ شورا دغړو په دوامداره هڅو،هلو ځلو او لاسته راوړنو سره به ډېر ژر ده یوې لویې غونډې په جریان کې په تعلیمي او تحصیلي برخه کې ځوانانو ته دطبي پوهنتون وړیا بورسیې اعلان شي۔
دا چې نوموړی سازمان تل په علمي ډګر کې لاسته راوړني لرې ؛داځل غواړي چې په طبي بخش کې ځوانانو ته دتحصیل زمینه برابره کړي۔
له موږ سره پاتي شۍ ترڅو ده یوه روښانه او باسواده راتلونکي خاوندان سۍ۔
#دفرهنګي چاروکمېټه!

09/08/2022

# اعلامیه!
دهمفکره ځوانانو ټولنیز سازمان رهبرۍ شورا او غړي دهیواد روان بد اقتصادي او سیاسي وضیعت اندېښمن کړي دي۔ او په هیواد کې دامریکا وروستۍ ړندې بمبارۍ او دهغوی نه پوښتل دافغانستان او حاکم نظام په خیر نه بولي۔
حاکم نظام باید دي ډیپلوماسۍ له مخې له نورو هیوادونو سره تعامل ته ورسیږي او دخپل هیواد روان بد اقتصادي او سیاسي وضیعت مهار کړي۔
دا چې دولس عمده غوښتنه داقتصادي ستونزو هواری او په ټول هیواد کې دټولو حقوق تامین کول او دتعلیم په برخه کې بالخصوص ده نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته دښوونځیو پیل دي؛ دتطبیق او پلي کیدو غوښتونکي دي۔
موږ په خپل ټول قوت سره دخپل شرعي او اسلامي نظام دبقاء او بهبودیت غوښتونکي او ملاتړ کونکي یوو چې پکې دټولو اړخونو او اقوامو ګټې خوندي او ژوند محفوظ وي۔

06/08/2022

تعلیمي ادارې باید له سیاست لیرې وساتل سي دپوهني او لوړو ذده کړو وزارت په ډېر ضعیف حالت کې دي!
درۍ ورځنۍ طرحه کاملا دتعلیمی نصاب دهلاکت په معنا ده۔

16/04/2022

#اعلامیه
د همفکره ځوانانو ټولنېز سازمان مشرتابه مقام او د رهبري شورا غړي پر خوست او کنړ ولایتونو د پاکستاني پوځیانو وحشتناک هوایي بمباري چې له امله یې د افغان ښځو او ماشومانو په گډون زموږ گڼ شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي په کلکو ټکو غندي او دغه بشري ضد جنایت د افغانستان د ملي حاکمیت نقض او د نړیوالو اصولو او موازینو خلاف عمل بولي.
موږ د پاکستان پر حکومت غږ کوو چې نور دې د افغانستان په مظلومو خلکو رحم وکړي او ده ورته جنایتونو څخه دي ډډه وکړي.
او د ا.ا.ا مشرانو څخه په جدې توګه غوښتنه کوو چې د پاکستان لاس دې د افغانستان په هکله نور لنډ او د تل لپاره بند کړې.
د یادونې وړ ده چې افغانانو د تیرو څو لسیزو راهیسې قربانې کیږي بناء هیله کوو د پاکستان حکومت څخه چې افغانان دي خپل ژوند کولو ته په ارامه پریږدي.
د نوموړي سازمان مشرتابه مقام په دغو بریدونو کې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای (ج) له درباره شهیدانو ته د جنت او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوي.
فرهنګي چارو کمېټه!

16/04/2022

#اعلامیه
دهمفکره ځوانانو ټولنیز سازمان مشرتابه مقام او رهبرۍ شورا غړي په اقصی جومات کې پر فلسطينيانو د اسرائیلو لخوا تاوتريخوالی غندې.
موږ پر نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول پر اسلامي هیوادونو غږ کوو چې پر فلسطینیانو د اسرائیلو د «مظالمو» دمخنيوي په اړه عملي اقدامات ترسره کړې.
د مسلمانانو پر لومړنۍ قبلې، اقصی جومات کې پر ملکي فلسطينيانو د اشغالګرو له خوا تاوتريخوالی په سختو ټکو غندو."
په درنښت.
د همفکره ځوانانو ټولنېز سازمان.
د فرهنګې چارو کمېټه

10/04/2022

#اعلامیه
دهمفکره ځوانانو ټولنیز سازمان مشرتابه مقام او رهبرۍ شورا غړي افغانستان په نړۍ کې هیڅ خواخوږی او واقعي دوست نه لري، بلکې تل حریفان او رقیبان ورته په کمین او کورچه کې ناست وي او نه افغانان د دې توان او طاقت لري چې په سیاسي لحاظ د دوست او دوښمن په مفهوم پوه شي او یا په سمه توګه تفکیک او تشخيص يې وکړي. متاسفانه موږ په داسې شریطو کې ښکیل یو چې نه مو نړیوال مني او نه له ګاونډیو هیوادو سره د یو متقابل احترام په درشل کې سیاسي او اقتصادي تعامل او تفاهم ته رسیدلي يو او نه په دې توانيدلي یو چې خپل کور کې دننه خپل ځانونه متحد او منظم کړو او ټول افغانان په یو ټغر راټول کړو، څو وکولای شو خپل داخلي او له ګاونډيو هیوادونو سره مشکلات په خپله حل کړو. او نه هم پدې توانیدلي یو چې په خپلو ذخایرو څخه استفاده وکړو تر څو وکولای شو چې هر افغان ته د کار زمینه برابره کړو تر څو د نورو له خیرات او د نورو له مذدورۍ څخه خلاص شو.
زموږ د ناکامۍ او بې ثباتې یوازېنی علت همدا دی چې په خپل کور کې جوړجاړی نه لرو، چې کله په خپل کور کې جوړ نه وې حریف او رقیب ته خو به خامخا ډیر بې ارزښته او بې وسه ښکارې. همدا موږ یو چې هر چا ته په خپله موقع ورکوو چې زموږ له مظلومیت او خپل مینځي بدبختیو نه سوءاستفاده وکړي.
د نړیوالو سیاستونه چې کله په افغانستان کې له ناکامۍ سره مخ شول، نو د دوی اوس د ګاونډيو هیوادونو په مرسته د لاس وهنې تکتیکونه ترسره کوي.
د ایران حکومتي چارواکي په دوامداره توګه په ایران کې زموږ افغان کډوال شکنجه کوي. له بده مرغه زموږ لپاره دا خورا د شرم خبره ده چې د بشري حقونو او نړیوالې ټولنې باندې غږ کوو چې ایران دي په افغانانو باندی د ظلم لاس نو نه پورته کوي.
او د ا.ا.ا نه په کلکه غوښتنه کوو چې د ایران په مقابل کې د مور خپل دریځ معلوم او په ایران کې د د مېشته افغانانو لاسنیوی وکړي.

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address

Kabul
Kabul