27/07/2021
د شينجيانګ مسئلې په اړه ۱۳مه مطبوعاتي غونډه
The 13th Press Conference by Xinjiang Uygur Autonomous Region on Xinjiang-related Issues in Beijing-TIANSHANNET-天山网
Photo taken on July 15, 2021 shows the 13th Press Conference on Xinjiang-related Issues in Beijing. Photo by Xinjiang Daily/ Zhou Peng Bi Haibo: Good morning, dear media friends! Welcome to the 13th press conference on Xinjiang-related issues jointly held by the Ministry of Foreign Affairs and t...
27/06/2021
د شينجيانګ مسئلې په اړه ۱۱مه مطبوعاتي غونډه
The 11th Press Conference by Xinjiang Uygur Autonomous Region on Xinjiang-related Issues in Beijing-TIANSHANNET-天山网
Photo taken on June 18, 2021 shows the 11th Press Conference on Xinjiang-related Issues in Beijing. Photo by Xinjiang Daily/ Cai Zengle Bi Haibo: Welcome to the press conference on Xinjiang-related issues. This is the eleventh press conference on Xinjiang-related issues held in Beijing. First of...
11/06/2021
د بېوزلۍ له منځه وړلو په برخه کې د چين تجربې د نړۍ لپاره څه مانا لري؟
ليکوال : يي فان؛ چيني شننونکی
د چين حکومت د روان کال په لومړيو کې په خپل هېواد کې د شديدې بېوزلۍ د ختمولو اعلان وکړ. د چين رسمي شمېرې ښيي، چې په تېرو څلورو لسيزو کې کې په دغه هېواد کې ۷۷۰ ميليونه کسان له شدیدې بېوزلۍ څخه وتلي، چې دغه شمېر په ټولې نړۍ کې له شدیدې بېوزلۍ څخه وتلو کسانو کې ۷۰٪ نيسي.
چين د ۲۰۰۷م کال سمينار کې له افغانستان، بنګلادېش، نيپال، پاکستان او سريلانکا سره د بېوزلۍ د له منځه وړلو تجربې شريکې کړې او له همدغو هيوادونو سره يې د سړکونو، هوايي ميدانونو او ښوونځيو جوړولو، همدارنګه د مسلکي روزنو په برخه کې مرستې کړې دي.
د دغې ليکنې د ليکوال يي فان په نظر، د مشرتابه غښتلې مشري، بېوزلو خلکو ته مهارت ورزده کول او د بېوزلۍ ضد مبارزې ته د ګڼ شمېر حکومتي کارکوونکو او د ټولنې د بېلابېلو برخو خلکو ور دانګل او له بېوزلو سيمو سره د شتمنو يا پياوړو سيمو د مرستو غوره ميکانيزم د بېوزلۍ ضد مبارزه کې د چين د برياليتوب عمده لاملونه دي.
11/06/2021
د چين لوی سفير وانګ يو د افغانستان له بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر سره وکتل
په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو د جون په نهمه نېټه د دغه هيواد له بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو، د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ او د کرونا وبا پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه يې ورسره د نظريو تبادلې وکړې.
سفير وانګ يو په خپلو خبرو کې وويل، چې څه موده وړاندې د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په خپلمنځي څلورم ډيالوګ کې د افغان سولې بهير ،د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو په برخه کې د ګډې همکارۍ او د کرونا وبا پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه خبرې وکړې او يو لړ موافقو ته ورسېدل.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ويلي، چې د کرونا ضد چيني واکسين به نړيوال عامه توليد وګرځوي او هر څوک به ورته لاسرسی ولري . چين اوس د رئيس شي د دغې ژمنې، همدا راز د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ياد ډيالوګ د لاسته راوړنو د عملي کولو په هڅه کې دی، دغه هيواد به له افغانستان سره د ۷۰۰ زره ډوزو د کرونا ضد واکسين او نورو طبي وسايلو مرسته وکړي، د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي، د خپلمنځي دوه اړخيزو اړيکو او د يوه کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ د نوي پرمختګ لپاره به زياتې هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به زياتې ګټې ورسوي.
وزير محمد حنيف اتمر، سفير وانګ يو ته وويل، چې د چین د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي ته دده سلامونه او نيکې هيلې وسپاري او د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د څلورم ډيالوګ لپاره د هغه هڅې يې وستايلې او په بېلابېلو برخو کې د اوږده مهاله مرستو په پار يې له چيني لوري څخه مننه وکړه.
نوموړي وويل، افغانستان له چين سره دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي په بېلابېلو برخو کې له دغه هيواد سره خپلمنځي ګډې همکارۍ لاپياوړې کړي او د يوه کمربند او يوې لارې د د ګډې ابادۍ او د خپلمنځي اړيکو د نويو پرمختګونو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
08/06/2021
http://af.china-embassy.org/eng/sgxw/t1882075.htm
What China's poverty reduction experience means to the world
Earlier this year, China declared the eradication of extreme poverty. For anyone trying to assess what it means to the country, it would be useful to look at what persistent penury has done to some of its population.
01/06/2021
The so-called "Uygur Tribunal" was set up by some western anti-China politicians and lawyers in collusion with the "World Uygur Congress", is not at all the "judicial organ" or "judicial procedure" as we all understand it. The trial of the so-called "China's genocide" by such a pseudo court is nothing but a clumsy trick in the guise of law, trying to draw attentions. With the guise of so-called “Tribunal”, it tries to tell lies to people so as to attack and discredit Xinjiang and interfere in China's domestic affairs.
Xinjiang has something to say to reveal the truth and answer your questions。
http://english.ts.cn/system/2021/05/26/036637314.shtml
https://news.cgtn.com/news/2021-05-25/VHJhbnNjcmlwdDU1MDI4/index.html
https://www.globaltimes.cn/page/202105/1224442.shtml
Xinjiang Issue: Officials: UK tribunal on Xinjiang has no legal basis
China has strongly condemned a UK-based body currently investigating allegations of genocide and crimes against humanity against ethnic minorities in Xinjiang. Officials held a news conference in Beijing on Tuesday, dismissing the legitimacy of the tribunal and calling it illegal. Feng Yilei reports...
28/05/2021
د روان کال په پیل کې د چین اقتصاد ښه والی ښیي او د نړيوال اقتصاد د بنسټ ډبره بلل کيږي
په افغانستان کې د چین لوی سفیر وانګ یو
د چین د احصایيې ملي اداره وايي، چې د دې هيواد اقتصاد د 2021 م کال په لومړۍ ربعې کې په لوړه کچه وده کړې او د کورنيو تولیداتو عمومي ارزښت يې څلورویشت زره نهه سوه یو دیرش (249310) ميلیارډه يوانو او ناخالص تولید يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله 18.3 سلنه او د تېر کال د څلورمې ربعې په پرتله 0.6 سلنه زیاتوالی ښيي. چین د نړۍ دوهم لوی اقتصاد دی او هڅه کوي، چې د خلکو ژوند او روغتیا وساتي او اقتصادي او ټولنیز پرمختګ يې سره یوځای کړي او یو لړ قانوني، ساینسي او منظم اقدامات یې نیولي دي، نو ځکه يې کورني اقتصاد ثابت، پیاوړی او دوامداره پرمختګ ساتلی دی. د چين اقتصادي وضعیت د روان کال په لومړۍ ربعې کې ښه روان و او د دغه هيواد اقتصاد د نړیوال اقتصاد د بیا سمسورتیا بنسټیزه ډبره بلل کیږي.
د 2021 په لومړۍ ربعې کې د چین د اقتصادي پرمختګ ځلاند ټکي .
يو، د چين بازار باور او توقعات د پام وړ ښه شوي. د ۲۰۲۱م کال په مارچ کې د چين د تولید مدیر پېرود شاخص 51.9 سلنه و، چې د تېرې فېبرورۍ په پرتله 1.3 سلنه لوړ و او د غیر تولید سوداګریز فعالیت شاخص يې 56.3 سلنه ښودل شوی، چې دا هم د فېبرورۍ په پرتله 4.9 سلنه لوړوالی ښيي. دوه، د چين د بازار ځواک په مؤثره توګه هڅول کيږي. د 2021 کال په لومړۍ ربعې کې د چين په بازار کې د مالیې پورې معاملاتو دوه اعشاريه اوه سوه او دوه نوي ( 2.792) ميلیونه نوي شرکتونه جوړ شوي، چې 86 سلنه ډېروالی ښيي. درې، د چين د پانګونې او لګښت ثابتوالی بیا عادي شوی. د روان کال په لومړۍ ربعې کې د چين ثابته پانګونه 25.6 سلنه زیاته شوې او د مصرفي توکو پرچون يې 33.9 سلنه لوړ شوی دی. څلور، د چين په بهرني تجارت او پانګونې کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. د روان کال په لومړۍ ربعې کې د ژن مین بي په شمېرنې د مالونو د صادراتو او وارداتو ارزښت په جلا جلا توګه 38.7 سلنه او 19.3سلنه زیات شوی او د بهرنيو پانګو کارول يې 39.9 سلنه لوړ شوي دي. پېنځه، د چين صنعتي تولید ګړندۍ وده کړې. د ۲۰۲۰م کال په لومړۍ ربعې کې د لویو صنعتي تصدیو اضافي ارزښت 24.5 سلنه لوړ شوی، د صنعتي برېښنا مصرف يې 23.9 سلنه او د ریل پټلۍ د مالونو لیږد رالیږد حجم يې 13.9 سلنه لوړ شوی دی. له دغو شمېرو ښکاري، چې له 2013 کال راهیسې د چين د صنعتي ظرفیت کارولو کچه ترټولو لوړه ده. شپږ، د چين د نوې متحرکې انرژۍ د پرمختګ سرعت ښه روان دی. د روان کال په لومړۍ ربعې کې د چين د لوړ ټیک تولید اضافي ارزښت 31.2 سلنه زیات شوی دی. اوه، د چين د خلکو ژوند ثابت پرمختګ موندلی. د روان کال په لومړۍ ربعې کې د ملکي وګړو منځني عایدات 13.7سلنه زیات شوي، په دغه هیواد کې د ښې او پاکې هوا د ورځو تناسب 80.9 سلنه ښودل شوی او د چين په منځنیو او لویو ښارونو کې په هوا کې د کوچنيو ذراتو اوسط غلظت 2.2 سلنه ټیټ شوی دی.
د چین اقتصاد اوس عموماً د بیا تازه کیدو په حال کې دی، نو د دغه هيواد حکومت غواړي، چې په ځينو برخو کې هر اړخيزې چارې ترسره کړي، چې ځيني يې دلته راخلم. ۱ـ د چين حکومت په پام کې لري، چې د شرکتونو لپاره تلپاتې اسانتیاوې برابرې کړي. د چين حکومت به د لازیاتو عادلانه او خیریه تګلارو له لارې په بازار کې له شرکتونو څخه ملاتړ پیاوړی کړي، د خلکو له خوا د لارو چارو د ایجاد او نوښت لپاره به هڅې وکړي، د کوچنيو شرکتونو لپاره به د مالیې او فیس کمولو تګلارو ته وده ورکړي او د مالیاتو کمولو نوي جوړښتي تدبیرونه به پلی کړي. ۲ـ چين به د عادلانه سیالیو لپاره د سوداګرۍ چاپیریال ښه کړي. چين به د ښې حکومتوالۍ لپاره اصلاحات پرمخ بوزي، د شرکتونو او تصدیو د منظورۍ په پروسه کې به اړوندې مرحلې، توکي او لګښت کم کړي، د کارونو د بهیر او وخت څارنه به پیاوړې کړي، په ځینو سیمو کې به د سوداګرۍ ارزونه ترسره او په لوړ معیار سره به د بازاري سیستم عملي پلان وړاندې کړي، او د پلیټ فارم اقتصاد په برخه کې به د انحصار ضد لارښوونې خپرې کړي او د فاکتور په بازاري تخصیص کې به اړوندو اصلاحاتو ته پرمختګ ورکړي. ۳ـ چين به په لوړې سویې سره ورخلاصون وهڅوو.د چين حکومت وايي، چې د بهرني تجارت او پانګونې په برخه کې به یو لړ ملاتړ کوونکي تګلارې پلې کړي، د بهرني تجارت او پانګونې عمومي حالت به ښه او ټینګ وساتي، د ازاد تجارت د ازمویښتي سیمو ابادي به پرمخ بوزي، د های نان د ازادې سوداګرۍ د بندر ابادي به چټکه کړي، چې اوس مهال يې ابتدایي نتیجې ترلاسه شوي او د (RCEP) تړون د پلي کولو لپاره چمتوالی نیسي. چين د يو کمربند او يوې لارې په ګډې ابادۍ او اقتصادي او تجارتي نړیوالو همکاریو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري. سربیره پردې چين د نوي ښاري کیدو پر لوري روان دی، دغه هيواد د سیمو لویې ستراتیژۍ پلې کوي، د ساینسي او ټیکنالوژیکي اختراعاتو ظرفیت پیاوړی کوي، د تولید د لوړ کیفیت پراختیا هڅوي، د کلیو د سمسورتیا او د کلیو او کرنې د عصري کېدو پر لوري نوي ګامونه پورته کوي او اوج ته د کاربن رسېدو او کاربن نیوټرالیزشن فعالې چارې ترسره کوي.
د نړۍ په مختلفو هيوادونو کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ حالات بیل او پېچلي دي او په پرمختیایي هېوادونو کې د واکسین کولو سرعت عموماً ورو روان دی، چې له امله یې د اقتصاد بیارغونه هم پڅه روانه ده. هیله بښونکی او ښه خبر دا دی، چې د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د مۍ په ۷مې نېټې، د چین د درمل جوړونې ګروپ د بیولوژیکي محصولاتو انسټیتيوټ یو ډول واکسین د اضطراري کارونې لپاره تايید کړ. دغه سازمان مخکې هم د لويديځو هيوادونو د کوويډـ۱۹ ضد ځينو واکسينونو ته د بېړنۍ کارونې اجازه ورکړې، خو دا لومړی ځل دی، چې داسې واکسين ته د بېړنۍ کارونې ته اجازه ورکوي، چې په لويديځو هيوادونو کې نه دی جوړ شوی. دغه واکسین به د مختلفو پرمختیایي هېوادونو لپاره د انتخاب نورې ډاډمنې ښې لارې پرانيزي، په نړۍ کې د واکسینونو د کښمت ستونزه به تر یوې اندازې پورې حل کړي او واکسین ته لاسرسی به اسان او اړوندې چارې به ګړندۍ کړي.
چین د افغانستان دوست ګاونډی او ستراتیژیک ملګری دی او د افغانستان سوله ایزې بیارغونې او اقتصادي او د خلکو د معیشت پرمختیا ته ژوره پاملرنه کوي او ګډون پکې لري. چین ژمنه کړې، چې افغانستان ته به د کوويډـ۱۹ ضد ۴ لکه ډوزه واکسین ورکړي او غواړي، چې د پرمختیايي او پرمختللو هیوادونو تر منځ "د معافیت خندق" له مینځه يوسي. د کوويډـ۱۹ په ښه کنټرول کېدو سره به، د چین لوی کورنی بازار او د مصرف لویه وړتیا د نړیوال اقتصاد لپاره د پرمختګ متحرکه قوه برابره کړي. چین به د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو، په ځانګړې توګه د افغانستان په ګډون د « د يو کمربند او يوې لارې» په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره همکارۍ پیاوړې کړي او له يادې ناروغۍ څخه د خلاصون او د سوله ییزې پراختیا په ترلاسه کولو کې به خپل رول لوبوي.
28/05/2021
د چين لوی سفير د سولې په چارو کې د دولت وزير نادري سره وکتل
په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو د مۍ په ۲۷ مه نېټه د دغه هېواد د سولې په چارو کې د دولت له وزير سيد سعادت منصور نادري سره وکتل او د افغان سولې او روغې جوړې بهير په اړه يې د نظريو تبادلې وکړې.
سيد سعادات منصور نادري په خپلو خبرو کې د افغان سولې او روغې جوړې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې د چين له اوږدمهاله مرستو مننه وکړه او ويې ویل، چې امريکا او ناټو اوسمهال له افغانستانه د خپلو ځواکونو ايستلو بهير ګړندی کړی او د افغانستان د سولې او روغې جوړې بهير هم ډېر مهم پړاو ته داخل شوی دی، د سولې په چارو کې د دولت وزارت به په ټول توان د خپل هېواد د سولې او روغې جوړې بهير پرمخ يوسي، څو رښتيني پرمختګونه ترلاسه شي.
نوموړي هيله وښودله، چې چين د افغانستان د صادقانه ګاونډي او د سيمې د لوی هېواد په توګه په دغه بهير کې مثبت رول ولوبوي او له افغانستان سره د ټولشموله او دايمي سولې د ژر رامنځته کېدو په برخه کې مرسته وکړي.
سفير وانګ يو په خپلو خبرو کې وويل، چې چين د افغانانو تر حاکميت او مشرۍ لاندې د افغان سولې او روغې جوړې له بهير څخه ملاتړ کوي او پدې باور دی، چې د افغانستان مسئلې سياسي حل د سولې او ثبات د راوستلو يوازينۍ لار ده.
چين په افغانستان کې له ټولو ميشتو بهرنيو ځواکونو څخه غواړي، چې په مسئولانه او منظمه توګه له افغانستانه ووځي او دغه هېواد، سيمه ييز هېوادونه او نړيواله ټولنه دې د ترهګرۍ له ګواښونو څخه وساتي.
چين به په دې برخه کې له اړوندو خواوو سره اړيکو ته دوام ورکړي او د افغانستان د سولې او روغې جوړې بهير د پلوي، منځګړي او د اسانتياوو د برابروونکو په توګه رول ولوبوي، څو په دغه هېواد کې دايمي سوله رامنځه شي.
17/05/2021
موږ د اقلیمي بدلون پر وړاندې ګډه مبارزه کوو او د بشر او طبیعت د ګډ ژوند ټولنه جوړوو
په افغانستان کې د چین لوی سفیر وانګ یو
د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د اپریل په ۲۲مه نیټه د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن په بلنه د اقلیمي بدلون په سرمشریزې غونډې کې انلاين ګډون وکړ او ((د بشر او طبیعت د ګډ ژوند ټولنه جوړوو)) تر عنوان لاندې یې یوه وینا وکړه. نوموړي پر طبیعي سرچینو د صنعتي تمدن د ناوړه اغیزو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې، د بشر او طبیعت ترمنځ تناقضونه یې په ګوته کړل او له نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتنه وکړه، چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې ګډه مبازره وکړي، ځکه دا د ټول بشریت او د ځمکې د ایکولوژۍ دوامدار پرمختګ لپاره ډېر اهمیت لري.
د رئیس شي جین پینګ د بشر او طبیعت د ګډ ژوند ټولنې په افکارو کې مهم ټکي:
یو، موږ باید د انسان او طبیعت د ګډ ژوند پر همغږۍ ټینګار وکړو. طبیعت د انسان د بقا او پرمختګ لومړنی او مخکښ شرط دی. انسان باید د طبیعت له قانون څخه د سرغړونې پرځای د طبیعت درناوی، اطاعت او ساتنه وکړي. موږ باید د خپلو سترګو په شان د طبیعت او ایکولوژیکي چاپیریال ساتنه وکړو او د انسان او طبیعت ترمنځ د همغږۍ نوي حالات بايد وهڅوو.
دوه، موږ باید د چاپېريال زرغون پرمختګ ته دوام ورکړو. رڼې اوبه، شنې ونې او زرغون غرونه د سرو او سپینو زرو خزانو په څېر ارزښت لري. د ایکولوژیکي چاپیریال ساتل د تولیدي قوت ساتنه او د ایکولوژیکي چاپیریال ښه کول د تولیدي قوت ښه کول دي. موږ باید داسې لنډمهاله کار پریږدو، چې د یوې مودې د پرمختګ په بدله کې چاپیریال قرباني کوو او باید د نوښت په اتکا د اقتصاد، انرژۍ او صنعتي جوړښت ښه والی وهڅوو، ترڅو ښه چاپیریال د نړیوال اقتصاد او ټولنې د دوامداره پرمختګ لپاره ټینګ ملاتړ وګرځي.
درې، موږ باید په سیستماتیکې ادارې ټینګار وکړو. موږ باید د ایکو سیستم له داخلي قوانینو سره سم، په بشپړ ډول د طبیعي ایکولوژۍ مختلف عناصر په پام کې ونیسو او د ستونزې حل بايد په یو اړخيز ډول نه، بلکې په ټوليز ډول يې بايد حل کړو.
څلور، موږ باید پر څو اړخيزم ټینګار وکړو. موږ باید د چاپیریال د ادارې په مسله کې د نړیوالو قوانینو پر اساس د عدالت په موخه اغیزمنې کړنې ترسره وکړو. مختلف هېوادونه دې یو پر بل بې ځايه نیوکې نه کوي، بلکې په ګډه دې کار او دایمي کوششونه وکړي، خپلو ژمنو ته دې د عمل جامه ور واغوندي او له بې باوره خبرو دې ډډه وکړي او ورځني بدلونونه دې نه کوي. رئیس شي جین پینګ په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې چین د امريکا متحده ایالاتو هرکلی کوي، چې د اقلیمي ادارې په څواړخیز بهیر کې يې د بیا ګډون اعلان کړی دی. چین او امريکې په دې وروستیو کې له اقلیمي بحران سره د مقابلې ګډه اعلامیه خپره کړې ده. چین به د متحده ایالاتو په ګډون له نړیوالې ټولنې سره يو ځای د چاپیریال نړیوالې ادارې لپاره کوششونه وکړي.
پېنځه، موږ باید د ګډ مګر متفاوت مسؤلیت پر اصولو ټینګار وکړو. پرمخ تلونکي هیوادونه د وبا، اقتصاد او اقلیمي بدلون له ډیرو ننګونو سره مخامخ دي. موږ باید په اقلیمي بدلون کې د دغو هېوادونو خدمت ته درناوی وکړو، د دوی ځانګړو ستونزو او اندیښنو ته پاملرنه وکړو او دوی ته مالي، تخنیکي او د ظرفیت رامینځته کولو ملاتړ چمتو کړو.
د چین دودیز کلتور له پخوا راهيسې د طبیعت او انسان د همغږۍ پلوي کوي، د طبیعت قانون تعقیبوي او غوښتنه کوي، چې د طبیعت قانون سره سم باید چارې مخته يوړل شي، څو انسان او طبیعت همغږی او سالم پرمختګ وکړي. چین د نړیوال چاپیریال په ادارې کې همیشه ګډون او ژوره پاملرنه ورته کوي. رئیس شي جین پینګ د ملګرو ملتونو د تېر کال د ژویو تنوع په سرمشریزه، د اقلیم د علاقې په سرمشریزه او د G20 مشرانو د ریاض په سرمشریزه او په یو لړ اړوندو غونډو کې د ګډون په ترڅ کې اعلان وکړ، چې چین به په پوره توان هڅه وکړي، چې له 2030 م کال نه مخکې کاربن اوج ته ورسوي او تر 2060 م کال پورې د کاربن نیوټرالیزشن(Neutralization) موخه پوره کړي. د چین د کاربن ایستلو اوج ـ تر نیوټرالیزشن پورې وخت د پرمختللو هیوادونو په پرتله ډېر کم دی، خو دغه هيواد پر ځان اعتماد او وړتیا لري، چې ياد هدف ترلاسه کړي.
چین او افغانستان عنعنوي دوستي لري. دواړه هیوادونه پرمختیایي هیوادونه دي او نږدې جغرافیایي موجودیت او نږدې پوهاوی لري. دواړه هېوادونه د چاپیریال له ستونزو سره مخامخ دي. بېجینګ پخوا په چین کې داسې ښار و، چې د کال په شپږو مياشتو کې به پکې شین اسمان نه لیدل کيده. بیجینګ له تېرو لسو کلونو راهيسې د هوا د ککړتیا د کنټرول لپاره یو لړ سیستماتیک تدبیرونه نیولي، مثلاً پاکه انرژي هڅوي، هغه فابريکې او شرکتونه يې بند کړي، چې چاپيريال ته يې سخته ککړتیا رسوله او د موټرونو پر کارونې يې هم محدوديت لګولی دی. په ۲۰۲۰ کال کې په بیجینګ کې د ښې هوا د ورځو شمیر ۲۷۶ ورځو ته رسيدلی و، چې د لس کاله پخوا په پرتله ۱۰۰ ورځې ډیرې وې او په دغه کال کې د هغو ورځو شمیر، چې د (PM2.5) کچه پکې ښه وه، ۳۳۰ ورځې وې. خلک اوس له شین اسمان څخه خوند اخیستلی شی.
افغان حکومت چاپیریال ته خورا پاملرنه او اهمیت ورکوي، بیلابیل اقدامات یې کړي او هڅې کوي، چې د ښاري ودانیو د تودوخې سیسټم بهتر او پرغیرقانوني کړنو جریمې سختې کړي او چارو يې ځینې قناعت بخښونکې پایلې هم ترلاسه کړې دي. چین د نړیوال ایکولوژیکي تمدن په جوړولو کې د برخه اخیستونکي، مرسته کونکي او لارښوونکي په توګه چمتو دی، چې د چاپیریال د ادارې په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ پیاوړې کړي، د هوا کیفیت د ښه والي میتودونه ورسره شریک کړي او د هوا او اوبو کیفیت په نظارت کې ورسره د تجربو تبادله وکړي. موږ د چاپیریال په نړیواله اداره کې د ګډو ګټو مناسب او معقول سیستم پرمخ بيايو او د اقلیم له نړیوالو ننګونو سره ګډه مبارزه کوو، څو راتلونکو نسلونو ته یوه پاکه او ښکلې نړۍ پریږدو.
10/05/2021
رمز پیروزی چین در فقرزدایی
به تاریخ ششم آپریل سال روان میلادی، شورای دولتی جمهوری خلق چین با انتشار اوراق سفید تحت عنوان " عمل چین در فقرزدایی بشر" حرکت بزرگ فقرزدایی مردم چینایی با رهبری حزب کمونیست چین را مرور کرده، عمل چین در فقرزدایی بشر را تعریف کرده، تجربیات چین در فقرزادیی را با صادقت تمام با جهانیان به اشتراک می گذارد. دلایل عمده ای که باعث نیل کشور چین به دست آوردهای تاریخی رهایی از فقر مطلق طی چهل سالی که سیاست اصلاحات و درهای باز اجرا شده است می شود، به شرح زیر است.
اول، پایبندی به رهبری همه جانبه حزب کمونیست چین ویژه گی اصلی حرکت فقرزدایی است. حزب کمونیست چین انتخاب مشترک همه مردم چینایی می باشد و با رهبری حزب کمونیست چین، مردم چینایی پروسه جدید اصلاحات و درهای باز و مدرنیزه کردن سوسیالیستی را آغاز می کنند و از این رو قدرت قوی ای برای توسعه و نوآوری آن کشور به وجود می آید. همراه با انکشاف سریع اقتصادی و اجتماعی چین، روند فقرزدایی آن کشور شتاب می یابد و نفوس فقیر به شدت کاهش می یابند. اقوام مختلف چین با نهایت همدلی با مشکلات گوناگون مبارزه می کنند، از درهای بسته تا درهای باز، از گرسنه گی تا کفایت همه جانبه، از فقر و ضعف تا رفاه و قدرت، شگفتی های انکشاف را یکی پس از دیگری خلق می کنند تا اینکه ملت چین از مراحل برخاستن، ثروتمند شدن تا به مرحله قدرتمند شدن رسیده است.
دوم، ایده مردم محوری چراغ راهنمای حرکت فقرزدایی ست. هدف کوشش های حزب کمونیست چین هم بزرگ است هم ساده آن هم زنده گی خوب برای همه مردم است. حزب کمونیست چین همواره منفعت مردم را در اولویت کار قرار می دهد و جستجوی سعادت مردم و رستاخیز ملت را به حیث خواسته اولیه خود نگه می دارد و با عزم و اراده راسخ مردم را در راه مبارزه با فقر هدایت می کند. حزب کمونیست چین به اساس ایده مردم محوری، پالیسی ها و اقدامات فراتر از معمول را جهت فقرزدایی اتخاذ کرده تا اینکه مردم فقیر از درآمد بهتر، تعلیم و تربیه بهتر، خدمات صحی بهتر و شرایط مسکونی بهتر برخوردار شوند. حرکت فقرزدایی در عصر جدید عمیقاً نمایانگر ایده مردم محوری و قوی ترین، کامل ترین و زنده ترین نشانۀ هدف اصلی حزب کمونیست چین مبنابر خدمت به مردم با تمام جان و دل است.
سوم، مزایای نظام سوسیالیستی با ویژه گی های چین سلاح شکست ناپذیر در مبارزه با فقر است. تمرکز بر کار خطیر نتیجه خردمندی، عقیده همیشه گی و سنت شایستۀ حزب کمونیست چین می باشد که پس از جستجو و پیاده سازی طولانی مدت شکل پذیرفته است. فقرزدایی به عرصه ها و عوامل مختلف مربوط و کار پیچیده ای است و نیاز به رهبری و سازمان دهی و همچنین اجرای قدرتمند است. با استفاده از مزایای سیاسی و سازمان دهی حزب کمونیست چین، نظام مدیریتی مبنابر همآهنگی مرکزی، مسئولیت پذیری ولایتی، اجرای در سطح ولسوالی و نظام کار مبنابر اولویت دهی به مناطق شناسایی شده، اعزام کارمندان به قریه جات و کمک دقیق به خانواده ها ایجاد می شود. از این طریق، سیستم شبکه ای تمام عیار صورت می گیرد. تابه اواخر سال ۲۰۲۰ میلادی، سراسر چین کلاً ۲۵۵ هزار تیم کاری مقیم قریه جات، بیش از ۳ میلیون دبیر اول حزب و کادر مقیم قریه جات را اعزام کرده است تا همراه با نزدیک به ۲ میلیون کادر ولسوالی و میلیون ها کادر قریه جات در جبهه مبارزه با فقر فعالیت کنند.
فقرزدایی معضل جهانی است. هر کشور دارای وضعیت خودش است و در مراحل متفاوت قرار می گیرد و معیار، روش و راه و منوال فقرزدایی کشورها نیز فرق دارد. افغانستان به حیث همسایه دوست چین کشوری است دارای شرایط، تاریخ و فرهنگ خاص خود و اقوام مختلف و حق دارد راه فقرزدایی سازگار با ویژه گی های خودش را انتخاب کند. در حال حاضر، با وجود اینکه حکومت افغانستان در فقرزادیی بسیار کوشش نموده تا هنوز با مشکلات زیادی روبرو است. احزاب و گروه های سیاسی افغانستان که از مردم عام برخاسته اند و دارای توانایی بسیجی قوی و تأثیرگذار استند، باید با حکومت افغانستان همکاری بیشتری داشته باشند و از کارهای حکومت حمایت کنند تا اینکه ایده ای مورد قبول همه جوانب جهت فقرزدایی شکل گیرد و مردم در پیشبرد فقرزادیی فعالانه، با ابتکار به حکومت مساعدت کنند.
کشور چین مایل است همکاری فقرزدایی با اقشار مختلف افغانستان را گسترش داده، ایجاد روابط جدید همکاری بین المللی در عرصه کاهش فقر مبنابر احترام متقابل، همکاری و بردبرد را پیش برده و با انجام پروژه های بیشتر معیشتی در عرصه همکاری فقرزدایی بر رفاه مردمان دو کشور بیفزاید.
10/05/2021
چین چمتو دی، چې نړۍ سره د غربت کمولو رازونه شریک کړي
په افغانستان کې د چین لوی سفیر وانګ یو
د چین دولتي شورا د اپریل په ۶مه نېټه "د بشر د غربت کمولو کې د چین کړنې" سپین کتاب خپور کړ، په دغه کتاب کې د چین د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د چین د خلکو له خوا بې وزلۍ ته د ماتې ورکولو بهیر یاد شوی، د بشر د غربت کمولو په بهیر کې د چین کړنې او تجربې پکې معرفي شوي او په ډېر اخلاص د چین د غربت کمولو رازونه پکې بيان شوي دي. د چین د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په تېرو څه دپاسه ۴۰ کلونو کې د شديدې بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې تاریخي بریا ترلاسه کړې ده. ما هڅه کړې، چې په دغې ليکنې کې د دې بريا درې عمده لاملونه په ډاګه کړم.
لومړی، د چین د کمونېست ګوند رهبري هراړخیزه ده او همدا يې اصلیت دی. د چين کمونيست ګوند د ټولو چینایانو ګډ انتخاب دی. دغه ګوند د هيواد د خلکو په مشرۍ، د اصلاحاتو او ورخلاصون او دغه راز د سوسیالیستي عصري ابادۍ نوی مارچ شروع کړی او چین ته یې د نوښت او پرمختګ لپاره پیاوړی خوځنده قوت آماده کړی دی. اوسمال د چین د اقتصاد او ټولنې پرمختګ ګړندی شوی، د چین د غربت کمولو پروسه چټکه شوې او دغه هيواد کې د بېوزله خلکو شمیر خورا کم شوی دی.
د هېواد د ټولو توکمونو خلکو د شديدې بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې ډېرې هلې ځلې کړي او په ټینګ عزم او يووالي يې له وروسته پاتې کیدو څخه د پرمختګ پر لوري، د کافي خواړو او پوښاک نه درلودلو څخه د نسبتاً هراړخیزې سمسورې ټولنې او له بې وزلۍ او کمزورتيا او غریبۍ څخه د غښتلیتوب پر لوري ګامونه پورته کړي او د انکشاف او پرمختګ بشري معجزې یې رامینځته کړې دي. چیني ملت پر پښو درېدلی، شتمن شوی او د غښتلتيا پر لوري يې ستر پرمختګ پیل کړی دی.
دوهم، په چين کې د خلکو متمرکز پراختیایي افکار پلي شوي دي. د چین د کمونېست ګوند اصلي هدف ساده، خو لوی دی او عمده موخه يې دا ده، چې ټول چینایان ښه ژوند ولري. د چین کمونېست ګوند د خلکو ګټو ته تل لومړیتوب ورکړی، د خلکو نیکمرغۍ او د ملت بیا احیا لپاره خپل اصلي نیت ته تل ژمن پاتې شوی او د خلکو په مشرۍ يې په ټینګې ارادې او باور د شديدې بې وزلۍ پر وړاندې مبارزه جاري ساتلې ده. د چین کمونېست ګوند د خلکو په خوښه پر انکشافي افکارو ټینګار کوي، د غربت د له منځه وړلو په موخه يې یو لړ غیر رواجي سیاستونه او اقدامات پرلارې اچولي او هڅه کوي چې بې وزله کسان لا زیات عایدات، غوره تعلیم او غوره طبي خدمات ولري او د ښه ژوند شرایط ورته برابر کړي.
په نوي عصر کې د چین د بې وزلۍ کمولو کړنې، د خلکو متمرکز مفهوم ښه تشریح کوي او د چین کمونېست ګوند په نوي عصر کې خلکو ته د زړه له کومې خدمت کوي او تر ټولو څرګنده، متمرکزه او بشپړه نمونه يې همدا ده، چې خپل خلک يې له شديدې بې وزلۍ څخه بې غمه کړي دي.
دریم، د چین ځانګړتیالرونکی سوسیالستي سیسټم د ګټو مهمه وسیله ده. د چین کمونېست ګوند د خلکو په مشرۍ، له پاخو تجربو او غوره پوهاوي کار اخلي او په جامع او متمرکز ډول لوی کارونه ترسره کوي او دا د خلکو دایمي غوښتنه او ښه دود بولي. د شديدې بې وزلۍ پر وړاندې مبارزه کې ډیرې ساحې او عناصر شامل دي او خورا پیچلي هم دي، خو د دې پلې کولو لپاره قوي تنظیمي مشرتابه ته اړتيا شته. د چين کمونېست ګوند د سیاسي او تنظیمي امتیازونو په لوبولو سره په هيواد کې د فقر کمولو لپاره داسې اداري سیسټم رامینځته کړی، چې د چين مرکزي حکومت يې همغږي او ولایتي حکومتونه يې عمومي مسؤلیت پر غاړه لري او د ښارونو او ولسوالیو له خوا پلی کيږي. دغه ګوند داسې کاري میکانیزم جوړ کړی، چې بیلابیلو سیمو ته پکې پاملرنه کیږي، کلیو ته کارکوونکي ورلیږي او له بې وزلو کورنیو سره مستقیمې مرستې کوي او د دې ترڅنګ یو هراړخیز کاري سیستم يې رامنځته کړی دی. د چين حکومت د ۲۰۲۰م کال تر پایه پورې د هيواد بیلابیلو کلیو ته ۲۵۵ زره کاري ګروپونه او ۳ ميلیونه لومړي منشيان او کدرونه ورلیږلي او په ښارګوټو کې یې له ۲ ميلیونو کدرونو او په کلیوالو سیمو کې يې له څو ميلیونو کدرونو سره یو ځای د غربت کمولو په لومړۍ کرښه کې هلې ځلې کړې دي.
د شديدې بې وزلۍ له منځه وړل يوه نړیواله ستونزه ده. د نړۍ بېلا بیل هیوادونه مختلف حالات لري، د پرمختګ په بیلابیلو مرحلو کې توپیرونه لري او د غربت کمولو معیارونه، میتودونه او چلندونه يې هم فرق لري. د چین دوست ګاونډی هيواد افغانستان یو ملت او څو توکمیز هیواد دی، چې ځانګړی تاریخ او کلتور لري، نو د بې وزلۍ کمولو په برخه کې بايد داسې لاره غوره کړي، چې له افغاني ځانګړتیاوو سره سمون ولري.
افغان حکومت اوس مهال د غربت کمولو په برخه کې ډیرې هڅې کوي، خو لاهم له ډېرو ستونزو سره مخ دی. د افغانستان بیلابیل ګوندونه په خلکو کې ژورې ریښې لري او د نفوذ او تحرک قوي يې وړتیاوې لري، نو باید له افغان حکومت سره خپلې تبادلې او همکارۍ پیاوړې کړي، ګډې همکارۍ دې وکړي او ټولو خواوو ته د منلو وړ د بې وزلۍ کمولو او پرمختګ مفهوم رامنځته کړي، د خلکو فعالیت، شعوریت او نوښت دې راپورته کړي او په ګډه دې د غربت کولو کار پرمخ بوزي.
چین چمتو دی، چې له افغانستان سره د بې وزلۍ د کمولو په برخه کې لا زياتې تبادلې او همکارۍ ژورې کړي، د متقابل درناوي او د ګډو ګټو همکارۍ پر اساس نوې ډول همکارانه اړیکې جوړې او د غربت کمولو د همکارۍ ډېرې پروژې پلي کړي، څو د دواړو خواوو د خلکو معیشت ته لا زیاتې ګټې ورسيږي.
29/04/2021
د چين سفیر افغان لوري ته د خپل هېواد لخوا مرسته شوي ژمني توکي وسپارل
د افغانستان له ۴ مرکزي او شمالي ولايتونو سره د چين د حکومت له لوري د مرسته شوو ژمنيو توکو د سپارلو مراسم د اپريل په ۲۵ مه نېټه د افغان حکومت د رسنيو مرکز کې ترسره شول. په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو او د افغانستان طبيعي پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د دولت وزير جيلاني پوپل د دغو مراسمو مشري وکړه. د افغانستان ملي راډيو او تلويزيون ، طلوع نيوز، شمشاد تلويزيون او څو نورو مشهورو افغان رسنيو او همداراز د سينهوا خبري اژانس او سي سي ټي وي په ګډون څو چيني خبري رسنيو د يادو مراسمو په اړه خبرونه او راپورونه خپاره کړل.
سفير وانګ يو په خپله وينا کې وويل، چين او افغانستان لرغوني او دوست ګاونډيان دي، د دواړو هېوادونو خلک د کرونا وبا او نورو طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې پر مهال يو د بل ترڅنګ ولاړ پاتې شوي، يو له بل سره يې مرستې کړي او خپله ژوره دوستي يې ساتلې ده. چين د افغانانانو د ژوند ښه والي ته تل پاملرنه کړې او په تېرو څو کلونو کې يې هر کال د افغانستان د ځينو مرکزي او شمالي ولايتونو له خلکو سره د لومړنيو او ژمنيو توکو مرسته کړې ده. چين په تېر ژمي کې د کرونا وبا له بدو اغېزو سره سره، خپلې مرستې د افغانستان څلورو ولايتونو (بدخشان، تحار، کندوز او دایکوندي) ته پراخې کړې او تر وسې پورې يې ځايي اوسېدونکو ته د ساړه ژمي د ګرم تېرولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي. چين به په مداومه توګه د افغانستان له اقتصادي بيارغونې سره مرسته وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د پرمختګ لپاره به هڅو ته دوام ورکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به زياتې ګټې ورسوي.
وزير جيلاني پوپل د چين د حکومت له صميمي مرستو مننه وکړه او ويې ويل چې د دواړو هېوادونو خلک همېشه يو د بل درناوی او يو له بل سره صادقانه چلن کوي او رښتينې دوستي يې ساتلې ده. چين د کرونا وبا او طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزه کې له افغانستان سره د ګڼ شمېر توکو مرسته کړې، چې د افغانانو د ستونزو په لرې کولو کې يې مهم رول لوبولی دی. د چين له لوري د ژمنيو توکو مرستې د افغانستان د ۴ ولايتونو پر ۱۲۲۸ کورنيو ويشل شوې او ځايي اوسېدونکو ترې ډېره مننه وکړه. افغانستان به د خلکو د ژوند د ښه والي په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډو همکاریو ته دوام ورکړي، څو لازیات خلک د دواړو هېوادونو د دوستانه اړيکو د پرمختګ له ګټو څخه برخمن شي.