24/03/2026
د اطلاعات او فرهنګ وزارت اعلان کړی چې د کوچني اختر په ورځو کې شاوخوا ۲.۳ میلیونه کورني او بهرني سیلانیان د افغانستان له تفریحي سیمو او طبیعي جاذبو څخه لیدنه کړې ده. دا شمېر ښيي چې د خلکو علاقه د کورني سیاحت او د هېواد د طبیعي ښکلاوو د لیدلو لپاره په څرګند ډول زیاته شوې ده.
د تېرو کلونو په پرتله دا یو د پام وړ زیاتوالی دی او څرګندوي چې د سیاحت سکتور ته پاملرنه او د افغانستان د سیاحتي ظرفیتونو پېژندنه ورځ تر بلې پراخېږي. د بېلابېلو ولایتونو ته د سیلانیانو تګ راتګ نه یوازې د هېواد ښکلاوې ښه معرفي کوي، بلکې د ځایي اقتصاد په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.
19/03/2026
اختر مو مبارک شه!
هیله ده دا اختر ستاسو لپاره د خوښۍ، بریا او سوکالۍ پیل وي.
03/03/2026
د افغان تور امارتي شرکت شپږمه ګڼه (افغان تور) مجله هم له چاپ څخه را ووته!
افغان تور امارتي شرکت د نشراتو آمریت د کال په اوږدو کې په مسلسل ډول په هرو دریو میاشتو کې یوه - یوه ګڼه مجله چاپوي او د مینوالو او متقاضیانو په اختیار کې یې ورکوي.
په یاده مجله کې د هېواد د لرغونو آثارو، تاریخي آبدو، توریستي جاذبو، ملي فرهنګ او د توریزم د ګټو او مزایاوو په اړه زړه راښکونکي مطالب خپرېږي.
نوټ: که غواړئ د خپلو سیمو په اړه مو د پورته لیکل شویو موضوعاتو په اړه مقالې او نځورونه په چاپي او انلاین شکل او همدا راز ویډیوګانې په انلاین شکل خپرې شي؛ نو د لاندې ایمیلونو له لارې یې موږ سره شریک کړئ.
[email protected]
[email protected]
درنښت
د افغان تور امارتي شرکت د نشراتو اداره.
03/03/2026
خبرتیا!
هغه موټرچلوونکي چې د اعلان له لارې یې د افغان تور امارتي شرکت د ډرایورۍ( موټر چلونې) لپاره د ازاد رقابت په پروسه کې د ازموینې په موخه ګډون کړی و، خبر ورکول کېږي چې د ازموینې د نېټې د ټاکلو لپاره مهرباني وکړئ زموږ پاڼه تعقیب کړئ او زموږ استخدام څانګې ته د پرلهپسې مراجعې او مستقیمې اړیکې څخه ډډه وکړئ.
پدې پاڼه کې به اړوند معلومات ډېر ژر ستاسو سره خپاره شي.
ستاسو له حوصلې او صبر څخه مننه
اطلاعیه!
به آن عده از دریوران که قبلا توسط اعلان در پروسه رقابتی دریوری در بخش سیاحت اشتراک ورزیده بودند رسانیده میشود که جهت تعیین تاریخ برای اخذ امتحان لطفا صفحه ما را تعقیب نموده و آگاهی حاصل فرمایید و با متباقی دوستان و دریوران نیز و علاقه مندان کار در بخش سیاحت به اشتراک بگذارید. جهت رفع مزاحمت از مراجعه مکرر در دفتر و بخش استخدام و تماس مستقیم لطفا خود داری نمایید و به اسرع وقت درین صفحه اطلاع رسانی میگردد.
تشکر از حوصله مندی و شکیبایی تان
27/02/2026
د افغانستان سیاحتي ظرفیتونه؛ له طبیعت تر پانګونې پورې او دا چې افغانستان څنګه کولای شي سیاحتي ځواک شي؟
افغانستان هغه هېواد دی چې د سیاحت په برخه کې پراخ او لا نهدي پېژندل شوي ظرفیتونه لري. که دغو ظرفیتونو ته په تحلیلي او منظم نظر وکتل شي، کولای شي په راتلونکو کلونو کې د سیمې له مهمو سیاحتي مقاصدو څخه شي.
- بکر او ځانګړې طبیعت
له واخان دهلېزه نیولې تر پنجشېر درې، له بند امیر څخه تر د نورستان غرونو پورې، افغانستان ښکلي او لاسنهوړل شوي طبیعي مناظر لري. ډېری دا سیمې لا تر اوسه په پراخه کچه نه دي معرفي شوي، او همدا ځانګړتیا یې د هغو سیاحینو لپاره لا جذابه ګرځوي چې د نوو تجربو په لټه کې وي.
- د سفر مناسب لګښت
د سیمې له ډېرو هېوادونو سره په پرتله، په افغانستان کې د استوګنې، خوړو او ځینو خدماتو لګښت نسبتاً ټیټ دی. دا موضوع د هغو سیاحینو لپاره مهم امتیاز بلل کېدای شي چې غواړي په مناسب بودیجه سفر وکړي.
- اصیل کلتور او میلمهپالنه
د افغانستان له سترو سیاحتي پانګو څخه یوه هم د دې هېواد غني کلتور او دودیزه میلمهپالنه ده. دودیز بازارونه، محلي کالي، افغاني خواړه او د خلکو صمیمي چلند هغه تجربه رامنځته کوي چې سیاحین یې په یاد ساتي.
- د ودې او پانګونې فرصتونه
افغانستان لا هم د سیاحت په برخه کې یو نوظهور بازار ګڼل کېږي. په داسې حال کې چې ډېری مشهور سیاحتي هېوادونه له زیاتې ګڼې ګوڼې سره مخ دي، افغانستان د تدریجي او پایدارې ودې ظرفیت لري. دا وضعیت کولای شي د هوتلدارۍ، محلي ټورونو او نورو سیاحتي خدماتو لپاره مناسب فرصتونه برابر کړي.
افغانستان یوازې یو لیدنی ځای نه دی، بلکې داسې هېواد دی چې که په مسلکي ډول معرفي او سم مدیریت شي، کولای شي د سیمې په سیاحتي نقشه کې ځانګړی ځای خپل کړي.
23/02/2026
د افغان تور امارتي شرکت لخوا د کابل په هوایي ډګر د ترمینل مخې ته یو لوی سکرین نصب شوی دی، چې د هېواد د بېلابېلو سیاحتي سیمو انځورونه او ویډیوګانې نندارې ته وړاندې کوي. د خصوصي سکتور د ملاتړ په موخه، ټول خصوصي شرکتونه، بنسټونه، هوټلونه، رستورانتونه او نور سوداګریز ادارې اوس کولای شي خپل اعلانات په مناسبه بیه د یاد سکرین له لارې نندارې ته وړاندې کړي.
د اقدام لپاره:
پته: مکروریان څلور لارې، مطابع آزادی تعمیر، دریم منزل، افغان تور امارتي شرکت
اړیکه: ۰۲۰۲۱۰۶۸۳۷
واټساپ: ۰۷۴۸۰۸۶۱۸۷
17/02/2026
غذاهای افغانی؛ شیرینیها و نوشیدنیهای سنتی
(بخش سوم)
آشپزی افغانستان تنها به غذاهای اصلی محدود نمیشود؛ بلکه شیرینیها و نوشیدنیهای سنتی نیز بخش مهمی از فرهنگ مهماننوازی افغانها را تشکیل میدهد. بسیاری از سیاحین خارجی پس از تجربه غذاهای افغانی، شیفتهی طعمهای لطیف و متفاوت دسرها و چای افغانی میشوند.
- فرنی
فرنی یکی از دسرهای محبوب و سنتی افغانستان است که از شیر، نشاسته، شکر و هل تهیه میشود. بافت نرم و طعم ملایم آن باعث شده سیاحین آن را سبک، خوشطعم و دلنشین توصیف کنند. فرنی معمولاً در محافل، مهمانیها و ماه رمضان بیشتر تهیه میشود.
- شیرپیره
شیرپیره یکی از شیرینیهای معروف افغانی است که از شیر، شکر و هل تهیه میگردد. این شیرینی بیشتر در مراسمهای خوشی و عیدها آماده میشود و بسیاری از سیاحین آن را به عنوان سوغات نیز انتخاب میکنند.
- چای سبز افغانی
فرهنگ نوشیدن چای در افغانستان بسیار پررنگ است. چای سبز پس از غذا یا هنگام دید و بازدید با مهمانان سرو میشود. سیاحین اغلب از فضای صمیمی و آرامی که همراه با نوشیدن چای ایجاد میشود، لذت میبرند.
این بخش از فرهنگ غذایی افغانستان نشان میدهد که مهماننوازی، گرمی و صمیمیت در کنار طعمهای لذیذ، تجربهای متفاوت برای سیاحین خلق میکند.
11/02/2026
اطلاعیه ویژه برای تبلیغات و اعلانات در مجله افغان تور
کسبوکارهای فعال در صنعت توریزم، هوتلداری، شرکت های سیاحتی و مسافرتی، مراکز تفریحی و سایر نهادهای مرتبط!
دور ششم مجله افغان تور به زودی چاپ میگردد و فرصتی طلایی برای شماست تا خدمات، محصولات و برنامههای خود را به جامعه گسترده مخاطبان ما معرفی کنید.
با درج تبلیغ خود در این شماره، برندتان دیده میشود و فرصتهای همکاری و مشتریان جدید را از دست نخواهید داد!
مهلت ارسال تبلیغات: تا تاریخ ٢٥ دلو (٣) روز دیگر
آدرس دفتر: کابل چهارراهی عبدالحق تعمیر مطابع آزادی
تماس: 0202106837
فرصت را از دست ندهید و تبلیغ خود را همین حالا به ما بسپارید تا در شماره منتشر شده دیده شوید!