د هلمند پوهنې ریاست

د هلمند پوهنې ریاست

Share

«طَلَبُ العِلمِ فَرِيضَةٌ عَلَي كُلِّ مُسلِمٍ وَ مُسل?

19/01/2023
Photos from ‎د هلمند پوهنې ریاست‎'s post 25/11/2021

نوزاد ولسوالۍ کي د ۳۵ کلیوالي ټولګیو زده کوونکو ته قرطاسیه وویشل سوه.
۱۴۴۳-۴-۲۰
د هلمند پوهنې ریاست اړوند د نوزاد ولسوالۍ د ۳۵ کلیوالي ټولګیو زده کوونکو ته قرطاسیه د یونیسیف استازو په شتون کي وویشل سوه.
یاده قرطاسیه د یونیسیف په همکارۍ چمتو سوې وه چي د زده کوونکو لپاره پکي بستې، کتابونه، قلمونه، پنسلونه او کتابچې شاملي وې.
همدارنګه د یونیسیف استازو او د نوزاد ولسوالۍ د څارني غړو د یادو ټولګیو څخه څارنه ترسره کړې ده.
د یادوني وړ ده، چي د هلمند پوهنې ریاست له لوري به په ټولو ولسوالیو کي ډېر ژر زده کوونکو ته قرطاسیه وویشل سي.

Photos from ‎د هلمند پوهنې ریاست‎'s post 10/03/2021

د یونیسیف مسؤلینو د هلمند پوهنې رئیس سره لیدنه وکړه.
۱۳۹۹-۱۲-۲۰
د یونیسیف د سهیلي زون د مالي چارو مسؤل ولیم ابي عبدالله، د یونیسیف د تعلیمي چارو متخصص محمد طاهر سروري او یو شمیر نورو غړو د هلمند پوهنې رئیس سره د هغه د کار په دفتر کي لیدنه وکړه او پر یو شمیر موضوعاتو یې بحث ترسره کړ.
په یاده لیدنه کي د هلمند په شمالي ولسوالۍ کي د ۲۰۰ کلیوالي ټولګیو ښوونکو ته د ظرفیت لوړوني د یادو ښوونکو معاشات د عزیزي بانک له لوري پر اجرا کیدو خبري وسوې.
د یونیسیف د سهیلي زون مالي مسؤل ولیم ابي عبدالله وویل چي د یونیسیف په پلان کي لري چي ای ار سي ته نوي ۳۰۹ کلیوالي ټولګۍ منظور کړي تر څو د هلمند پوهنې ریاست سره یې په پوره همغږۍ جوړي کړي.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د یونیسیف موسیسې د دوامداره همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چي یونیسیف دي په ولسوالیو کي د ښځینه ښوونکو د ګمارني په برخه کي هراړخیزه همکاري وکړي تر څو په ټولو ولسوالیو کي ښځینه زده کوونکي د ښو زده کړو څخه برخمن سي.
همداراز ښاغلي صفاري د یونیسیف موسیسې د مسؤلینو څخه د خیمو، ښوونکو ته د ظرفیت لوړوني د سمینارونو او په ښوونځیو کي د صحي تشنابونو د رغولو غوښتنه وکړه.
د یادوني وړ ده چي یونیسیف موسیسه د هلمند پوهنې ریاست سره په بیلابیلو برخو همکاري کوي تر څو د هري سیمي پوري زده کړي ورسول سي.

Photos from ‎د هلمند پوهنې ریاست‎'s post 10/03/2021

لښکرګاه ښار او ټولو ولسوالیو کي د ښوونځیو هر اړخیزه څارنه ترسره کیږي.
۱۳۹۹-۱۲-۲۰
د هلمند پوهنې رئیس د هدایت سره سم به د مرکز لښکرګاه ښار په ګډون د ټولو ولسوالیو د دولتي او خصوصي ښوونځیو هر اړخیزه څارنه ترسره سي.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري وایي چي د عمومي څارني، مرکز ساینس، پلان، روغتیا، شوراګانو او سپورت مدیریتونو غړي په دریو ګروپونو ویشل سوي دي تر څو د مرکز لښکرګاه په ګډون د ټولو ولسوالیو د دولتي او خصوصي ښوونځیو هر اړخیزه څارنه ترسره کړي.
ښاغلي صفاري زیاتوي چي ټول ټیمونه کار کوي تر څو د ښوونځیو اړوند تدریسي بهیر او د اداري کارونو څارنه تر سره کړي او ټولي ستونزي په نښه کړي.
د هلمند پوهنې رئیس وایي چي تر څارني وروسته به هغه مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو چي کړني یې بریالۍ وي مکافات کړي او کومو چي په دندو کي غفلت کړی وي د پوهنې ریاست له لوري به مجازات کیږي.
د یادوني وړ ده چي تر دې مهاله د مرکز لښکرګاه ښار د ۹۰ سلنه ښوونځیو څارنه تر سره سوې ده چي نژدې ورځو کي به یاده پروسه ولسوالیو ته هم وغځول سي.

Photos from ‎د هلمند پوهنې ریاست‎'s post 10/03/2021

د شهید عبدالصمد روحاني ښوونځۍ د دروازې څخه تر ادارې پوري پلي لاري ورغول سوې.
۱۳۹۹-۱۲-۲۰
د هلمند پوهنې ریاست اړوند د شهید عبدالصمد روحاني ښوونځۍ د ادارې او ښوونکو په مالي لګښت او نوښت سره د یادي ښوونځۍ د دوازې څخه تر ادارې پوري پلي لاري ورغول سوې.
د شهید عبدالصمد روحاني ښوونځۍ مدیر امان الله مرام وایي چي د ښوونځۍ د ادارې په نوښت او د ښوونکو په همکارۍ یادي پلي لاري ورغول سوې چي مالي لګښت یې ادارې او ښوونکو په غاړه اخستي وو، چي نن د هلمند پوهنې رئیس په شتون کي ګټي اخستني ته وسپارل سوې.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د شهید عبدالصمد روحاني ښوونځۍ د ادارې او ښوونکو ځانګړې مننه وکړه چي د ښوونځۍ په هر اړخیزه برخه کي د سمون په موخه کار کوي.
ښاغلي صفاري وویل چي دا ډول نوښتونه کولای سي زده کړیز بهیر پیاوړی او زده کوونکو ته د هیوادپالني روحیه ورکړي.
د هلمند پوهنې رئیس او ورسره مل پلاوي د شهید عبدالصمد روحاني ښوونځۍ د کمپیوټر لیب او نورو چارو څخه لیدنه وکړه.
د یادوني وړ ده چي یادي پلي لاري سل میتره مربع دي چي شاه خوا یو لک افغانۍ لګښت پرې راغلی دي.

Photos from ‎د هلمند پوهنې ریاست‎'s post 07/03/2021

د ظرفیت لوړوني په موخه د علمي سیر لپاره د شهید عبدالجبار قهرمان ښوونځۍ زده کوونکو د بُست پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
۱۳۹۹-۱۲-۱۷
د هلمند پوهنې ریاست د ظرفیت لوړوني بیلابیلي برنامې په لاره اچولي دي چي په دې لړ کي د شهید عبدالجبار قهرمان ښوونځۍ زده کوونکو او یو شمیر ښوونکو د بُست پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
د بُست پوهنتون له لوري په یادو زده کوونکو ته په جوړه سوې غونډه کي د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري، د بُست پوهنتون موسیس احمد جان پوپل یو شمیر ښوونکو او د بُست پوهنتون د رئیس په ګډون د بیلابیلو ادارو غړو برخه درلوده.
د بُست پوهنتون د مسؤلینو له لوري زده کوونکو ته د یاد پوهنتون بیلابیلي پوهنځۍ، کمپیوټر لیب، کتابتون او لابراتوار د لا نورو زده کوونکو او هڅوني په موخه ور وښودل سوه.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د بُست پوهنتون د موسیس او ټولو کارکوونکو مننه وکړه چي د هلمند پوهنې ریاست سره یې هر راز همکاري کړې ده، هغه همداراز وویل چي زده کوونکو ته د داسي لیدنو زمینه برابرول د هغوی راتلونکو زده کړو ته ښه هڅونه ده.
د بُست پوهنتون موسیس احمد جان پوپل خوښي وښوده چي بُست پوهنتون د یوې ښوونځۍ د زده کوونکو کوربه دي، پوپل همداراز وویل چي هڅه مو د باکیفیته زده کړو وړاندي کول، او ټولو زده کوونکو ته د ښې زده کړي په موخه هر راز همکارۍ ته چمتو یو.
د جوړي سوي غونډي په وروستۍ برخه کي د زده کوونکو له لوري چمتوي سوي بګړۍ د بُست پوهنتون موسیس احمد جان پوپل او د یاد پوهنتون رئیس ښاغلي محمد سنګین ته ور پر سر کړل سوې.
د یادوني وړ ده، چي د هلمند پوهنې ریاست او بُست پوهنتون تر منځ د همکاریو تړون څه باندي شپږ میاشتي وړاندي لاسلیک سوې چي په دې موده کي د دواړو لورو ګڼي همکارۍ ترسره سوي دي.

Photos from ‎د هلمند پوهنې ریاست‎'s post 07/03/2021

د سواد زده کړي د کورسونو د پیل په اړه ناسته ترسره سوه.
۱۳۹۹-۱۲-۱۶
د هلمند پوهنې ریاست اړوند د سواد زده کړي د برنامې امر رحیم الله سلطاني او اړونده مدیرانو سره د ۱۴۰۰ کال کي د سواد زده کړي د کورسونو د پیلیدو په موخه ناسته ترسره سوه.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د سواد زده کړي د ۱۴۰۰ تعلیمي کال د پیل په لازمي سپارښتني وکړې، او زیاته یې کړه چي د یادو کورسونو څخه دي هغه اشخاص برخمن سي چي عمرونه یې لوړ وي او د زده کړو څخه بې برخي پاته سوي وي.
ښاعلي صفاري وویل چي کورسونه به په کلیو او بانډو کي د خلکو په همکارۍ پرانستل سي تر څو ددې ټولني هر وګړی د زده کړو څخه برخمن سي.
د یادوني وړ ده چي د سواد زده کړي کورسونه د حمل په میاشتي کي پیلیږي چي هلمند پوهنې ریاست یې جوړیدو ته بشپړ چمتولی نیولی دي.

Photos from ‎د هلمند پوهنې ریاست‎'s post 06/03/2021

مرکزي نسوان لیسه کي ۱۱۳ جوړې میزونه او چوکۍ ورغول سوې.
۱۳۹۹-۱۲-۱۶
د هلمند پوهنې ریاست د خدماتو مدیریت له لوري د مرکز لښکرګاه ښار د ټولو ښوونځیو د کاره لویدلي چوکۍ او میزونه رغول کیږي چي په روانه لړۍ کي د مرکزي نسوان لیسې ته ۱۱۳ جوړې میزونه او چوکۍ ورغول سوې.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري وایي چي د پلان سره سم د میزونو او چوکیو د ترمیم په پیل سوې لړۍ کي د تیرو دوو اونیو په لړ کي ۱۱۳ جوړې میزونه او چوکۍ د ۳۳۹ تنو د ناستو په موخه ښوونځۍ ته وسپارل سوې.
ښاغلی صفاري زیاتوي چي د مرکزي نسوان لیسې تر څنګ به د نورو ښوونځیو د کاره لویدلي چوکۍ او میزونه ورغول سي او د زده کوونکو په واک کي به ورکړل سي.
د هلمند پوهنې رئیس د ټولو زده کوونکو غوښتنه وکړه چي د ښوونځیو د ټولو برخو ساتنه وکړي تر څو په راتلونکي کي د میزونو او چوکیو د نشتون سره مخ نه سي.
د یادوني وړ ده، چي د هلمند پوهنې ریاست د خدماتو مدیریت اړوند نجار خوني له لوري تر دې مهاله ۳۳۴ جوړې میزونه او چوکۍ رغول سوي دي چي څه باندي د زر تنه زده کوونکو ګټه ترې اخلي.

Photos from ‎د هلمند پوهنې ریاست‎'s post 06/03/2021

د هلمند پوهنې ریاست اونیزه اداري غونډه ترسره سوه.
۱۳۹۹-۱۲-۱۶
د هلمند پوهنې ریاست اونیزه اداري غونډه د یاد ریاست د رئیس محمد داؤد شاه صفاري په مشرۍ ترسره سوه چي پکښې د برنامو امرینو او مدیرانو ګډون درلود.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د غونډو د پریکړو پر وخت اجراآ کیدو، د شعباتو اضافي اجناسو د تسلیمۍ، د څارندوی ټیمونو د ترتیب، د ګیټ ښوونکو د حاضرۍ راپور، د ناوې ولسوالۍ د بالمقطع ښوونکو د معاشاتو اجرا او د زده کوونکو د ابتکاراتو په اړه بحث ترسره کړ.
د یادوني وړ ده چي د تیري اونۍ د کړنو راپور وړاندي او ارزونه یې ترسره سوه چي پکې یو شمیر مدیرانو ته لازمي سپارښتني وسوې.

Photos from ‎د هلمند پوهنې ریاست‎'s post 03/03/2021

د هلمند پوهنې ریاست میاشتنۍ سکتوري غونډه ترسره سوه.
۱۳۹۹-۱۲-۱۳
د هلمند پوهنې ریاست میاشتنۍ سکتوري غونډه د هلمند پوهنې رئیس په مشرۍ ترسره سوه چي پکښې د چاپیریال ساتني رئیس ماسټر ظاهر شاه صفاري، د اطلاعاتو او فرهنګ، اقتصاد، ولایت مقام، ملي راډیو تلویزیون، د نشه یي توکو پر وړاندي د مبارزې مدیریت او ای ار سي استازو پکي ګډون درلود.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د پوهنې ریاست اړوند معلومات د غونډي ګډونوالو ته وړاندي کړې.
ښاغلي صفاري پر یو شمیر لاسته راوړنو او ستونزو خبري وکړې او د ګډونوال څخه یې د حل په موخه غوښتنه وکړه.
د یادوني وړ ده، چي د اړونده رباستونو او امریتونو استازو د خپلو ادارو اړوند معلومات او ستونزي شریکي کړې.

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address

Kabul