دولت جوړوونکی .دولت ساز

دولت جوړوونکی .دولت ساز

Share

private

22/02/2020

باشندگان ولایت هرات از اعلام نتایج انتخابات ریاست جمهوری و پیروزی تیم دولت‌ساز استقبال کردند.

18/02/2020

بریا مو مبارک شه
کمیسیون؛ د ټاکنو ټول پړاونه سرته رسیدلي، دولت جوړونکی ټیم د ۵۴ % سلنې سره په لوی اکثریت بریالی دی.

10/02/2020

سبا سهار د ټاکنو خپلواک کميسیون کې د ناظرينو په حضور کې د ټاکنيزو شکایتونو کمسيون د پرېکړو تطبیقات پیلېږي.

اجمل هوډمن
د دولت جوړونکي تیم د حقوقی چارو او د نظارت کمیټی عمومی مسؤل

Photos from ‎دولت جوړوونکی .دولت ساز‎'s post 24/01/2020

كميته سياسى دسته انتخاباتى دولت ساز تدوير جلسه نمود.
چهارشنبه، ٢دلو ١٣٩٨ خورشيدى

جلسه كميته سياسى دسته انتخاباتى دولت ساز تحت رياست محترم محمد عمر داوودزى رييس عمومى اين ستاد برگزار شد.
در آغاز جلسه رييس عمومى ستاد در رابطه به وضعيت عمومى كشور، آخرين انكشافات روند انتخابات و مصالحه صحبت نمودند و معلومات مورد نياز را مطرح ساختند.
در ادامه جلسه اجمل هودمن به نمايندگى تيم حقوقى و ناظران تيم دولت ساز گزارش مفصل تخنيكى از آخرين انكشافات در رابطه به پروسه رسيدگى به شكايات انتخاباتى ارايه نمود و به پرسش هاى حاضران توضيحات لازم داد.
سپس حاضران مجلس به تحليل وضعيت پرداختند و ديدگاه هاى خود را در رابطه به وضعيت عمومى، روند جارى انتخابات رياست جمهورى و پروسه صلح بيان نمودند.

18/11/2019

خبرنامه مطبوعاتی کمیته سیاسی تیم انتخاباتی دولت ساز
مورخ ۲۷ عقرب ۱۳۹۸

كميته سياسى دسته انتخاباتى دولت ساز عصر امروز تحت رياست محترم محمد عمر داوودزى رييس عمومى اين ستاد تدوير جلسه نموده و موضوعات مهم ذيل را مورد بحث قرار داد:
تیم دولت ساز انتخابات را مکانیزم اساسی گذار مدیریت سیاسی و یک قدم مهم برای اعتماد سازی بین ملت شریف افغانستان و رهبری حکومت منتخب آینده می داند. در روشنی دیدگاه استراتیژیک دولت سازی که با انتخابات ریشه می گیرد، ما روی اسقلالیت کمیسیون انتخابات تاکید نموده و شفافیت انتخابات را پایه‌ی اصلی مقبولیت و مشروعیت حکومت آینده میدانیم.
از ملت بزرگ افغانستان بخاطر حوصله مندی شان در جریان شمارش آرا تشکر نموده، اطمینان میدهیم که آرا و اراده‌ی تان را پاس می داریم. چنانچه شما ملت شریف افغانستان، کمیسیون های انتخاباتی ونهاد های ناظر ملی و بین المللی در جریان قرار دارید، تیم دولت ساز بخاطر حفظ روحیه اتحاد و ثبات ملی از آغاز انتخابات تا کنون قواعد بازی را مراعات کرده و دیدگاه های خود را از مجرا های قانونی و اصولی تعقیب نموده‌ است. اطمینان می دهیم که از این بعد نیز چنین می نماییم.
بنابراین، کمیته سیاسی تیم دولت ساز موضوعات مهم ذیل را از طریق این خبرنامه مطبوعاتی بیان می دارد:

۱. تیم دولت ساز تصمیم کمیسیون انتخابات را در مورد بازشماری آرا که بر اساس تفاهم با تکت های انتخاباتی صورت گرفته است، تقدير می کند. بازشماری باعث اطمینان از شفافیت انتخابات می گردد و کمیسیون این تصمیم را بر اساس صلاحیت های تصریح شده در قانون و طرزالعمل های انتخاباتی اتخاذ نموده است. برعلاوه، از کمیسیون انتخابات تقاضا داریم تا هر چه زودتر تاریخ اعلام نتایج انتخابات را با ملت افغانستان شریک ساخته و در همان تاریخ مشخص شده نتایج را اعلان نماید.

۲. تیم دولت ساز استفاده از ادبیات اهانت آمیز و تحریک آمیز را توسط کسانی که پروسه شمارش آرا و اراده‌ی ملت شریف افغانستان را به گروگان گرفته و خواهان باج گیری سیاسی اند، خلاف فرهنگ اسلامی و افغانی می داند. ما متعهد به رعایت عفت کلام و منافع ملی استیم و جواب دشنام را با سلام می دهیم.

۳. تیم دولت ساز شایعات پخش شده در مورد حمایت نیرو های امنیتی از تیم دولت ساز را رد نموده، آن را حربه‌ی بخاطر انحراف افکار عامه و بی اعتبار ساختن نهاد های ملی در انظار عامه می داند. نیرو های امنیتی افغانستان ملی و غیر سیاسی بوده و وظیفه شان تنفیذ قانون و حفظ جان و مال شهروندان افغانستان می باشد. هیچ سندی مبنی بر حمایت نیرو های امنیتی از تیم دولت ساز وجود ندارد و چنین کاری به هیچ صورت انجام نپذیرفته است.

ضمن قدر دانی از فداکاری و نقش فعال نیرو های امنیتی، تقاضا داریم تا این نیرو ها نقش قانونی شان را در تامین امنیت مراکز انتخاباتی جدی تر از پیش ایفا نمایند.

یک بار دیگر اذعان می داریم که ما کمر همت برای ساختن دولت و رفاه ملت از طریق حاکمیت قانون بسته ایم و متعهد به آرمان مردمی و منافع ملی می باشیم.

09/11/2019

بسم الله الرحمن الرحیم
ولسمشریزو ټاکنو د پروسې په تړاو د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم د سیاسي کم‍ې‍ټې اعلامیه
لړم ۱۸مه، ۱۳۹۸

درنو هېوادوالو!
دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم سیاسي کم‍ې‍ټه چې د ګوندونو‍‍، مدني ټولنو، دیني عالمانو، قومي شوراګانو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې محترمو غړو، د افغان ولس او ټولنې مخورو مشرانو، مشهورو سیاسي او بانفوذه استازو او ځوانانو په پوره همغږی له هر اړخیزه سلا او مشورو څخه وروسته دغه رسنیزه خبرتیا د ټاکنو د ځنډ په تړاو تاسو ته چمتو کړې او وړاندې کوي:
۱. د افغانستان جمهور رئیس او د دولت جوړونکي ټیم مشر ښاغلي محمد اشرف غني پداسې حال کې د ټاکنو له پروسې څخه دفاع وکړه چې د ښکاره او پ‍ټو دسیسو له کبله د ټاکنو د نه شونتیا او نه ترسره کېدو خبرې ګرمې وې، ترڅو دهېواد غیرتي ولس له خپل روا او قانوني حق څخه چې د ټاکنو له لارې د خپل ملي زعیم ټاکل وو، محروم کړي. خو دولت جوړونکي ټیم د خپل مشر له دغه قانوني او ملي دریځ څخه په کلکه ملاتړ وکړ چې الحمد الله نن د افغانستان ولسونه وتوانېدل په ډېر شهامت او مېړانه د ټولو امنیتي ګواښونو په وړاندې یو ځل بیا دې ملي او تاریخي آزمايښت څخه بریالي او سرلوړي راووځي. د ولسمشرۍ ټاکنې بریالۍ سرته ورسېدې او د لوی څښتن په مرسته مو د افغانستان د اساسي قانون، نظام او ملت ضد توطئې او دسیسې خنثی او شن‍ډې کړې.
۲. دولت جوړونکی ټیم یو ځل بیا د هيواد دفاعي او امنیتي ارګانونو له هغو سرښندنو او مېړانې څخه مننه کوي چې د ولسواکۍ د ساتنې او ټاکنو په پروسه کې یې ډ‌اډمن امنیت رامنځ کړی وو. بیا هم د امنیتي ارګانونو د پاملرنې وړ بولو چې د دوی فریضه او دنده لا هم پای ته نه ده رسېدلې او د افغانستان ولسونه په بې صبرۍ سره د ټاکنو د پایلو د اعلان شېبې شماري، ترڅو د ولس په رایو ټاکل شوی زعامت له ځنډ او خنډ پرته د ولسواکۍ د دوام تمثیل وکړي ترڅو دولت وتوانېږي هغه دین چې د ولس په وړاندې یې لري، له ځنډ پرته د خپل ولس په وړاندې د ټولو نورو ولسواکو دولتونو په څېر د اساسي قانون په چوکاټ کې سرته ورسوي.
۳. دولت جوړونکی ټیم د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه په درنښت غوښتنه کوي چې د ټاکنو نافذه قوانینو، مقرراتو او طرزالعملونو په رڼا کې د افغانستان د ولس قانونی او مشروع حق ته په درناوي سره له خپل نوي ټاکلي مهال وېش سره سم د تلې د شپږمې ‌د ټاکنو پایلې اعلان کړي. له کوم څرګند دلیل پرته د ټاکنو د پایلو اعلان ځنډ هېواد له ګونګ حالت سره مخامخ کوي او د نه روڼتیا په صورت کې دغه ګونګ حالت د هېواد په اقتصاد او سولې پروسې ته چې افغان ولس ته لومړیتوب لري، نیغ په نېغه زیان رسوي، همدا شان له رواني پلوه ولسونه له فشار لاندې راولي. مونږ له نورو سیالو ټاکنیزو ټیمونو څخه هم احترامانه هيله کوو چې د قوانینو، کړندودونو، طرزالعملونو، لایحو او ټاکنیزو مقرراتو ته چې له وړاندې منل شوي دي، پوره درناوی وکړي او په خپلو ورځینو عادت شوو پلمو دې د خلکو د روانی رنځ، ولس امنیت، ملي اقتصاد او د سولې پروسې ته دې زیان نه رسوي. راځۍ! د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر ثابته کړو چې افغانان د خپلو نافذه قوانینو په چوکاټ کې په پوره روڼتیا او صمیمیت سره خپل سیاسي برخلیک معلومولی شي.
۴. دولت جوړونکی ټیم له ټولو ټاکنیزو ټیمونو څخه غوښتنه کوي چې له شواهدو، دلایلو او لاسوندونو پرته له غیر مسولانه څرګندونو ډډه وکړي او د ۱۳۹۸کال د ولسمشرۍ نوماندانو د کړنلارو په پام کې نیولو سره د ټاکنو په پروسه کې د روڼتیا د تضمین په موخه له ټاکنیزو کمېسیونونو سره مرسته وکړي او د ټاکنو اړوند قوانینو، کړندودونو ، طرزالعملونو، لایحو او مقرراتو په مراعتولو سره د ټاکنیزو کمېسیونونو په چارو کې لاس وهنه ونکړي، ترڅو د ټاکنو پروسې د خنډ او ګډوډی لامل ونه ګرځي. هر نوماند اړ دی چې له هر ډول دروغجنو، فتنه جوړونکو او احساساتو پارونکو څرګندونو څخه ډډه وکړي.
۵. دولت جوړونکی ټاکنیز ټیم د افغانستان له ټولو متحدو هېوادونو څخه چې له کلونه راهیسې مونږ سره د اقتصاد پر وده، د تروریزم پر وړاندې مبارزې، دولتي او ولسواکۍ بنسټونو په جوړښت کې یې مرسته کړې، مننه کوي. همدا شان له هغوی څخه په درنښت او جدیت غوښتنه کوو چې له افغان ولس سره د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د ژر اعلان پر وړاندې د خنډ‌ونو په له منځه وړلو کې هم مرسته وکړي.
۶. دولت جوړونکی ټیم خپلو پرلپسې او پراخو مشورو ته دوام ورکوي او ټینګار مو دی چې زمونږ د ټیم لپاره ولسواکي او د ولس رایه اصل دی، هیڅ ډول معامله او جوړجاړی پرې نشي کېدلی. دولت جوړونکی ټیم د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپلواکۍ ته په کتو، له دغو کمېسیونونو څخه په کلکه او خورا درناوی غوښتنه کوي چې د ټاکنو د پایلو د جمعه کولو بهیر د ټاکنو د قانون، طرزالعملونو او لایحو په رڼا کې په ګړندیتوب سره سرته ورسوي او د خپلو قانونی واکونو په درلودلو سره د ټاکنو پایلې د لړم میاشتې په ۲۳مه نېټه د افغانستان شریف ولس ته اعلان کړي. دا چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ځینو دلیلونو پر بنسټ د ټاکنو مهالوېش بیا بیا ځل وځنډاو نو د بل ځل لپاره د پایلو ځنډول هیڅ قانونی توجیه نشي لرلی. دولت جوړونکی ټیم یو ځل بیا دټاکنو په ورستیو پړاوونو کې په روڼتیا ټینګار کوي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه په ټاکلې نېټه د ټاکنو د پایلو د اعلان غوښتنه کوي.
په درنښت
دولت جوړونکی ټاکنیز ټیم
- - -

اعلامیه کمیته سیاسي ستاد انتخاباتي تیم دولت ساز در پیوند به پروسه انتخابات ریاست جمهوري
۱۸ عقرب، ۱۳۹۸

هموطنان گرامی!
کمیته سیاسی ستاد انتخاباتي تیم دولت ساز که در آن احزاب، نهاد های مدني، شوراهای قومي، شخصیت های نامدار سیاسي، فرهنگي، اجتماعی و نماینده های معزز مردم افغانستان در ولسی جرگه و مشرانو جرگه، علمای کرام ، معززین قومی و جوانان بسیج وهم صدا اند، پس از مشوره های عمیق و گسترده، این اعلامیه را در پیوند به پروسه انتخابات به سمع و توجه شما میرساند.
۱ـ محمد اشرف غنی رئیس جمهور افغانستان و رئیس تیم دولت ساز در حالی از انکار نا پذیری و اجتناب نا پذیري انتخابات صحبت و دفاع کرد که دسیسه های پیدا و پنهان بر آن بود تا مردم افغانستان را از حق مشروع و قانونی شان که تعیین زعامت از طریق رای مردم است، محروم سازند. تیم دولت ساز از این موقف ملی و قانونمند ریس جمهور افغانستان حمایت قاطع نمود. امروز الحمدلله مردم افغانستان توانستند شجاعانه و با پذیرش خطرات جدي یک بار دیگر از یک آزمون بزرگ ملی و تاریخی دیگر موفق و سرفراز به در آیند. انتخابات رياست جمهوری موفقانه انجام یافت و به یاری خداوند متعال دسایس و توطئه های ضد ملی و ضد نظام و قانون اساسی افغانستان خنثی و ناکام گردید.
۲ـ تیم انتخاباتی دولت ساز یک بار دیگر از فدا کاری و شجاعت نیروهای امنیتي و دفاعی افغانستان به خاطر زحمات و فداکاري های که در راستای انجام رسالت ملی شان در حراست از مردم سالاری و تامین امنیت انتخابات از خود نشان داده اند، ابراز سپاس و امتنان می نماید. ما باز هم به توجه این نیروهای با افتخار میرسانیم که فریضه و رسالت شان پایان نه یافته است. مردم افغانستان مشتاقانه منتظراند که نتیجه انتخابات اعلان گردد و زعامت انتخاب شده توسط مردم، بدون اخلال، بتواند تداوم جمهوریت را تمثیل نموده و دولت بتواند بدون انقطاع دین خویش را در برابر مردم مانند سایر دولت های مردم سالار، طبق قانون اساسی، ایفا نماید.
۳ـ تیم انتخاباتی دولت ساز از کمیسون مستقل انتخابات و کمیسون شکایت انتخاباتی احترامانه تقاضا می کند که در روشنایی قوانین نافذه، مقررات و طرزالعمل های انتخاباتی با حرمت گذاری به حق مشروع و قانونی مردم افغانستان تقویم کاری خویش را رعایت و نتایج انتخابات ۶ میزان را در زمان و موعد جدید تعیین شده اعلان نماید. تعویق بی مورد اعلان نتایج انتخابات، کشور را در حالت ابهام قرار میدهد و چنین حالت مبهم صدمه مستقیم و غیر مستقیم به اقتصاد کشور و پروسه صلح که برای مردم افغانستان اولویت دارد وارد و از دید روانی مردم را زیر فشار قرار میدهد. ما از تیم های دیگر انتخاباتی نیز احترامانه تقاضا می کنیم که قوانین، طرزالعمل ها، لوايح و مقررات انتخاباتی، قاعده اشتراک در انتخابات و اصول پذیرفته شده قبلی را احترام گذاشته و به بهانه گیري های روزمره که به عادت مبدل ګردیده باعث ایجاد رنج روانی مردم و صدمه به امنیت، اقتصاد ملی، و پروسه صلح کشور نگردند. بیایید مانند ملل دیگر جهان نشان دهیم که افغانها سرنوشت سیاسی خویش را طبق قوانین نافذه در شفافیت و صمیمیت تعیین کرده می توانند.
۴ـ تیم انتخاباتی دولت ساز از سایر تیم های انتخاباتی تقاضا میکند که از اظهار نظر های غير مسئولانه و بدون دلایل و مدارک خود داری و با رعایت اصول رفتار کاندیدان انتخابات رياست جمهوری ۱۳۹۸، در پروسه انتخابات و تامین شفافیت با کميسیون های انتخاباتی همکاری نمایند و کاندیدان باید با رعایت قوانین، لوایح و طرزالعمل های مرتبط به انتخابات، در امور کاری کميسیون های انتخاباتی مداخله نکنند و موجب اخلال پروسه های انتخاباتی نگردند. هر کاندید مکلف است که با رعایت قوانین نافذه کشور از اظهارنظرهای افتراء آمیز، فتنه انگیز و تحریک کننده احساسات مردم کشور خود داری کند.
۵ ـ تیم انتخاباتی دولت ساز از تمام کشورهای متحد افغانستان که سالهاست ما را در رشد اقتصاد، مبارزه علیه تروریزم و ساختن نهاد های دولتی و دموکراتیک کمک کرده اند ابراز سپاس و امتنان مینماید. در عین حال از انها صمیمانه و جدی تقاضا می نماید که در رفع موانع بخاطر تسریع پروسه اعلام نتایج انتخابات ریاست جمهوری مساعدت نمايند.
۶ـ تیم انتخاباتی دولت ساز به مشوره های سازنده و دوامدار خویش ادامه میدهد و یک بار دیگر تاکید می نماید که برای این تیم جمهوریت و آرای مردم اصل و ارزش غیر قابل معامله و سازش است. تیم دولت ساز به استقلالیت کامل کمیسون های انتخابات احترام واقعی داشته و از انها جدی و صمیمانه تقاضا می کند که روند جمع بندی نتایج انتخابات را در روشنی قانون انتخابات، طرزالعمل ها و لوایح مربوطه تسریع و با اعمال صلاحیت های قانونی شان نتیجه ابتدایی انتخابات را به تاریخ ۲۳ عقرب به ملت شریف افغانستان اعلان نماید. با درنظرداشت اینکه کميسیون محترم انتخابات به استناد بعضی معاذیر، تقویم انتخاباتی خویش را مجدداً تعدیل و تمدید نموده است، معطل قراردادن دوباره اعلان نتیجه ابتدایی هیچ توجیه قانونی نخواهد داشت.
تیم انتخاباتی دولت ساز ضمن اینکه يکبار دیگر به تامین شفافیت در مراحل بعدی انتخابات تاکید میکند، منتظر اعلان نتیجه ابتدایی انتخابات به موعد معینه جدید آن میباشد.
با احترام
تیم انتخاباتی دولت ساز

09/11/2019

د ټاکنو په اړه وروستي واقعیتونه
د لړم مياشتې په ۵ مه درملوګ کمپنۍ د ټاکنو خپلواک کميسیون ته رپوټ ورکړ، چې تر اوسه پورې د ۱،۹۲۹۳۳۳ رايه ورکونکيو د بايومتریک پېژندنې اطلاعات server ته لېږدېدلي دي. ور پسې د لړم په ۱۰مه نېټه درملوګ کمپنۍ د ټاکنو خپلواک کميسیون ته ولیکل، چې له تصفيې وروسته دوی دا موضوع تاييدوي، چې د رايه ورکونکيو د بايومتریک اطلاعاتو شمېره ۱،۸۴۳۱۰۷ده او دا خالصې رايې يا د رايه ورکونکيو د معلوماتو سپین ليست دی. هغه ۸۶۲۲۶ بايومتریک اطلاعات چې درملوګ کمپنۍ د معيارونو خلاف بللي، د کميسیون تصویب ته اړتيا لري، احنمالا په دې کې هم يو شمېر اطلاعات وي، چې د کميسیون له تصویب وروسته اعتبار ومومي.
په همدې ځای کې د يادونې وړ ده، چې تر اوسه پورې د هغو څه باندې ۷۰۰ محلونو د رايه ورکونکيو د بايومتریک اطلاعاتو برخلیک نه دی ټاکل شوی، چې د بايومتریک وسيلې او ميموري کارډونه يې ورک شوي دي. د دې محلونو د نتایجو فورمې او TEB خریطې کميسيون ته رسيدلي، خو بايومتریک اطلاعات يې د ډيوايسونو او ميموري کاردونو د ورکېدو په سبب نشته. اصولاً د ټاکنيزو قوانينو او لايحو له مخې ايجاب کوي، چې د دې محلونو رايې دې د نتايجو د فورمو له مخې محاسبه شي. حساس انتخاباتي مواد که په هر دلیل ورک وي، خو د اساسي قانون د ۳۳ مې مادې له مخې د خلکو د رايو د حق د نقض دلیل نه شي ګڼل کیدای! کميسيون قانوناً مکلف دی، چې په دې اړه عادلانه پرېکړه وکړي.
په هغو مواردو کې، چې بايومتریک دستګاه نه ده کارول شوې، يو مورد يې د تقلب دی، چې موږ په جدي توګه د تقلب مخالف اوپه ټاکنو کې د شفافیت د تامین غوښتنه کوو، خو ځینې موارد شته، چې يا خو کميسیون د بايومتریک دستګاه لپاره تخنیکي کارکوونکي يا په ښځينه محلونو کې ښځینه کارکوونکي نه لرل چې د دستګاه د کارولو ظرفیت ولري. يا دستګاه د تخنيکي ستونزو په علت کار نه دی کړی. دلته بيا هم د اساسي قانون د ۳۳ مې مادې له مخې کميسیون ته په کار دي، چې د خپلو ولایتي دفترونو د رپوټونو له مخې په دې برخه کې له احتياط نه کار واخلي او د خلکو مشروع رايې وساتي او تقلبي موارد بې اعتباره اعلان کړي. موږ د دې تر څنګ چې د خلکو د مشروع رايو دفاع کوو د ټاکنوله خپلواک کميسیون نه د تقلبي رايو د بې اعتباره کولو غوښتنه کوو.
د ثبات او همګرايي د ټيم له خوا د ۳۰۰ زرو رايو د بطلان ادعا بې بنسټه او د ټاکنو د مشروعیت په ضد د دوی د توطئې يوه برخه ده.
۱۳۷۰۰۰ رايې د ټولو ۳۴ ولایتونو د هغو محلونو رايې دي، چې له احتياطي دستګاه نه په کې کار اخستل شوی او درملوګ کمپنۍ تصديق کړې، چې د رايو د صحت ټول تخنيکي او حقوقي شرایط په کې رعایت شوي دي. د ۱۰۲۰۰۰ رايو په اړه د ټاکنو دقانون د ۸۴ مې مادې د ۴ فقرې په اساس د کميسیون د ۶/ ۷/ ۱۳۹۸ نېټې ۹۹ شمېره مصوبه موجوده ده او د ورکو شويو ډيوايسونو يا ميموري کاردونو په موضوع کې د کميسیون د کارکوونکو غفلت د خلکو د حقه رايو د ابطال دلیل نه شي کېدای.
دوی له هرڅه وړاندې په دې خبره تاکيد کاو، چې يوازې بايومتریک رايې ورته د منلو دي، خو اوس چې د ناکامۍ په درشل کې دي، حتا بايومتریک شوې رايې نه مني.
د ثبات او همګرايي ټيم له مخکې منل شوي اصول نه مني. په کميسیون فشار راولي او فرمايشونه ورکوي. د کميسیون خپلواکۍ او کاري استقلال ته بې احترامي کوي. له واقعيته لرې، افتراء آميزه او فتنه انګيزه اتهامات لګوي. دا هر څه د کانديدانو د طرزسلوک نقض دی.
د ټاکنو له خپلواک کميسیون نه غوښتنه داده، چې په بشپړناپېيلتوب د خلکو د رايو ساتنه وکړي. په تخنيکي پروسو کې خپل دويم مهال وېش ته په پام سره د لړم په ۲۳ مه پايلې اعلان کړي.
Ajmal hodman

Photos from ‎دولت جوړوونکی .دولت ساز‎'s post 04/10/2019

دولت‌جوړوونکي د بریا په درشل کې
...

🇦🇫

Photos from ‎دولت جوړوونکی .دولت ساز‎'s post 23/09/2019

حمایت و پشتبانی فعالان مدنی ناحیه بیست یکم از تکت تیم انتخاباتی دولت ساز!
مورخ ۱۳۹۸/۰۶/۳۰


Photos from ‎دولت جوړوونکی .دولت ساز‎'s post 21/09/2019

د پکتیکا ولایت درنو ولسونو، قومي مشرانو، ځوانانو او په ملي شورا او ولایتي شورا کې د دغه ولایت یو شمېر استازو، د یوې عظیمې غونډې په جوړولو سره د دولت ساز ټیم ملاتړ وکړ، چې د دغه صادقانه ملاتړ په خاطر له ټولو پکتیکاوالو مننه کوم.
د پکتیکا ولسونو سره د دولت ساز ټیم ژمنه داده چې زموږ د راتلونکي حکومت زیات تمرکز به د ولسوالیو او محرومو ولایتونو پر انکشاف وي.

Photos from ‎دولت جوړوونکی .دولت ساز‎'s post 20/09/2019

غني بابا نن په ننګرهار، فراه، او يو شمېر نورو ولايتونو کې خپلو حريفانو ته وښودله چې ټول افغانستان ورسره مینه لري او د دويم ځل ولسمشر کېدو هيله يې لري چې انشاء الله کېدونکی دی.
ژوندی دې وي د ټول افغانستان بابا.

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address

Kabul