Paktin Construction Company -PCC

Paktin Construction Company -PCC

Share

We Empower You To The New Realm In Life. PCC quickly built a reputation for integrity, teamwork and commitment.

Paktin Construction Company (PCC) is established in 2005, its Afghan national Construction Company working for rehabilitation of Afghanistan, and registered with the Afghan Government (AISA), UN Agencies, Embassies, PRTs and International NGOs/Donors in the country. Since establishment, it works at survey, design & construction of Roads, Buildings, Bridges, Canals, Airports, irrigation, agricultur

Photos from Paktin Construction Company -PCC's post 07/08/2025

د کابل ولایت شپږمی ناحیی قلابهادر خان ۱۳۲۰ متره کانکریټی پروژه ګټه اخستنی ته وسپارل شوه

Photos from Paktin Construction Company -PCC's post 07/08/2025

نورستان ولایت کامدیش ولسوالۍ پاپړوک کلی پروژه

07/10/2024

"د ننګ میدان"

‏ملګرو که د خیبر د «قامي عدالت» جرګې ته نشئ ورتللی، مالي همکاري مو په وسه نه وي!،
حداقل په ټولنیزو رسنیو ددې جرګې او د پي ټي ایم د ملاتړ او ننګې لاره ونیسئ.
لیکل پرې وکړئ.
بحثونه او خبرې پرې وکړئ.
ددې خلکو په بریالیتوب کې د ټولو افغانانو او لروبر پښتنو خیر او ګټه ده.
⚠️د پښتون قوم نړیوال حیثیت مسئله دی. لاس پکار شئ!

✌️🇦🇫🫡💪




Photos from Paktin Construction Company -PCC's post 09/06/2024

کار ساخت پروژه نیازبیک

Photos from Paktin Construction Company -PCC's post 25/04/2024

د وطن ابادی پر لور یو بل ګام

Photos from Paktin Construction Company -PCC's post 29/12/2023

د کابل ولایت ۱۷ ناحیی شهرک نام نهاد صلح Plum Concrete پروژه
چې د پکتین ساختمانی شرکت لخوا قرارداد شوی وه او د UNOPS اداری په ملاټړ چې په 2023/10/07 کې شروع او په 2023/12/24 کې په کامیابی سره تکمیل شوه.

Photos from Paktin Construction Company -PCC's post 29/12/2023

د کابل ولایت پنځمی ناحیی کوچه کانتر Plum Concrete پروژه
چې د پکتین ساختمانی شرکت لخوا قرارداد شوی وه او د UNOPS اداری په ملاټړ چې په 2023/04/09 کې شروع او په 2023/07/25 کې په کامیابی سره تکمیل شوه.

Photos from Paktin Construction Company -PCC's post 29/12/2023

د بلخ ولایت چهارکینت ولسوالۍ ۱۵.۶ کیلومتر چغل اندازی پروژه چې پکتین ساختمانی شرکت لخوا د دوو میاشتو په موده کې بشپړه شوه.

Photos from Paktin Construction Company -PCC's post 13/11/2020

د ابادۍ په لور‼

یوه خوا افغانستان کې ژوند ډیر سخت شوی په هر ګام اخستتو سره د مرګ شپې شمارو بل خوا وطن هم ابادۍ ته ضرورت...

خو موږ هر رنکه خطر په سر واخستو نن مو بیا د یو لس کیلومتره سرک د قیر کولو لپاره لمړی ګام واخستو، په سرک مو پریمکوټ واچولو بله ورځو به له خیره ورباندې د قیر کار شروع کړو.

خوښ یم چې د ابادۍ په لاره کې سختې تیروم وطن تا ته خپل صداقت ثابتوم.
#ځلاند

12/11/2020

د ساختماني سیخانو د یو متر اوږدوالی او مکملې خادې وزنونه :

36 ملي متر سیخ : د یو متر سیخ وزن 8 کیلوګرامه ، د مکملې خادې وزن 93.6 کیلوګرامه
32 ملی متر سیخ : د یو متر وزن 6.31 کیلوګرام ، د مکملې خادې وزن 73.82 کیلوګرام
28 ملی متر سیخ : د یو متر وزن 4.83 کیلوګرام ، د مکملې خادې وزن 56.51 کیلوګرام
25 ملی متر سیخ : د یو متر وزن 3.85 کیلوګرام ، د مکملې خادې وزن 45.0 کیلوګرام
22 ملی متر سیخ : د یو متر وزن 2.98 کیلوګرام ، د مکملې خادې وزن 34.92 کیلوګرام
20 ملی متر سیخ : د یومتر وزن 2.47 کیلوګرام ، د مکملې خادې وزن 28.90 کیلوګرام
18 ملی متر سیخ : د یو متر وزن 2.0 کیلوګرام ، د مکملې خادې وزن 23.40 کیلوګرام
16 ملي متر سیخ : د یو متر وزن 1.58 کیلوګرام ، د مکملې خادې وزن 18.49 کیلوګرام
14 ملی متر سیخ : د یو متر وزن 1.21 کیلوګرام ، د مکملې خادې وزن 14.16 کیلوګرام
12 ملي متر سیخ : د یو متر وزن 0.89 کیلوګرام ، د مکملې خادې وزن 10.41 کیلوګرام
10 ملي متر سیخ : د یو متر وزن 0.62 کیلوګزام ، د مکملې خادې وزن 7.25 کیلوګرام
نوټ : د سیخ د مکملې خادې اوږدوالی 11 متر او 75 سانتي متره ده.
ددغه معلوماتو څخه د ساختماني سیخانو د پیرودلو په وخت کې ګټه اخیستل کیږي ، د مثال په ډول سره که تاسو اړتیا لری چې 5 ټنه 16 ملی متر سیخ ګول له بازار څخه راونیسی نو موږ باید پوه شو چې 5 ټنه 16 ملی متر څو خادې سیخ کیږي ، نو پدې آساس که پورته معلومات در سره وي په آسانی سره کولای شي د سیخ د خادو شمیر معلوم کړی.
كاپى

08/11/2020

سوال:- : سلب (Slab) تعریف کړئ او ووایاست چې په صورت عموم سره مونږ څو ډوله سلبونه لرو؟
سلب د هغه ساختماني عنصر څخه عبارت دی چې ضخامت یې نسبت طول او عرض ته په مراتبو کوچنی وي او په څلور ډوله دی
One-way slab
Tow way slab
Flat slab (beam less)
Flat plate slab
سوال:- : که په (One Way) سلبونو کې د سیخ کششي مقاومت 60000psi وي نو (ρ_min) ورته په محاسباتو کې څومره په نظر کې نیول کیږي؟
0.0018ρ_min
سوال:- : که یو (One Way) سلب چې دوو طرفو ته یې ادامه پیداکړې وي،ارتفاع یې نظر تغیر شکل ته د کومې رابطې څخه لاسته راځي؟
h=Span/28
سوال:- : په سلب کې اعظمي او اصغري د سیخ اندازه څومره ده؟
په اعظمي ډول ۲۰ سانتي متره او اصغري اندازه یې ۱.۵ سانتي متره ده
سوال:- : د کنسولي سلب(Cantilever Slab) اندازه په زلزله خیزو مناطقو کې باید د څومره نه اضافه نشي؟
د 1.5m څخه باید اضافه نشي
سوال:- : اوسپنیز کانکریټي پوښښونه(Slabs) په څه شي کې کار کوي؟
په انحنایي مومنټ کې
سوال:- :د سیخ اچول په یو اړخیز(One Way Slabs) او دوه اړخیزه سلبونو(Two Way Slabs) کې څه فرق لري؟
په یو اړخیزه سلب(One Way Slab) کې اساسي سیخان یواځې په لنډ لوري اچول کیږي،آما په دوه اړخیزه سلبونو کې اساسي سیخان په دواړو لورو اچول کیږي چې یو پر بل عمود وي
سوال:- :په دوه اړخیزه(Two Way Slabs) کې مثبت او منفي مومنټونه په کومو برخو کې جوړیږي،واضح یې کړئ؟
په دوه اړخیزه سلبونو کې بارونه په منځ کې لاندې خواته او په غاړو کې پورته خواته کږيږي، نو ځکه سلب په منځ کې مثبت او په غاړو کې منفي مومنټ تولیدوي
سوال:- :دوه اړخیزه سلبونه په څو ډوله دي؟
په درې ډوله دي:
هموار سلبونه
هموار پلیټونه
ګاډر لرونکي دوه اړخیزه سلبونه
سوال:- :په دایروي سلبونو کې د ګږیدو محیطي مومنټ په کومه برخه کې اعظمي قیمت لري؟
مرکز کې
سوال:- :په دوه اړخیزه سلبونو(Two Way Slabs )،دایروي سلبونو او پیک لرونکو سلبونو(Contiliver Slabs) کې کوم ډول مومنټونه منځ ته راځي؟
په دوه اړخیزه سلبونو(Two Way Slabs) کې مثبت او منفي مومنټونه
دایروي سلبونو کې شعاعي او محیطي مومنټونه
او په پیک لرونکو سلبونو کې یواځي منفي مومنټ تولیدیږي
سوال:- :د دوه اړخیزه سلبونو(Two Way Slabs) څخه د کوم سلب مصرف کم او مقاومت زیات دی؟
هموار سلب
سوال:- :د زینو د سلب ډیزاین په کوم ډول تر سره کیږي؟
د یو اړخیزه سلب (One Way Slab) په ډول
سوال:- : د سلب په هر متر کې د سیخانو مقدار په اصغري ډول څو دانې وي؟
پنځه دانې
سوال:- :په کنسول لرونکو ګاډرونو(Contiliver Beam) او یا هم سلبونو کې سیخ ته په کومه برخه کې موقعیت ورکول کیږي؟
په فوقاني برخه کې
سوال:- :د سلب په هر متر کې د سیخانو اعظمي تعداد څو دانې وي؟
14 دانې
سوال:- : یو سلب چې طول یې 6m عرض یې 4m او ضخامت یې 15cm په نظر کې نیول شوی وي،تاسې یې 3% سیخ محاسبه کړئ؟
دسلب حجم= 6m×4m×0.15m=3.6m3
د سیخ اندازه = 3.6*3/100*7850=848kg
سوال:- :د هموارو اوسپنیزو کانکريټي سلبونو ګټې او نواقص ولیکئ؟
د هموارو اوسپنیز کانکریټي سلبونو ګټې عبارت دي له:-
د قالبندۍ سهولت
د بیم څخه عدم استفاده
تر ټولو د کم ضخامت څخه استفاده
د سلب د ضخامت یوشان والی،د وایې په ټولو برخو کې
د ټولو تخنیکي شبکو ځای پر ځای کول د سلب په داخل کې
خو ددې ټولو ګټو سره درې عمده نواقص لري:-
ابعاد وایه های این نوع سلب کوچکتراند.
تغیرشکل های درازمدت عامل تعین کننده ضخامت این نوع سلب ها میباشد.
موجودیت برش دوطرفه در نزدیکی پایه ها.
سوال:- :هغه اوسپنیزکانکريټي سلبونه چې له فرعي ګاډر سره وصل وي، ګټې او زیانونه یې ووایاست، او همدارنګه کمترینه ضخامت ددغه ډول سلبونو د ۲ ساعته اورلګیدنې په مقابل کې په کومه اندازه باید په نظر کې نیول کیږي؟
ګټې یې:-
د کم ضخامت لرونکي سلب څخه د استفادې امکان درلودل
په صنعتي ودانیو کې د استفادې امکان
د وایې د طول د ډیروالې امکان
زیانونه یې:-
د چت لوړوالی
د قالبندۍ مشکلات
سوال:- :هغه سلبونه چې له اساسي ګاډرونو سره وصل وي،خپل بارونه چیرته انتقالوي، او هم ددغه ډول سلبونو ګټې او زیانونه ولیکئ؟
دا ډول سلبونه خپل بارونه مستقیماً پایو ته انتقالوي، او ګټې یې په لاندې ډول دي.
د مناسبو ودانیو ایجاد
د جوړیدو د مصارفو کموالی
په چټک ډول جوړیدنه
د وایې د طول لویوالي امکان
نواقص(زیانونه) یې په لاندې ډول دي:-
د سلب د ارتفاع لوړوالی
مشکل بودن ایجاد بازشو در محل عبور تیرها.
سوال:- :په سلبونو،پایو او فرشونو کې عموماً کوم مارک کانکریټ اچول کیږي؟
په سلب او پایو کې عموماً 200 او 250 مارک کانکریټ او په فرشونو کې 150 مارک کانکريټ اچول کیږي.
سوال:- : په دوه طرفه سلبونو کې د منفي مومنټ مقدار څومره دی؟
65—70% مثبت او 26% منفي مومنټ
سوال:- :په دوه طرفه سلبونو(Two Way Slabs) کې بارونه په کومو شکلونو د بیم لپاسه عمل کوي؟
مثلثي او ذوذنقيي شکلونو
سوال:- :دوه طرفه سلبونه په څو جهتونو ډیزاین کیږي؟
په دوو جهتونو(اوږد او لند طرف)
Pashto engeeniring

06/11/2020
Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address

Kabul