29/12/2022
د افغان ماشومانو پر وړاندې وحشیانه کړنه.
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from جنګ بس دی, Kabul.
29/12/2022
د افغان ماشومانو پر وړاندې وحشیانه کړنه.
17/12/2022
مونږ او تاسو ټولو ته جوته شوی چی په تیرو څلور لسیزو کی نه د عطا محمد نور , نه د عبدالرب رسول سیاف , نه د عبدالرشید دوستم , نه د یونس قانونی او نه هم د کریم خلیلی او یا د کوم بل ځورواکی چی د تیر نظام په شل کلن واک کی شریک وه کوم زوی مړ شوی وی.
ویل کیږی چی د مجاهدینو په وخت کې دیوې کونډې ښځې زوی شهید شوی وه، يوه ورځ يې د تورن اسمعیل خان ګریوان ته لاس کړ او ورڅخه یې وپوښتل:
امير صاحب جنت ښه ځای دی که اروپا يا امريکا؟
تورن اسمعیل ورته وویل دا خو معلومه خبره ده چې جنت ښه ځای دی. کونډې ورته وویل نه امير صاحب اروپا او امريکا ښه ځایونه دی.
امير اسمعیل خان حیران شو او وویل هغه څنګه؟
کونډې ور غبرګه کړه چې که اروپا او امريکا ښه ځایونه نه وای نو بیا به دی خپل زوی امریکا ته د لیږلو پر ځای د جنګ لومړی کرښې ته لیږلی وای چی جنت ته تللی وای. زما زوي به دې نه لېږه, اوس یی واړه واړه بچی د لوږې او خوار ځواکۍ سره مخ دی .
خدای ﷻ دی نور زمونږله هیواد څخه دجنگ ټغر د تل لپاره ټول کړی زمونږ بریا په تل پاتی سوله , یووالی او د هیواد په پرمختګ کی ده نه په جنګونو کی.
د افغانانو پر مرگونو , بیلتون, اختلافاتو او خپلمنځی جګړو کی یواځی د افغانانو او د افغانستان د قسم خوړلی دښمنانو ګټه ده او بس.
اسد زیار
تر هغه چې ملي ګټې تر شخصي، قومي، ګوندي او نورو هغو مهمې ونه ګنو؛ موږ نشو کولای خپل نیم ژواندی هیواد په پښو ودروو. دښمنانو په موږ کې رنګارنګ درځونه اچولي دي. کله مو د قوم په نوم، کله مو د دین او مذهب په نوم او کله مو بیا د ژبې او لهجې په نوم جنګوي؛ چې ددې بدمرغیو اصلي لامل زموږ ناپوهي ده.
که لاسونه او زړونه سره ورکړو، نو هیڅ قوت مو نشي ماتولای؛ ځکه د نړۍ ستر قوتونه مو یواځې په یووالي مات کړي دي. یواځینۍ ستونزه داده: چې موږ تر اوسه د دښمن په هوښیارۍ نه پوهیږو، که نه تر هر بل هیواد زموږ ګران هیواد زیات شریک ارزښتونه لري.
راځئ خپل هیواد ته په پوره ایماندارۍ سره کار وکړو، تر څو دښمن ونشي کولای زموږ په منځ کې د درځ پیدا کولو په واسطه موږ سره وویشي او موږ سره وجنګوي او دوی له دغه حالت څخه خوند او ګټه پورته کړي.
هیواد د پرمختګ پر لور
جنګ د حللاره نده، راځئ یو بل وزغمو او پر ګډه خپل هیواد جوړ کړو.
راځئ متحد شو، تر څو قوي شو. دا څلویښت کال جنګ هیڅ ګټه نه درلوده، یواځې یې بې کوره او بې وسه کړلو.
که د جنګ بودیجه پر بیارغونه ولګول شي، نو ژر به مو هیواد پر پښو ودریږي.
29/04/2021
د جهادي دلالانو لوڼې
18/08/2020
د خپلواکۍ ورځ مو مبارک
په دې هیله چې ژر جنګ ودریږي او سوله راشي.
جنګ بس دی
22/05/2020
قضاوت تاسی وکی چی تروریست څوک دی؟
هټلر 11ميلونه انسانان ووژل خو مسلمان نه و
ماوټسي 20ميلونه انسانان ووژل خو مسلمان نه و
سټالين 20ميلونه انسانان ووژل او مسلمان نه و
په لومړي نړيواله جګړه کي 17ميلونه انسانان ووژل شول، او هيڅ مسلمان د هغه په رامنځ ته کولو کي لاس نه درلود
په دويمه نړيواله جګړه کي 55ميلونه انسانان وږژل شول او مسلمان پکي هيڅ رول نه درلود
د امريکا لخوا د ويتنام په جنګ کي 5ميلونه انسانان ووژل شول چي هيڅ مسلمان پکي دخيل نه و
د امريکا لخوا پر جاپان د اتومي حملي په ترڅ کي دوه لکه انسانان ووژل شول او هيڅ مسلمان پکي لاس نه درلود
د امريکا لخوا پر عراق د حملي په ترڅ کي نږدى 12لکه انسانان ووژل شول او مسلمان دا جنګ نه ده رامنځ ته کړي
په کمبوډيا کي د جنګ په ترڅ کي 3ميلونه انسانان ووژل شول چي مسلمان پکي هيڅ رول نه درلود
د امريکا لخوا پر افغانستان د يرغل په ترڅ کي په لکونو انسانان ووژل شول او حمله هم مسلمان نه ده کړي
په بوسنيا او کوسووا کي 5لکه کسان ووژل شول او مسلمان پکي دخيل نه وو.
نو اوس تاسي وواياست چي تروريست مسلمان دي که کافر؟