انســـــــــانيت/Humanity

انســـــــــانيت/Humanity

Share

Let's make this world a home of unity and brotherHood

20/01/2026

د مشرانو احترام – زموږ د ارزښتونو بنسټ

مشران زموږ د ژوند تجربه، دعا او لارښود دي.
د هغوی خبرې د وخت ازموینه تېره کړې وي او نصیحت یې د زړه له اخلاصه وي.

راځئ چې:

• د هغوی خبرې په حوصله واورو
• د هغوی خدمت په عزت وکړو
• د هغوی خیال وساتو، ځکه سبا موږ هم همدلته رسېږو

مشرانو ته احترام یوازې اخلاق نه، بلکې انساني فرض دی.
هغه قوم چې مشران یې عزتمن وي، راتلونکی یې روښانه وي.

🌸 مشرانو ته عزت ورکړئ، برکت به درته زیات شي �

17/11/2025

کوم نفر زیات وزن وړې؟

01/11/2025

که تاسی پدی دواړه انځورونو کي فرق پیدا کړ تاسی نابغه ګان او د جایزی ګټونکې یاست!

11/09/2025

احمد شاه مسعود (د پنجشیر قهرمان) د افغانستان د معاصر تاریخ له مهمو څېرو څخه دی. د هغه ژوند ډېر د جګړو، مقاومت او سیاست سره تړلی و. د ده ځینې خاص او مهم کارونه په ژوند کې دا دي:

🏞 د جهاد پر مهال
1. د پنجشیر مقاومت – د شوروي اتحاد پر وړاندې یې په پنجشیر کې څو ځل سخت مقاومت وکړ او د څو “پنجشیر جګړې” یې مشري وکړه. سره له دې چې شوروي زرګونه پوځیان درلودل، مسعود اکثره وختونه وکولای شول هغوی مات کړي او یا یې شاتګ ته اړ کړي.
2. ګوریلا جګړه – د شوروي پر ضد د جګړې تاکتیکونه (چريکي جګړه) ډېر مهارت سره اداره کول، چې وروسته نورو مجاهدینو هم ورڅخه الهام واخیست.

🏛 د کورنیو جګړو پر مهال
3. د کابل دفاع – کله چې شوروي وتل او د نجیب حکومت سقوط وکړ، احمد شاه مسعود د دفاع وزیر شو. د هغه ځواکونو څو ځله د کابل ښار د نیولو او ساتلو هڅه وکړه.
4. د طالبانو پر وړاندې مقاومت – له ۱۹۹۶ وروسته چې طالبان کابل ته ننوتل، مسعود د شمال ټلواله مشري کوله او د طالبانو پر وړاندې یې د شمالي افغانستان ډېری سیمې تر وروستي وخت پورې وساتلې.

🌍 نړیوال کارونه
5. د نړیوالو اړیکو هڅې – د طالبانو پر وړاندې یې د نړۍ پام ځان ته راواړاوه. په اروپا پارلمان کې یې خبرې وکړې او د طالبانو له تروریزم او القاعده څخه یې نړۍ ته خبرداری ورکړ.
6. د ښځو د زده‌کړې او حقونو ملاتړ – د جګړو سره سره، هغه په خپله سیمه کې د نجونو ښوونځي او د ښځو زده‌کړه ملاتړ کوله، چې هغه وخت په افغانستان کې ډېر کم لیدل کېدل.

✨ میراث
• د شوروي پر وړاندې د مقاومت اتل وبلل شو.
• د طالبانو پر وړاندې د “شمال ټلواله” مشر و.
• د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۹مه د ځانمرګو برید کوونکو لخوا ووژل شو

11/03/2025

په افغانستان کې د “غیرت” مفهوم د سیاسي او ټولنیزو نظرونو له مخې توپیر لري، په ځانګړې توګه د جمهوریت پلوو (جمهوریتیانو) او امارت پلوو (اماراتیانو) له لیدلوري.

۱. د جمهوریتیانو له نظره غیرت

جمهوریتیان، چې ډېری یې د عصري، مدني او دموکراتیکو ارزښتونو پلوي کوي، غیرت ته په لاندې ډول ګوري:
• وطن‌پالنه: د خپل هېواد ساتنه، پرمختګ ته ژمنتیا، او د قانون او اساسي حقوقو دفاع.
• ازادي او عدالت: د فردي ازادۍ، ښځو د حقونو، بیان ازادۍ، او ټولنیزو عدالت ته وفاداري.
• تعلیم او پرمختګ: د غیرت نښه د علم زده کړه، علمي او اقتصادي پرمختګ، او د ټولنې د ښېرازۍ لپاره کار ګڼي.
• زغم او همکاري: دوی غیرت یوازې په فزیکي جګړه نه تعریفوي، بلکې په فکري مقاومت، دیپلوماسۍ، او عقلاني حل‌لارو باور لري.

۲. د اماراتیانو له نظره غیرت

اماراتیان، چې د اسلامي امارت پلوي کوي، غیرت ته یو څه مختلف تعریف لري، چې اکثره یې دیني، سنتي، او محافظه‌کارانه بڼه لري:
• د دین ساتنه: غیرت د اسلام او شرعي احکامو د سخت تطبیق، د اسلامي قوانینو عملي کولو، او د لویدیځو ارزښتونو پر ضد مقاومت ته وايي.
• حجاب او ناموس‌ساتنه: د ښځو د حجاب ټینګ ساتل، د نارینه‌وو برلاسی، او د سنتي کورنۍ ارزښتونه غیرت ګڼل کېږي.
• جهاد او مقاومت: د بهرني نفوذ، کفري سیسټمونو، او د اسلامي امارت د دښمنانو پر وړاندې جګړه د غیرت یوه مهمه نښه ګڼل کېږي.
• قبایلي او دودیز مفاهیم: د غیرت مفهوم اکثراً د پښتني دودونو سره هم تړاو لري، لکه د بدو نه اخیستل، د کورنۍ یا قوم عزت ساتل، او د “شرم” نه مخنیوی.

پایله

د جمهوریت پلوو له نظره غیرت د وطن، علم، او بشري ارزښتونو دفاع ده، خو د امارت پلوو له نظره غیرت د دین، عنعناتو، او اسلامي قوانینو نه سرغړونه نه کول دي. دا مفهومونه کله ناکله سره ټکر کوي، چې د افغانستان د ټولنیزو او سیاسي اختلافاتو یو لوی لامل هم ګرځي

Photos 22/10/2020

د نورو معلوماتو لپاره صفحه خوښه کړئ درسره

غواړي ماشومان مو وزن ولرې چاغ شئ؟
نو بیا
۱- د ولادت په اول ساعت کي ورته د مور شید ورکړي
۲- تر شپږ میاشتو یوازی د مور شیدی ورکړی، حتا اوبه هم مه ورکوی بغیر د مور له شیدو
۳- د شپږ میاشتو وروسته ورته نور خواړه نرم شروع کړی، ځکه یوازی شیدی نشی کولی د ماشوم ضروریات بیا رفع کړي
۴- تر دوه کالو پوری ماشوم ته شیدی او نور خواړه یو ځای ورکوي
۵- ماشوم ته ډیر وخت ورکړي، ورسره لوبی کوی خاندی ورته

دا معلومات شیر کړئ، تر څو نور خلک هم خبر شي

Photos from ‎انســـــــــانيت/Humanity‎'s post 28/05/2020

عايشه مصباح يوه ډاکټره چي د کرونا وارډ کي يي کار کوو، د خپل يو په کرونا ناروغ سره چي دوه مياشتي يي ورته اعلاج وکړ، او په همدي دور کي يي مينه پيدا شوه؛ وروسته د رغيدلو سره نامزاد شو.

#شير

20/05/2020

تيليفون يي راواخيست په بيړه ئي ډاکټر ته زنګ ووهه:
ډاکټر صيب، د ښځي خيټه مي درد کوي، کانګي هم کوي او او له درده هيڅ نه خوري، څه وکړم؟ ډاکټر ورته کړه راي وړه دلته چي معاينات يي وکړو، نو ښځه يي مخکي کړه روان شو او په لاره يي ښه ډير سرچونه په انټرنيټ وکړه، خو ډاکټر ورته معاينات وکړه او ورته يي وويل ښځه دي بايد عمليات شي اپنډيسايټس ده، بس عمليات وشو ښځه يي روغه جوړه شوه لاړه، بله ورځ بيا ډاکټر پسي زنګ راغي د همدي سړي چي ښځه مي خيټي درد لري, کانګي کوي او له درده هيڅ نه خوري ، نو ډاکټر ورته کړه چي راي وړه چي معاينات يي وکړو ، دي ورته وويل نه ډاکټر صيب بس امادګي نيسه چي عمليات يي کړو اپنډکس ده، خو ډاکټر چي هر څه ورته وويل چي معاينات کوو دا کلک په خپل خبر ولاړ وو، اخر ډاکټر ورته کړه چي غوږ شه، ټول انسانان فقط يو اپنډکس لرلي شي، کوم چي ما ستا د ښځي لري کړي، نو سړي حيران ولاړ وو تر څو د ډاکټر خبره خلاصه شي، اخر کي يي ورته کړه چي ډاکټر صيب دا سمه ده چي بايد د انسان يو اپنډکس وي، خو د انسان دوه ښځي هم کيداي شي 😛

مطلب؟

07/05/2020

که مو له خلکو سره نيکي وکړه، داسي پوه شه چي له ځان سره مو نيکي وکړه.

#انسانيت

25/04/2020

د هند په ممبۍ کې په نیمه شپه د غریبانو یوه سیمه ته د وړو یو ټرک راځي، دوي اعلان کوي چې که هر چاته د وړو ضرورت وي را دې شي او یو یو پیکټ وړه دې یوسي، خو په پیکټ کې یواځې کیلو وړه دي او صرف یو پیکټ به هر چاته میلویږي.

ډېر خلکو وئیل لرې کړه په یو کیلو وړو به څه وکړې! خو بیا هم هغه خلک چې ډېر غریبان وو او وړو ته یې ډېره زیاته اړتیا درلودله، ورغلل او یو یو پیکټ وړه یې ترلاسه کړل، کله چې هغوي په کور کې د وړو پیکټ خلاص کړو نو په هر پیکټ کې پنځلس زره روپۍ پرتې وې!

څه موده وروسته بیا پته ولګیده چې دا ټرک فلمی ایکټر امیر خان رالیږلی وو!

وس طارق جمیل وايي ما امیر خان ته نصیحت وکړ چې فلمونه پریږدوه، نو طارق جمیل صیب چې امیرخان فلمونه پریږدي نو د غریبانو سره به بیا مرسته څوک کوي؟ ستا په شان خو سیاسی سپورټ نلری.
یوسفزی

06/04/2020

اقدام بی نهایت عالی و موثر!

هر فردی که از تورخم وارد ننگرهار میشود در تمام مسیر راه در بندر باید فاصله دو متری را رعایت کرده و بعدا در کمپ های تاسیس شده تورخم برای ۲۱ روز قرنطین گردد
فقط بعد از مدت معینه این افراد اجازه خواهند داشت به ننگرهار و بقیه مناطق افغانستان سفر کنند

قابل یادآوری است که تمام مصارف تاسیس شهرک قرنطین از بودجه محلی خود ننگرهار پرداخت شده و در تهیه فرش، بستر های خواب و غذا هزار ها باشنده ننگرهار داوطلبانه کمک کرده اند!

کاش این کار در مرز هرات هم میشد!

یا حداقل موقت قرنطین میشدند و بعد از تست رخصت میشدند.
Covid-19

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address

Shahre Naw
Kabul
2600