دملت غږ

دملت غږ

Share

دملت غږ پاڼه یو بېطرفه خپلواکه او آزاده پانه ده چې یوازینی هدف یې د ملت مظلومانه آواز ته انعکاس ورکول دي.

28/07/2019

سلامونه او نېکې هیلي
په راتلونکو ټاکنو کې د کوم کاندید ماتړ کوئ؟

Photos 27/02/2017

د کب ۹ د ویاړلیو ورځ

Photos from ‎دملت غږ‎'s post 04/12/2016

زماوطن خو داسې نه وو
ددې دار سر ته مه ګورئ چې څوک راځوړند دي، ددې دار بیخ ته وګورئ! دا مخ پټي جلادان خو ددې وطن د پلرونو اولاد نشي کېدای. که دا د هغه ناميانو اولادونه وي نو دا نطفه چټله او نکاوې فاسدې دي.
زما په چک کې خو خلکو تر اوښکو رڼې اوبه څښلې، تر شاتو خوږې مڼې یې خوړلې. ددې سیمې نالوستی زلمی د قوم پیغور و. ددې وطن زلمیان خو د پوهنتونو په ټولګیو او لیلیو کې نه ځاییدل. په دې وطن کې خو به دې چې په هر لاروي پسې غږ کاوه نو یا به د د ډاکتر یا اینجنیر پیشوند ورکاوه. نن څه وشول چې ډاکتر ترهګر شو، او انجیر يې د قتل په تور په دار زانګي؟ داڅه ګورم دلته لکه چې محشر دی. ددار بیخ ته وګورئ! دا بریتور او هډور کلیوال هماغه پښتانه دي چې امیر کروړ یې په اتلولۍ نازیده؟ ایا دا اتلان دي همدا بګېل مړزان یادوم چې د خپل منصور ننداره کوي او د طالب په مخ کې لکه د سپارټاکاس مریدان بې دمې ولاړ دي؟ نه نه دا نطفه چټله شوې دا نکاوې فاسدې شوې دي.
دلته تاسو د زرګونو انجنیرانو، ډاکترانو، خبریالانو او سربازانو د پانسۍ له یکي یوې پېښې خبر شوی. دلته محشر دی دلته هره ورځ د یوه انسان قصابي کیږي. په دار دځوړندو سرونو تماشا ددې کلیوالو ورځنۍ سرګرمي ده. دا مسلخ دی د کادرونو مسلخ. دې ځای ته سیوکه وايي دلته د طالب محکمه ده د سواد په ګناه نیول شوي زلمیان پکې پانسي کیږي.
دې سیمې ته له کابله دغولکې ګاټی رسېږي خو کله هم فتحه نشوه. ددې لایت پنځو دسولې، جنګ او فرهنګ وزیرانو په ټول وطن واکمني وکړه خو خپل کور يې ونه ژغوره. خپل زلمیان يې ددار په څوکه لیدلي، ترهګر يې د عزیز تر کور او شکوره رسیدلي خو دوی شوک ندی خوړلی د خپل عزیز له بدې ورځې کله هم ندي خبر شوي. ددوی اولادونه د نړۍ په معتبرو ښارونو کې تحصیل کوي. دوی د ښار په ماڼيو کې په وريښمینو بالښتونو ویده دي.
دا انجام ندی دا اغاز دی، د یو لوی نسل د تباهۍ اغاز. ددې سیمې سلو زلمیانو ته مې درس ورکاوه، اوله ورځ مې ځنې وپوښتل پخپل ولایت کې د جنګ په اړه څه فکر کوئ؟ یو راجګ شو په پوره غرور يې راغبرګه کړه؛ (( دلته چې څوک ناست دي یو به داسې نه وي چې يوځل يې سرشانه یي راکټ نه وي توغولی))
اوس دلته په مکتب، مدرسه، جومات، دیره او پیتاوي کې د جنګ بندوبستونه کېږي، دانسل د طالب په لښکر بدلیدونکی دی په دې نسل طالب نښه نیولې. دا نسل وژغورئ د خدای پار دی په دار د ځوړند انجنیر د بورې مور او بچو په روی په وردګو رحم وکړئ. ګني هرڅه لاړل يوه پېړۍ به په دې تیريږي چې له لاسه ورکړی دانسل ووژنو او وطن آرام کړو.
ستاسو اوښکې او غندل هیڅ اور نشي سړولای. لاس ورکړئ سرکار بیدار کړئ چې د کابل ددې دروازې د طالب سازۍ فابریکې ویجاړې کړي.

Photos 16/10/2016
14/06/2016

چی د د ملا هیبت الله زامن ولی چپ دی زما په نظر مسله خو ملی ده؟

Photos 23/09/2015

دنیکمرغه لوی اختر د را رسیدو په مناسبت لومړی تاسو درنو او ګلونو دوستانو ته د همدی نیکمرغه لوی اختر بی شمیره مبارکی وړاندی کوم وروسته ستاسو ګلونو دوستانو له طریقه ستاسو شریفو او د قدر وړ کورنیو ته دی هم دا نیکمرغه لوی اختر دیر زیات مبارک وی . هیله لرم چی دهمدی نیکمرغه لوی اختر په را رسیدو سره زمونږ په ګران هیواد کی نور د وینو توییدلو ،بی ګناه وژنو، حق طلبیو،ظلم ،او بربریت ته د پای ټکی کیښودل شی .او له نن وروسته مو نور اخترونه له ځانه سره هغه پخوانی مینه او خوشحالی راوړی د یو سوکاله ارام او ودان افغانستان په هیله .

05/07/2015

يو کال په ملک کي لوږه او قحطي راغلي وه، ټول اولس په غم اخته او پرېشانه وه.
د خداي يو دوست په کوڅه کي تيريدئ، ګوري چي د کلي د خان مريى خوښ خوشحاله او خندان دئ.
د خداي دوست پوښتنه ځيني وکړه و لي داسي خوشحاله يې؟ ته نه ويني چي ټول اولس په غم ځنګيږي.
مريي ورته ويل قربان دي سم زه خو د هغه خان نوکر يم چي څو د پسو رمې لري، تر څو چي زه د هغه نوکر يم هغه ماته ډوډۍ راکوي، چي زه پرې پوره باور لرم نو بيا ولي خوابدى سم؟
د خداى دوست له ځانه وشرميدئ چي دا مريى د خان په څو رمو دومره باوري دئ او د رزق هيڅ غم نه کوي، ولي موږ چي داسي خداي لرو چي هغه د ټولي نړۍ څښتن دئ، بيا هم په ډوډۍ او رزق پسي سرګردانه او لالهانده يو.

Photos 04/07/2015

دثواب په خاطر یی لایک او شیر کړی مننه.

Photos 24/06/2015

که د یو رقاصی عکس وای نو اوس به یی په زرګونه لایکونه اخیستی وو اوس به وګوروچی د قران پاک ددی ښآیسته حافظ سره سومره مینه لری.
ددی پاڼی په لایک کولو سره مو خپل غږ تقویه کړی مننه.

15/06/2015

سبحان الله وبحمده سبحان الله العظيم
دخپل غږ د تقویی لپاره مهربانی وکړی دا پانه درسره خوښه کړی

Photos 15/06/2015

خپل غږ مو د همدی پاڼی په لایک کولو سره تقویه کړی .

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address

Kabul
Kabul