19/03/2026
پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، د نیکمرغه کوچني اختر لمونځ د هیواد له یو شمیر مشرانو او ځوانانو سره ادا کړ، پر گران هیواد د پاکستاني بریدونو او بمباریو له امله شهیدان شویو وطنوالو روح ته یې دعا وکړه او د دردیدلو او غمځپلو کورنیو سره یې غمشریکي څرگنډه کړه.
27/02/2026
د ملي مشر حامد کرزی دا انځور یوازې یو ساده صحنه نه ده، بلکې د راتلونکې لپاره یو ژور پیغام لري. کله چې کرزی صیب د خپلو اولادونو سره یو نیالګی کري او اوبه ورباندې اچوي، دا د دې څرګندونه کوي چې رښتینی مشرتوب یوازې په ویناوو نه، بلکې په عمل کې ښکاري.
دا شیبه د مینې، روزنې او مسؤلیت نښه ده — لکه څنګه چې نیالګی د پاملرنې او اوبو اړتیا لري، همداسې راتلونکی نسل د لارښوونې، اخلاقو او ملي احساس پالنې ته اړتیا لري. د پلار او اولادونو دا ګډ کار د یووالي سمبول دی؛ یو داسې پیغام چې وایي: ملت هم د همدې نیالګي په شان دی — که یې وساتو، زرغونېږي؛ که یې هېر کړو، وچيږي.
دا انځور موږ ته را زده کوي چې وطن جوړونه له کوچنیو کارونو پیلېږي:
له یوې ونې، له یوې دعا، او له یوې ګډې هڅې. 🌱
27/02/2026
ملي مشر حامد کرزی:
افغانان به په هر ډول حالاتو کې په بشپړ یووالي سره له خپل ګران هېواده دفاع وکړي.
زور ته به په مېړانې ځواب ورکړي.
15/01/2026
ځینو ته یې خالي نوم هم کافي ده چې اووور واخلي🫡
اورې د ولس او وطن دشــ.منه!!!
موږ د خپل ولس په زړونو کې ځای خپل کړی ستا په دې جا،هلا.نه لیکنو او ادعاګانو د ملي مشر سره د ملت محبوبیت د کمېدو پرځای نور هم زیات او محکم کېږي . ځکه ملت پوهېږي، ملت ویني او ملت تاریخ له یاده نه وباسي.
حقیقت د شور محتاج نه وي، او محبوبیت د جعل له لارې نه راکمېږي.
دا خاوره، دا ولس او دا تاریخ د دروغجنو چیغو نه، بلکې د رښتینو دریځونو شاهدان دي.
نومونه چې د ولس له زړه راپورته شي، د هېڅ دښـ..من په تمه نه لوېږي.
30/12/2025
په خپل خوښه مې قربان کړل له وطنه
د ځوانئ رنګیني ورځي، شنه کالونه
#لایق