فیس بوک کتابتون

فیس بوک کتابتون

Share

like and share this is new page in the facebook

06/12/2021

د قاموسونه ټکی کام پر پاڼه نن د قرآن پاک يو پښتو تفسير او دوې بېلي پښتو ژباړي داسي آنلاين کړل سوې چي پکښي لټون امکان لري. دا په دې معنی چي که د مثال په توګه څوک په پښتو لغت «پلار» پسي لټون وکړي، نو ورته ټول هغه آيتونه ښودل کيږي چي په پښتو ژباړه يا تفسير کي يې ياد لغت راغلی وي. آيت مبارک يو واري بېله تشکيل څخه او بيا د تشکيل يعني زير و زبر او نورو حرکاتو او اعجامو سره ښودل کيږي. د مثال په توګه د قرآن پاک لومړی آيت په لاندي بڼه ښودل کيږي:

****
(1:1) (آيت نمبر:سورة نمبر)
بسم الله الرحمن الرحيم
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
له کابلي تفسير څخه پښتو ژباړه:
شروع کوم په نامه دالله چې ډيرزيات مهربان پوره رحم لرونکى دى
د مولوي قيام الدين کشاف پښتو ژباړه:
دالله په نوم چې ډير مهربان زيات رحم لرونكى دى
له کابلي تفسير کتاب څخه پښتو تفسير:
سورة الفاتحة مكية وهى سبع آيات نزلت بعد( المدثر) عدد تلاوتها (۱) عدد نزولها(۵) وفيها ركوع واحد)
( د ((الفاتحة )) سورة مكي دى( ۷) آيتونه لري )( د (( المدثر )) له سورة نه وروسته نازل شوى دى ، په تلاوة كې (۱) اوپه نزول كې (۵) سورة دى او (۱) ركوع لري .)
««بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ »»
تفسير: «رحمٰن» او «رحيم» دواړه د مبالغې صيغې دي، مګر په «رحمٰن» کې له «رحيم» څخه مبالغه زياته ده، په دغه ترجمه کې د دغو ټولو نکتو لحاظ شوی دی.
Source: {powered by: islamlacom.com}[ جُز يا پاره - الم 1 ؛ سورة - الفاتحة 1 ؛ آيت - 1 ] (1:1)
****

لکه څنګه چي ليدل کيږي د هر آيت سره د پښتو ژباړو تر څنګ د هغه پښتو تفسير او په آخره کي د آيت په هکله معلومات ښودل کيږي. د مثال په توګه چي دغه آيت په کومه سورة کي په کوم نمبر راغلی او په کوم جز يا پاره کي موجود دی.
لټون د قرآن پاک د يو لغت يا لغتونو او په همدې شان د سورې او آيت د شميرې له مخي هم کيدلای سي. د مثال په توګه که څوک غواړي چي د ۶۰مې سورې ۱۰ آيت وګوري، نو د لټون يا سرچ په خانه کي بايد په «60:10» پسي لټون وکړي.

د قرآن پاک پښتو ژباړي او تفسير پر قاموسونه ټکی کام د قاموس په شکل آنلاين کړل سوی او د Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com] تر عنوان لاندي موندل کيدلای سي.

د قرآن پاک له پښتو ژباړو او تفاسيرو څخه يو معتبره کتاب د «کابلی تفسير» په نوم ياديږي چي په دوه ټوکو کي د سعودي د پاچا له خوا پخوا چاپ سوی دی. ما له نن څخه څو کاله تر مخه د دغه کتاب د ډيجيټل کولو اراده وکړه او د دغه کار له پاره مي په پېښور کي د دارلعلوم قاسميه سره يوه پروژه پېل کړه. د ياد مرکز علماؤ د ډيجټل سوي يا په اصطلاح ټايپ سوي متن کنټرول وکړ چي ممکنه ټايپي او نورې تېروتنې اصلاح کړي. يادې ادارې د اړونده ډيجيټل سوو متونو وروسته ماته اجازه راکړه چي د قرآن پاک دغه پښتو ژباړه او تفسير په ډاډه زړه خپور کړم. همدا ؤ چي ما هغه وخت د دغه کتاب له پاره د «اسلام لکم ټکی کام» په نوم آنلاين پروژه پېل کړه چي تر نن پوري فعاله ده. پر دغه پاڼه ما د قرآن پاک د پښتو ژباړي او تفسير تر څنګ په لسونو نورو ژبو هم د دغه مقدس کتاب ژباړي خپرې کړي دي. د دې تر څنګ پر ياده پاڼه يعني «اسلام لکم ټکی کام» د ګڼ شمير مشهورو قاري صاحبانو په ښکلي ږغونو کي د قرآن پاک تلاوت او د احاديثو ۱۲ کتابونه هم آنلاين دي.

د قرآن پاک کومه يوه ژباړه او تفسير چي نن پر قاموسونه ټکی کام آنلاين کړل سو، دا د اسلام لکم پاڼې له يادي پروژې څخه اخيستل سوي دي. د قرآن پاک دويمه پښتو ژباړه چي نن پر قاموسونه ټکی کام آنلاين کړل سوه، هغه د مولوي قيام الدين کشاف صاحب پښتو ژباړه ده.

هيله ده چي عالمان د خپل تحقيق، ښوونې او زدکړې پر وخت په دغه آنلاين سوې ډيجيټل بڼه کي مرسته ترلاسه کړي. هيله ده چي د دغې پاڼي کاروونکي ما، زما مور او پلار او زما کورنۍ ته د خير دعا وکړي.

د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر مياشتي دريمه نېټه
https://t1p.de/qi28m

10/07/2021

📚 نوي چاپ ښایسته ډیزاین صفا پښتو 📚

تفسیر معارف القرآن پښتو مکمل 10 جلد په صفا او اعلي کيفيت کي،

تفسیر شریف په پښتو ژبه
🌹🌹👇👇👇👇🌹🌹
🆔https://t.me/pashtoTafsir 🆔
دوهم چينل
🌹🌹👇👇👇👇🌹🌹
🆔https://t.me/Ahmade145 🆔

06/05/2021

لوړو ﺯدکړو وﺯارت ته د ننګرهار پوهنتون د محصلينو وړانديز!

لوړو ﺯدکړو وﺯارت چې د ګرم سېر ولايتونو په اړه کومه پرېکړه کړې دغه پرېکړه د ننګرهار پوهنتون د محصلينو لپاره د منلو وړ نه ده‌.
نظر لاندې دلايلو ته:
که د طرحې مطابق لومړى سمستر د اسد په دوهمه پيل شي او د عقرب تر 27 پورې دوام وکړي ننګرهار پوهنتون محصلين به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
که چېرې ننګرهار پوهنتون خپل شته محصلين کوم چې وروستي سمسترونه يې دي فارغ نه کړي د نويو‌ محصلينو لپاره چې چې د اسد په دوهمه به پوهنتون ته د لومړي سمستر لپاره راځي د کمو امکاناتو له کبله به ورته درسي خونې، د ناستې ځاى، ليليه کې د اتاقونو او امکاناتو د کمبود سره مخ شي.
که چېرې د روان کال دوهم سمستر د ثور مياشت کې پيل شي او د جديد الشمول محصلينو لومړى سمستر د اسد په مياشت کې پيل شي ننګرهار پوهنتون بيا هم دومره درسي خونې نه لري تر څو ټولو‌ محصلينو ته بسنه وکړي.
موږ د ننګرهار پوهنتون محصلينو پخوا هم په يوه کال کې 9 مياشتې رخصتۍ تېرې کړي نور له رخصتيو ستړي د هېواد راتلونکى په رخصتيو نه جوړېږي.

پر همدې بنا ﺯموږ‌ وړاندیز دا دى چې :
د روان تحصيلي کال دوهم سمستر دې د ثور په 20 پيل شي او د اسد تر 15 دې دوام وکړي. او د اسد په 15 دې اﺯموينې پيل او د مياشت تر اخرې دې دوام وکړي.
د روان تحصيلي کال‌ لومړى سمستر دې د سنبلې په 15 نېټه پيل او تر دلوې دې دوام وکړي.
لکه د تل په څېر به موږ خپل دوهم سمستر د دلوې په 16 پيل کړو.
په دې ډول به موږ له هېڅ ډول‌ ننګونو، ستونزو او ټکرونو سره مخ نه شو‌.
ننګرهار پوهنتون محصلين به په عادي ډول خپل طبېعي او جريان يعنې د سنبلې په 15 د لومړي سمستر پيل او د دلوې 16 د دوهم سمستر پيل ته و‌ګرځي او د روان کال د اوړي رخصتۍ به هم په عادي شکل په خپل وخت تطبيق شي.
او هغه محصلين چې وروستي سمسترونه يې دي او فراغت ته يې يواﺯې څلور مياشتې پاتې د هغو وخت به په ناحقه رخصتيو مې ضايع نه شي.
دا ليکنه دومره شير کړئ تر څو لوړو ﺯدکړو وﺯارت ته ورسېږي.
کاپي
وزارت تحصيلات عالی _ لوړو زده کړو وزارت

26/04/2021

کتاب نوم: روانشناسی تنبلی
لیکوال: ادوین سی بلس
ژبه:دری
بیه: وړیا
---
د دی کتاب تر لاسه/ښکته کولو لپاره په لاندې لینک کلیک وکړئ.
https://ketabton.com/book/13249

15/04/2021

د کتاب نوم: که نړیوال ماته وخوري
لیکوال: محمد اسماعیل یون
ژبه: پښتو
د دې کتاب د تر لاسه کولو لپاره لاندې لېنک کلیک کړﺉ.
https://ketabton.com/book/171

29/03/2021

کتاب: انګلیسي ښکیلاک
لیکوال: مولوی اسماعیل محمدي
ژباړن: مولوي محمدګل وهاج
https://t.me/andlasbook/932

28/02/2021

کتاب: مختصر صحیح بخاری
ليکوال: محمد ابن اسمعيل
پاڼې:1224
اندازه:7MB
کتاب دلاندې لينک نه ښکته کړئ
https://easylibrary.org/240-3/

30/01/2021

کتاب: ستر ساينس پوهان
ليکوال:زاهد خليلي
ژبه: پښتو
پاڼې:105
اندازه:1.17MB
کتاب دلاندې لينک نه ډانلوډ کړئ
https://easylibrary.org/190-2/

27/01/2021

د ڪتاب نوم: په پښتو ادب ڪې د سولې انعڪاس
څېړنوال محمد عارف غروال
حجم: ۱۰ _ ام بي
صفحې: ۲۴۱
ژبه: پښتو
بڼه: pdf

ڪتاب له لاندې لینڪونو څخه ښڪته ڪولای شئ!
درنښت

①: Google Drive Link 👇‌ ګوګل ډرايف لينک
https://drive.google.com/file/d/1KQSAdOl55NDTvV2inN7iUGqlh6fcqsfj/view?usp=drivesdk

②: Telegram Account Link 👇 ټیلیګرام تړونی
https://t.me/Hilal_Library/13333

21/01/2021

درست پښتون له ڪندهاره تر اټڪه
سره یو د ننګ په ڪار پټ او آشڪار (خوشال بابا)

د ڪتاب نوم: له ڪندهاره تر اټڪه
په پښتو ڪلاسيک ادب ڪې د‌لويديځې لهجې څرک
څېړنه: محمد معصوم هوتک
حجم: ۲,۱ _ ام بي
صفحې: ۳۹۴
ژبه: پښتو
بڼه: pdf

ڪتاب له لاندې لینڪونو څخه ښڪته ڪولای شئ!
درنښت

①: Google Drive Link 👇‌ ګوګل ډرايف لينک
https://drive.google.com/file/d/1FlVI8emp2NwTLG40k7JSOgO1Uf5YszHG/view?usp=drivesdk

②: Telegram Account Link 👇 ټیلیګرام تړونی
https://t.me/Hilal_Library/12400

③: Facebook and WhatsApp Group Link 👇
فسبوک تړونی، د فسبوک بستې ڪاروونڪو لپاره
https://www.facebook.com/groups/596471144242922/permalink/825272944696073/

يادونه:
د مهربانۍ له مخې د واټساپ نمبرې مه ڪمنټ ڪوئ، او له پورتنيو لينڪونو يې ښڪته ڪړئ. درنښت

29/06/2020

د افغانستان تاريخ مينه والو ته !

افغانستان يو لرغوني تاريخي هيواد دي، د تاريخ په اوږدو کي تل له سترو جګړو، يرغلونو، سياسي کشمکشونو او کورني اړودوړ سره مخ و، ارواښاد بينوا تاريخي پيښي په دوه ټوکه کي تاليف کړي چي لومړي ټوک يي ستاسو لوسټ او تاريخي معلوماتو بډايني ته ډالۍ کوم.

کتاب : د افغانستان تاريخي پيښي
پاڼي : ۲۰۶
حجم : ۵ - ام بي
ژبه : پښتو

ګوګل لينک👇
https://drive.google.com/file/d/1AOUThTV96CxZqnIfhcuB4uvjPATiHmaI/view?usp=drivesdk

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

Shreenow
Kabul