د احمدزیو عمومي شورا

د احمدزیو عمومي شورا

Share

د احمدزیو عمومي شورا رسمې فیسبوک پاڼه!

Photos from ‎د احمدزیو عمومي شورا‎'s post 17/07/2026

بسم الله الرحمن الرحیم
د ۱۴۰۵ هـ ش کال د سرطان ..٢٦. نېټه
نن د احمدزیو د عمومي شورا محترم عمومي رئیس، مولوي محمد زاهد احمدزي، د شورا د مشرتابه، د بېلابېلو خېلونو د مشرانو، د شمال مېشتو احمدزیو د رئیس او مشرانو، د شورا د مالي کمېټې، د پکتیا ولایت د مشرانو، علماوو، سپین‌ږیرو او ځوانانو په ملتیا د ګلمت‌خیلو هغې غمځپلې کورنۍ ته د تعزیت او فاتحې لپاره ورغلل، چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه خپل هېواد ته د راستنېدو پر مهال د تورخم–کابل پر لاره د ترافیکي پېښې له امله یې موټر سیند ته ولوېد او په پایله کې یې ۱۳ تنه شهیدان شول.
د تعزیت او فاتحې ترڅنګ، د احمدزیو عمومي شورا له یادې کورنۍ سره د قوم له خوا راټولې شوې څه دپاسه اوو سوه زره (۷۰۰,۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته هم وسپارله.
له فاتحې وروسته د احمدزیو د عمومي شورا رئیس، محترم مولوي محمد زاهد احمدزي، حاضرینو ته وینا وکړه. نوموړي وویل چې دا د الله تعالی له لوري یو ستر امتحان دی او مسلمان باید په داسې سختو حالاتو کې صبر او زغم وکړي. هغه د شهیدانو کورنۍ ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کړ او هغوی ته یې د صبر، حوصلې او استقامت سپارښتنه وکړه.
رئیس صاحب زیاته کړه چې د دې کورنۍ غم یوازې د هغوی نه، بلکې د ټول احمدزیو قوم ګډ غم دی، او قوم به تل په غم او خوشحالۍ کې د یو بل ترڅنګ ولاړ وي. هغه وویل، دا نغدي مرسته که څه هم د زیان جبران نه شي کولای، خو د قوم د یووالي، ورورولۍ او خواخوږۍ څرګندونه کوي، ځکه په دې مرسته کې د احمدزیو د ټولو خېلونو ونډه شامله ده.
په پای کې نوموړي دعا وکړه چې آینده دې الله تعالی ټول هېوادوال له داسې دردناکو پېښو څخه وساتي.
وروسته حاجي ګلان سلطان‌خېل د ګلمت‌خیلو په استازیتوب خبرې وکړې. هغه د احمدزیو د عمومي شورا له مشرتابه، ټولو راغلو مشرانو، علماوو، سپین‌ږیرو او ځوانانو څخه د تعزیت، خواخوږۍ او نغدي مرستې له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د قوم دا ملاتړ به هېڅکله هېر نه کړي.
په درنښت
د احمدزیو د عمومي شورا فرهنګي کمېټه

07/07/2026

د ګلمت‌خیلو (موسی‌خېل) غمیزې په اړه تازه معلومات

لکه څنګه چې درنو هېوادوالو ته معلومه ده، څو ورځې وړاندې د ګلمت‌خیلو (موسی‌خېل) پلرینې اړوند یوه کورنۍ، چې له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنېدله، د تورخم–کابل پر لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله سیند ته ولوېده. په دې دردونکې پېښه کې ۱۳ تنه شهیدان شول.

د تازه معلوماتو له مخې، له مخکې بیدرکو پنځو تنو څخه د درې نورو جسدونه هم موندل شوي دي، او اوس یوازې د دوو تنو جسدونه لا هم بیدرکه دي. له الله ﷻ څخه هیله لرو چې د لټون هڅې بریالۍ شي او پاتې جسدونه هم ژر وموندل شي.

د احمدزیو د عمومي شورا فرهنګي کمېټه

Photos from ‎د احمدزیو عمومي شورا‎'s post 06/07/2026

بسم الله الرحمن الرحیم
دوشنبه، ۱۵ سرطان ۱۴۰۵ هجري شمسي
د احمدزیو د عمومي شورا د محترم عمومي رئیس مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ د لغمان ولایت له محترم والي صاحب سره لیدنه، د غمشریکۍ څرګندونه او د ګلمت خیلو د غمیزې په اړه د لټون د روانو هڅو تعقیب
نن د احمدزیو د عمومي شورا محترم عمومي رئیس، مولوي محمد زاهد احمدزی، او ورسره مل پلاوي چې د خیلونو رئیسان، مخور، علماي کرام، سپین ږیري او ځوانان هم پکې شامل وو، لغمان ولایت ته سفر وکړ.
د دې سفر موخه د لغمان له محترم والي صاحب سره لیدنه او ناسته وه. د ناستې په پیل کې، د والي صاحب د کورنۍ د هغو درېیو غړو د شهادت له امله، چې څه موده وړاندې د حج د مبارک سفر په نیت د سمنګان ولایت په سیمه کې د موټر د ټکر له امله شهیدان شوي وو، د تسلیت او غمشریکۍ مراتب وړاندې شول او د هغوی د ارواحو د ایصال ثواب لپاره ګډه فاتحه وشوه.
د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د کابل څخه ورغلو مشرانو ترڅنګ، د لغمان او ننګرهار مېشتو احمدزیو قومي مشرانو هم ګډون درلود.
محترم والي صاحب د ټولو راغلو مشرانو مننه وکړه. له فاتحې وروسته، مشرانو د ګلمت خیلو (موسی خېل) پلرینې د هغې غمیزې یادونه هم وکړه چې څو ورځې وړاندې یوه کورنۍ، چې له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنېدله او له تورخم څخه کابل ته روانه وه، د موټر د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله یې موټر سیند ته ولوېد. په دې پېښه کې ۱۳ تنه شهیدان شول، چې له هغو څخه د ۸ تنو جسدونه موندل شوي او د ۵ تنو جسدونه لا هم نه دي پیدا شوي.
په دې اړه له والي صاحب څخه غوښتنه وشوه چې د پاتې شهیدانو د جسدونو د موندلو لپاره هڅې لا زیاتې شي. والي صاحب وویل چې د پېښې له لومړۍ ورځې راهیسې د ولایت ټول امکانات د لټون لپاره کارول شوي، تر اوسه ۸ جسدونه موندل شوي او د پاتې ۵ جسدونو د پیدا کولو هڅې په جدي ډول روانې دي. نوموړي زیاته کړه چې له مرکز څخه د مسلکي کسانو د همکارۍ ژمنه هم شوې او د اړتیا په صورت کې به د اوبو د کمولو لپاره هم لازم اقدامات ترسره شي.
مشرانو د والي صاحب له هڅو مننه وکړه او د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه یې ترې وکړه. والي صاحب هم ژمنه وکړه چې په خپله به د پېښې سیمې ته ولاړ شي او وضعیت به له نږدې وڅېړي.
همدا شان له ناستې وروسته، د شورا عمومي رئیس صاحب او ورسره مشرانو د پېښې ځای ته سفر وکړ، سیمه یې له نږدې وکتله، د پېښې په اړه یې معلومات ترلاسه کړل او د شهیدانو له کورنیو سره یې غمرازي او خواخوږي وکړه. هغوی ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د شهیدانو کورنیو هم هیله څرګنده کړه چې د پاتې شهیدانو جسدونه ژر تر ژره پیدا شي او له ټولو هېوادوالو یې د دعا غوښتنه وکړه.
*دحمدزیو دعمومي شورا فرهنګي کمیټه

03/07/2026

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ګلمت‌خیلو قوم اړوند زموږ او ستاسو یوه مهاجره کورنۍ، چې له پاکستان هېواد څخه خپل ګران هېواد ته راستانه شوي وو او کابل ته ، په لاره کې د موټر د سیند ته د لوېدو له امله
۱۳ تنه په شهادت رسېدلي دي.
تر دې دمه د ۶ تنو شهیدانو جسدونه موندل شوي، او د پاتې نورو د موندلو لپاره د اړوندو ادارو او ولسي خلکو له لوري د لټون هڅې په جدي توګه روانې دي.
د احمدزیو د عمومي شورا مشرتابه د لغمان له محترم والي صاحب او همدارنګه په مرکز کې له اړوندو ذیربطو ادارو سره د شهیدانو د موندلو په موخه اړیکې نیولې دي. هغوی هم ډاډ ورکړی چې د خپلو ټولو امکاناتو او وسایلو په کارولو سره به د لټون چارې په بشپړ توان پرمخ وړي.
د احمدزیو د عمومي شورا مشرتابه د دې سترې غمیزې له امله د شهیدانو درنو کورنیو، خپلوانو، دوستانو، خواخوږو او ټول قوم ته د زړه له کومې د تسلیت او تعزیت مراتب وړاندې کوي، او له لوی الله تعالی څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، کورنیو ته یې جمیل صبر او اجر غواړي.
همدارنګه له ټولو هېوادوالو، دوستانو او خیر غوښتونکو څخه په درنښت هیله کېږي چې د خپلې وسې او توان سره سم د شهیدانو د پاتې جسدونو د موندلو په برخه کې همکاري وکړي او له هېڅ ډول مرستې څخه ډډه ونه کړي.
په پای کې دعا کوو چې لوی الله تعالی دې زموږ هېواد او ولس له داسې دردناکو پېښو څخه د آینده لپاره په خپل امان کې وساتي، ټولو شهیدانو ته دې د جنت الفردوس لوړ مقامونه ورپه برخه کړي، او پاتې کورنیو ته دې د صبر جمیل توفیق ورکړي.
اللهم آمین
د احمدزیو د عمومي شورا فرهنګي کمېټه

25/06/2026

الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لله وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
په ډېره خواشینۍ سره خبر شوو چې د احمدزیو د عمومي شورا مشاور، دروند، مخلص، بااخلاقه او خدمتګار شخصیت، الحاج څارنوال شاپور خان احمدزی له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او د حق داعي ته یې لبیک ووایه.
مرحوم د ښو اخلاقو، مېلمه پالنې، صداقت او اخلاص څښتن وو. د هغه وفات د ټول قوم لپاره لویه ضایعه ده.
الله جل جلاله دې مرحوم ته جنت الفردوس، ورکړی اوالله تعالی دی کامل مغفرت ورته نصیب کړي، قبر دې ورته الله تعالی د جنت له باغچو څخه باغچه ورته وګرځوي.
موږ د مرحوم درنې کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او ټولو غمځپلو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوو. الله تعالی دې مونږ تاسو ټولو ته جمیل صبر او عظیم اجر راکړی کړي.

مولوي محمد زاهد احمدزی
*د احمدزیو د عمومي شورا رئیس

04/05/2026

نیټه : ١٤ د ثور ١٤٠٥
په ډېر تأسف سره باید ووایو چې د پکتیا ولایت د مرکز اړوند د وچ غړک سیمې یو ځوان، عبدالله د حاجي نواب زوی، له تېرو شلو ورځو راهیسې د بدخشان ولایت د شهرِ بزرګ ولسوالۍ کې له یوه پاڼ څخه لاندې شوی، چې تر اوسه پورې یې جسد نه دی موندل شوی.
کله چې دا موضوع موږ ته راورسېده، نو سمدستي مو په بدخشان ولایت کې له اړوندو مسؤلینو سره شریکه کړه. په همدې تړاو د ولایت له سرپرست او مرستیال، او همدارنګه د معادنو له رئیس سره ګډه ناسته ترسره شوه. په یاده ناسته کې له مسؤلینو وغوښتل شول چې د نوموړي د جسد د موندلو لپاره جدي او عملي اقدامات ترسره کړي.
همدارنګه د شهید له ورور سره، چې دا مهال په سیمه کې حضور لري، اړیکه ونیول شوه. د هغه له لوري ورکړل شوي معلومات هم د بدخشان ولایت له مقام سره شریک شول، تر څو د لټون چارې لا اغېزمنې او چټکې شي.
د ولایت مرستیال څرګنده کړه چې مخکې هم د دې پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی و، خو د اوبو د ډېرښت له امله یې هڅې بریالۍ نه شوې. نوموړي زیاته کړه چې د احمدزیو د عمومي شورا د رئیس، مولوي محمد زاهد احمدزي صاحب، په غوښتنه به یو نوی پلاوی وټاکل شي او له اړوندې ولسوالۍ سره به نږدې همغږي وشي.
سربېره پر دې، د معادنو رئیس هم ډاډ ورکړ چې خپلې هڅې به ګړندۍ کړي او د لټون بهیر به په جدي توګه پر مخ یوسي.
الله جل جلاله ته امید لرو چې د نوموړي جسد ژر تر ژره وموندل شي او خپلې دردیدلې او غمځپلې کورنۍ ته وسپارل شي.
حسبنا الله و نعم الوکیل

03/05/2026

نېټه: ١٣ دثور ١٤٠٥
یکشنبه
راپور
-----------------
د احمدزیو د عمومي شورا محترم رئیس صاحب بدخشان ولایت ته سفر ترسره کړ.
نن ورځ یکشنبه، د احمدزیو د عمومي شورا رئیس مولوي محمد زاهد احمدزی په داسې حال کې بدخشان ولایت ته سفر وکړ چې د ځنډخیلو رئیس حاجي بهادر احمدزی، د قوم مشران او په بغلان کې مېشت احمدزي مشرانو یې هم ملتیا کوله.
یاد سفر د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د دوآبې سیمې ته ترسره شو، هغه سیمه چېرته چې زیاتره مېشت احمدزی، په ځانګړي ډول د ځنډي‌خېلو پلرینې اړوند احمدزي ژوند کوي.
د سفر په جریان کې، د شورا رئیس له ځایي خلکو سره ولیدل، د هغوی پوښتنه یې وکړه او د هغوی له حال احواله خبر شو. نوموړي د خلکو ستونزې واورېدې او د خپلې وسې تر بریده یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
بل لور ته، ځایي خلکو هم د شورا د مشرتابه له دې سفر څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: «ستاسو دا مهرباني او احسان به هېڅکله هېر نه کړو چې دومره لرې مو سفر وکړ او زموږ پوښتنه مو وکړه.»
په پای کې، مجلس د اختتامیه دعا سره پای ته ورسېد.

د احمدزیو عمومي شورا فرهنګي کمیټه

01/05/2026

د احمدزیو دعمومي شورا د رهبري سفر د افغانستان شمال بغلان ولایت ته.

Photos from ‎د احمدزیو عمومي شورا‎'s post 01/05/2026

نېټه:
۱۱ ثور ۱۴۰۵
راپور
----------------
د احمدزیو د عمومي شورا محترم رئیس، مولوي محمد زاهد احمدزی صاحب، د خیلونو له رئیس صاحبانو، قومي مخورو، علماوو کرامو او ځوانانو سره یو ځای د هېواد شمال، بغلان ولایت ته سفر ترسره کړ.

په دې سفر کې د پکتیا، لوګر، خوست ننګرهار او کابل ولایتونو څخه د احمدزیو ګڼ شمېر مشرانو هم ګډون درلود. هلته په بغلان ولایت کې د شمال مېشت احمدزیو سره یوه ګډه ناسته ترسره شوه، چې پکې د بغلان تر څنګ د شمال د ډېری ولایتونو د احمدزیو مشرانو حضور درلود.
غونډه د قرآن کریم په تلاوت او عمومي فاتحې سره پیل شوه، او د ټولو شهیدانو او مرحومینو لپاره دعا او تعزیت وړاندې شو. له هغې وروسته، د مجلس ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
وروسته د شورا عمومي رئیس، مولوي محمد زاهد احمدزی صاحب، هر اړخیزه وینا وکړه. نوموړي د شمال مېشت احمدزیو د مېړانې، شهامت او سرښندنو یادونه وکړه او ویې ویل چې دا د ټول قوم لپاره د ویاړ او افتخار وړ ده.
همدارنګه، هغه د شورا د اهدافو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د قوم تر ټولو لوی قوت په یووالي کې دی. ده زیاته کړه:
"موږ باید خپل اتحاد ته ډېر پام وکړو، ځکه بریا او فلاح په یووالي کې ده، او اختلاف تل لوی زیانونه را منځته کړي، چې موږ یې بېلګې په خپلو سترګو لیدلې دي."
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې د موجود اسلامي نظام او سرتاسري امنیت، چې د الله تعالی لوی فضل دی، باید شکر یې ادا کړو او له ناشکرۍ ځان وساتو.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د دوی د یوې تنازع په اړه هم بحث وشو. د ګډونوالو نظریات واخیستل شول او بالاخره پرېکړه وشوه چې دا موضوع به د احمدزیو د عمومي شورا په دفتر کې، د ټولو خیلونو د مشرانو او د شمال د استازو په ګډون، په ګډه او سوله‌ییزه توګه حل شي، ان شاءالله.
په همدې تړاو، له ټولو اړخونو څخه په لیکلې بڼه واک هم واخیستل شو او غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.
د احمدزیو عمومي شورا فرهنګي کمیټه

Photos from ‎د احمدزیو عمومي شورا‎'s post 25/04/2026

خوست ته د احمدزیو د عمومي شورا د مشرتابه سفر
​نېټه: د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د ثور ٣ مه، پنجشنبه
​د احمدزیو د عمومي شورا عمومي رئیس مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ، د شورا مخورو مشرانو، دخیلونو رئیس صاحبانو علماء کرامو او ځوانانو د خوست ولایت باک ولسوالۍ ته سفر وکړ.

یاد پلاوي د سفر په ترڅ کې د مرحوم وکیل میرزاجان بابکرخیل احمدزي وراره ملک رحمت الله بابکرخېل د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ. په دې غونډه کې، چې د خوست د بېلابېلو قومونو مشرانو هم شتون درلود، مولوي محمد زاهد احمدزي هر اړخیزه وینا وکړه ، او خپله وینا یې د اتحاد او یوالي پر ارزښت متمرکزه کړه. نوموړي وویل چې زموږ کامیابي په یووالي کې ده او الله ج موږ ته له اختلافاتو د لرېوالي امر کړی دی. همدا شان جناب رئیس صاحب وویل چې قومونه د تعارف او پیژندګلوي لپاره دي د الله ج په وړاندې د غوره والي معیار یوازې تقوا ده.
​د وینا په دوام، رئیس صاحب په هېواد کې شته امنیت د الله ج یو ځانګړی نعمت وباله چې باید شکر یې ادا شي. په پای کې د حاجي نجیب الله بابکرخېل کورنۍ ته د تسلیت ترڅنګ، د باک ولسوالۍ له خلکو مننه وکړه او د دوی تر منځ د شته یوالی ستاینه یې وکړه
د ښاغلی بابکر خیل د کورنۍ په شمول د باک ولسوالي علیشیرو تریزیو او صبریو اوسیدونکو قومي مشرانو علماء کرامو او ځوانانو د یاد پلاوي ډیر دروند استقبال او د اخلاص څخه ډکه مهمان نوازي وکړه او باک ولسوالي ته ورتګ پخاطر یې دزړه له کومې مننه وکړه همداشان د سفر په ترڅ کې، د شورا مشرتابه د خوست له محترم والي مولوي عبدالله مختار سره هم وکتل. په دې لیدنه کې پر ځینو سیمه ییزو ستونزو او اجتماعي مسایلو خبرې وشوې، چې د والي صاحب له لوري د همکارۍ پوره ډاډ ورکړل شو.
​دا سفر چې د قومي یوالي او همغږۍ په موخه ترسره شو، په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
د احمدزیو دعمومي شورا فرهنګي کمیټه

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

Kabul
Kabul