یوه پلار خپلې لور ته د واده نه څو ساعته مخکې داسې وویل:
لورې! دلته چې دې څه خوړلي او څکلي، هیڅکله یې د خاوند کور کې یادونه مۀ کوه چې پلار کور کې مې ښۀ خوراک درلود او دلته خراب، هر څه چې وخورې وروسته دې هیریږي نو په خوړو بحث مۀ کوه او څه چې مخې ته درتلل خوره یې شکر پرې وباسه!
لورې! لکه څنګه چې دې دا خپل کور ګڼلو او صفت دې کولو همدغسې هغه خپل کور وګڼه او صفت یې کوه، بد یې مۀ وایه بې له شکه چې اوس هغه هم ستا خپل کور دی.
لورې! تا د لسانس تر کچې زده کړې کړي دي مګر خپل تعلیم د خسر په کورنۍ مۀ خرڅوه! هیڅکله هغوی ته داسې څه مه وایه چې زه تر تاسو زیاته پوهیږمه، بې شکه چې هر څوک د خپل کور په کارونو تر نورو ښۀ پوهیږي ځکه چې هره کورنۍ خپل ځانګړي اصول لري.
لورې! د خپل خاوند نه هیڅکله مه خفه کیږه ځکه الله تعالې پر دې کار سخت ناراضه کیږي، که کله خفه هم شوې نو په لومړي ځل پخلا کولو یې بیرته پخلا کیږه او که خاوند دې درنه خفه شو نو بیرته یې حتما پخلا کوه.
لورې! د خاوند نه دې هیڅکله داسې غوښتنه مۀ کوه چې د هغۀ د حیثیت نه لوړه وي، د هغۀ د مجبوریو احساس ولره او تر څو چې د خسر د کورنۍ په ټولو اصولو پوهه شوې نه اوسې د هر کار د مخه ترې پوښتنه کوه.
د هغه کور د خلکو همداسې خیال ساته لکه د دې کور د خلکو خیال دې چې ساتلو ځکه هغه دې هم اوس خپل کور دی.
لورې!! زما نصیحتونه خپل ټیکري پورې کلک وتړه! نه دې ټیکری د سر نه لرې کړې او نه هم دا نصیحتونه!
کاپي
خوګياڼى
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from خوګياڼى, Government Official, Kabul.
وږي لوټ ماران میلونران شول دبانګونو
دین ایمان یې ورکړل په ډالرو په پونډونو
لوڼه یې زینت شوې دخلیج دساحلونو
شرعه یې جاري کړه دعربو دبزمونو
بوی دکفر جیګ شو داسلام له انجومنه
پاڅېږه وطنه پاڅېږه وطنه....
سلیمان لایق ..
14/01/2019
تعلیم به مو سیالانو سره سیال کری
13/01/2017
زه د یوه مات شوي ملت د ماتي شوي بېړۍ یو چلونکی یم، زما ډوبیده هم لیري نه دي.
زه د یوه مړه شوي ملت ورستی چوکیدار یم د لیوانو انګولاوي اورم او تېرې منګولي یې خپل وجود ته نږدې وینم.
لیري نه ده چي زه به هم د همداسي یوې ړندې مرمۍ، یو بې پښو اوبى لاسو بم له ورستي ږغ سره خاموشه کېږم.
زما ملت بیده نه دئ مړ دئ.
کاپي
14/08/2016
07/08/2016
دوستان سلامونه احترامات می اونی .
ماشاءالله مو هیر نشی...
03/08/2016
[ اسماني سزا ]
یوه ورځ سلطان محمود غزنوي خپل ورور ته
وویل چي ولاړ سه د قصابانو د ترازو تیږه (ډبره)
چي غوښه په تلي وګوره که د چا تیږه کمه
وه را ئې وله چي سزا ورکړو.
ورور ئې ومنله، بازار ته روان سو، د اول قصاب تیږه ئې چي ئې وکتله ډېره کمه وه. له قصابه ئې پوښتنه وکړه ؛ ژوند دي څنگه تېرېږي ؟
قصاب وویل: نن وي که سبا وا به ورې چي دا چاړه به مي په خپله سینه کي ننه ايستلې وي، له ژونده دومره په تنګ یم!
ورڅخه روان سو ، د دويم قصاب ډبره چي ئې وکتله، دغه هم تر خپلي اندازې يو څه کم وو.
پوښتنه ئې ورڅخه وکړه؛
ژوند څنګه تېرېږي؟
قصاب په ژړا سو، ویل ئې کاشکي الله پاک بېخي نه وای پیدا کړی. ډېر خراب، ستړی، نارامه او بې عزته ژوند مي دی!
ورڅخه روان سو.
د درېیم قصاب ډبره ئې وکتله، وزن ئې پوره وو.
له قصابه ئې وپوښتل:
ژوند څنګه تېرېږي؟
قصاب وویل: شکر الحمدلله ډېر ښه ژوند مي دی، تر ډېرو خلګو مي اولادونه، ښځه، کور، مال او ملک ښه دی، ډېر خوشحاله یم!
دی ورڅخه روان سو ، کله چي سلطان محمود ته ورسېد، سلطان پوښتنه ورڅخه وکړه؛ د قصابانو ډبري څنګه وې؟
ده وویل: د يو څو قصابانو ډبري کمي وې!
سلطان وویل: نو ولي دي رانه وستل چي سزا مو ورکړې وای ؟
ورور ئې وویل: الله(جل جلاله) سزا ورکوله ، د چا چي ډبره کمه وه، ښه ورځ ئې نه درلوده ، په غم کي اخته وو، ناارامه وو او هیڅ رنګه خوشحالي ئې په ژوند کي نه درلوده
پښتوژبه پاڼه
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Kabul
