Samim Logari

Website

Samim Logari د حق خبره، ګټوره لیکنه او مثبت فکر؛ که خیر خوښوئ، ښه راغلاست🥀📖❤️

https://www.youtube.com/

15/10/2026

د نواز شریف د پوځ او حکومت پر ضد توندې څرګندونې
نواز شریف ویلي:
«موږ امریکا، چین او روسیه نه پېژنو؛ که په هېڅ هېواد کې پوځ د خلکو پر ځای نظام نه چلوي، نو ولې باید په پاکستان کې پوځ دا کار وکړي؟ پوځ ولې زموږ واکمني له منځه یوړه؟»
هغه زیاته کړې، چې پيپلز ګوند به پخوا ویل، ډیموکراسي زموږ سیاست دی، خو نن ډیموکراسي، ډیموکراټیک نظام او اساسي قانون تر پښو لاندې کېږي.
نواز شریف ویلي، پخوا به یې ویل چې د خلکو رایې ته باید درناوی وشي، خو نن په پاکستان کې د خلکو د استازو یوه عمومي جرګه هم لغوه شوې ده.
نوموړي دا څرګندونې د حکومت پر وړاندې په یوې توندې وینا کې کړې دي.
#پاکستان #نوازشریف #ډیموکراسي #پوځ
د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو لپاره مې فالو کړئ.
https://www.facebook.com/profile.php?id=61587192839919

افراسیاب خټک: پښتانه دې د خپل برخلیک ټاکلو پرېکړه وکړي!ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک له سعید میډیا سره په مرکه کې ویلي، د...
15/10/2026

افراسیاب خټک: پښتانه دې د خپل برخلیک ټاکلو پرېکړه وکړي!

ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک له سعید میډیا سره په مرکه کې ویلي، د تحریک انصاف پښتانه د خپلو پښتنو له کیسې هم خبر نه دي چې څه ورسره کېږي؛ هغوی یوازې د عمران خان د ازادۍ غوښتنه کوي.

هغه ویلي، که همدا سبا عاصم منیر له عمران خان سره جوړجاړی وکړي، نو دوی به بېرته د پوځ ښه دوستان شي.

خټک زیاته کړې، د ګورنر راج له اعلان وروسته اوس د دې وخت دی چې پښتانه د خپل برخلیک ټاکلو پرېکړه وکړي، ځکه د ده په وینا، په ۱۹۴۷ کال کې هم له پښتنو څخه د خپل برخلیک ټاکلو حق اخیستل شوی و.

هغه دغه راز پښتانه مشران ننګولي چې لږ تر لږه په خپل ژوند کې دې یو ځل د پښتنو لپاره پر دوو یا دریو اساسي موضوعاتو سره هوکړې ته ورسېږي.

#پښتانه #پاکستان #پښتونخوا

د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو لپاره زما پروفایل فالو کړئ.

https://www.facebook.com/profile.php?id=61587192839919

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: کابل ته سفر او د زرګونو بندیانو خوشې کول مو لویه تېروتنه وه!د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خ...
15/10/2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: کابل ته سفر او د زرګونو بندیانو خوشې کول مو لویه تېروتنه وه!

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خپل پارلمان ته ویلي، کابل ته د چایو څښلو لپاره سفر کول او له زندانونو څخه د زرګونو ترهګرو خوشې کول د دوی لویه تېروتنه وه.

#پاکستان #افغانستان #سیاست

📢 د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو لپاره مې فالو کړئ.

🔗 https://www.facebook.com/profile.php?id=61587192839919

استانبول کې سېلاب د اوبو په یوه ستر آبشار بدل شو!په استانبول کې د سراییر سیمې ته د سېلاب د راتګ هغه شېبې ثبت شوې دي، چې ...
15/10/2026

استانبول کې سېلاب د اوبو په یوه ستر آبشار بدل شو!

په استانبول کې د سراییر سیمې ته د سېلاب د راتګ هغه شېبې ثبت شوې دي، چې د سېلاب اوبه په ډېر زور روانې شوې او د آبشار په څېر راوبهېدې.

#استانبول #سېلاب #ترکیه

📢 د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو لپاره مې فالو کړئ.

🔗 https://www.facebook.com/profile.php?id=61587192839919

15/10/2026

د اسرائیلو د ولسمشر د وینا پر مهال د ۱۳ هېوادونو پلاویو غونډه پرېښوده

د ایران د تهران ټایمز د راپور له مخې، د اسیا د تعامل او باور جوړونې اقداماتو کنفرانس (CICA) په اوومه سرمشریزه کې د ایران په ګډون د ۱۳ هېوادونو پلاویو د اسرائیلو د ولسمشر د وینا پر مهال د اعتراض په توګه د غونډې تالار پرېښی دی.

د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال، کاظم غریب‌آبادي، د خپل هېواد د پلاوي مشري کوله.

په دې اقدام کې د ایران، فلسطین، پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې، عراق، مصر، کویټ، قطر، اردن، مالیزیا، اندونیزیا او بنګله‌دېش پلاویو ګډون کړی دی.

سرچینه وايي، دې اقدام په سرمشریزه کې پراخ پام ځان ته اړولی او د ۲۸ پلاویو نږدې نیمایي د اسرائیلو پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړی دی.

#اسرائیل #ایران #فلسطین #پاکستان

د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو لپاره زما پروفایل فالو کړئ.

🔗 https://www.facebook.com/profile.php?id=61587192839919

15/10/2026

خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند اعتراضونه پراخ شوي

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پلویانو اعتراضونه د پاکستاني پولیسو د تاوتریخوالي په هم‌مهاله زیاتېدو سره پراخ شوي دي.

#پاکستان #خیبرپښتونخوا

د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو لپاره زما پروفایل فالو کړئ.

🔗 https://www.facebook.com/profile.php?id=61587192839919

د هند د سترې محکمې پخوانی قاضي: پښتانه به عاصم منیر ته تسلیم نه شي!د هند د سترې محکمې یوه پخواني قاضي له دغه انځور سره ل...
15/10/2026

د هند د سترې محکمې پخوانی قاضي: پښتانه به عاصم منیر ته تسلیم نه شي!

د هند د سترې محکمې یوه پخواني قاضي له دغه انځور سره لیکلي:

«عاصم منیر په دې نه پوهېږي چې له چا سره مخامخ دی؟!

پښتنو د نړۍ سترو امپراتوریو ته ماتې ورکړې ده.

پښتانه چې سکندر، مغلو، برېټانیا، روسیې او امریکا ته نه دي تسلیم شوي، عاصم منیر ته به تسلیم شي؟!

عاصم منیر په حقیقت کې د خپلې واکمنۍ د ړنګېدو بهیر پخپله پیل کړی دی.»

#پښتانه #پاکستان #هند #افغانستان

د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو لپاره زما پروفایل فالو کړئ.

🔗 https://www.facebook.com/profile.php?id=61587192839919

15/10/2026

پېښور کې د ښوونځي چت نړېدو؛ ۳۳ کسان مړه او ۵۱ ماشومان ټپیان شوي

د پاکستان د پېښور په دیر کالونۍ سیمه کې د یوه خصوصي ښوونځي د چت نړېدو له امله ۳۲ ماشومان او یوه ښوونکې مړه شوي او ۵۱ ماشومان ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، په ښوونځي کې ۱۱۰ ماشومان زده‌کړې کولې او د ودانۍ چتونه زړې او خرابې وې. د ژغورنې عملیات بشپړ شوي او د ښوونځي مالک نیول شوی دی.

#پېښور #پاکستان #ښوونځی

د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو لپاره زما پروفایل فالو کړئ.

🔗 https://www.facebook.com/profile.php?id=61587192839919

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ: که ځواکونه مو ایران ته ننوځي، وژل کېږي یا اسیران به شي!ایراني محسن رفیق‌دوست امریکا ته خبر...
15/10/2026

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ: که ځواکونه مو ایران ته ننوځي، وژل کېږي یا اسیران به شي!

ایراني محسن رفیق‌دوست امریکا ته خبرداری ورکړی، چې که امریکايي ځواکونه ایران ته ننوځي، ټول به ووژل شي یا به اسیران شي.

رفیق‌دوست ویلي، ایران ته د امریکايي ځواکونو د ننوتلو پلان شته، خو ایران به یې په ځواب کې اقدام وکړي.

تر اوسه امریکا په رسمي ډول ایران ته د ځمکنیو عملیاتو د ترسره کولو پلان نه دی تایید کړی.

#ایران #امریکا

د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو لپاره زما پروفایل فالو کړئ.

🔗 https://www.facebook.com/profile.php?id=61587192839919

Address

Kabul, Afghanistan
Kabul
250000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Samim Logari posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category