صابر انقلابي

صابر انقلابي

Share

د مظلوم امت درد تر مسلمانانو رسول.

07/03/2026

‏🔹ځوان وزیر پلان جوړوي.
🔹ستر درستیز له سوق ادارې قومنده ورکوي.
🔹معاؤن یې لومړی کرښه کې اهداف پۀ نښه کوي.
🔻
او ځواکونه يې پۀ لومړۍ کرښه کې د دښمن ککرۍ ماته وي!
#دا ملت نور څه غواړي؟
#که کابل ویشتل کیږي اسلام برباد به ویشتل کیږي.💪🏻

23/02/2026

د جليل القدر صحابي عبدالله بن خباب بن الأرت حامله مېرمن چې خوارجو يي لومړی نس څېرې کړ، او بيا يي د ګېډې د ماشوم په شمول دواړه په شهادت ورسول، هغوی هم دغسي د کفارو په أړه را نازل شوي آيتونه پر صحابه کرامو او د دوی پر کورنيو تطبيقول. نن هماغه کار د طاهر اشرفي په شمول ځيني پاکستاني علماء کوي. طاهر أشرفي چې په خپل پنجاب کي په شرابي ملا مشهور دی نن د افغانستان شهيد سوی مسجد د مسجد ضرار سره تشبيه کوي. همدغه دی اصلي خوارجيت، او همدغه دي واقعي خوارج. #اَې_د_نړی_غازيانو: ورته اَشَر سئ، د ټولي نړۍ څخه ورته را جمع سئ، دغه خوارج داسي ووهئ لکه پرون چې حضرت علي کرم الله وجهه ووهل، مسلمانان تري په أمن کړئ، دوی يواځي خوارج نه، بلکي د سي آي اي او موساد جاسوسان هم دي چې ټوله نړۍ يي نارامه کړې ده.

14/02/2026
24/01/2026

‏دا د رسول الله د ژوند وروستۍ خبرې وې:

يا انسانانو ، زمونږ او ستاسو د وعدې ځای دنيا نه ده. ستاسو د وعدې ځای حوض (کوثر) دی. قسم په الله (زه دومره ډاډه يم) لکه اوس چې هغه د وعدې ځای وينم.
يا انسانانو ، زه پر تاسو له فقر څخه نه ویرېږم ، زه خو پر دې ویرېږم چې پر تاسو به دنیا پراخه شي ، سيالۍ به پيل کړئ لکه وړاندې خلکو چې کړې وې ، تاسو به هم د هغوي په څېر تباه شئ.
يا انسانانو ، مونځ ، مونځ ، مونځ !
د مونځ په تړاو له الله تعالی څخه و ويرېږئ.
يا انسانانو ، د ښځو په باره کې له الله تعالی څخه و ويرېږئ ، د ښځو په باره کې له الله تعالی څخه و ويرېږئ ، زه تاسو ته په دې وصيت کوم چې د ښځو سره ښه ژوند وکړئ.

📷 درب النبي / له مسجد النبوي څخه قباء مسجد ته تللې نېغه لاره

د سید اکرام سعیدي له وال څخه

04/01/2026

‏د غزې په روانه دوه کلنه جګړه کې د اسرائیلي بندیانو د خلاصون لپاره ١٦٧ ځلې پوځي عملیات ترسره کړي، چې په دې عملیاتو کې یې یو عملیات د سر په بیه کامیاب شول، په دې عملیاتو کې د اسرائیلي بندیانو تر څنګ څو امریکایان هم ووژل شول.

د غرب داسې نوموتي پوځیان د امت میړنیو ته هیڅ وخت د ټینګ ندي، زموږ پر خاوره کې هم دغه پوځ سم شکست خوړلی وو.
#امت سالمه #رهبري غواړي

04/01/2026

د غزې د شهید جنرال دا خپله کیسه ولولئ: دا کسان په خېمو کې زېږېدلي، نه په کورونو کې. خپل ماشومتوب یې د وېرې او ظلم تر سیورې لاندې تېر کړی. د خپلو والدینو او عزیزانو مړي یې په خپل ماشومتوب او ځوانۍ کې پورته کړي. کله چې ځوانۍ ته ورسېدل، د مقاومت برخه شول. خپل ځوان عمرونه یې یا په زندانونو کې تېر کړل او یا د ازادۍ د مبارزې په ډګرونو کې. ډېر ملګري یې شهیدان شول. همداسې روان وو، چې د اکتوبر اوومه راورسېده، او د دوی وینې د ځمکې خړوبېدو لامل شوې.

یعنې نه یې د ژوند هدف د قدس پرته بل څه و، او نه یې زموږ په څېر د ژوند ښکلاوې لیدلې دي. دا ټول د سپېڅلې خاورې زامن دي، په ځانګړې توګه د غزې، او دا هم وجه ده چې د غزې پر وړاندې تل د یهودو او د هغوی د لاسپوڅو یرغل روان وي.

د دوی لپاره نه کوم شاهي ماڼۍ شته، نه د دنیا د خوندونو هیله. دا انځور د دوی اخلاص ښیي، او دا ثابته وي چې د دوی دریځ د فلسطین اصل دریځ دی، او د دوی کار د سپېڅلې خاورې د آزادۍ کار دی. د دوی مبارزه پاکه ده، او د دوی مقاومت ریښتینی جهاد دی.

چې څومره خلک له دوی سره دښمني لري، دا یا د مادې غلامان دي، یا یهود ته وفادار، یا د سو علمای کرام دي، یا د ظالمو بادارانو ملا تړ کوونکي. دوی غواړي زموږ ایمان، زموږ فرهنګ، او زموږ د جهاد روحیه له موږ واخلي.

که څوک فکر کوي چې د فلسطین په اړه د حق دریځ د دغو قدسیانو نه، بلکې د امریکا کوم غلام عرب بادشاه لري، نو هغه باید خپل ذهني توازن درملنه وکړي.

30/12/2025

#شه. #ا. #دتونه د دې امت د مقدساتو د مدافعانو ارمانونه دي، دا بریا ده، داسې بریا چې خپل هدف تر خپل سر راته مهم دی او دې هدف ته زموږ راتلونکي نسلونه باید زموږ پر هډونو پوښلې لار لاړ شي.
د امت د اتلانو شه.ا.دتونه د داعیې پر سوچه توب، اهمیت، تعهد او تقدس د وینو مهر دی.
د دوښمن کمزوري دغه ده، چې فزیکي حذفیدل د باور حذفیدل بولي، زموږ هر وجود چې نړېږي، د قربانۍ او فدا کارۍ تاریخ یې زرګونه نور دې لارې ته سوق کوي!
رب عزوجل دي د امت د دې محکومې ټوټې #ویاند ته جنت فردوس نصیب کړي.

*ناوک*

27/12/2025


#2001

17/12/2025

:

الجزيرې د واشنګټن پوسټ په حواله ويلي چې اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده. د الله تعالی له قوانينو سره جګړه ممکنه نه ده. دوی لومړی د اولادونو په محدودولو کار وکړ، بيا يې بې واده اړيکې رواج کړې، اوس يې نسلونه کم شوي دي، د اولادونو د ډېرولو بدل کې خلکو ته تمويلونه کوي. دوی يو وخت د له غريبو هېوادونو څخه هجرتونو ته خوشحال وو. کله چې هجرتونه ور ډېر شول، ثقافتي او تمدني ستونزه ورته پېښه شوه. چا ته چې تابعيتونه ورکړل شوي، د هغه ځای په پرېکړو کې يې اغېز ښکاره دی...
اوس که هجرتونه بندوي، دوی کم دي، که ډېروي يې، وطنونه يې له لاسه وځي، اوس نو خپلو خلکو ته وايي چې بچيو ته کش ورکړئ، خو د هغوی خوله په مميز اموخته ده، اوس به څه کش ورکړي؟
تېره ورځ ډي ډبليو تلوېزيون د اورپايي اتحاديې د پارلمان رئيسې وينا نشر کړه چې وايي، اروپا د نړۍ رنډۍتون دی. يوازې جرمني کې درې ميليونه ښځې د بدلمنۍ کاروبار(!) کوي..
په ۲۰۰۵ ز کې چين خپلو خلکو ته د ډېرو بچيو زېږولو اعلان وکړ او له يو څخه د ډېرو زېږلو پر سر يې تمويل اعلان کړ...
اسلام معجز دی...اسلام د انسان فطرت دی.

Want your business to be the top-listed Government Service in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address

Kabul