Kandahar 's Cars د کندهار موټران

Kandahar 's Cars د کندهار موټران

Share

د جاپاني ، امریکایی او کاناډایی کمپنیو موټرانو خرڅولو او رانیولو ستره صفحه

29/01/2026

څه یو جالبه جمله یې لیکلې ده.🥹

Photos from ‎Kandahar 's Cars د کندهار موټران‎'s post 18/11/2025

د کندهار د عینو مینی د ټاور(سیټا چوک) کارونه 80% بشپړ سوی دی🥰
چی کارونه یی بشپړ سی د عینومینی ښکلا به ورسره لا زیاته سی❣️

18/11/2025

دا لاسونه د يو اته/۸ کلن ماشوم دي!
غربت، بېوزلۍ، مجبوريت او سختو کارونو داسي کړي لکه د ۶۰کلن بوډا ده.
ډېری کسان د تبصرو برخه کي د ماشومانو پر نظافت او پاکوالي نيوکه کوي، او ټينګار کوي چي ماشومان بايد د ښارونو د هلکانو په څېر نوي/ښايسته جامې او سپين او پاسته لاسونه ولري.
يوه خبره خو دا چي د دې ماشومانو مخونه، لاسونو او پښې ډېری وخت خيړني نه، بلکي د غربت باد وهلي وي او ستاسي تر سترګو خيرن او بدرنګه مالوميږي، بل دا چي دلته ماشومان داسي پاک او سوتره نه ساتل کيږي له د ښارونو ده، دلته خاوري دي، خټي دي، اوبه دي، چوکړ دی، وزې او پسونه دي او د ۸کلن ماشوم په غاړه د سره بسته بزګرۍ او مزدورۍ چاري دي، نو ځکه دا خلک دومره پاک او او نازنین نه ساتل کيږي.
زما په فسبوک کي ډېری کسان لکه د ښاروالۍ کارکوونکي چي وي، يواځي يې فکر د ماشومانو پر پاکوالي وي او نور مفهوم او پيغام يې نه وي درک کړی.
زه د ماشومانو په درسونو دومره نه يم ستړی لکه د دوی په پاکوالي، روغتيا او نظافت ځکه چي پاکي د ايمان يوه برخه ده او بايد ټول پوره پاملرنه ورته وکړو، خو د دوی مجبوريتونه هم بايد په پام کي ونيول سي.
کاپی

Photos from ‎Kandahar 's Cars د کندهار موټران‎'s post 07/11/2025

سړکونه!
دا د مصر نوي سړکونه دي چې تازه په تازه یې جوړ کړیدي.
نوټ:
د یوه هیواد د ابادۍ ، پرمختګ ، صنعتي کېدو او ښکلا لپاره چې پراخ او معیاري سړکونه څومره لوی رول لوبوي بل هیڅ کار یې نشي لوبولی ، زمونږ په هیواد کې هم د سړکونو وروستني پرمختګونه د ستایلو وړ دي .
❤✅

05/10/2025

څېړنو دا ثابته کړې ده چې د یو بالغ، روغ رمټ سړي د یوې جنسي اړیکې وروسته په سپرم (منی) کې شاوخوا ۴۰۰ میلیونه سپرمونه موجود وي. د یوې روغې بالغې ښځې په رحم کې هم د هګیو شمېر د همدې اندازه وي.
منطقي خبره دا ده چې که د ښځې د رحم هره هګۍ ته د سپرم همدومره اندازه ورسېږي، نو ۴۰۰ میلیونه ماشومان به وزېږي...

خو دا ټول سپرمونه د ښځې د رحم په لور د لیونیو په څېر منډې وهي، خو یوازې ۳۰۰ نه تر ۵۰۰ پورې سپرمونه ژوندی پاتې کېږي.
نور ټول سپرمونه د لارې په اوږدو کې ستړي کېږي او یا مري. له دې ۳۰۰ – ۵۰۰ سپرمونو څخه یوازې یو ډېر قوي سپرم د هګۍ سره یوځای کېږي او هغه القاح کوي.
همدا بریالی سپرم زه، ته، یا موږ ټول یو.
ایا ته کله د دې سترې جګړې په اړه فکر کړی؟

❒ کله چې ته منډه وهلې، نه دې سترګې لرلې، نه لاسونه او نه پښې، خو بیا هم تا بریا خپله کړه.

❒ کله چې تا منډي وهلې، نه دې سند درلود، نه عقل، خو بیا هم تا بریا خپله کړه.

❒ کله چې تا منډي وهلې، نه دې تعلیم درلود، نه څوک درسره وو، خو بیا هم تا بریا خپله کړه.

❒ کله چې تا منډي وهلې، یوازې یوه موخه دې لرله، هغه دې تعقیب کړه، تر پایه دې زحمت وباسه او تا بریا خپله کړه.

❒ ډېر ماشومان د خپلو میندو په رحم کې مري، خو ته ژوندی پاتې شوې. ته وتوانېدلې چې لس میاشتې پوره کړې.

❒ ډېر ماشومان د زېږون پر مهال مري، خو ته خوندی پاتې شوې.

❒ ډېر ماشومان د زېږون نه وروسته په لومړیو پنځو کلونو کې مري، خو ته اوس هم ژوندی یې.

❒ ډېر ماشومان د خوراکي کمښت له امله مري، خو تا ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی.

❒ ډېر خلک د لویېدو په لاره کې مري، خو ته لا هم پاتې یې.

او اوس، کله چې کومه ستونزه راځي، ته ناامیده، وارخطا او ناهیلی کېږې — خو ولې؟
ولې فکر کوې چې ته بایللی یې؟
ولې له ځان باور لرې؟

اوس خو ته هر څه لرې —
ملګري، ورورونه، خورګانې، سندونه،
لاسونه، پښې، عقل او تعلیم،
د پلان جوړونې لپاره دماغ،
او د مرستې لپاره خلک.
نو بیا ولې هیله پرېږدې؟

کله چې دې د ژوند په لومړۍ ورځ تسلیم نه شوې،
ته د ۴۰۰ میلیونه سپرمونو په منځ کې د مرګ سره وجنګېدې،
او بې له چا د مرستې دې بریا خپله کړه.
نو اوس ولې مایوسه کېږې؟

❒ کله چې څوک له تا څخه لاړ شي، ولې دا نه قبلوې؟

❒ کله چې یو مشکل درباندې راشي، ولې ماتې خوري؟

❒ ولې وایې "زه نور ژوند نه غواړم"؟

❒ ولې وایې "زه بایللی یم"؟

زرګونه داسې خبرې شته چې یادېدای شي، خو پوښتنه دا ده — ولې مایوسېږې؟
ولې تسلیمېږې؟
ته د پیل په وخت کې بریالی شوې،
په پای کې به هم بریالی شې،
او په منځ کې به هم بریالی پاتې شې.

خپل ځان ته وخت ورکړه، له خپل ذهنه وپوښته —
ستا وړتیا څه ده؟
تل د خپل زړه غوښتنو ته ارزښت ورکړه،
او الله تعالی تل یاد وساته.
ته به ووینې چې بریا ستا ده،
یوازې د خپل ذهن په ځواک باور وکړه،
ته به پخپله بریا ترلاسه کړې.

الله تعالی دې زموږ ټولو مرسته او ملاتړ وکړي، او په هغه لاره مو روان کړي چې د دواړو جهانونو خير مو پکې وي.

04/09/2025

آيا پوهېږئ چې د موبایل چارجر حتی په هغه وخت کې هم بریښنا مصرفوي، کله چې موبایل ورسره نښلول شوی نه وي؟

ډېری خلک فکر کوي که موبایل له چارجر سره وصل شوی نه وي، نو برښنا ضایع نه کېږي. خو حقیقت دا دی چې چارجرونه هغه وخت کله چې یوازې په ساکيټ کې هم شتون ولري، په کمه اندزه بريښنا مصرفوي. چې دغې پديدې ته په ساینس کې “Phantom Energy” یا پټه انرژي وایي.

کېدای شي تاسې ته دغه مصرف ډېر لږ ښکاره شي، خو که تصور وکړئ چې په ټوله نړۍ کې میلیونونه چارجرونه همدغسې کارول کيږي، نو څومره بريښنا به ضایع شي؟

ساده حل يې دادی: کله چې له چارجر څخه استفاده نه کوئ، نو لږ زحمت وکړئ، چارجر له ساکيټ څخه وباسئ. په دې کوچني عادت سره به نه یوازې چې بريښنا سپما شي، بلکې ورسره به د چارجر عمر هم اوږد شي.

04/09/2025

پټ عکس،
ځيني وخت په ملګرو کي د يو ملګري ښه خاصيت سړي ته ډېر ښه خوند ورکړي، دا ځوان زموږ د ملګرو څخه دئ نن ماځيګر دوی عينو مينه کي ناست وه، ماته ئې هم وويل ماښام راسه يو ګوړی مجلس ته زه هم ورغلم ورسره کښېنستم د هغې خوا څخه چي را ولاړېدو موږ د فرش څخه ولاړ سوو دې ځوان چي کم شيان دوی خوړلي وه هغه کاغذان ئې ټول په يوه کڅوڼه کي ټولول ما پټ عکس ځيني واخستئ پر داسي ميليانو ځوانانو او نزاکتي ځوانانو دي آفرين وي👏🤗
کاپی پیراغا

13/07/2025

د کوچنیوالي مازدیګري!
څومره ښه وختونه وه ددنیا په هیڅ غم به نه و خبر😰😐

13/07/2025

دمجبوریت په درد به"
هغه وخت پوه شې چې کله ته هم مجبوره شې!!!
😭😰

Photos from ‎Kandahar 's Cars د کندهار موټران‎'s post 30/06/2025

کوښښ وکړی په ګرمی کی د لیمو د اوبو او تازه میوو څخه استفاده وکړۍ
🥰🥰🥰

30/06/2025

په کندهار کي تقریباً د لسو ورځو لپاره د تودوخي اندازه ډېره لوړیږي.
د تودوخي دغه څپه نن کندهار ته داخله سوه او تر راتلونکې لسو ورځو دوام کوي.
د دې څپې زور له سبا ورځي سې شنبې څخه پیلیږي، د شپې هوا هم ور سره ګرمیږي او د شپې تر ناوخته به په ډیرو سیمو کي تاوده بادونه هم ور سره ملګري وي.
کوښښ وکړئ چي پر خپلو ماشومان خاص پام وکړئ او له بې ځایه ګرځېدلو څخه یې وساتئ.

16/05/2025

۱۰ مهم ټولنیز آداب:

1. سلام ویل او د احوالو پوښتنه – خلکو ته سلام ادا کول او د احوالو پوښتنه کول د اسلامي او افغاني ټولني یوه مهمه نښه ده.

2. د خبرو پر مهال بل ته غوږ نیول – کله چي څوک خبري کوي، باید ورته پوره توجه وکړو.

3. د خبرو وخت ته پام کول – خبري باید په مناسب وخت او ځای کي وسي، بې‌ وخته او بې‌ ځایه مداخله باید ونه سي.

4. د مشرانو درناوی – مشرانو ته درناوی، ادب او احترام کول یو ارزښتمن ټولنیز اصل دی.

5. د صفا او پاکۍ رعایت – ځان، جامې، کور او چاپېریال پاک ساتل یو مهم ټولنیز ادب دی.

6. په خبرو کي نرمښت او مهرباني – له زوره، سپکاوي یا بدي لهجې څخه باید ډډه وسي.

7. د بل چا حق ته درناوی – که هغه د خبري نوبت وي، یا د ملکیت حق، باید مراعات سي.

8. مرسته او خواخوږي – د اړو، ناروغانو او زاړه کسانو سره مرسته کول یو ستر اخلاق دی.

9. په ټولنه کي نظم ساتل – لکه په قطار کي درېدل، شور نه کول، او مقرراتو ته درناوی.

10. د غیبت او درواغو څخه ځان ساتل – غیبت، تهمت او درواغ د ټولنیزو اړيکو د خرابېدو سبب ګرځي.
#ارواپوهنه

Want your business to be the top-listed Government Service in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address


Kandahar