Abdulbaqi Rahimi/عبدالباقي رحیمي

Abdulbaqi Rahimi/عبدالباقي رحیمي

Share

تاسو ته به ددې صفحې له لاري بېلابېل معلومات نشر کیږي راسره مل پاته سئ

18/04/2023

د کابل ښاروالۍ بهترین کار !
د ښاروالی مسؤلینو یې په ښار کي د خوراکي موادو د نرخونو او کارخانو نظارت او کنټرول شروع کړی.
دوی په خاص ډول د کلچو او کیکو کارخانو ته ورغلي چي ځیني تړلي او مسؤلین یې هم ښه سپک کړي دي.
که تاسي ددې کلچو او کیکونو د جوړولو چټلي کارخاني ووینی نو د رانیولو او خوړولو څخه به مو یې زړه تور سي،
پکار ده چي کندهار ښاروالي هم خپل نظارت شروع کړي او هغه دوکانونه او کارخاني وتړي چي د اختر دپاره پر خلکو بې کیفیته او مضر خوراکي مواد خرڅوي.
زما د کابل ښاروالی دغه کار ځکه ډیر خوښ سو چي په دغه نظارت کي ډیر جدي او اصولي چلند کوي.
کور یې ودان.

Photos from ‎Abdulbaqi Rahimi/عبدالباقي رحیمي‎'s post 16/04/2023

دغه ورور د هډکو سرطان دی😭 کوچني بچیان ئې د غاړي دي که هر ورور د هر شي مرسته ورسره کولای سئ دغه ئې شمېره ده.
0700898235

#نوټ د عکسو د خپرولو اجازه ئې را کړي ده

16/04/2023

د نړۍ په سطحه دریم شتمن " مکیش امباني " چې د هند هیواد څخه دي، په تازه مرکه کې يې ډیرې په زړه پورې خبرې کړي, چې ځينې مهم ټکي يې په لاندې ډول يادوو …

1 - په نړۍ کې هېڅ دنده کوونکی خوشحاله نه شي اوسېدلی .
2 - د انسان اقتصادي ژوند هغه وخت پیل کیږي، کله چې هغه خپل کار پیل کړي .
3 - بریا او پرمختګ له تعلیم سره هیڅ تړاو نه لري .
4 - که د تعلیم له لارې پیسې پیدا شوې وای، نن به د نړۍ هر پروفیسور میلیاردر وه .
5 - دا مهال په نړۍ کې نهه سوه پنځوس میلیاردران دي، په دوی کې هیڅ پروفیسور یا اکادمیک شامل نه دی .
6 - نړۍ کې تل د متوسطې طبقې خلکو پرمختګ کړی، دا خلک د وخت په قدر او ارزښت پوهیږي، دا خلک د زده کړې په دوره کې د دې پر ځای چې ډګریانې ترلاسه کړي، دوی کاروبار پیل کړي .
7 - بریا دوی ته د کالج یا پوهنتون پر ځای له کارخانې یا بازار څخه راځي .
8 - په خپل ژوند کې هېڅکله کالج یا پوهنتون ته نه یم تللی .
9 - دا مهال زما په شرکت کې ۳۰ زره د لوړو زده کړو خاوندان او ښځې کار کوي، دا لوستي کسان د وزن، عقل او دماغ له لحاظه له ما څخه ډېر ښه دي، خو د دندې پرېښودو جرئت نه لري، دوی په خپل ځان تکیه نه کوي، ځکه چې دوی په ځان باور نه لري .
10 - که یو سړی زما لپاره کار کولی شي، هغه د ځان لپاره هم کار کولی شي، هغه یوازې یو څه هڅونې ته اړتیا لري .
11 - په دنیا کې له مزدورۍ پرته د هر څه بدیل شته .
12 - په دنیا کې د بې وزلو لپاره هیڅ پناه ځای نشته، مګر ټوله دنیا د کار کونکو لپاره خلاصه ده .

نوټ : دا پوست مي ځکه وکړو، چې همیشه خلک له خپل کاروباره شکایت کوي او وایي چه نه کیږي، خو دوی په اصل کې حرکت هم نه وي کړي، هر کار کیدونکي دې، که ته تلاش وکړي

15/04/2023

کندهار مي😍

14/04/2023

يوازي موږ نه بلکې د نړۍ ټول انسانان په ژوند کې له ډول ډول ستونزو او مشکلاتو سره مخ کېږي، هيڅوک هم داسې نشته چې ستونزې دي ونه لرې، نن سبا چې کوم خلګ بريالي او خوښ دي، يو وخت هغوئ تر هر چا زياتې ستونزي او مشکلات لرل، خو هغوئ ځکه بريالي شوي چې په ستونزو يې فکر نه دى کړى، بلکې د هغوئ په حل او حل لارو پيدا کولو يې فکر کړى، موږ دوه انتخابه لرو، ستونزه او حل لاره يې، دواړه روښانه دي که په ستونزه فکر کوو، ستونزه او مشکل نه حل کيږي بلکې نور مشکلات زيږوي او زموږ د خفګان او ذهني فشار سبب کېږي، خوکه يې په حل فکر وکړو هم به مو فکر آرام وي او هم به مو موجوده ستونزې ته يوه مناسبه حل لاره پيدا کړې وي.

11/04/2023

د انسان وروستۍ او د ځکندن صحنه ډېره سخته ده😥
یا الله ﷻ! مستقیمي لاري ته مو برابر کړه، د مرګ پر وخت مو د لااله الاالله ... کلمه پر ژبه جاري کړه، تر دې دنیا مو ایمانداره د قبر زنده ګۍ ته دروغواړه. اخرت مو راته ګل ګلزار کړه او جنت الفردوس را نصیب کړه. امین.

11/04/2023

‏نو خبره مې دا کوله چې مستحق سړي ته صدقه دومره پټه ورکوی لکه په شریک کور کې چې خپلې مېرمنې ته برګر او چپس وړی😏

10/04/2023

🟥 څو طبي نصیحتونه ، لوستل یې ضروري دي !

① ګازي مشروبات لکه : پیپسي ، کوکاکولا ، ډیو او داسې نور ... هډوکي او غاښونه کمزوري کوي ، د زړه او ګُردو مرضونه پیدا کوي ، وزن زیاتوي ، د شکر مرض پیدا کوي ، له زیات استعمال څخه یې ډډه وکړئ .

② زخم بغیر له پټۍ څخه خلاص پریښودل یوه غلطي ده ، سمه خبر دا ده چې زخم صفا او بیا پټۍ شي چې ژر جوړ شي .

③ په پوزه چې کله وینه راماته شي نو سر په عادي حالت کې پریښودل پکار دي ، تر څو وینه په سالمه طریقه خارج شي .

④ د ماشوم لپاره د طاقت دوایانې ضرر لري : ځکه دغه دوایانې د ماشوم په نبض کې سرعت پیدا کوي او دغه سرعت کله د ماشوم د ناڅاپي مرګ سبب شي .

⑤ د درد د کنټرول دوایانې ( پیناډول ، بروفین ) قوت سامعه ( د اورېدلو قوت ) کمزوری کوي ، په خاص ډول د ښځو .

⑥ ګلپي : د ګلپي خوارک په بدن کې یو ډول کیمیاوي ماده خوروي ( ضرري استروجین ) چې د سرطان سبب ګرځي .

⑦ شین چای : په شین چای کې داسې مواد دي چې ، د سرطان مخنیوی کوي .

⑧ ماهی ، مڼه ، انګور ، الوچه ، توت بری ، پالک ، داسې خواراکونه دي چې ، دماغ او د یادښت قوت زیاتوي .

⑨ په غوږونو کې ډکي وهل اکثر د انسان د مرګ سبب ګرځي : ځکه دې سره د غوږونو پرده سورۍ کېږي او په دماغو کې التهابات ( سوزخ ) پیدا کېږي .

⑩ دا خبره غلطه ده چې د خوراک په منځ کې اوبه څښل خېټه غټوي او هضم نه راځي ؛ بلکي صحيح خبره دا ده چې اوبه هیڅ ډول تکلیف نه پیدا کوي .

⑪ هره ورځ دېرش۳۰ دقیقې پیاده مزل د زړه د مرض او د شکر مرض مخنيوی کوي او هم د وینې د فشار مخنیوی کوي او کولیسټرول ختموي .

⑫ اوږه او پالک : قوت مدافع په بدن کې زیاتوي او د سرطان مخنيوی کوي .

⑬ د ماشومانو لپاره د جاولې تېرول ، زیاتره وخت د کولمو د بندیدو سبب ګرځي چې د آپرېشن یا عملیات څخه بغیر یې بل علاج نه وي . هڅه وکړئ چې ماشومان له ژاولو څخه لرې وساتئ .

⑭ د خوب په وخت کې چې فعال ( چالان ) مبایل سر ته نژدې وي نو شل سلنه ۲۰٪ د مازغو د سرطان سبب جوړېږی .

⑮ د شپې لخوا چې ادرک په اوبو کې وجوشول شي او بیا وڅښل شي نو کولیسټرول ختموي او ضرري غوړي له بدن څخه خارجوي .

⑰ سهار په نهاره یو ګلاس اوبه څښل د هغو ویټامینونو د کمي ځای نیسي چې د خوب په دوران کې بدن ته نه دي رسېدلي او دغه شان د ضرري غوړو نه بدن صفا کوي .

📢 پورته معلومات نشر Share کئ !

🔳 داسی نورو طبی او اسلامی معلوماتو لپاره زمونږ فیسبوک آیډی ډاکټر حنیف طبی معلومات ډاکټر حنیف طبی معلومات لائیک Like کئ . مننه

🟢 وټساپ :
078 806 9313

06/04/2023

لــویـه ربـهﷻ!🤲🏻🥹

موږ هیــچاته مـه محـتاجه ڪـوه؛ځڪـه چــې
ستــابنــده ګـان ستــا په څیــر مهــربــانه نــه دي !

06/04/2023

له قناعت څخه ماسيوا مال او دولت څوک نسي مستغني کولای.

Want your business to be the top-listed Government Service in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address

Kandahar