Education Faculty, Kdr university

Education Faculty, Kdr university

Share

Actvities of education faculty

Photos from Education Faculty, Kdr university's post 11/10/2022

نن ښووني او روزني پوهنځي درېیمه پرله پسې لوبه د بدني روزني څخه وګټل; ټاس د بدني روزني لوبډلي وګټی او د توپ وهني پرېکړه يې وکړه په ټاکلو 12 اورو کي ئې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو 84 ځغاستي هدف وټاکئ; چي ښووني او روزني لوبډلي هدف په 10 اورو کي د 3 لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کی.
نن بيا د لوبي غوره لوبغاړي د ښووني او روزني لوبډلي لوبغاړی احمدالله احمدي وټاکل سو.

Photos from Education Faculty, Kdr university's post 08/10/2022

د کندهار پوهنتون په ازادۍ تورنمنټ کي نن د ښووني او روزني پوهنځي او عامه ادارې او پالسي پوهنځي ترمنځ د کرکیټ لوبه ترسره سول; د لوبي ټاس د ښووني او روزني لوبډلي وګټی; د توپوهني پرېکړه ئې وکړل او سيالي لوبډلي ته يې په ټاکلو 12 اورونو کي د 7 لوبغاړو په سوځېدو سره د 139 ځغاستو هدف وټاکی; سیالي لوبډلي د 8 لوبغاړو په سوځېدو 76 ځغاستي وکړې, چي لوبه د ښووني او روزني لوبډلي په ګټه تمامه سول.
د لوبي غوره لوبغاړی د ښووني او روزني لوبډلي احمدالله احمدي و ټاکل سو.

Photos from Education Faculty, Kdr university's post 04/10/2022

په کندهار پوهنتون کي د پيل سوي ټورنمنټ په لړ کي نن د ښووني او روزني او د کمپيوټر ساينس پوهنځيو تر منځ د کرکيټ سيالي تر سره سوه.
د دې دوولس اوريزي لوبي ټاس د کمپيوټر ساينس پوهنځي لوبډلي وګټئ او لمړی ئې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه، چي په ټاکل سوو دوولس اورونو کي ئې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالي ډلي ته ۹۵منډي هدف و ټاکئ.
په مقابل کي ئې د ښووني او روزني پوهنځي کرکيټ لوبډلي ياد هدف په نهم اور کي پوره کړ او لوبه ئې په خپله ګټه تمامه کړه.
په ننۍ لوبه کي د ښووني او روزنی کرکيټ لوبډلي فعاله لوبغاړي او لوبډل مشر نجيب الله درمل په توپ وهنه او منډو جوړولو کي ښه وځليدئ او د لوبي غوره لوبغاړی اعلان سو.
د يادوني وړ ده، چي د لوبي تماشې او تشويق ته د ښووني او روزني پوهنځي سرپرست رئيس ښاغلی پوهنيار عصمت الله عثماني، د څانګو آمرين، استادان او د تدريسي مديريت غړي ورغلي ول.

26/04/2022

د رخصتۍ خبرتیا!
‎د کندهار پوهنتون درنو استادانو، محصلانو او اداري کارکوونکو ته خبر ورکول کېږي چي د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له امله سر له سبا
(د ثور له اوومي، چهار شنبه) څخه پوهنتون رخصت دئ.

16/11/2021

د ادب مينه والو ته!
د علامه رشاد بابا د سلمي کليزي په وياړ علمي سيمينار ته هرکله راسئ!
په دې سيمينار کي به د سرمحقق استاد هيوادمل صاحب، استاد هوتک صاحب، استاد رفيع صاحب، جهاني صاحب، لېوال صاحب، ناګار صاحب، بهاند صاحب، ډاکتر حسن صاحب او نورو استادانو علمي مقالې او پيغامونه واورئ.
د فرهنګ او ادب درانه مينه وال او د رسنيو محترم استازي دي خبر وي.
ځای: کندهار پوهنتون د غونډو عمومي تالار ۱۵نمبر
د پيل وخت: د سهار نهه بجې
د چهارشنبې ورځ، ۲۶ د لړم

Photos from Education Faculty, Kdr university's post 24/09/2020

#خبرتيا!
د ښووني او روزني پوهنځي د کندهار پوهنتون د علمي شورا د پرېکړي پر اساس ټولو محصلانو خبر ورکوي, چي را تلونکې #شنبه5/ #مېزان/ #1399ل. نېټه د (1399_1400ل.) تحصيلي کال د اول سميسټر #درسونه #شروع او #حاضرۍ اخيستل کېږي ټول محصلان دي پر ټاکلې نېټه او وخت خپلو درسونو ته حاضر سئ.

Photos from Education Faculty, Kdr university's post 29/08/2020

#خبرتيا!
ګرانو محصلانو! د ښووني او روزني پوهنځي د (1399-1398ل.) تحصيلي کال د دوهم سميسټر ازمويني د سنبلې مياشتي پر #15مه نېټه پېللېږي;
#يادونه: .

Photos from Education Faculty, Kdr university's post 04/08/2020

!
د ګرم سيرو سيمو د حضوري تشديدي تدريس د شروع کېدو په اړه د لوړو زده وزارت د پرېکړي پر اساس کندهار پوهنتون او ښووني او روزني پوهنځي علمي شورا په لاندي ډول تصاميم ترسره کړي؛
1.د اسد مياشتي پر ۱۵مه نېټه حضوري تدريس شروع او د سنبلي مياشتي تر ۱۳مي نېټې پوري دوام کوي؛
2.د سنبلي مياشتي پر ۱۵مه د (۱۳۹۸-۱۳۹۹) تحصيلي کال دوهم سميسټر ازمويني شروع او ۳۱مه نېټه پای ته رسېږي؛
3.د څلرم ټولګي دوهم چانس آزمويني د فاينل آزموينو څخه يوه هفته وروسته اخيستل کېږي؛
4.نوی سميسټر (۱۴۰۰-۱۳۹۹) تحصيلي کال په ميزان مياشت کي شروع کېږي؛
5.د کرونا ویرس د خپرېدو په خاطر، هر محصل مکلف دئ، چي ټولګي د راتګ پر مهال روغتیایي لارښووني په نظر کي ونیسي او ماسک حتماً وتړي.
6.د ماپښين دورې(له 1 تر 04:30 بجو) محصلان به د سهار پر 6بجې د خپل پخواني مهالوېش پر اساس تدريس ته حاضریږي؛
7.د سهار دورې (له 8 تر 11:30 بجو) محصلان به پر 09:30AM بجې د خپل پخواني مهالوېش پر اساس تدريس ته حاضريږي؛
8.د شپې پروګرام محصلان به د ماځيګر پر 5 بجې د پخواني مهالوېش پر اساس تدريس ته حاضريږي؛
ګرانو محصلانو ته خبر ور کړل سو، چي سبا ۱۵/اسد/ ۱۳۹۹ل. نېټه حاضرۍ شروع کېږي بايد خپلو درسونو ته حاضر سئ
#يادونه: تدريسي وختونه د ګرمي په خاطر تغير سوي دي

Higher Education Learning Management System: Log in to the site 09/05/2020

#پاملرنه!
ګرانو محصلانو! که چيري تاسي د انلاين زده کړو مديريتي سيسټم (HELMS) اکانټ د درکړل سوی یورز له لاري د داخلېدو ستونزه ولري؛ نو د در کړل سوی ايميل ادرس له لاري خپل اکانټ ته داخل سئ.
مننه

Higher Education Learning Management System: Log in to the site

Higher Education Learning Management System: Log in to the site 06/05/2020

خبرتيا!
ګرانو محصلانو! له نېکه مرغه د لوړو زده کړو وزارت د انلاين زده کړو مديريتي سیسټم(HELMS)خپل فعاليت پيل کړي؛ ټولو محصلانو او استادانو ته اکانټونه جوړ سوي دي؛ د ښووني او روزني پوهنځي د محصلانو څخه هيله کېږي، چي د خپل اکانټ او فاسورډ د تر لاسه کولو له پاره د ټولګي د لارښود استاد يا نماينده سره تماس ونيسي.

Higher Education Learning Management System: Log in to the site

Photos from Education Faculty, Kdr university's post 31/03/2020

کرامت رضا کاره ډلي د کندهار پوهنتون، ښووني او روزني پوهنځي کاري دفترونه دوا پاشي کړله؛
د ښووني او روزني پوهنځي اداره د نوموړي رضا کاره ډلي د کړونو ستاینه او مننه کوي.

Photos from Education Faculty, Kdr university's post 15/12/2019

د ډیسمبر ۵مه د رضاکارانو نړیواله ورځ د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي محصلينو، استادانو او اداري کارمندانو د پوهنتون له نورو پوهنځيو سره په ګډ کار د پوهنتون د مشخصو سوو ځايونو په پاکوالي او اشر سره ولمانځله.
د رواني مياشتي(لېندۍ) پر۲۳مه د شنبې په ورځ په کندهارپوهنتون کي د رضاکارانو نړیواله ورځ په داسي حال د پوهنتون د پاکوالي په اشر سره ولمانځله، چي ګڼو محصلينو، استادانو او اداري کارمندانو د پوهنتون ډيري برخي له خځلو، غټو ګارو، ډبرو، خوسا سوو توکو، له تعميراتي کارونو څخه د پاته سوو خاورو، شګو او نورو هغه موادو څخه منظمه پاکه کړه، چي د پوهنتون څېره ئې بد رنګه کړې وه.
د يادوني وړه ده چي استاد پوهنيارعطاء الله محمدي، د پوهنځي تدريسي مديرعبدالاله ضمير، اجرئيه مدير محمدسليم هادي او د پوهنځي د ټولو څانګو محصلينو او استادانو په نه ستړي کېدونکې توګه له ګرانو محصلينو سره د پاک کارۍ په تنظيم کي ونډه واخيسته؛ د سهار له لسو بجو څخه د ماپښين تر ٤:٣٠ بجو پوري ئې مشخصي سوي ساحې په منظم ډول پاکي کړې.

Want your business to be the top-listed Government Service in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address

9th District
Kandahar
0093

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Friday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00