14/08/2025
PTM Kandahar
PTM Kandahar .
(it's our Official Page)
PTM - Pashtoon Tahafuz Moment
پښتون ژغورنې غورځنګ
Mashar Manzoor Ahmad Pashteen
مشر منظور احمد پښتين
په کندهار کې د پی ټی ايم PTM ملګري
14/08/2025
15/07/2025
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ
د ملي یووالي ارمانجن، او د زړه له ژبې شاعر، مطیعالله تراب ته دې الله پاک جنتونه نصیب کړي.
روح یی ښاده ياد یی تل پاتی.
15/07/2025
د مطیع الله تراب صيب د مرګ وصيت
د تراب د مرګ وصیت په غور واورئ
د دې کلي او ښاریو پوښتنه وکه
د اټک د سیند پر غاړه غاړه ولاړ شه
د خټکو یوسفزو پوښتنه وکه
په قرار قرار می یوسه صوابۍ ته
د یوسف او شيربانو پوښتنه وکه
جنازه مې ملاکنډ په څوکو کیږده
د مومندو باجوړو پوښتنه وکه
په مزه مزه می کوز که اشنغر ته
په مردان کې د کوڅو پوښتنه وکه
ځه خلیل او داودزي په ما خبر که
د ادم او د درخو پوښتنه وکه
پېښور دره کوهاټ درنه هیر نه شـي
د هنګو د دواوو پوښتنه وکه
خه په ټل زما د مرګ یوه ټپه شه
د ميرلي د اورشو پوښتنه وکه
چې د بنو مازدیګر درنه هېر نه شي
د وزیرو بنوڅو پوښتنه وکه
چې د کوئټې او چمن په لاره لاړ شې
د کاکړو د پټکو پوښتنه وکه
بیا په بیړه بیړه راشه کورمې خور ته
د هغې د سرو لاسو پوښتنه وکه
هلته زما د ادبي سنګر یاران دي
په سده کې د هغو پوښتنه وکه
خه بنګشو علیشیرزیو یورو ګوزو ته
د توتکې د چینارو پوښتنه وکه
د پکتیا ټولو قامو ته لاس اوچت که
د مننګو د خاخو پوښتنه وکه
د تیراه په تورو غرونو به راواوړې
د خیبر د افریدو پوښتنه وکه
د خاطر د خاطرو به خاطر وکړې
د حمزه د تاترو پوښتنه وکه
د شمشاد په جګو څوکو سلام وایه
په شلمان کې د تپو پوښتنه وکه
هزار ناو او باسول نه چې ورتېر شي
په ډاګو کې د خېمو پوښتنه وکه
نارنج ګل مې د پټکي هر ول کې کېږده
ننګرهار کې د باغو پوښتنه وکه
د ملنګ یو څو اشعار به چاته یاد وي
اخوا دیخوا د باندډو پوښتنه وکه
د کنړ په سردرو جرګه جرګه شه
د ببهسودو دورنټو پوښتنه وکه
په لغمان کې مهترلام بابا زیارت دې
مازدیګر د تیرګاړو پوښتنه وکه
سیرشاهي پاچیراګام درنه هېر نه شي
چپرهار کې د ډاګو پوښتنه وکه
د کفن پټکی می کوږ په سر راکيږده
بیا ورځه د خوګیاڼو پوښتنه وکه
د تور غر او د سور رود په لویه لاره
د ناري ناري برجو پوښتنه وکه
د سپین غر د جګ دالان لاندې مې کېږده
د څڅوبي د اوبو پوښتنه وکه
وطنۍ شنه لوپټه په ما خوره که
د سرګړي د وښو پوښتنه وکه
تر هغې مې خړو خاورو کې پټ نه کړې
د پرېوتو دېوالو پوښتنه وکه
تواقف می جنازې لپاره واخله
دواړې غاړې د مورچو پوښتنه وکه
په ما خاورې کړه انبار چی درز وانه ورم
په مزار مې د ډېوو پوښتنه وکه
ارواښاد مطيع الله تراب صېب
05/01/2025
زما په خاوره ده ترھګري ده جنګونو ده فسادونو لويه وجه ده پاکستان ده فوځ پاليسي دي جي ایچ کیو ده.
17/10/2024
د پښتون قامی عدالت/جرګې کميټي له اړخه به د راروان اتوار په ورځ (20) تاريخ په ټول پښتونخوا وطن کښي پښتون اولسي پاڅون کيږي
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Kandahar. Afghanistan
Kandahar
