انگلیسی همدلته زده کړی

انگلیسی همدلته زده کړی

Share

Learn English here!

السلام علیکم ګرانو دوستانو هیله ده چي روغ، جوړ، خوښ او خوشحاله به یاست.
قدرمنو دوستانو لکه څرنګه چي انګلیسي ژبه یوه نړیواله ژبه ده او زدہ کړه یې ضروري او مهمه ده نو موږ دا غوره وګڼل تر څو له یوې لارې ګرانو دوستانو ته خدمت وکړو، خدای ج دي وکړي چي تاسو زموږ د صفحې څخه يو څه زدہ کړئ او استفاده ورڅخه وکړئ. پاته دي نه وی چي هیڅ انسان د غلطۍ څخه خالي نه دئ نو كه زموږ څخه کومه غلطي سوې وي د مهربانۍ له مخ

12/06/2021

Grammar
ګرامر

Simple Future Tense:
It shows an action which will happen in the future.
ساده راتلونکې زمانه:
دا زمانه هغه عمل څرګندوي چي په راتلونکي کي به واقع سي.

We have two structures for this tense.
ددې زمانې لپاره موږ دوه ساختمانونه لرو. په پښتو ژبه کي يې معنی يو ډول ده او هیڅ فرق نه لري.

مثبت ساختمان:
1. Positive Structure: Subject + will/shall + V + C

We use this structure when we are 50% sure about an action in the future.
دا ساختمان هغه وخت استعمالوو کله چي د یو کار د واقع کيدو په اړه پوره مطمئن نه يو.

Ex: Ahmad will arrive in 10 minutes. (We are not 100% sure about the arrival of Ahmad, hence we use this structure.)
مثلاً: احمد به په ۱۰ دقيقو کي را ورسيږي. (موږ د احمد د را رسېدو په اړه پوره مطمئن نه یو، ځکه دا ساختمان کاروو.)

مثبت ساختمان:
2. Positive Structure: Subject + is/am/are + Going to + V + C

We use this structure when we are 100% sure about an action in the future.
دا ساختمان هغه وخت استعمالوو کله چي د يو کار د واقع کيدو په اړه پوره مطمئن يو يا جدي يو.

Ex: Sara is going to do her homework after an hour. (We are 100% sure about her doing her homework.)
مثلاً: سارا به خپل کورنۍ دنده يو ساعت وروسته وکړي. (ددې د کورنۍ دندي د کولو په اړه پوره مطمئن يو، ځکه دا ساختمان کاروو.)

منفي ساختمان:
1. Negative Structure: Subject + will/shall + Not + V + C

Ex: Ahmad will not arrive in 10 minutes.
مثلاً: احمد به په ۱۰ دقيقو کي راونه رسيږي.

منفي ساختمان:
2. Negative Structure: Subject + is/am/are + not + going to + V + C

Ex: Sara is not going to do her homework after an hour.
مثلاً: سارا به خپل کورنۍ دنده يو ساعت وروسته ونه کړي.

سواليه ساختمان:
1. Interrogative Structure: Will/shall + Subject + V + C

Ex: Will Ahmad arrive in 10 minutes?
مثلاً: آيا احمد به په ۱۰ دقيقو کي را ورسيږي؟

2. Interrogative Structure: Is/am/are + Subject + Going to + V + C

Ex: Is she going to do her homework after an hour?
مثلاً: آيا سارا به يو ساعت وروسته خپل کورنۍ دنده وکړي؟

منفي سواليه ساختمان:
1. Negative Interrogative Structure: Will/shall + Subject + Not + V + C

Ex: Will Ahmad not arrive in 10 minutes?
مثلاً: آيا احمد به په ۱۰ دقيقو کي راونه رسيږي؟

2. Negative Interrogative Structure: Is/am/are + Subject + Not + Going to + V + C

Ex: Is she not going to do her homework after an hour?
مثلاً: آيا سارا به يو ساعت وروسته خپل کورنۍ دنده ونه کړي؟

27

01/06/2021

IT IS BEST TO BE ON THE SAFE SIDE
هرڅومره چي خوندي‌ (په امن کي) يو، بهتره ده.

Possible interpretation:

1) Don't take risks. Be careful and cautious.
2) It's best to be sure. It's best to be absolutely certain.

دا يو وينا ده او معنی يې په لاندي ډول تعبير کولای سو:

۱. هر وخت بايد ځان خطر ته مخامخ نه کړو، له احتياط څخه کار واخلو.
۲. که څه هم پوهيږو چي هرڅه سم دي، خو بيا هم بايد خپل ځان مطمئن او ډاډه کړو.

Examples:

- My doctor says he doesn't think I've broken any bones but it's best to be on the safe side and have an x-ray.
مثلاً: ډاکټر راته وويل چي زه فکر نه کوم چي هډوکي دي مات سوي دي، مګر دا بهتره ده چي خپل ځان مطمئن کړې او د هډوکو عکس واخلې.

- I always lock the door but just to be on the safe side I always check the door before I go to sleep.
مثلاً: زه همېشه د کور دروازه بندوم، خو ددې لپاره چي ډاډه اوسم، د خوب څخه مخکي حتماً دروازه ګورم.



27

01/06/2021

BEST THINGS IN LIFE ARE FREE

Meaning:

The most valuable things are often free.

Example:

I feel so rejuvenated in clean air, sparkling water, and beautiful nature of the mountains. Often times, the best things in life are free.

په ژوند کي ارزښتناک شيان تل وړيا (مفت) وي‌.

دا يو متل دئ او مفهوم يې دادئ چي موږ تل داسي څيزونه (شيان) په خپل ژوند کي په وړيا ډول لرو چي که چيري هغه په پيسو وای، زموږ لپاره به يې رانيول ډېر ستونزمن وای.

مثلاً: د غرونو ښايسته طبيعت، ځلېدونکي اوبه او پاکه هوا ماته ډېره زياته انرژي راکوي. په ژوند کي بهترين شيان زياتره وخت وړيا وي.



27

31/05/2021

Grammar
ګرامر

Past perfect Continuous Tense:
This tense is used to emphasize the duration of an action in the past that
happened before another action in the past.

تېره بشپړه جاري زمانه:
دا زمانه هغه عمل څرګندوي چي په تېر وخت کي يې د يو بل عمل له واقع کېدو څخه مخکي جريان درلود.

مثبت ساختمان:
Positive Structure: Subject + Had + Been + V-ing + C

Ex: The police had been looking for the criminal for two years before they caught him.
مثلاً: پوليس په مجرم پسي د دوو کالو راهيسي ګرځېدل مخکي له دې چي هغه ونيسي. (په تېر وخت کي په مجرم پسي ګرځیدل جريان درلود، چي د نيولو بل عمل واقع سو.)

Ex. The patient had been waiting in the emergency room for almost an hour before a doctor treated
him.
مثلاً: ناروغ په بېړني اطاق کي تقريباً د یوه ساعت راهيسي انتظار کاوه، مخکي له دې چي يو ډاکټر د هغه علاج وکړي. (د ناروغ انتظار په تېر وخت کي جريان درلود، ترڅو د علاج کولو بل عمل واقع سو.)

منفي ساختمان:
Negative Structure: Subject + Had + Not + Been + V-ing + C

Ex: Ahmad had not been listening to the teacher before the director knocked on the door.
مثلاً: احمد استاد ته غوږ نه نيوه مخکي له دې چي مدير دروازه وټکوي.

سواليه ساختمان:
Interrogative Structure: Had + Subject + Been + V-ing + C

Ex: Had they been talking to each other before they went to class?
مثلاً: آيا دوی مخکي له دې چي صنف ته ولاړ سي، يو له بل سره يې خبري کولې؟

منفي سواليه ساختمان:
Negative Interrogative Structure: Had + Subject + Not + Been + V-ing + C

Ex: Had she not been crying before she met them?
مثلاً: آيا دې نه ژړل مخکي له دې چي له دوی سره وويني؟



27

30/05/2021

Vocabulary

Teller: د بانک کارکوونکی
Withdraw: له بانکي حساب څخه پيسې ايستل
ATM: اتومات د پيسو ايستلو ماشين
Return: واپس کول، ګرځول
Irritably: په قهر سره، په غوصه سره
Further: نور، وړاندي
Matter: مشکل، ستونزه
Remain: پاته کېدل
Astonish: حيران کېدل
Nod: سر ښورول د نه په معنا
Lean: کت کېدل، کوږ کېدل
Appointment: ملاقات، ليدنه
Immediately: دفعتاً، ژر تر ژره
Amount: اندازه، مقدار
Purse: بټوه، دستکول
Deposit: په بانکي حساب کي د پيسو جمع کول



27

30/05/2021

Story

An old lady

An old lady handed her bank card to the teller and said “I would like to withdraw $10”. The teller told her “for withdrawals less than $100, please use the ATM.

The old lady wanted to know why... The teller returned her bank card and irritably told her “these are the rules, please leave if there is no further matter. There is a line of customers behind you”.

The old lady remained silent for a few seconds and handed her card back to the teller and said “please help me withdraw all the money I have.” The teller was astonished when she checked the account balance. She nodded her head, leaned down and respectfully told her “you have $1,300,000 in your account but the bank doesn’t have that much cash currently. Could you make an appointment and come back again tomorrow?

The old lady then asked how much she could withdraw immediately. The teller told her any amount up to $3000. “Well please let me have $3000 now.” The teller kindly handed $3000 in a very friendly way and with a smile to her.

The old lady put $10 in her purse and asked the teller to deposit $2,990 back into her account.

The moral of this story:

Don’t be difficult with old people, they spent a lifetime learning the skill.

يوه زړه ښځه

يوې زړې ښځې خپل د بانک کارټ د بانک کارکوونکي ته ورکړ او ورته ويې ويل چي زه غواړم خپل له حساب څخه لس ډالره وباسم. د بانک کارکوونکي دې ته وويل: کله چي له سلو ډالرو څخه کمي پيسې باسئ، نو لطفاً د اې ټي ايم (اتومات د پيسو ايستلو ماشين) څخه استفاده وکړئ. زړې ښځي د سبب پوښتنه ورڅخه وکړه. د بانک کارکوونکي په قهر دې ته کارټ ورکړ او ورته ويې ويل: دا زموږ قوانين دي، که کوم بل مشکل نه لرئ، لطفاً ووځئ، ستاسو شاته د مشتريانو لوی قطار ولاړ دئ.
زړه ښځه د يو څو ثانيو لپاره چوپه پاته سوه او خپل کارټ يې بيرته کارکوونکي ته ورکړ او ورته ويې ويل: لطفاً زما ټولي پيسې چي په خپل حساب کي يې لرم، راکړه. د بانک کارکوونکې ددې د پيسو په ليدو سره حيرانه سوه. دې خپل سر وښوروه، کښته سوه او په ډېر عزت يې زړې ښځي ته وويل چي ستاسو په حساب کي يو ميليون او درې سوه زره ډالر دي، بانک اوس دومره نغدي پيسې نه لري. آيا کولای سې سبا راسې؟
زړې ښځي پوښتنه ورڅخه وکړه‌ چي هغه همدااوس څومره پيسې اخيستلای سي؟
د بانک کارکوونکي ورته وويل چي تر دريو زرو ډالرو پوري پيسې اخيستلای سئ. زړې ښځي ورته وويل: ښه نو، لطفاً درې زره ډالر راکړه.
د بانک کارکوونکي په ډېر احترام او تبسم سره دې ته درې زره ډالر ورکړل. زړې ښځي له هغو پيسو څخه لس ډالره په خپل بټوه کي واچول او له هغې يې وغوښتل چي پاته ۲۹۹۰ ډالره بيرته ددې په حساب کي جمع کړي.

د کيسې مورال:
د زړو خلکو سره سختي مه کوئ، هغوی ټول ژوند د مهارتونو په لاسته راوړلو تېر کړی دئ.



27

27/05/2021

Vocabulary

Borrow: په قرض اخيستل
Advance: مخکي له مخکي
Lend: په قرض ورکول
Lent: په قرض ورکول(دوهم حالت)
Sudden: ناڅاپه، ناببره
Beverages: مشروبات، څښاک
Grocery: سودا
Nearest: نږدې ترين
There you go: دا دئ واخله(يوه اصطلاح ده)
Appreciate: ستايل، مننه کول
Wholeheartedly: د زړه له کومي، د زړه له تله
Pleasure: خوشحالي



27

27/05/2021

Conversation
محاوره

Jamal: Salaam Kamal brother, how are you doing?
جمال: سلام کمال وروره، څنګه يې؟

Kamal: Salaam Jamal, I'm fine, what about you?
کمال: سلام جمال، زه ښه يم، ته څنګه يې؟

Jamal: I'm fine thanks. Where are you heading to?
جمال: زه ښه يم، مننه. چيري روان يې؟

Kamal: Well, I was wondering if I can borrow your car for an hour. Thanks in advance.
کمال: ښه، ما غوښتل ستا موټر د يو ساعت لپاره درڅخه واخلم، مخکي له مخکي مننه.

Jamal: Actually, I have lent my car to my cousin, but I have my motorcycle at home if you need.
جمال: اصلاً زما موټر مي زما د اکا زوی ته ورکړی دئ، مګر زما موټرسايکل په کور کي سته که ضرورت ورته لرې.

Kamal: It will surely work, it doesn't matter if it's a car or a motorbike.
کمال: مشکل نسته، فرق نه لري که موټر وي يا موټرسايکل.

Jamal: Okay, no issues. Let me go home and get it right away.
جمال: سمه ده مشکل نسته، زه به کور ته ولاړ سم او همدااوس به يې راولم.

Kamal: Actually I have sudden guests, so needed to bring some beverages and grocery form the nearest store.
کمال: اصلاً ماته ناڅاپه مېلمانه راغله، نو ما غوښتل چي له نږدې ترين سټور څخه مشروبات او سودا راوړم.

Jamal: There you go. Be careful with the brakes, you will find it hard to control it.
جمال: دا دئ واخله، د بريک سره يې احتياط کوه، په اسانۍ سره نه کنټرول کيږي.

Kamal: Okay sure, it will not take longer than ten minutes.
کمال: سمه ده، تر لسو دقيقو به زيات ونه ځنډېږم.

Jamal: Well, see you then.
جمال: ښه نو، بيا به سره ووينو.

Kamal: I appreciate it wholeheartedly. See you.
کمال: د زړه له تله منندوی يم. وروسته به سره ووينو.

Jamal: It's my absolute pleasure.
جمال: ښه راغلاست./ زه خوشحاله يم چي ستا سره مي مرسته وکړل.



27

26/05/2021

Grammar
ګرامر

Past perfect tense:
This tense describes an action completed before a certain moment or action in the past.

تېره بشپړه زمانه:
دا زمانه هغه عمل څرګندوي چي په تېر وخت کي د يو بل عمل يا خاص وخت څخه مخکي ترسره سوی وي.

مثبت ساختمان:
Positive Structure: Subject + Had + V³ + C

Ex: The patient had already died when the doctor arrived.
مثلاً: کله چي ډاکټر را ورسېد، ناروغ وختي لا مړ سوی وو. (د ناروغ مړ کېدل د ډاکټر د راتګ څخه مخکي ترسره سوي دي.)

Ex: My brother had eaten the dinner by the time I got home.
مثلاً: کله چي زه کور ته را ورسېدم، زما ورور وختي لا ډوډۍ خوړلې وه. (د ډوډۍ خوړل زما‌ د راتګ څخه مخکي ترسره سوي دي.)

منفي ساختمان:
Negative Structure: Subject + Had + not + V³ + C

Ex: The patient had not died when the doctor arrived.
مثلاً: کله چي ډاکټر راورسېد، ناروغ نه وو مړ سوی.

Ex: We had not cleaned the board by the time the teacher came.
مثلاً: کله چي استاد صنف ته راورسېد، موږ تخته نه وه پاکه کړې.

سواليه ساختمان:
Interrogative Structure: Had + Subject + V³ + C

Ex: Had we cleaned the board before the teacher came?
مثلاً: آيا موږ تخته پاکه کړې وه مخکي له دې چي استاد راسي؟

Ex: Had the patient died when the doctor arrived?
مثلاً: آيا ناروغ مړ سوی وو مخکي له دې چي ډاکټر راسي؟

منفي سواليه ساختمان:
Negative Interrogative Structure: Had + Subject + not + V³ + C

Ex: Had we not cleaned the board before the teacher came?
مثلاً: آيا مخکي له دې چي استاد راسي، موږ تخته نه وه پاکه کړې؟

Ex: Had the patient not died when the doctor arrived?
مثلاً: آيا ناروغ نه وو مړ سوی مخکي له دې چي ډاکټر راسي؟



27

01/05/2021

Grammar
ګرامر

Present Perfect Continuous Tense:
It shows an action which was started in the past, continuing to the present, and may go to the future.

حال بشپړه جاري زمانه:
دا زمانه هغه عمل څرګندوي چي په تېر وخت کي شروع شوی وي، تراوسه جريان لري، او امکان لري چي نور هم وړاندي ولاړ سي.

Positive Structure:
مثبت ساختمان:

Subject + have/has + been + V-ing + C

Ex: Ali has been studying the book since 8 AM.
مثلاً: علي د ۸ بجو راهيسي کتاب مطالعه کوي. (مطالعه ئې پر ۸ بجو شروع کړې ده، تراوسه جريان لري او کيدای سي نور هم ادامه ورکړي).

Ex: They have been cooking for three hours.
مثلاً: دوی د درو ساعتونو راهيسي اشپزي کوي. (درې ساعته مخکي يې اشپزي شروع کړې ده، تراوسه جريان لري او شايد نور هم وړاندي ادامه ولري).

Negative Structure:
منفي ساختمان:

Subject + have/has + not + been + V-ing + C

Ex: Ali has not been studying the book since 8 AM.
مثلاً: علي د ۸ بجو راهيسي کتاب نه مطالعه کوي.

Ex: They have not been cooking for three hours.
مثلاً: دوی د درو ساعتونو راهيسي اشپزي نه کوي.

Interrogative Structure:
سواليه ساختمان:

Have/has + Subject + been + V-ing + C

Ex: Has Ali been studying the book since 8 AM?
مثلاً: آيا علي د ۸ بجو راهيسي کتاب مطالعه کوي؟

Ex: Have they been cooking for three hours?
مثلاً: آيا دوی د درو ساعتونو راهيسي اشپزي کوي؟

Negative Interrogative Structure:
منفي سواليه ساختمان:

Have/has + not + Subject + been + V-ing + C

Ex: Has not Ali been studying the book since 8 AM?
مثلاً: آيا علي د ۸ بجو راهيسي کتاب نه مطالعه کوي؟

Ex: Haven't they been cooking for three hours?
مثلاً: آيا دوی د درو ساعتونو راهيسي اشپزي نه کوي؟

Note: In perfect tenses, we have two terms, "For" and "Since".
يادونه:
په بشپړه زمانه کي موږ دوې اصطلاح ګاني لرو (since, for) په‌ پښتو ژبه کي دواړه د راهيسي معنی ورکوي، خو په انګليسي کي هر يو ځان ته استعمال لري.

For: This term is used when we don't know the starting point of an action, but we know the duration of an action or how long the action took.
دا هغه وخت استعماليږي چي کله موږ ته د يوه عمل د شروع وخت نه وي را معلوم، خو جريان يې را معلوم وي چي څومره وخت يې دوام کړی دئ.

Ex: I have been waiting for 18 days.
مثلاً: زه د ۱۸ ورځو راهيسي انتظار کوم.

In the above example, I know about the number of the days I have been waiting, but I don't remember when I started the wait.

په لوړ مثال کي ماته د انتظار کولو دوام يا د ورځو شمېر را معلوم دئ، خو د انتظار د شروع کیدو ورځ نه ده را معلومه.

Since: This term is used when we know about the starting point of an action, but we don't know the duration or how long did it lost.
دا اصطلاح هغه وخت استعمالوو کله چي موږ ته د يو کار د شروع کولو وخت را معلوم وي، خو جريان يې نه وي را معلوم چي د څومره وخت لپاره يې دوام کړی دئ.

Ex: My brother has been teaching since 2012.
مثلاً: زما ورور د ۲۰۱۲ کال راهيسي تدريس کوي.

In the above example, we don't know the duration of his teaching, but we know when he started teaching.

په لوړ مثال کي‌ موږ دده د تدريس دوام يا جريان په اړه معلومات نه لرو، بلکي د شروع کولو وخت يې را معلوم دئ چي ۲۰۱۲ کال دئ.



27

28/04/2021

Grammar
ګرامر

Past Continuous Tense:
This tense shows an action which was going on in the past, while another action happened.

تېره جاري زمانه:
دا زمانه هغه عمل څرګندوي چي په تېر وخت کي يې جريان درلود او په ورته وخت کي بل عمل واقع سو.

Positive Structure: Subject + was/were + V-ing + C

مثبت ساختمان: فاعل + was/were + فعل د ing سره + د جملې پاته برخه.

Ex: He was studying the book, when his brother arrived.
مثلاً: ده کتاب مطالعه کاوه کله چي دده ورور راورسېد. (يعني ده لا د کتاب مطالعه پای ته نه وه رسولې، جريان يې درلود).

Ex: They were crossing the road when two cars crashed.
مثلاً: دوی له سړک څخه اوښتل کله چي دوو موټرانو ټکر وکړ. (دوی لا تر سړک نه وو اوښتي.)

Negative Structure: Subject + was/were + not + V-ing + C
منفي ساختمان: فاعل + not + was/were + فعل د ing سره + د جملې پاته برخه.

Ex: He was not studying the book when his brother arrived.
مثلاً: ده کتاب نه مطالعه کاوه کله چي دده ورور راورسېد.

Ex: They were not crossing the road when two cars crashed.
مثلاً: دوی له سړک څخه نه اوښتل کله چي دوو موټرانو ټکر وکړ.

Interrogative Structure: Was/were + Subject + V-ing + C

سواليه ساختمان: was/were + فاعل + فعل د ing سره + د جملې پاته برخه.

Ex: Was he studying the book when his brother arrived?
مثلاً: ايا ده کتاب مطالعه کاوه کله چي دده ورور راورسېد؟

Ex: Were they crossing the road when two cars crashed?
مثلاً: ايا دوی تر سړک اوښتل کله چي دوو موټرانو ټکر وکړ؟

Negative Interrogative Structure: Was/Were + Subject + not + V-ing + C

منفي سواليه ساختمان: was/were + فاعل + not + فعل د ing سره + د جملې پاته برخه.

Ex: Was he not studying the book when his brother arrived?
مثلاً: آيا ده کتاب نه مطالعه کاوه کله چي دده ورور راورسېد؟

Ex: Were they not crossing the road when two cars crashed?
مثلاً: آيا دوی له سړک څخه نه اوښتل کله چي دوو موټرانو ټکر وکړ؟



27

19/04/2021

Grammar
ګرامر

Simple Past Tense:
This tense shows an action which has started and finished in the past, in a clear and specific time.

ساده تېره زمانه:
دا زمانه هغه عمل څرګندوي چي په تېر وخت کي شروع او پای ته رسېدلی وي، او دقيق وخت يې معلوم وي.

Positive Structure: S + V² + C

مثبت ساختمان: فاعل + فعل په دوهم حالت کي + د جملې پاته برخه.

Ex: Ahmad ate an apple last night.
مثلاً: احمد تېره شپه يو سېب وخوړ.

Negative Structure: S + did + not + V + C

منفي ساختمان: فاعل + not + did + فعل په اصلي حالت کي + د جملې پاته برخه.

Ex: Ahmad did not eat an apple last night.
مثلاً: احمد تېره شپه يو سېب نه دئ خوړلی.

Interrogative structure: Did + S + V + C

سواليه ساختمان: Did + فاعل + فعل په اصلي حالت کي + د جملې پاته برخه.

Ex: Did Ahmad eat an apple last night?
مثلاً: آيا احمد تېره شپه يو سېب وخوړی؟

Negative Interrogative structure: Did + S + Not + V + C

منفي سواليه ساختمان: Did + فاعل + not + فعل په اصلي حالت کي + د جملې پاته برخه.

Ex: Did Ahmad not eat the apple last night?
مثلاً: آيا احمد تېره شپه يو سېب ونه خوړ؟



27

Want your business to be the top-listed Government Service in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address

Kandahar