Afson افسون

Afson افسون

Share

ستا د زلفو مار خوړلی به روغ نه شي
که افسون د مسیحا ورباندې پو کړي
رحمان بابا

10/07/2024

دغه انځور یو خورا مهم او ژور پیغام وړاندې کوي. دلته خلک د مختلفو اعتیادونو او بدو عادتونو په لاس کې بندیان دي. سګریټ، موبایل، الکول او نور اعتیادونه انسانان د خپل واک لاندې راوستي دي او د هغوی ژوند یې کنټرول کړی دی.

دا انځور موږ ته یادونه کوي چې د اعتیادونو او بدو عادتونو څخه ځان وژغورو. موږ باید هڅه وکړو چې له دې تباه کوونکو عادتونو څخه خلاص شو او خپل ژوند په مثبته لاره روان کړو. یوازې موږ خپلواک او خوشحاله ژوند لرلی شو که چېرته له دې زنځیرونو ځان آزاد کړو.
افسون
#اعتېاد #خپلواکي

05/07/2024

په هره ستونزه کې یو درس او په هره خوښۍ کې یو برکت وي. مثبت اوسئ!
افسون

03/07/2024

خپل خوبونه تعقیب کړئ او هیڅکله مه تسلیمیږئ. راتلونکې ستاسو په لاس کې دی!
افسون

27/06/2024

پوهېږم
اوس مې څوک نه غواړي
خو
یوه ورځ به مې دومره غوښتونکي وي
چې د جنازې پر کټ به مې
وار نه کېږي.
یو بل ته به وايي، ته یې پرېږده ستړی شوی به یې.
افسون

21/04/2024

ستا شخصي کتابتون ستا ښکلی بڼ او تفریحي پارک دی، له عالمانو، پوهانو، ادیبانو او شاعرانو سره پکې ښکته او پورته شه.

14/03/2024

یو خواته لوی لوی امیدونه بل خواته
کلُّ نَفسٍ ذایقةُ الَموتِ
روژه
ناروغتیا
او د امتخانونو رانژدې کېدل
په دوعاوو کې مې یاد ساتﺉ
غني

11/02/2024

ځوانه!
يوازې د پوهنتون degree تاته هېڅ نه شي درکولاى. د اوسنۍ زمانې اړتياوې درک کړه او د خپل مسلک اړوند ټول اړين مهارتونه په ځان کې پيداکړه. ستا دوست او دوښمن يوازې ستا خپل فکر او کړنې دي. خپل موقف لس کاله يا شل کاله وروسته پيش بيني کړه. هره واقعي بريا زحمت غواړي. هغه څوک چې بدون له زحمت او کوشش يوه موقف ته رسيدلي، په يقيني ډول هغه موقف موقت دى او دوام نه مومي. پس خپل سرنوشت په خپل لاس کې واخله، او نن هغه څه وکړه چې سبا ورباندې پښيمانه نه وې.

28/01/2024

❤پلار❤

Want your business to be the top-listed Government Service in Kunar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Kunar