پېچ غږ Pech Ghag

پېچ غږ Pech Ghag

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from پېچ غږ Pech Ghag, Kunar.

03/04/2026

دکونړونو ولایت امنیه قوماندانۍ داطفائیه امریت خبر تیا !
درنو هېوادوالو نن شپه سبا او راتلونکې ورځې د بدخشان پرته د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې شدید بارانونه او قوي سیلابونه اټکل شوي دي.
همدا اوس په کندهار، زابل، هرات، بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو کې شدید سیلابونه راغلي دي او وضعیت لا هم د خرابېدو په حال کې دی.

کونړ دټولو ولسونو او په ځانګړي ډول د سیلابي سیمو اوسېدونکو څخه جدي غوښتنه کېږي چې سمدستي د سیلابونو له غاړو او ټیټو سیمو خپل کورونه پرېږدئ خوندي او لوړو ځایونو ته انتقال شئ خپل ماشومان او کورنۍ له خطره وساتئ.

دا خبرداری عادي مه ګڼئ دا یو جدي وضعیت دی او هر ډول بې‌پامي کولای شي د ځاني زیان لامل شي زموږ معلومات ستاسو د وېرې لپاره نه، بلکې د خوندیتوب او ژغورنې لپاره خپرېږي.

مهرباني وکړئ د معلوماتو په خپرولو کې خپله همکاري مه سپموئ او د هیوادوالو ژوند وژغورئ.
د کونړ په سطحه په سیلابونو او کورونو کی بند پاتی هیواد والو په اړه که معلومات ترلاسه کړی نو داطفائیه امریت په لاندی شمیرو اړیکه ونیسئ.

0777790230
0706438034
0777440195
0770757160

معلومات درسره خپاره کړئ.

26/02/2026

#خبرتيا 🚨📢
د کنړ درنو ولسونو ته دعامى روغتیا رياست خبرتیا!

که په هره سیمه کې کومه بیړنۍ پېښه (لکه ، طبیعي افت، یا بل اضطراري حالت) رامنځته شي، مهرباني وکړئ سمدستي د (۱۰۲ )شمېرې سره تماس ونیسئ.
ستاسو پر وخت خبرتیا کولای شي د خلکو ژوند وژغوري او د زیانونو مخه ونیسي.

مهرباني وکړئ دا پیغام له نورو سره هم شریک کړئ ترڅو ټول ولسونه خبر شي.
ستاسو همکاري زموږ د ټولو د خوندیتوب لپاره ډېره مهمه ده.

21/07/2025

عاجل خبر!
د وایګل په سیند سیلاب رارواندي
پوره معلومات یی نشته چه په څومره
کچه دي هو سیلاب دی دسیند دعاړي نه لګ ځان وساتۍ
ایماندارو
پوست درسره شير کړئ.
Khalil Wafa

15/07/2025

د کونړ ولایت دره پېچ ولسوالۍ ننګلام د کلي قومي مشر، جهادي شخصیت ، د جرګو او مرکو سالار د حاجي محمدريحان، مولوي احمد شاه ا‌و استاد هدايت الله پلار حاجي صیب سید حضرت صافی په حق رسیدلی.
جنازه به یې سبا چهارشنبه 25/4/1404 نیټه د ننګلام مرکزي کلي کې اداکیږي، ټول خپلوان او دوستان دې خبر وي.
الله ج دې ورته مغفرت وکړي.

04/07/2025

دا کوم ځای او په کوم نوم یادیږي؟
لږ نقل هم درکړم مقصد د پیچ درې مربوط دی .
P Click: Hilamand

01/04/2025

د کونړ ولسونه:
لطفاً کونړ ته د چکر لپاره انسانان راولیږئ، ځناور مو کورونو کې وتړئ! 🥺

29/03/2025

د جنازي خبرتیا!
د دره پیچ ولسوالۍ د شاهیلام د کلي د حاجي خانزاده ځوی او د حاجي سید حضرت او محمدحضرت وراره د ذاکرالله او مولوی عبدالرحمن ریاض الله مصباح الله او ضیاءالله ورور .
دحاجي عبدالواحد حاجي محمدریحان استاد هدایت الله مولوی احمدشاه او عرفان الله د تره ځوي عتیق الله په چې په یو ترافیکي پیښه کې په حق رسیدلي دی د مرحوم جنازه به نن شنبه ۱۱ یوولس بجې د شاهیلام په کلي کې ادا او په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کیږي ټول دوستان او خپلوان او خواخوږي دی خبر وي.
إِنَّـا لِـلَّـهِ وَ إِنَّـا إِلَـیْـهِ رَاجِـعُـونَ😥

26/03/2025

دجنازي خبرتیا
د دره پیج ولسوالۍ د ماڼوګي کلي د حاجی بازنور ځوي د حاجي سازنور وراره د حيات الله، روح الله او نصرالله ورور د انعام،راحت الله ،کفايت او مدثر تره.
د کنړ ولایت د کرکت پخوانی مسول انجینر بشير الله نور چې په ترافیکي حادثه کې په حق رسيدلی.
جنازه به يې په ماڼوګي کلي سبا پنجشنبه 10بجي ادا او هلته خاورو ته وسپارل شي ټول خپلوان،دوستان او خواخوږي دي خبر وي
انا الله ونااليه راجعون.
1404/1/8

15/03/2025

الله (ج) دې مفتي صیب منیر شاکر ته مغفرت وکړي او رب تعاله دې ورته جنت الفردوس نصیب کړي. کورنۍ، ملګرو او ټولو خواخوږو ته یې صبر جمیل غواړم.

له هر ډول تاوتریخوالي څخه د پاکې، امن او د سولې ډکې نړۍ په هیله.

Want your business to be the top-listed Government Service in Kunar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address

Kunar